امنیت

په بغلان کې طالب اورپکي تسلیم شول او وایی چې یاده ډله د بهرنیانو د ګټو لپاره کار کوي

د هدایت الله راپور

په بغلان ولایت کې ځایي چارواکي تسلیم شوي طالب اورپکي د غوایي په ۳۱مه په پلخمري کې رسنیو ته ښیي. [د بغلان د ملي امنیت ریاست]

په بغلان ولایت کې ځایي چارواکي تسلیم شوي طالب اورپکي د غوایي په ۳۱مه په پلخمري کې رسنیو ته ښیي. [د بغلان د ملي امنیت ریاست]

کندوز -- چارواکي وایي،‌ د تېرې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو دوه بېلابېل ګروپونه په بغلان ولایت کې ځایي چارواکو ته تسلیم شول.‌

د محمد زمان په مشرۍ یو ۱۵ کسیز ګروپ د غوایي په ۳۱مه په بغلان ولایت کې د ملي امنیت ریاست ته تسلیم شو.‌

زمان وویل، د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ‌ د سیاسي شخړې هواري دې ته لاره هواره کړه چې یاده ډله د افغانستان راتلونکي ته لا ډېره هیله منه، او د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

هغه وویل، «سم چې د ټاکنو مسایل حل شول... موږ د خپلو کورنیو راتلونکي ته ډېر هیله من شوو او پرېکړه مو وکړه چې له طالبانو څخه خپلې لارې جلا کړو او د سولې پروسې سره یوځای شو.»

هغه وویل، «موږ د تاله و برفک ولسوالۍ په تورماش سیمه کې له طالبانو سره کار کاوه.‌ موږ ولیدل چې د طالبانو جنګ د بې ګناه ملکي خلکو له وینو تویولو څخه پرته نور هېڅ نه وو چې ګټه یي بهرنیانو ته رسېدله،‌ له دې امله، موږ جنګ پرېښود.»

اورپکو ۱۵ میله کلاشینکوفونه،‌ د راکټ په وسیله وارېدونکي ګرنېټونه، یو میل پیکا او بېلابېل ډول مهمات تسلیم کړل.‌

د ګروپ یوه غړي او د تاله و برفک اوسېدونکي ملا نجم الدین وویل،‌ «موږ له جنګ څخه ستړي یو. موږ هره ورځ په غرونو کې وو چې هلته نه ډوډۍ وه او نه اوبه.»

هغه وویل، «زه له طالبانو سره د دې لپاره یوځای شوم چې فکر مې کاوه چې زه جهاد کوم، خو ما چې ولیدل هغه جهاد نه وو. زه په خپله پرېکړه پښېمان یم او اوس د خپلو خلکو په مخکې د شرم احساس کوم.»

د تسلیم شوي ګروپ یوه بل غړي ملا محمد دین چې په کندوز او بغلان کې یې جنګ کاوه، وویل، «زه چې پوه شوم چې طالبان د بهرنیانو د ګټو لپاره کار کوي، پرې مې ښودل.»

محمد دین وویل، «دواړو خواوو ته مسلمانان وژل کیږي. ما ګناه کړې ده او زه له خدای (ج) او خپلو خلکو نه د بښنې استدعا کوم.»

امنیت ساتل

د طالبانو یو بل څلورکسیز ګروپ د غوایي به ۲۰مه په دهنه غوري ولسوالۍ کې له خپلو وسلو سره پولیسو ته تسلیم شو.

د بغلان امنیه قوماندان جنرال ویس احمد صمیمي وویل، دغه اورپکي له تېرو درې کالونو راهیسې په دغې ولسوالۍ کې په حکومت ضد فعالیتونو کې ښکېل ول.‌

هغه وویل، «دا ګروپ پوه شو چې جنګ زموږ نه دی، بلکې له بهر نه په موږ تپل شوی دی، له دې امله،‌ دوی خپلې وسلې کېښودلې.»

هغه زیاته کړه، «د دې ګروپ په تسلیمېدلو سره به نور جنګیالي تشویق شي چې عادي ژوند ته راستانه شي.»

د بغلان ولایت سرپرست والي عبدالقدیم نیازي وویل، تسلیم شویو افرادو ژمنه کړې چې په خپلو سیمو کې د امنیت په تأمینولو کې به له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.‌

نیازي وویل، «موږ هڅه کوو چې هغوی ته داسې امکانات برابر کړو چې د هر یرغلګر پر وړاندې د خپلو خلکو او سیمو په دفاع کې ورسره مرسته وکړي.»

هغه وویل، «طالبان له تسلیمۍ څخه پرته بله هېڅ لاره نه لري.‌ اوس زموږ امنیتي ځواکونه د مسلکي مهارتونو په برخه کې پیاوړي دي او دا وړتیا لري چې هغوی ته ماتې ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ په شخړه کې ښکېلو ټولو لوریو باندې غږ کوو چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي،‌ جنګ او یو د بل وژل ودروي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500