امنیت

په کندهار کې ښځو د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د بې توپیره وژنې پر ضد غونډه وکړه

د رازق کندهاري راپور

د غبرګولي په ۱۵مه په لسګونو ښځو د افغانستان په کندهار ښار کې لاریون وکړ او په طالب اورپکو باندې یې زور راوړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او له اوربند سره توافق وکړي. [رازق کندهاري‌]

کندهار -- د غبرګولي په ۱۵مه، په سیمه کې له یوه بمي مرګونی برید څخه وروسته چې ګڼ شمېر ملکي خلک یې ووژل، په لسګونو ښځو په کندهار ښار کې لاریون وکړ څو طالب اورپکي وهڅوي چې تاوتریخوالی پرېږدي او له اوربند سره توافق وکړي.

چارواکو وویل چې په کندهار کې د غبرګولي په ۱۴مه یوه د سړک د غاړې بم یو موټر وواهه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي کسان یې ووژل. هغوی د پېښې پړه په طالبانو باندې ور واچوله.

په غونډه کې د اعتراض کوونکیو په ډله کې داسې ښځې راغلې وې چې پخوا یې د اورپکو په بریدونو کې د کورنیو غړي له لاسه ورکړي ول.

روبینا خاکسار چې ۴۲ کاله عمر لري او مېړه یې یو کال مخکې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو، په طالبانو غږ وکړ چې د اسلام شرمول دې پرېږدي او د سولې لاره دې ونیسي.‌

په کندهار ښار کې په لسګونو ښځو د غبرګولي په ۱۵مه په هېواد کې د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد لاریون وکړ او یاد اورپکی ګروپ یي وهڅو چې له تلپاتې اوربند سره موافقه وکړي. [رازق کندهاري]

په کندهار ښار کې په لسګونو ښځو د غبرګولي په ۱۵مه په هېواد کې د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد لاریون وکړ او یاد اورپکی ګروپ یي وهڅو چې له تلپاتې اوربند سره موافقه وکړي. [رازق کندهاري]

هغې وویل، «هغه دوکاندار وو، او د هغه له مرګ راهیسې د کورنۍ د روزۍ ګټلو اصلي مسؤلیت ماته را په غاړه شوی دی.»

مېرمن خاکسار وویل، «طالبانو زما په برخه کې یو غټ جنایت ترسره کړی دی چې زه به یې هېڅکله هم ونه بښم، خو د یوې کونډې په توګه، زه په هغوی باندې غږ کوم چې: د خدای لپاره مهرباني وکړئ چې نور نو افغانان مه وژنئ. نور اسلام مه شرموئ. موږ ستاسو د ظلمونو له امله شرمېږو.»

هغې وویل، «جګړه یو مصیبت دی.‌ په دې جګړه کې افغانان بایلیدونکي دي، په داسې حال کې چې ګاونډي هېوادونه او بهرني جاسوسان ترې ګټه اخلي. طالبان باید په ملکي خلکو باندې رحم وکړي او د بهرنیانو د ګټو لپاره جنګ کول ودروي.»

هغې وویل، «طالبان باید د خپلو ورونو او خویندو وژل ودروي او له یوه دایمي اوربند سره توافق وکړي.»

زموږ زغم نور پای ته رسېدلی

د کندهار ښار یوې اوسېدونکې نانی بي بي چې ۵۴ کاله عمر لري، خپل زوی د غوایي په ۲۲مه د طالبانو په یوه غلچکي برید کې له لاسه ورکړ.‌

هغې وویل، «زما زوی بهر راوتلی وو چې د کورنۍ لپاره سودا واخلي چې بې رحمه طالبانو د کندهار ښار په چوک مدد سیمه کې وواژه.‌ زما زوی کار نه کاوه؛ هغه تازه خپله ډګري بشپړه کړې وه. اوس د هغه د یتیمو ماشومانو مسؤلیت زما پر غاړه دی. زه د دې ظلم او وحشت مسؤلیت د چا پر غاړه واچوم؟»

هغې له طالبانو څخه وغوښتل چې، «موږ ډېر وکړېدلو؛ نور مو مه وژنئ. راشئ او تاوتریخوالی پرېږدئ.»

هغې زیاته کړه، د طالبانو جنګ «جهاد» نه دی.

هغې وویل، «دا جنګ نه جهاد دی او نه جواز لري. دا کاملا ممنوع دی. زما د کورنۍ په څېر بې ګناه افغانان په کې قرباني کیږي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشران په قطر کې د خوند ژوند کوي او کله په یوه او کله بل نامه افغانان وژني.»

بي بي وویل، «زه له خدای پاک نه غواړم چې هغوی دغسې برباد کړي لکه هغوی چې موږ برباد کړو.»

د ښایسته ګلې په نامه د کندهار ښار یوې ۳۸ کلنې اوسېدونکې خپل دوه بچیان د غوایي په ۳۰مه د کندهار ښار په پیر کلاچه سیمه کې د موټرسایکل په وسیله شوي یوه بمي برید کې له لاسه ورکړل.

هغې وویل، «زما ماشومانو د کوچني اختر په ۵مه د کور مخې ته لوبې کولې چې د طالبانو یو بم چې په موټرسایکل کې یې ځای پرځای کړی وو وچاودېد. ما منډه کړه او خپل دوه ماشومان او نور ماشومان مې ولیدل چې د کور مخې ته په وینو کې لیت پیت پراته دي.»

ښایسته ګلې زیاته کړه، «هغه زما لپاره د قیامت ورځ وه. طالبان او د هغوی حامیان زما د بچیانو قاتلان دي. زه به هېڅکله هم هغوی ته بښنه ونه کړم.»

هغې وویل، «هغه ظلم چې طالبان یې ترسره کوي پخوا نه وو شوی. هېڅ افغانه مور نور دا نشي زغملی، او له دې امله موږ نن دلته راغلي یو چې له طالبانو څخه وغواړو ترڅو نورې خپلې میندې، خویندې او ورېندارګانې مه ژړوئ.»

د سولې د خبرو غږ

په کندهار ولایت کې د مدني ټولنې یوې ۵۵ کلنې فعالې فوزیې یونسي کاکړ له طالبانو څخه وغوښتل چې په سملاسی توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي څو دې ته فرصت برابر شي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسیږي.

مېرمن کاکړ وویل، د افغانانو وژل د منلو نه دي.

هغې وویل، «ښځې په دې هېواد کې د جګړې تر ټولو غټې قربانیانې دي چې دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دی.»

کاکړ زیاته کړه، «زه د جګړې د قربانیانو له ډلې څخه یوه یم. طالبان له دې امله د ملکي تلفاتو مسؤل دي چې د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیسي... چې دا کار بیا د ملکي خلکو د وژنې سبب کیږي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې یا له یوه دایمي اوربند سره هوکړه وکړي یا تاوتریخوالی کم کړي

هغې وویل، «زما په سیمه کې هره کورنۍ جګړې متاثره کړې ده.‌ په جنوب کې په زرګونو کورنیو د طالبانو د ظلم او تاوتریخوالي له امله خپل مشران له لاسه ورکړل او اوس له دې امله چې هېڅ‌ روزي ګټونکی نه لري په سخت فقر کې ژوند تېروي. دا کورنۍ هیڅوک نه لري -- د دوی د کورنیو مشران یا د طالبانو په بمي بریدونو کې ووژل شول یا طالبانو د جاسوسانو په تور ووژل.»

کاکړ په زاریو وویل، «زه له طالبانو څخه پوښتنه کوم: موږ څه غلطي کړې چې د هغوی ماشومان او کورنۍ حق لري چې د پاکستان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او کوېټه ښارونو یا د ایران په مشهد او تهران یا حتی د قطر په ښکلي او پرمختللي هېواد کې زده کړې کوي، خو موږ یې نشو کولی؟»

د مدني ټولنې یوې بلې فعالې او د هلمند ولایت اوسېدونکې زرمینې سلیمان خېل د ګاونډیو هېوادونو د خوشحالولو لپاره د تاوتریخوالي د ترسره کولو له امله طالبان وغندل.‌

هغې چې ۳۹ کاله عمر لري، وویل، «دا ښکاره خبره ده چې ستاسو جنګ ستاسو د شخصي ګټو لپاره دی... اوس افغانان ستاسو په منافقت او شیطنت پوهېږي.»

سلیمان خېل وویل، «طالبانو راشئ. افغان حکومت او خلکو د سولې لاره پرانستې ده. دا تاوتریخوالی پرېږدئ او سوله وکړئ. پلونه مه ورانوئ، ماشومان او بې ګناه افغانان مه وژنئ. د دې ولس هغسې خدمت وکړئ لکه افغان امنیتي ځواکونه یې چې کوي.»

هغې خبرداری ورکړ چې، «که تاسو سوله ونه کړئ، افغانان به یوه ورځ ستاسو پر ضد ملي قیام وکړي. د هغوی زغم نور پای ته رسېدلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې په ترڅ کې، افغان ښځو تر ټولو ډېر درد او رنځ ولیدل ځکه ښځې وې چې مېړونه یې له لاسه ورکړل، ښځې وې چې زامن یې له لاسه ورکړل، او دغه غریبې ښځې وې چې له فقر او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان باید له خدای نه وډار شي او د خلکو وژل ودروي، او هغوی باید راشي او یو سوله ییز ژوند پیل کړي. په جنګ کې غریبو خلکو ته زیانونه ور رسیږي. د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جنګ اصلي قربانیان تل ملکي خلک وي.‌

ځواب ورکړئ

د ټولو بدبختیو عاملین طالبان دي. د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې د افغان حکومت پر ضد د طالبانو په جګړه کې په زرونو ملکي خلک ووژل شول.‌ که طالبانو د دیموکراتیک نظام له جوړېدلو څخه وروسته جنګ نه وای کړی، افغانانو به یو ښه ژوند او ښه اقتصاد درلودلی، خو د جنګ په نتیجه کې اکثرو کورنیو روزي ګټونکي له لاسه ورکړل، او په زرونو ښځې کونډې او ماشومان یتیمان شول.‌ د امریکا متحده ایالات باید ژر تر ژره په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي او د افغانستان بې چاره خلکو ته له دغه بحراني حالت څخه نجات ورکړي.

ځواب ورکړئ