فاریاب -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې افغان هوایي بریدونو د یو شمېر جیګپوړو مشرانو په ګډون ۱۰۲ طالب اورپکي ووژل.
د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې د ورځې /د زمري ۲۹ مه/ د یوه اعلامیې په اساس، دغو هوایي بریدونو اورپکي هغه وخت وویشتل چې هغوی له بلچراغ ولسوالۍ څخه ګرزیوان ته سفر کاوه.
په اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شویو کې د شمال لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر، مولوي مطیع الله، او ګڼ شمېر نور جیګپوړي طالب مشران شامل دي.