افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې دوه طالب مشران ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په بلخ ولایت کې په دوه جلا عملیاتو کې دوه غټ طالب مشران ووژل.

اردو په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو یو عملیات د دوشنبې په ورځ په شولګره ولسوالۍ کې ترسره کړ او د چارکنت ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال مولوي عبدالاحد یې د هغه له ۱۵ جنګیالیو سره یوځای وواژه.

اردو وویل چې په یوه دویم عملیات کې د د دوشنبې په ورځ د افغان هوایي ځواک یوه برید د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو غټ جیګپوړی نظامي قوماندان مولوي شیرین وواژه.‌

اعلامیه زیاتوي چې هوایي برید یو نظامي پټنځای او یو موټر ویجاړ کړل.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500