امنیت

د جګړې قربانیان ژمنه کوي چې د سولې په بدل کې به طالبانو ته بښنه وکړي

د رازق کندهاري راپور

هغه افغانان چې د کورنیو غړي یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي وایي هغوی چمتو دي ترڅو طالب اورپکو ته د سولې کولو په بدل کې بښنه وکړي. [رازق کندهاری]

کندهار -- هغه افغانان چۍ د کورنیو غړي یې په شخړه کې له لاسه ورکړي دي وایي هغوی چمتو دي ترڅو طالب اورپکو ته د سولې کولو په بدل کې بښنه وکړي.

د طالبانو او افغان حکومت مرکچیانو د تېرې میاشتې په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کتنې پیل کړې. هلته هغوی هڅه کوي ترڅو د لسیزو اوږده جنګ د پای ته رسولو لپاره لاره ومومي.

مګرم، طالبانو دا نه ده منلې چې په اوربند باندې توافق وکړي .

د زابل ولایت له نوبهار ولسوالۍ څخه یوه بې ځایه شوي شخص محمد صابر توخي چې ۳۶ کاله عمر لري او اوس مهال د ولایت په مرکز کلات کې ژوند کوي، وویل، «څلور کاله مخکې، طالبانو زما دوه ورونه، یو په جنګ کې او بل د ماین په چاودنه کې شهیدان کړل، چې دوه کونډې او شپږ یتیمان ترینه پاتې دي.»

محمد صابر توخی چې ۳۶ کاله عمر لري او دوه ورونه یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي، د وږي په ۲۶مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د خپل یوه ورور د مېرمنې او ماشومانو تر څنګ لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

محمد صابر توخی چې ۳۶ کاله عمر لري او دوه ورونه یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي، د وږي په ۲۶مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د خپل یوه ورور د مېرمنې او ماشومانو تر څنګ لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

هغه د وږي په ۲۶مه وویل، «هغوی دومره غریب دي چې حتی د خوراک لپاره څه نه لري. ماشومان یې بې سرپرسته پاتې دي، او هغوی دا وس نه لري چې ښوونځي ته لاړ شي.»

هغه زیاته کړه، «زه د دې کورنۍ د یوه غړي په توګه وایم چې په دې وطن کې هر افغان له جنګ څخه ستړی دی. هر څوک سولې ته انتظار کوي، او هیڅوک هم نه غواړي چې د خپلې کورنۍ غړي تاوتریخوالي کې له لاسه ورکړي.»

توخي وویل، «که جنګ نن ودرېد او اوربند یا سوله یقیني شوه، موږ چمتو یو چې د سولې او په هېواد کې د امنیت د ښه کېدلو په خاطر د طالبانو چې زموږ د کورنۍ غړي یې وژلي دي جرمونه وبښو.»

نوموړي وویل، «موږ به له انتقام اخیستنې څخه تېر شو او له زغم څخه به کار واخلو.»

۶۷ کلنې کریمې باکورزۍ چې د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خپل زوی تېر کال د طالبانو په یوه بریده کې له لاسه ورکړ.‌

هغې د تلې په ۲۷مه وویل، «زما زوی عسکر ووو او طالبانو له نن څخه یو کال مخکې په یوه زغره وال ګاډي کې شهید کړ. زه اوس هم د هغه په مرګ غم کوم او ارام نشم کولی. د هغه کونډه او اوه ماشومان ماته پاتې شول او هیڅوک نشته چې د هغوی سرپرستي وکړي.»

زه به تاسو ته د خپل زوی خون وبښم

باکورزۍ وویل، «هره ورځ کلیو، ولسوالیو او ښارونو ته د عسکرو او طالبانو مړي راوړل کیږي. میندې خپل زامن، خویندې خپل ورونه او مېرمنې خپل مېړونه له لاسه ورکوي.»

هغې زیاته کړه، «زه نه غواړم چې نور په دې جنګ کې عسکر یا طالبان ووژل شي.‌ موږ باید له منطق څخه کار واخلو او خپل ورونه ونه وژنو.»

هغې وویل، «طالبانو ته زما پیغام دا دی چې جنګ بس کړئ. په جنګ کې یواځې بې ګناه خلک وژل کیږي. که تاسو د سولې او اوربند لپاره زما غوښتنه ومنئ، زه به تاسو ته د خپل زوی د مرګ خون در وبښم.»

په افغانستان کې د اوربند لپاره غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې دغلته په وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی لا ډیر شوی دی.‌

د تلې په ۲مه چارواکو وویل چې طالبانو په اروزګان ولایت کې په جنګ کې ۲۸ محلي پولیس ووژل.‌ یوه ځایي چارواکي وویل چې یاغي ډلې پولیس وروسته له هغه اعدام کړل چې د تلې ۱ شپه ورته تسلیم شول.

دغه پېښه په ګیزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوه. هلته جنګ هغه وخت څو ورځې سخت زور ونیوه چې طالبانو د افغان پولیسو او اردو لیرې پرتې پوستې چې د سړیو او وسلو له کمي سره مخامخ وې، محاصره کړې.

د کورنیو چارو وزارت د مړینو په څرنګوالي باندې له څه ویلو څخه ډډه وکړه. طالبانو په یوه اعلامیه کې له دې څخه انکار وکړ چې هغوی پولیس له تسلیمېدلو څخه وروسته وژلي دي.

دغه ۲۸ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې د وږي په ۳۰-۳۱مه شپه په همدې جنګ کې لږ تر لږه ۱۴ افغان پولیس او عسکر ووژل شول.‌

د اوربند غوښتنه

د جګړې قربانیان وایي، په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو په ترڅ کې باید له بل هر څه مخکې په اوربند باندې توافق وشي.

بي بي شافعې چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «زما مېړه درې میاشتې مخکې شهید شو چې ۹ یتیمان یې ترینه پاتې دي. موږ هېڅ شی نه لرو چې ویې خورو. موږ په سخت حالت کې ژوند کوو.»

د هغې مېړه چې پولیس وو له طالبانو سره په مخامخ جنګ کې ووژل شو.

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د شوربار کلي اوسېدونکې شافعې وویل، «زه له طالبانو ورونو څخه هیله کوم چې د دغو کونډو او یتیمانو په خاطر دواړو خواوو ته پېښ شوي کړاوونه هېر کړي او موږ باید یو بل ته د تېرو بښنه وکړو ترڅو دلته نېکمرغي راشي.»

هغې وویل، «زه په دې ډېره خوشحاله شوم چې له راډیو نه مې واورېدل چې په قطر کې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوي دي.»

هغې زیاته کړه، «زه د یوې بې وسې او بې وزلې کونډې په توګه،‌له طالبانو ورونو او افغان حکومت څخه غواړم چې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو توافق وکړي او اوربند اعلان کړي ترڅو موږ سوله ووینو.»

هغې وویل، «نور باید زموږ وینه تویې نشي، او زموږ ماشومان باید وکولی شي چې له ډاره پرته ښوونځیو ته لاړ شي.»

۸۴ کلن محمدالله احمدزي په دې جنګ کې د خپلې کورنۍ ۱۸ غړي له لاسه ورکړي دي.‌

هغه په افغان حکومت او طالبانو باندې ټینګار وکړ چې د دوی د قربانیو په احترام دې دا جنګ پای ته ورسوي.‌

احمدزي، چې د اروزګان ولایت یو بې ځایه شوی شخص (آی ډي پي) دی او اوس د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې اوسېږي، د وږي په ۲۶مه وویل، «زما څلور زامن چې په اردو او پولیسو کې یې خدمت کاوه شهیدان شول. دوه لوڼې او شپږ لمسیان مې هغه وخت د سړک د غاړې بم شهیدان کړل چې په چارچینو ولسوالۍ کې یوه واده ته په لاره ول.»

هغه زیاته کړه، درې نورې ښځې او درې ماشومان د اروزګان - کندهار په لاره د عسکرو او طالبانو تر منځ په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

هغه وویل، «زه تباه شوم... زه له طالبانو څخه غواړم چې زموږ د قربانیو او د دې وطن په خاطر دا جنګ پای ته ورسوئ.»

احمدزي زیاته کړه، «زه به د یوه غمځپلي افغان په توګه، د طالبانو ټول ظلمونه وبښم خو که هغوی د سولې، د جنګ د درولو او د اوربند د منلو او په جنګ باندې یوه سوله ییز ژوند ته د ترجیح ورکولو لپاره زموږ حقه غوښتنه ومني.»

هغه وویل، «موږ به دا هیواد وساتو او یو له بل سره به په ورورولۍ کې ژوند وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې هېواد کې په زرونو داسې دردوونکې کیسې دي چې د هر انسان زړه ټپي کوي. البته، کله چې په یوه هېواد کې څلوېښت کاله جنګ تېر شوی وي او په هغه کې په میلیونونو خلک وژل شوي او معلول شوي وي، هلته ښایي ډېرې غمجنې او دردوونکې کیسې موجودې وي. طالبان باید په دې هېواد کې د زرونو یتیمانو اوښکو ته وګوري، جنګ ودروي او سوله وکړي.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، د افغانستان خلک ډېر زغم لري. ځینې وختونه تاسو وینئ چې خلکو د دوه قومونو تر منځ دښمنۍ کې د کورنۍ په لسګونو غړي له لاسه ورکړي وي، خو هغوی سره کېني او مسئله د جرګې له لارې حل کړي او یو بل ته بخښنه وکړي. دغه ډول کلتور چې څنګه د افغانانو تر منځ دی، د نړۍ په نورو هېوادونو کې نشته. افغانان ډېر زړور خلک دي. زه باوري یم چې دغه ډول په زرونو کورنۍ به دې ته چمتو وي چې د سولې له کېدلو څخه وروسته طالبانو ته بخښنه وکړي، ځکه چې د افغانستان خلک دا وخت سولې ته اړتیا لري، نه دښمنۍ ته. وینه په وینه نه وینځل کیږي، بلکې په اوبو وینځل کیږي. ښایي چې د حکومت او ایتلافي قواوو د عملیاتو په نتیجه کې هم په زرونو خلک وژل شوي وي. مونږ له ټولو هغو کورنیو څخه چې خپل عزیزان یې د طالبانو په بریدونو یا د افغان یا بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې له لاسه ورکړي دي، غواړو چې جنګي لوریو ته بخښنه وکړي. هغوی باید له خپلو زړونو څخه کرکې لیرې کړي. اوس له جنګ او ویجاړي څخه څلوېښت کاله وروسته،‌ په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره فرصت برابر شوی دی.‌ مونږ باید د دې پروسې ملاتړ وکړو او د هغو کسانو مخه ونیسو چې هغوی د سولې پروسه خرابوي. زمونږ ټولو ارامي په یوه باوقاره سوله کې ده. مونږ باید لږ تر لږه د بل نسل لپاره په خپل هېواد کې سوله ډاډمنه کړو.‌ مونږ په دې څلوېښتو کالو کې له جنګ او وژنو څخه پرته بل څه نه دي لیدلي. لږ تر لږه زمونږ ماشومان باید خوشحاله ژوند وکړي او د نړۍ د نورو خلکو په څېر له خپل ژوند څخه خوند واخلي.‌

ځواب ورکړئ