امنیت

طالبان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره د ټولو لوریو له خوا له فشار سره مخامخ دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د طالبانو د پلاوي غړي د وږي په ۴مه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ویني. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

د طالبانو د پلاوي غړي د وږي په ۴مه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ویني. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

اسلام اباد -- په داسې حال کې چې یاغیانو په بلخ ولایت کې د یوه بل مرګوني بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست، په افغان حکومت او طالبانو باندې فشار په ډېرېدلو دی چې د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سې شنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د طالبانو په جګپوړو مشرانو باندې تاکید وکړ چې له کابل سره د سولې ځندېدلې خبرې پیل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «قریشي د متحده ایالاتو - طالبانو د سولې د هوکړې په بشپړ تطبیق باندې تاکید وکړ، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره ممکن پیل لپاره لاره هواره کړي.»

د طالبانو سر مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي د چارشنبې په ورځ /د وږي ۵مه/ مشال راډېو ته وویل چې هره شېبه دا شونې ده چې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښی) د سې شنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني برادر (دویم چپ) سره په اسلام اباد کې روان دی. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښی) د سې شنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني برادر (دویم چپ) سره په اسلام اباد کې روان دی. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]‌

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د زمري په ۳۱مه په لسګونو دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان راټول شول څو په طالبانو باندې فشار راوړي چې د محرم په احترام له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې پیل کړي. [نورګل اندړوال]‌

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د زمري په ۳۱مه په لسګونو دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان راټول شول څو په طالبانو باندې فشار راوړي چې د محرم په احترام له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې پیل کړي. [نورګل اندړوال]‌

د طالبانو دوامدار تاوتریخوالی

د قریشي او د طالبانو د مؤسس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې د پلاوي تر منځ کتنه لږ وروسته له هغه ترسره شوه چې طالبانو په بلخ ولایت کې د افغان ملي اردو له اډې ته نږدې د یوه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.برادر ۸ کاله د پاکستان په توقیف کې تېر کړل.

د وږي په ۴مه په یوه جلا پېښه کې، په کابل کې وسله والو سړیو یوه افغانه اداکاره او د ښځو د حقونو فعاله سبا سحر وویشتله او ټپي کړه.

طالبانو او د افغانستان حکومت داسې اشارې ورکړې وې چې هغوی چمتو دي چې د تېرې میاشتې په نیمایي کې له اختر څخه وروسته په سملاسي توګه خبرې پیل کړي، خو دغه بهیر د بندیانو د تبادلې په سر په ټپه ولاړ پاتې دی.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د ولسمشر له قوله وویل، «د تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو ټینګار د سولې فرصتونو ته ننګونې راپورته کوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان باید جنګ او د افغانانو وژل ودروي، اوربند ومني او د افغانستان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.»

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا رییس عبدالله عبدالله وویل چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هغه ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه او هغه پلان لري چې ژر هلته سفر وکړي.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «موږ د پاکستان له حکومت څخه تمه لرو چې عملي ګامونه واخلي او له افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې سره همکاري وکړي چې په سیمه کې ثبات راشي.»

د پاکستان نفوذ

په لندن کې مېشت ژورنالست سمیع یوسفزي وویل، که څه هم چې پاکستان کولی شي چې اورپکې ډلې ته مشوره ورکړي، لاکن دغه هېواد په هغوی باندې محدود نفوذ لري.

هغه وویل، «هو، دغه کتنه به ځینې اغېزې ولري خو دومره نه چې نړۍ واله ټولنه یې، په ځانګړې توګه په طالبانو باندې د پاکستان د نفوذ په برخه کې، تمه کوي، البته پاکستان دا وړتیا لري چې طالبانو ته مشورې ورکړي، چې ځینې وختونه یې طالبان مني او ځینې وختونه یې ردوي.»

هغه زیاته کړه، «سربېره پر دې، طالبان ځینې وختونه حتی د کوچنیو مسئلو په هکله هېڅ انعطاف نه ښیي. د مثال په توګه، کله چې د کابل حکومت له ۵۰۰۰ څخه ډېر طالب بندیان خوشې کړل، طالبانو د شپږو ځانګړیو بندیانو په خوشې کولو باندې تمرکز وکړ.»

هغه د طالبانو په هکله خبرو کې وویل، «هغوی باید مخکې لاړ شي.»

هغه زیاته کړه، «لکه څنګه چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي، د دغو شپږو بندیانو په خلاصون باندې د تاکید کولو پرځای، په کار دی چې طالبان د خوشې کېدونکیو بندیانو یو بدیل لست وړاندې کړي ځکه چې ځینې اروپایي هېوادونه د هغوی په هکله اندېښنې لري.»

هغه وویل، «همدا دلیل دی چې بین الافغاني خبرې وځنډېدلې، او اوس پاکستان هڅه کوي چې د دې لپاره یوه حل لاره ولټوي او نړۍ والې ټولنې ته دا پیغام ورکړي چې هغوی په طالبانو باندې نفوذ لري.»

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالست اشرف علي وویل، «په اسلام اباد کې وروستی سیاسي پرمختګ په صحیح لوري یو صحیح ګام دی، خو هر مثبت پرمختګ به د ټولو سیمه ییزو فعالانو ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ولري چې ځواکونه سره یو لاس کړي او په ځانګړې توګه په جنګ ځپلي افغانستان او په لویه کې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.»

د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه

د اسلام اباد په هڅو سربېره، په بغلان ولایت کې دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان په افغان حکومت او طالبانو باندې فشار اچوي چې د محرم په احترام د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.‌

هغوی د زمري په ۳۱مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې راټول شوي ول.‌

د بغلان ولایت یوه دیني عالم مولوي صبغت الله مسلم وویل، «موږ له خپلو طالبانو ورونو څخه غواړو چې د محرم د میاشتې په احترام دې د خپلو بې ګناه خلکو وژل ودروي او د سولې خبرې دې پیل کړي.»

مسلم طالبانو ته په خطاب کې وویل، «نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت تاسو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي چې تاسو وکولی شئ راشئ او د خپلو توقعاتو په هکله خبرې وکړئ.»

د غونډې یوه بل ویناوال دیني عالم مولوي عبدالغیاث احمدي په طالبانو باندې غږ وکړ چې خپل شخصي هدفونه له پامه وغورځوي او د خدای د رضا په خاطر تاوتریخوالی ودروي.

د بغلان د علماوو د شورا یوه غړي مولوي سردارولي وویل، «راځئ چې د مذاکراتو مېز ته سره کېنو او د ټولو ستونزو لپاره د حل لاره راوباسو.»

هغه وویل، «بهرنیانو ته اړتیا نشته.‌ که موږ په خپلو کې سره هوکړه وکړو، شرق او غرب ته هېڅ اړتیا نشته چې منځګړتوب وکړي.»

ولي وویل، «موږ کولی شو چې افغانستان پخپله جوړ کړو.»

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال احمد خالد فرهمند په طالبانو باندې غږ وکړ چې افغانانو ته ثابته کړي چې هغوی په مستقل ډول او د افغانستان د ګټو لپاره کار کوي.‌

هغه وویل، «که تاسو د نورو هېوادونو ګوډاګیان نه یئ، کولی شئ چې له افغانانو سره د مذاکراتو مېز ته کېنئ او له افغانانو سره خپل مخالف نظرونه په ازادانه توګه راپورته کړئ چې وکولی شئ د هغو لپاره د حل لاره راوباسئ.»

د سولې لپاره قرباني ورکول

د پلخمري یوه اوسېدونکي عبدالجلیل راغب وویل، «دا چې موږ سولې ته په نږدې کېدلو یو، په کار دی چې دواړه لوري په دغه نازک وخت کې قرباني ورکړي.»

هغه وویل، «د حکومت او طالبانو پاتې بندیان باید خوشې کړای شي ځکه چې افغانان په بې صبرۍ سره سولې ته انتظار کوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان نور د دې بهانه نه لري چې جنګ ته دوام ورکړي، او هغوی باید د مذاکراتو مېز ته راشي او خپلې ستونزې د قانوني چینلونو له لارې حل کړي.»

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام یحی احرار وویل، «طالبان باید له دغه ستر فرصت څخه ګټه واخلي او په خپلو شخصي ګټو باندې ملي ګټو ته ترجیح ورکړي. هغوی باید لومړی اوربند اعلان کړي او بیا په هېواد کې دننه خبرې پيل کړي.»

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، طالبان دوه لارې لري: یا د سولې پروسې سره یوځای شي یا ماته قبوله کړي.‌

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې په بغلان مرکزي او دوشي ولسوالیو او په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او چشمه شېر سیمو کې طالبانو ته درانه تلفات ور اړولي دي.

هغه وویل، «موږ په خپلو پوستو باندې د طالبانو هر برید ته ځواب ویلی دی، او هغوی د درنو تلفاتو له لیدلو څخه وروسته تښتېدلي دي.»

بشارت وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې پروسې سره یوځای شي. امنیتي ځواکونو هغوی پخوا مات کړي ول، او په راتلونکي کې به هم هغوی په ورته ډول مات کړای شي.»

[له کندوز څخه هدایت الله او له اسلام اباد څخه عالمزېب خان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان باید خپل فشارونه پر طالبانو زیاد کړي تر څو دغه ډله په افغانستان کې اوربند اعلان کړي او بین الافغانی خبرو اترو ته چمتو شي. زه فکر کوم چې پاکستان دغه کار کولی شی. ځکه پاکستان حکومت پر طالبان ډیر زیات اغېز لري.

ځواب ورکړئ

څو چې طالبان د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له خوا تر فشار لاندې رانشي، تر هغه وخته پورې به هغوی هېڅکله هم اوربند اعلان نه کړي. دا شونې ده، په ځانګړې توګه که چېرې متحده ایالات او نړۍ واله ټولنه له پاکستان څخه وغواړي چې په طالبانو باندې فشار واچوي چې د اوربند اعلانولو او د خبرو پیلولو ته چمتو شي، خو نړۍ واله ټولنه او متحده ایالات داسې کار نه کوي. زه فکر کوم چې متحده ایالات هم خوښ دي چې په افغانستان کې جنګ او وینه تویېدل دوام ومومي. که خوښ نه وي، بیا ولې هغوی په پاکستان باندې فشار نه اچوي یا اقتصادي بندیزونه پرې نه لګوي؟ که متحده ایالات په پاکستان باندې لږ فشار هم واچوي، دا کار به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې ته لاره هواره کړي.‌ عرب هېوادونه هم باید د مسؤلیت احساس وکړي او د افغانستان د خونړي جنګ په هکله پرېکړه وکړي او په طالبانو باندې بندیزونه ولګوي. که چېرې عربان په ریښتیا سره مسلمانان وي او له خدای نه وېرېږي، هغوی باید د افغانستان ستونزه حل کړي. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، په افغانستان کې په زرونو خلک وژل شوي، او په زرونو نور معلول شوي دي. په زرونو ښځې کونډې شوي او په زرونو ماشومان یتیمان شوي دي. د دغو کارونو سبب متحده ایالات، پاکستان، ایران او عرب هېوادونه دي. دا ټول هېوادونه باید له خدای نه وویریږي او په افغانستان کې د جنګ مسئله ختمه کړي.

ځواب ورکړئ