ديپلوماسي

طالب مشرانو پاکستاني چارواکو ته غېږې ورکړې او سره موسکي شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د هیئت یو غړی ملا امیرخان متقي په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د تلې په ۱۱مه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې یو سوغات ورکوي. [آرشیف]

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د هیئت یو غړی ملا امیرخان متقي په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د تلې په ۱۱مه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې یو سوغات ورکوي. [آرشیف]

اسلام اباد -- پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ اسلام اباد ته د جیګپوړو طالبانو د یوه ګروپ په ور رسېدلو سره هغوی ته تود ښه راغلاست وویل. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د خبرو د پیلولو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د استخباراتو رییس تورن جنرال فیض حمید د طالبانو د ډلې شریک مؤسس ملا عبدالغني برادر ته چې د پاکستان په یوه زندان کې یې ۸ کاله تېر کړل، په غېږو او موسکاوو سره ښه راغلاست وایي.

پاکستان یو له هغو درې هېوادونو څخه وو چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژانده، او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو اداره (آی اېس آی) باندې چې حمید یې رییس دی په پراخه کچه -- په ځانګړې توګه د افغان حکومت له خوا -- تور لګول کیږي چې په افغانستان کې د خونړي یاغیتوب ملاتړ کوي.

اسلام اباد دغه تور ردوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی اېس آی) مشر تورن جنرال فیض حمید سره د تلې په ۱۱مه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې غېږ ورکوي. [آرشیف]

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی اېس آی) مشر تورن جنرال فیض حمید سره د تلې په ۱۱مه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې غېږ ورکوي. [آرشیف]

د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د یادې ډلې هیئت په داسې حال کې ښیي چې د تلې په ۱۱مه په اسلام اباد کې له جیګپوړو پاکستاني چارواکو سره ګوري. [آرشیف]

د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د یادې ډلې هیئت په داسې حال کې ښیي چې د تلې په ۱۱مه په اسلام اباد کې له جیګپوړو پاکستاني چارواکو سره ګوري. [آرشیف]

پاکستان د تېر کال په اوږدو کې د طالبانو او د واشنګټن تر منځ په قطر کې د خبرو په اسانولو کې مرسته کړې وه.

د وږي د میاشتې په نیمایي کې چې د سولې مذاکرات په وروستیو کې وو په کابل کې د طالبانو په بمي بریدونو کې په لسګونو کسان ووژل، چې د متحده ایالاتو حکومت یې دې ته برابر کړ څو د وږي د ۱۷مې پلان شوې کتنه لغوه اعلان کړي.‌

طالبان، یوه کمزورې شوې ډله

دغه زیاتېدونکي تاوتریخوالي د طالب مشرانو له خوا کارېدلی یو تکتیک افشا کړ چې:ګروپ د افغان ملکیانو وژنې ته دوام ورکړي څو په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدانو باندې د مذاکراتو په مېز باندې فشار وارد شي.

خو په نهایت کې د طالبانو تکتیک ښه نتیجه ورنه کړه ځکه وروسته له هغه چې د نژدې یوه کال اوږده د سولې مذاکرات لغوه شول، د طالبانو د مشرانو موقف کمزوری شو.

له هغه وخت راهیسې یادې کمزورې شوې ډلې د خپلو بهرنیو ملاتړ کوونکیو لمنه ونیوله، چې لومړی یې له روسیې او بیا له ایران سره وکتل.

ایران ته د طالبانو له سفر څخه وروسته، افغانانو د یادې ډلې له خوا په افغانستان کې د ایراني رژیم د ګټو د ساتنې ژمنه وغندله، دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان د بېخبنا د پروژو په ګډوډولو کې ښکېل دي.

د افغان طالبانو هغه مشران چې د خپل غږ د اوچتولو فیصله یې کړې ده، وایي، دغه کشمکش د طالبانو تر منځ ډېرېدونکي اختلافات او نارضایتي رامنځته کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یادې ډلې د رهبرۍ او سیاسي لوري د ټاکلو په هکله وار له مخه اختلافاتو سر راپورته کړی دی.

په اعلامیه کې د قریشي له قوله راغلي چې اوس په پاکستان کې اسلام اباد غواړي چې خبرې بېرته پيل شي «څو په افغانستان کې د یوې دوامدارې، اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره لاره هواره شي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي، «جنګ د یوې ستونزې حل هم نه دی. په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو یوازنی او مثبت حل د خبرو له لارې رامنځته کیدای شي.»

د کابل بدګوماني

په ورته وخت کې افغان حکومت د طالب مشرانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ښکاره تاوده هرکلي شکمن کړی دی.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د تلې په ۱۱مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په مالکیت د سولې پروسه کولی شي چې دوامدارې سولې ته لاره هواره کړي.

د افغان حکومت د رسنیو او معلوماتو د مرکز له خوا په یوه ټویټ کې راغلي، «څو چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو په څېر د ترهګرو ګروپونو د روزنې او تجهیز مرکزونه فعالیت کوي تر هغه وخته به په افغانستان کې سوله یا ثبات رامنځته نشي.»

هغه زیاته کړه، «افغانستان غواړي چې پاکستان د ترهګرو او طالبانو خوندي پټنځایونه ویجاړ کړي او د افغانستان په سوله او د سیمې په امنیت کې یو مثبت رول ولوبوي. هغه شرایط چې تل پرې د سولې لپاره تاکید شوی دی د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او د افغانانو پر ضد د بریدونو پای ته رسول دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آیا القاعده او طالبان د پاکستان خوښېږي؟ د آی اېس آی خوښېږي.

ځواب ورکړئ

امریکا باید په پاکستان باندی داسې بندیزونه ولګوي لکه په ایران یی چی لګولي دي ځکه پاکستان او ایران دواړه د ترورستانو ملاتړ کوي او روزنه ورکوي.

ځواب ورکړئ