ديپلوماسي

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د طالبانو د ملاتړ دروغژنه ادعا د خندا وړ وبلله

د اشفاق یوسفزي راپور

د روغتیایي چارو یو پاکستانی کارکوونکی د غبرګولي په ۲۹مه په لاهور کې د پولیو واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې افغان کډوالو ماشومانو ته د پولیو واکسین د څاڅکو ورکول اداره کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

د روغتیایي چارو یو پاکستانی کارکوونکی د غبرګولي په ۲۹مه په لاهور کې د پولیو واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې افغان کډوالو ماشومانو ته د پولیو واکسین د څاڅکو ورکول اداره کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

پېښور -- په پاکستان کې اوسېدونکي افغان کډوال د هغې ادعا له امله په طالبانو باندې ریشخند وهي چې ویلي یې دي هغوی د کډوالو په استازیتوب د روغتیایي او تعلیمي اسانتیاوو د برابرولو لپاره له پاکستاني چارواکو سره تړونونه کړي دي.

پاکستاني چارواکو د تلې په ۱۱مه په اسلام اباد کې د جیګپوړو طالبانو یوه ګروپ تهتود هرکلی وویل.‌

د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د استخباراتو رییس تورن جنرال فیض حمید د طالبانو د ډلې شریک مؤسس ملا عبدالغني برادر ته چې د پاکستان په یوه زندان کې یې ۸ کاله تېر کړل، په غېږو او موسکاوو سره ښه راغلاست وایي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په پښتو ژبه په یوه ټویټ کې لیکلي، «نن، د اسلامي امارت هیئت په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزیر او نورو جیګپوړو چارواکوسره مفصلې کتنې ترسره کړې. دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او د سولې د مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.»

په پېښور کې یو افغان کډوال ترکاري خرڅوي. ډېر افغان کډوال وایي چې د طالبانو وروستي بیانونه هسې ټوکې دي. [اشفاق یوسفزی]

په پېښور کې یو افغان کډوال ترکاري خرڅوي. ډېر افغان کډوال وایي چې د طالبانو وروستي بیانونه هسې ټوکې دي. [اشفاق یوسفزی]

د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د هغوی د هیئت ډله ښیي چې د تلې په ۱۱مه په اسلام بااد کې له جیګپوړو پاکستاني چارواکو سره ګوري. [آرشیف]

د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د هغوی د هیئت ډله ښیي چې د تلې په ۱۱مه په اسلام بااد کې له جیګپوړو پاکستاني چارواکو سره ګوري. [آرشیف]

هغه افغانانو او پاکستان ته په اشارې وویل، «سربېره پر دې، د اسلامي امارت هیئت د روغتیا، تعلیم، د وېزو د صدور او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو غوښتنه وکړه. په ځواب کې، شاه محمود قریشي د پوره همکارۍ وعده ورکړه.»

افغان کډوالو په دغه ټویټ باندې سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې طالب اورپکي باید ریښتیا ووایي او له تشو او له سیاسي پلوه تحریک شویو بیانونو څخه ځانونه وساتي.

د پېښور بورډ بازار سره نژدې په میرویس لېسه کې د لسم ټولګي یوه زده کوونکي نور واحد وویل، «دا په ریښتیا سره د حیرانۍ خبره ده چې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین داسې یو ټویټ مخې ته راځي چې په کې هغه ویلي چې هغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څخه دلته د اوسېدونکیو افغان کډوالو لپاره د بهترو روغتیایي او تعلیمي اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.»

هغه وویل، طالب اورپکي په پاکستان او افغانستان دواړو کې د تعلیم او تربیې ضد فعالیتونو له امله مشهور دي،‌ او زیاته یې کړه چې دا خبره چې د افغان طالبانو هیئت له پاکستاني مقاماتو سره په دې هکله خبرې کړي چې د افغان کډوالو لپاره تعلیمي اسانتیاوو ته وده ورکړي «د ریشخند وړ» ده.‌

په پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون یوه افغان محصل محمد جاوېد چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل، «مونږ د طالب اورپکو اصلي مخونه پېژنو. هغوی په افغانستان کې په بمي او ځانمرګو بریدونو کې بې ګناه خلک وژني او ټپي کوي.‌ هغوی ښوونځي او روغتیایي مرکزونه ویجاړوي، او چې داسې ده بیا نو څنګه مونږ کولی شو چې دغه ډول بیانونه جدي وبولو؟»

هغه وویل، خلک هغو کسانو ته چې په افغانستان کې په ترهګرۍ کې ښکېل دي هېڅ درناوی نه لري. د ترهګرۍ له امله په زرګونو خلک دې ته مجبور شوي چې پاکستان او نورو هېوادونو ته کډې وکړي او د بې وزلۍ په حالت کې ژوند وکړي.‌

جاوېد وویل، «کله چې طالبان د افغان حکومت برخه نه وي څنګه کیدای شي چې پاکستان د هغوی غوښتنې ومني؟ یوازې یو منتخب حکومت کولی شي چې داسې ادعا وکړي.»

د خیبر میډیکل کالج یوه افغان محصل نور ولي وویل، طالب اورپکو بې شمېره روغتیایي مرکزونه ویجاړ کړي او خلک یې له روغتیایي اسانتیاوو څخه محروم کړي دي.

هغه د شاهین د ټویټ په هکله خبرو کې وویل، داسې شعارونه نشي کولی چې افغانان وغولوي.‌

هغه وویل، «د طالب اورپکو دا هڅه چې د داسې بیانونو له لارې د هېوادوالو ملاتړ وګټي به مشتریان پیدا نه کړي. اکثریت افغانان پوهېږي چې طالب جنګیالیو روغتونونه او ښوونځي څنګه ویجاړ کړل.»

د پرمختګ په لور دښمني

په پېښور کې مېشت د سیاسي چارو تحلیلګر خادم حسین د پولیو واکسینونو پر ضد د طالبانو کمپاین ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د پرمختګ په لور د اورپکو د دښمنۍ یوه بېلګه ده.‌

هغه وویل، «طالبان په افغانستان کې د پولیو واکسینونو پر ضد کمپاین کوي چې دغه کار ماشومان د معیوبېدلو له خطر سره مخامخ کړي دي. همدارنګه هغوی تعلیم او تربیه منع کړې او خلک نشي کولی چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.»

هغه وویل، داسې سیاسي انګېزه لرونکي بیانونه ښایي ونشي کولی چې د افغانانو په زړونو کې د طالبانو لپاره ځای پیدا کړي.

هغه وویل، سربېره پر دې، د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته برابرې شوې موجودې روغتیایي، تعلیمي او تجارتي اسانتیاوې په کابل کې د مشروع حکومت له برکته دي. طالبان په دې کې هېڅ رول نه لري.

یوه افغان ډاکتر احمد زهیري چې په پېښور کې کار کوي، وویل، روغتیا او تعلیم هېڅکله د طالب اورپکو لپاره اولویتونه نه وو ځکه چې هغوی یوازې غواړي چې د ترهګرۍ د عملونوله لارې خلک ووېروي.

هغه وویل، کله چې خبره د روغتیایي پاملرنې د مرکزونو نشتوالي ته رسېږي ښځې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

زهیري وویل، «زمونږ ښځې د وړو ناروغیو د علاج لپاره پاکستان ته راځي ځکه چې طالبانو په ښځینه روغتیایي کارکوونکیو باندې بندیزونه لګولي دي.»

په پېښور کې یوه افغان ښوونکي رییس شاه وویل، طالبان باید د خپلو عملونو له امله بې ځایه اعتبار ترلاسه نه کړي ځکه خلک پوهېږي چې اورپکو د خلکو لپاره هېڅ ښه نه دي کړي.

هغه وویل، «طالبان باید ترهګري ودروي او ښځو او ماشومانو ته درناوی وکړي. هغوی باید د غلطو بیانونو د ورکولو پر ځای د هغه چلند له امله چې د افغانستان خلکو سره یې کوي له الله تعالی څخه بخښنه وغواړي.»

د پېښور په تاکال سیمه کې یوه افغان ترکاري پلورونکي ګلاجان چې ۴۴ کاله عمر لری وویل، د طالبانو ادعاوې دروغ دي.

هغه وویل، «د سهیل شاهین بیان له هغو خلکو سره چې پوهېږي چې طالبان د هغوی په هېواد کې د ترهګرۍ په مرکز کې واقع دي یوه ټوکه ده.‌»

جان وویل، «که طالبان په هېواد کې تاوتریخوالی بند کړي، مونږ به خپل پلرني وطن ته ستانه شو چې هلته به مونږ کار کوو او زمونږ ماشومان به تعلیم کوي.»

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې طالب اورپکي به ... د یوه سوله ییز افغانستان په لور د لارې هوارولو لپاره ترهګري وغندي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500