ديپلوماسي

طالب مشران د تازه لږیدلو بندیزونو په ترڅ کې د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړل

د عالم زېب خان او ای اېف پي راپور

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې د طالبانو پلاوي ته د سه شنبې په ورځ د اګست په ۲۵ مه ښه راغلاست وايي. (د پاکستان د باندنیو چارو وزارت)

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې د طالبانو پلاوي ته د سه شنبې په ورځ د اګست په ۲۵ مه ښه راغلاست وايي. (د پاکستان د باندنیو چارو وزارت)

اسلام اباد -- پاکستان د طالبانو د مرکچي ټیم مهم غړي اسلام اباد ته بللي چې دغلته به په روانه اونۍ کې جګپوړي چارواکي په هغوی باندې د سولې د خبرو د پیل په اهمیت باندې ټینګار وکړي.

دا کتنې د افغانستان د شخړې په بهیر کې په یوه مهم وخت کې، چې خبرې یو ځل بیا د بندیانو د یوې جنجالي تبادلې په ترڅ کې ودرېدلي او پاکستان د یادې اورپکې ډلې پر ضد د ملګرو ملتونو په بندیزونو باندې تاکید وکړ، ترسره کیږي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ /د وږي ۳مه/ وویل، «پلاوی په اسلام اباد کې دی، او موږ به سباته له هغوی سره د دو اړخیزې اعتماد جوړونې د هڅو د برخې په توګه یوه دوره خبرې ولرو.»

طالبانو او د افغانستان حکومت داسې اشارې ورکړې وې چې هغوی چمتو دي چې د تېرې میاشتې په نیمایي کې له اختر څخه وروسته په سملاسي توګه خبرې پیل کړي، خو دغه بهیر د بندیانو د تبادلې په سر په ټپه ولاړ پاتې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (چپ) د وږي په ۳مه په اسلام اباد کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ‌ کې خبرې کوي. قریشي وویل، پاکستان د طالبانو د مرکچي ټیم مهم غړي اسلام اباد ته بللي چې دغلته به په روانه اونۍ کې جګپوړي چارواکي په هغوی باندې د سولې د خبرو د پیل په اهمیت باندې ټینګار وکړي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (چپ) د وږي په ۳مه په اسلام اباد کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ‌ کې خبرې کوي. قریشي وویل، پاکستان د طالبانو د مرکچي ټیم مهم غړي اسلام اباد ته بللي چې دغلته به په روانه اونۍ کې جګپوړي چارواکي په هغوی باندې د سولې د خبرو د پیل په اهمیت باندې ټینګار وکړي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې له څرخي پله زندان څخه د احتمالي خلاصون د پروسې په ترڅ کې عکس اخیستنې ته ولاړ دي. افغان ولسمشر اشرف غني د زمري په ۱۰مه د ۵۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې له څرخي پله زندان څخه د احتمالي خلاصون د پروسې په ترڅ کې عکس اخیستنې ته ولاړ دي. افغان ولسمشر اشرف غني د زمري په ۱۰مه د ۵۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل شاوخوا ۴۶۸۰ یاغي بندیان خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې طالبان وایي هغوی د افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰۰ غړي خوشې کړي دي، چې د متحده ایالاتو او اورپکې ډلې تر منځ د شوي تړون ډېره برخه تطبیق شوې ده.

خو دغه تبادله د وروستیو څو سوه بندیانو په سر ټکنۍ شوه، او کابل دې ته تیار نه دی چې هغه طالب جنګیالي چې هغوی وایي چې خطرناک دي او مرګوني بریدونو پورې تړلي دي، خوشې کړي.

قریشي وویل اسلام اباد طالبان پاکستان ته بللي چې د خبرو په اهمیت ورته ټینګار وکړي، او وایي چې مذاکرات په افغانستان کې «د مخکې تګ یواځینۍ لاره» ده.‌

هغه زیاته کړه، «دا د افغانانو کار دی چې سره پخلا شي، او زموږ کار دی چې اسانتیا رامنځته کړو.»

نوموړي وویل، «اصلي هدف دا دی چې سوله وشي، او راتلونکې مرحله باید د بین الافغاني خبرو اترو پیل وي.»

په تېره تله میاشت کې، د طالبانو د مؤسس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، چې اته کاله یې د پاکستان په توقیف کې تېر کړل، یو هیئت د کب په میاشت کې له واشنګټن سره د یاغیانو د تړون له لاسلیکېدلو څخه مخکې اسلام اباد ته سفر وکړ.

اسلام اباد ویلي وو چې په طالبانو باندې د هغوی نفوذ اورپکي دې ته وهڅول چې له متحده ایالاتو سره خبرې ترسره کړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ /د وږي ۲مه/ ټویټ وکړ چې برادر او نور مرکچیان به «د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستیو پرمختګونو، د خلکو د خوځښت د مساعدولو او اسانولو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په هکله» خبرې اترې وکړي.‌

بندیزونه بیا تازه شول

د طالبانو لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پاکستان حکومت د طالبانو، القاعدې او داعش پر ضد په بندیزونو باندې بیا تاکید کړی دی.

د زمري په ۲۸مه د بهرنیو چارو د وزارت په وېب سایټ د خپاره شوي یوه سند په اساس، پاکستان یو ځانګړی حکم صادر کړی چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو څخه د دغه هېواد پیروي په ګوته کوي.

په یوه بل ځانګړي حکم کې چې په عین ورځ صادر شوی دی القاعدې او داعش پورې تړلیو افرادو او بنسټونو باندې د سفر کولو، وسلو اخیستلو او د مالي سرچینو د کنګل کولو د بندیزونو په هکله تفصیلات ورکړل شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د زمري په ۳۱مه وویل، دغه ځانګړی حکم «پخواني اعلان شوي ځانګړي حکمونه د طرزالعمل د یوه ګام په توګه سره یوځای کوي او مستندوي او د بندیزونو په لست یا د بندیزونو په ګامونو کې کوم تغیر نه منعکسوي.»

هغه وویل، «د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په طالبانو باندې د بندیزونو کمېټه په طالبانو او هغوی پورې اړوندو افرادو او بنسټونو باندې بندیزونو سره سر او کار لري.»

هغه زیاته کړه، «د یادې کمېټې له خوا په هر تغیر سره، د پاکستان په ګډون ټول دولتونه دغه بندیزونه، چې په شتمنیو، د وسلو په اخیستلو او سفر باندې بندیزونه په کې شامل دي، تطبیقوي.»

ځینې چارواکي وایي، پاکستان دا ګام د دې لپاره واخیست چې د مالي عمل د مؤظف ګروپ شرایط پوره کړي.

دغه بین الحکومتي سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی د ۱۳۹۷ د غبرګولي په میاشت کې پاکستان د پیسو د اختلاس او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د ګامونو اخیستلو کې د ناکامۍ له امله په خړ لست کې شامل کړ.

یادې موسسې د اسلام اباد لپاره ضرب الاجل د وږي میاشتې ته اوږد کړ چې د مالي عمل د مؤظف ګروپ د شرایطو د پوره کولو لپاره د عمل پلان بشپړ کړي.

د پاکستان ملي شورا د زمري په ۸مه او د مشرانو جرګې یا سنا د زمري په ۹مه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۲۰۲۰ د قانون تعدیل، او د ترهګرۍ ضد قانون تعدیل تصویب کړل.

په نوي قانون کې داسې ګامونه شامل دي چې د پاکستان حکومت ته دا وړتیا ورکوي چې د ملګرو ملتونو له خوا د نومول شویو بنسټونو او افرادو شتمنۍ کنګل کړي، په سفرونو او د وسلو په اخیستلو باندې یې بندیزونه ولګوي. په دې کې په هغو خلکو باندې چې اورپکۍ ته لاره هواروي درنې جریمې او د اوږدې مودې د بند سزاګانې لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ پرېکړې له غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د هغوی د داخلي قوانینو له لارې د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د مبارزې په ګډون د ترهګرۍ ضد ګامونه تطبیق کړي. په پاکستان کې دغه وظیفه د ۱۹۹۷ د ترهګرۍ ضد قانون له لارې تطبیق کیږي.

قریشی د زمري په ۸مه د ملي شورا له غونډې څخه وروسته د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، «دا ضروي وه چې د مالي عمل د مؤظف ځواک اړوند قوانین په پارلمان کې تصویب شي څو پاکستان د نړۍ وال مالي څار له خړ لست څه وځي.»

په طالبانو باندې فشار اچول

د دغو ځانګړیو حکمونو وخت په افغانستان کې د سولې د تسهیل په برخه کې د پاکستان د هڅو په هکله پوښتنې راپورته کوي.‌

په اسلام اباد کې یوه ژورنالست طاهرخان وویل، په قطر کې د طالبانو د ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دغو اسنادو په هکله له څه ویلو څخه ډډه وکړه.‌

طاهرخان وویل، شاهین ویلي چې دغه نوی وضعیت ښایي د سولې پروسه خرابه کړي ځکه چې سفري بندیز کولی شي چې د طالبانو له خوا د پروسې د چټکولو مخه ډب کړي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند وویل، «دغه حالت چې پاکستان له یوې خوا د سولې خبرې اسانوي او بلې خواته د یوه بندیز په هکله خبرې کوي، ښایي بې اعتمادي رامنځته کړي.»

رستم شاه وویل، «افغان طالبانو پخوا، په ځانګړې توګه د پروېز مشرف د رژیم پر مهال اندېښنې لرلې، او اوس که چېرې بې اعتمادي رامنځته کیږي، دا به یواځې په ټپونو د مالګې دوړول وي.»

مشرف د یوې کودتا له لارې د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته له ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۷ پورې د پاکستان واکمن وو.‌

هغه وویل، طالبان د سولې په خبرو کې ښکېل دي، او که چېرې هغوی د پاکستان له خوا له نورو محدودیتونو سره مخامخ شي، هغوی به د چین، ایران، روسیې یا ترکیې په لوري کاږه شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ښکاره، پاکستان د طالبانو پر ضد بندیزونه اعلان کړل، خو په حقیقت کې پاکستان د طالبانو ملاتړی او تمویلوونکی دی. د طالبانو ۸۰٪ پوځي مصارف پاکستان ورکوي.

ځواب ورکړئ

افغانان به د طالبانو په سوله باندې تر هغه وخته پورې باور ونه کړي څو چې طالبان له پاکستان سره اړیکې پرې نه کړي، ځکه چې پاکستان د افغانستان دښمن دی او دغه هېواد د افغانستان د څلوېښتو کالو د ټولو بدمرغیو سبب ګڼل کیږي. که طالبان په ریښتیا سره افغانان وي او د پاکستان غلامان نه وي،‌ هغوی باید خپل ځانونه د پاکستان له توقیف او غلامۍ څخه ازاد کړي.

ځواب ورکړئ

طالبان باید هوښیار شي او د پاکستان له خوا باید ونه غولول شي. پاکستان د طالبانو مشرانو ته صحیح مشورې نه ورکوي. که چېرې طالبان ډېر لږ منطق یا فکر هم ولري، هغوی باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي، ځکه دا پاکستان وو چې د طالبانو د ماتې سبب شو او متحده ایالاتو ته یې اجازه ورکړه چې له خاورې څخه یې په افغانستان باندې یرغل وکړي او د طالبانو رژیم رانسکور کړي.‌ افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو لپاره ټول اکمالات د پاکستان له لارې وشول. که چېرې پاکستان شل کاله مخکې متحده ایالاتو ته اجازه نه وای ورکړې چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته راننوځي، متحده ایالات به نه وای توانېدلي چې افغانستان اشغال کړي، ځکه چې د افغانستان نورو ګاونډیانو به دا کار نه وای کړی. ایران، چین او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو چې د روسیې تر نفوذ لاندې دي به هېڅکله هم متحده ایالاتو ته د دې لپاره بېسونه نه وای ورکړي چې له هغو څخه په افغانستان باندې یرغل وکړي.

ځواب ورکړئ

د پاکستان حکومت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان حکومت سره سوله وکړي. د اسلام اباد ستراتیژیک عمق د افغانستان په جګړه کې دی، ځکه چې د افغانستان څلوېښت کلن جنګ د دې سبب شو چې پاکستان د نړۍ په یوه اتومي ځواک باندې بدل شي. پاکستان د ټولو هغو مرستو ۸۰٪ اخیستلې چې نړۍ والې ټولنې د افغانستان مجاهدینو سره د دې لپاره کولې چې د شوروي د یرغل پر وړاندې جنګ وکړي،‌ او پاتې ۲۰٪ یې مجاهدینو ته ورکولې. که نه، پاکستان هېڅ شی نه درلود. په هغه وخت کې، پاکستان یو ډېر غریب هېواد وو او له نظامي پلوه هم کمزوری وو. تر دې چې دغه هېواد له افغانستان سره هم سیالي نشوای کولی. هغه د افغانستان ټولې غوښتنې منلې. هغوی به هر هغه څه منل چې افغان حکومت به ورته ویل، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته او د مجاهدینو په قدرت ته رسېدلو سره، د افغانستان ټولې بېخبناوې ړنګې شولې، او مجاهدینو ټول نظامي تجهیزات پاکستان ته انتقال کړل. اوس پاکستان په افغانستان کې له سولې څخه وېرېږي، او هڅه کوي چې د بین الافغاني خبرو پروسه مختله کړي. له دې امله، هغوی په قطر کې مېشت طالب چارواکي اسلام اباد ته ور وبلل.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان د پاکستان او هندوستان تر منځ د نیابتي جنګ په یوه ډګر باندې بدل شوی دی. د افغانستان په جنګ او سوله کې د پاکستان او هندوستان ګټې دي.‌ هندوستان وایي، که له طالبانو سره سوله وشي او په افغانستان کې جنګ کم شي، دا به په کشمیر کې جنګ زیات کړي. له دې امله، د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر هره ورځ د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د افغانستان د حکومت چارواکو سره ګوري، او په دې برخه کې خپله اندېښنه ورسره شریکوي.‌ بل طرف ته، پاکستاني چارواکي له طالب مشرانو سره په تماس کې دي، او هغوی وایي چې هر حکومت چې په افغانستان کې جوړیږي هغه باید په افغانستان کې د هندوستان پروګرامونه تطبیق نه کړي،‌ او باید د هندوستان تر نفوذ لاندې نه وي، او په دې کې هېڅ شک نشته چې د افغانستان حکومت د هندوستان تر نفوذ لاندې کار کوي، او هر څه چې هندوستان افغان چارواکو ته وایي، هغوی یې کوي. او طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي،‌ طالبان نشی کولی چې د پاکستان له اجازې څخه پرته هېڅ شی هم وکړي.

ځواب ورکړئ

طالبانو رهبران باید لږ وشرمیږی او د پاکستان غلامی پریږدي. تر څو به دوی د پاکستان د حکومت په اشاره عمل کوی. دوی باید ځان خپلواک کړی و په مستقله توګه تصمیم ونیسی نه د پاکستان په خوښه.

ځواب ورکړئ