امنیت

په بلخ کې د طالبانو ځانمرګي برید ملکي خلک ووژل او په لسګونو یې ټپیان کړل

ای اېف پي

دا عکس چې د وږي‌ په ۴مه اخیستل شوی د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې یو ویجاړ شوی کور ښیي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

دا عکس چې د وږي‌ په ۴مه اخیستل شوی د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې یو ویجاړ شوی کور ښیي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

مزارشریف -- یوه ځانمرګي برید چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخیستی دی د سې شنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ په بلخ ولایت کې لږ تر لږه درې کسان ووژل. دا په داسې حال کې ده چې ګاونډي پاکستان فشار اچولی دی چې ځنډېدلې د سولې خبرې پیل شي.

په مزارشریف کې د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، ځانمرګي بمي بریدګر چاودېدونکي مواد د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان اردو له یوه مرکز سره نږدې په یوه لارۍ موټر کې وچول.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر وویل، دا برید د هغې ویډیو انتقام دی چې په انټرنټ خپره شوې وه او ښودله یې چې افغان ځواکونه په جنوب کې د طالب عسکرو د جسدونو بې حرمتي کوي.‌

د دفاع وزارت د هغې ویډیو چې د تېرې میاشتې په نیمایي کې راووتله، پلټنه پیل کړې ده.

رضایي وویل، د وږي د ۴مې برید دوه ملکيان او یو کمانډو ووژل او له ۴۰ څخه ډېر نور کسان یې ټپیان کړل. هغه وویل، ډېر کورونه وران یا ویجاړ شول او عسکرو په خوندي توګه د قربانیانو ژغورلو ته ور ودانګل.

د دفاع وزارت د یادې پېښې پېښېدل تایید کړل.

دا برید په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان حکومت له مهمو طالب مرکچیانو سره په اسلام اباد کې ګوري چې په افغانستان کې د سولې د خبرو پیلولو ته یې وهڅوي.

پاکستان ویلي دي چې مذاکرات په افغانستان کې د پرمختګ یواځینۍ لاره ده او هغوی د یوه «تسهیلوونکي» رول ترسره کوي.

طالبانو او د افغانستان حکومت داسې اشارې ورکړې وې چې هغوی چمتو دي چې د تېرې میاشتې په نیمایي کې له اختر څخه وروسته په سملاسي توګه خبرې پیل کړي، خو دغه بهیر د بندیانو د تبادلې په سر په ټپه ولاړ پاتې دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟