امنیت

په بلخ او سرپل کې نږدې ۳۰۰ طالب جنګیالیو وسلې پر ځمکه کېښودلې

د هدایت الله راپور

طالب جنګیالي د تلې په ۱۳مه د بلخ ولایت په چارکېنت ولسوالۍ کې مقاماتو ته د خپلو وسلو له سپارلو څخه مخکې لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

طالب جنګیالي د تلې په ۱۳مه د بلخ ولایت په چارکېنت ولسوالۍ کې مقاماتو ته د خپلو وسلو له سپارلو څخه مخکې لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کندوز -- محلي مقامات وایي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په بلخ او سرپل ولایتونو کې شاوخوا ۲۸۰ طالب جنګیالیو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.

د بلخ ولایت د چارکېنت ولسوالۍ ولسواله سلیمه مزاري وایي، په طالبانو باندې فشار وروسته له هغه زیات شو چې د جندور کلي خلکو هغوی ته د عشر او زکات له ورکولو څخه انکار وکړ او اورپکو د وږي په ۲۶مه په دغه کلي باندې برید وکړ. په برید کې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

هغې وویل، د قومي مشرانو په هڅو د کم عمره جنګیالیو په ګډون ۱۲۰ تنه طالب جنګیالي وهڅول شول چې د تلې په ۱۳مه محلي مقاماتو ته تسلیم شي.

مزاري وویل، «په دې ټکي له پوهېدلو څخه وروسته چې جنګ د حل لاره نه ده، دغه ګروپ له طالبانو څخه خپله لاره جلا کړه او له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه سره یوځای شول.»

په دې عکس کې د یو شمېر کم عمره جنګیالیو په ګډون د طالبانو د ډلې غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د تلې په ۱۳مه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې محلي مقاماتو ته د تسلیمېدلو پر مهال د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي.‌ [د افغانستان د دفاع وزارت]

په دې عکس کې د یو شمېر کم عمره جنګیالیو په ګډون د طالبانو د ډلې غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د تلې په ۱۳مه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې محلي مقاماتو ته د تسلیمېدلو پر مهال د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي.‌ [د افغانستان د دفاع وزارت]

د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۵مه/ اعلان وکړ، «په داسې حال کې چې دغه ګروپ په خپلو کړو پښېمان وو... خپلې وسلې او تجهیزات یې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته وسپارل.»

په بلخ ولایت کې یوه قومي مشر شمس الدین سادات وویل، د طالبانو د دغه ګروپ مشري ملا خدایداد چې یو ازبک ده،‌ او له تېرو دوو کالونو راهیسې یې د حکومت پر ضد جنګونه کول.‌

سادات وویل، «په جندور کلي کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي. له نېکه مرغه چې د ښې همغږۍ او منظمې مفاهمې له لارې موږ هغوی [طالب اورپکي] وهڅول چې تسلیم شي.»

هغه وویل، «کله چې هغوی موږ ته د خپل چمتووالي خبر راکړ، موږ د چارکېنت له ولسوالې او د ملي امنیت رییس سره یوځای د شپې لاړو او هغوی ته مو ښه راغلاست وویل او د لست مطابق مو ۱۲۰ کسان تسلیم کړل.»

سادات زیاته کړه، «هغوی د کلاشینکوفونو، راکټونو، دهشکو، هاوانونو او مهماتو په ګډون ۱۲۰ میله وسلې تسلیم کړې.»

له دې جلا، ۱۵۰ تنه طالبان د یکشنبې په ورځ /د تلې ۱۳مه/ په سرپل ولایت کې تسلیم شول.

په مزارشریف کې د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، په بلخاب او کوهستانات ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا فشار طالب جنګیالي اړ کړل چې تسلیم شي.

رضایي وویل، «د ځایي مشرانو په ګډون ۱۵۰ تنو طالبانو تاوتریخوالی پرېښود او د سولې پروسې سره یوځای شول.»

هغه وویل، «ځینې طالبان هم له تاوتریخوالي څخه ستړي دي او د سولې په لوري میلان لري.»

د سولې وخت

د بلخ یو شمېر اوسېدونکیو وویل، افغانان د دوو لسیزو له اوږده جنګ او وراني څخه کړېږي او نور نه غواړي چې د ټوپک ډز واوري.

د چارکېنت ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جعفرعلي چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، «تېر کال، په څلورو کلیو کې زموږ خلکو په ناامنۍ کې ژوند کاوه.‌ خلک هره ورځ یا وژل کېدل یا ټپي کېدل.»

هغه وویل، «خو د طالبانو د دې غټ ګروپ په تسلیمېدلو سره، دا شونې ده چې امنیت بهبود ومومي او ملکي خلک به د ارام ساه واخلي.»

د مزارشریف یوه اوسېدونکي معروف نادري د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې ترسره کېدونکیو بین الافغاني خبرو ته په اشارې سره وویل، «دا لومړی ځل دی چې افغانانو ته یو استثنایي او تاریخي فرصت برابر شوی دی ... د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې اترې ترسره کیږي

نادري وویل، «د جنګ وخت پای ته رسېدلی دی. د سولې وخت رارسېدلی دی، او ښکېلې خواوې باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.»

د مزارشریف یوې بلې اوسېدونکې فریدې قیومي وویل، «طالبان باید د دې هېواد خلک په یوه او بل نامه په بې رحمۍ سره ونه وژني.»

قیومي وپوښتل، «که طالبان جهاد غواړي، دا جهاد د چا په مقابل کې کوي؟ د هغو دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد چې په خپلو سنګرونو کې د ورځې پنځه وخته لمونځونه ادا کوي؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټولو هغو ډلو ته چې د اشغال د پای ته رسولو لپاره جنګ کوي یو ډېر ښه فرصت برابر شوی دی. اوس چې اشغال پای ته رسېدلی دی، هغوی باید راشي او د افغانستان د رغونې په هکله فکر وکړي.‌ جنګ بس دی، په تېرو شلو کالو کې ډېر زیات خلک ووژل شول. اوس د دې وخت دی چې د دې هېواد د یتیمانو د دردونو علاج وشي او د هغو ماشومانو اوښکې وچې کړای شي چې په جنګ کې ژوندي پاتې دي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه کار یی کړی چې دغه ولسوال مخالفین د حکومت سره یوځای شول. نور مخالفین دې هم راشي او نور د د جګړې نه لاس واخلي او د افغانستان د آبادلو کې دې رول ولوبیی.

ځواب ورکړئ

اکثرهغه طالبان چې حکومت ته تسلیم شوي دي له قومي پلوه یا ازبکان وو یا تاجکان. هغوی ځکه له طالبانو سره یوځای شوي وو چې حکومتي مقاماتو پرې ظلمونه کول. یو غټ شمېرغیر پښتانه له دې امله د طالبانو ډلې سره یوځای شول چې له حکومت او محلي پولیسو سره یې دښمني لرله، او دا شمېر په ټولو قومونو کې له یوې ورځې څخه بلې ته پسې زیاتیږي. په شمال کې اربکیان او محلي پولیس د حکومت لپاره یو غټ خطر بلل کیږي. هغوی په خلکو باندې ظلمونه کول، د هغوی ښځې او ماشومان یې تښتول او په زور یې جنسي تېری پرې کاوه. که حکومت اربکیان بې وسلې نه کړي،‌ په نژدې راتلونکي کې به خلک طالبانو ته مخه کړي او له هغوی څخه به پیسې وغواړي او ځانونه به د حکومت پر ضد مجهز کړي.

ځواب ورکړئ

حکومت ته د طالب جنګیالیو په تسلیمېدلو سره به دغې ډلې ته دروند زیان ور ورسیږي. حکومت باید هڅه وکړي چې د قومي مشرانو له لارې د طالبانو جنګي ځواکونه د سولې پروسې ته تشویق کړي. که دا کسان د طالبانو لپاره جنګ ونه کړي،‌ هغوی به ونشي کولی چې په قطر کې له افغان حکومت سره چنې ووهي او په افغان حکومت باندې خپلې غوښتنې ومني.‌ هغه طالبان چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په غرور سره خبرې کوي،‌ له دې امله دي چې د هغوی په زرونو جنګیالي عملاً په دې هېواد کې له افغان حکومت سره په جنګ کې ښکېل دي، او هغوی هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه وژني. که طالبان په افغانستان کې کافي اندازه جنګي ځواکونه ونه لري،‌ هغوی به ونشي کولی چې د حکومت او د نظام د بدلون په هکله خبرې وکړي.‌

ځواب ورکړئ