امنیت

'جنګ بس کړئ او ژوند وکړئ': په فاریاب او ننګرهار کې طالب جنګیالي تسلیم شول

د خالد زېري او هدایت الله راپور

په عکس کې، په ننګرهار ولایت کې ځایي مقامات تسلیم شوي طالب اورپکي د سلواغې په ۱۹مه په جلال اباد کې رسنیو ته ورښیي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

په عکس کې، په ننګرهار ولایت کې ځایي مقامات تسلیم شوي طالب اورپکي د سلواغې په ۱۹مه په جلال اباد کې رسنیو ته ورښیي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

ننګرهار -- افغان ځواکونو په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې له وروستیو پوځي عملیاتو څخه وروسته ۳۸ تنه طالب جنګیالي مجبور کړل چې تسلیم شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د سلواغې په ۲۰مه وویل، له تېرې اونۍ راهیسې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي.

هغه وویل، عملیاتو یو شمېر کلي له اورپکو څخه تصفیه کړل.

په ننګرهار کې مقاماتو د سلواغې په ۱۷مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په مقر کې ۲۸ تنه تسلیم شوي طالب جنګیالي رسنیو ته ور وښودل.

دا عکس چې د سلواغې په ۱۷مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي په داسې حال کې ښيي چې خپلې وسلې د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ځایي مقاماتو ته سپاري. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

دا عکس چې د سلواغې په ۱۷مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي په داسې حال کې ښيي چې خپلې وسلې د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ځایي مقاماتو ته سپاري. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

دغو جنګیالیو تر وروستیو وختونو پورې په خوګیاڼو، شېرزادو، مومند دره او لالپوره ولسوالیو کې جنګونه کول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، «موږ داعش ختم کړ او اوس مو د طالبانو د له منځه وړلو لپاره هم خپله جګړه پیل کړې ده او موږ بریالي یو.»

هغه وویل، «دغو ۲۸ تنو طالبانو چې اوس تسلیم شوي دي بله چاره نه لرله. اوس به هغوی عادي ژوند کوي، او نور به هم د دوی په لاره راځي او تسلیميږي به.»

میاخېل وویل، «پخوا، موږ نشوای کولی چې په هغو سیمو کې چې له عملیاتو څخه وروسته به پاکېدلې، خپل حضور وساتو، خو اوس چې کله موږ عملیات ترسره کړو، په تصفیه شویو سیمو کې پوستې جوړوو.»

د ننګرهار د ملي امنیت رییس برید جنرال نظرعلي واحدي وویل، «هغوی له ډېرو کالونو راهیسې جګړې کولې، خو د ملکي خلکو له وژلو او د هغوی له بې کوره کولو څخه پرته یې هېڅ ترلاسه نه کړل.»

هغه وویل، «هغوی د دین تر نامه لاندې جګړه کوله، خو ډېر یې داسې دي چې هېڅ دیني پوهه نه لري. که هغوی پوهېدلی چې د یوه مسلمان وژل څومره غټه ګناه ده، هېڅکله به یې داسې کار نه وای کړی، خو اوس هم ښه ده چې په حقیقت پوه شول او خپلې وسلې یې کېښودلې.»

واحدي وویل، «اوس زموږ ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دا ځواک لري چې خپل دښمنان هر چېرې له منځه وېسي.»

هغه زیاته کړه، «موږغواړو چې دا خلک حقیقت درک کړي -- جنګ بس کړي او ژوند وکړي.»

له شېرزادو ولسوالۍ څخه د طالبانو د ډلې یوه پخواني غړي صدیق الله وویل، «وسلې راتللې او موږ ترې د جنګ کولو لپاره استفاده کوله، خو موږ نه پوهېدلو چې موږ دا ټول کارونه د نورو د ګټو لپاره کول.»

هغه وویل، «ګټه یې هغو ته رسېدله چې موږ ته به یې پیسې راکولې چې خپل خلک ووژنو. اوس زه پوه شوی یم چې هغه لاره غلطه وه، له دې امله، ما خپله وسله کېښودله او زه غواړم چې یو عادي ژوند وکړم.»

د علي په نامه د طالبانو د ډلې یوه ۳۵ کلن تسلیم شوي غړي وویل چې هغه درې کاله او تر ډېره په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یادې ډلې تر څنګ جنګ وکړ.

هغه وویل، «اوس زه پوه شوی یم چې جګړه د حل لاره نه ده او دا چې زه باید خپلو ماشومانو ته د ټوپک ورکولو پر ځای د هغوی د تعلیم په هکله فکر وکړم.»

هغه زیاته کړه، «زه نه غواړم چې نور داسې کار وکړم؛ زه غواړم چې ژوند وکړم.»

په فاریاب کې پوځي فشار

په مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، په ورته وخت کې، د افغانستان په شمال کې د طالبانو په مرکزونو باندې زیات شوي پوځي فشار اورپکي مجبور کړي چې تسلیم شي.

د رضايي په وینا، د طالبانو یو ځایي قوماندان ملا جبار له خپلو ۱۰ کسانو سره یوځای د سلواغې په ۱۷مه د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې تسلیم شو.

هغه وویل، «دغو سړیو له څو کالونو راهیسې د حکومت پر ضد جګړې کولې، او بالاخره، د پوځي فشار او د طالبانو په لیکو کې د ګډوډۍ له امله یې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودلې.»

هغه زیاته کړه، «هغوی ژمنه کړې چې نور به ترهګریزې چارې نه ترسره کوي.»

رضایي وویل، «په وروستیو وختونو کې په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه په فاریاب ولایت کې زموږ هوایي بریدونه او ځمکني عملیات زیات شوي، او دا د مستقلو عملیاتو په ترسره کولو کې زموږ د امنیتي ځواکونو زیاتېدونکې وړتیاوې ښیي.»

هغه وویل، دا لمریز کال د طالبانو لپاره یو له ډېرو خونړیو کالونو څخه وو.

د رضایي په وینا، په تېره میاشت کې، د افغانستان په شمال کې ۲۳ تنه طالب مشران، څلور تش په نامه ولسوالان او ۲۳۰ نور جنګیالي وژل شوي دي.

هغه وویل، «د ملي اردو ځواکونو د مرغومي له نیمایي څخه د سلواغې تر نیمایي پورې په بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، کندوز، او تخار ولایتونو کې ۹ ګډ عملیات ترسره کړي دي،» او زیاته یې کړه چې ۱۴۷ تنه اورپکي ټپیان او ۳۷ تنه نور تسلیم شول.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وویل، «د حکومتي ځواکونو له خوا په طالبانو باندې د پوځي فشار په زیاتېدلو سره، طالب جنګیالیو دا وړتیا له لاسه ورکړې چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د افغان ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.»

د یورش په وینا، د سلواغې په ۲۰مه، د قاري جان محمد په نامه یو طالب جنګیالی چې د حنظله په نامه مشهور دی او له درې کالونو راهیسې یې د طالبانو په لیکو کې کار کاوه، په غورماچ ولسوالۍ کې د وحدت په نامه د طالبانو د یوه مشر له وژلو څخه ورسته ملي پولیسو ته تسلیم شو.

یورش وویل، یاد اورپکي دغه وژنه په دې سره توجیه کوله چې طالبان ملکي خلک وهي او له هغوی څخه په زور ډوډۍ اخلي.

حنظله افغان مقاماتو ته دا هم وویل چې طالب قوماندانانو یاغیانو ته حکم کړی چې ښوونځي، سرکونه او عامه بېخبناوې ویجاړ کړي.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوېد بیدار وویل، ځایي حکومتي اداره هر هغه ګروپ ته چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای کیږي، هرکلی وايي.

هغه زیاته کړه، «د حکومت دروازې، ټولو هغو ګروپونو ته چې له جګړې څخه ستړي شوي یا یې حقیقت درک کړی دی او نه غواړي چې نور جنګ وکړي، پرانستې دي. موږ ژمن یو چې تسلیم شویو جنګیالیو ته به کاري فرصتونه ومومو.»

هغه وویل، «ځایي حکومتي اداره هڅه کوي چې هغو کسانو ته چې تسلیمیږي او عادي ژوند ته راستنېږي کاري فرصتونه برابر کړي... ترڅو هغوی هم د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500