امنیت

په فاریاب کې تسلیم شوي طالبان د «باوقاره ژوند» هیله لري

د هدایت الله راپور

طالب اورپکي د زمري په ۲۱مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې خپلې وسلې چارواکو ته سپاري. [ټوېټر/نقیب الله فایق]

طالب اورپکي د زمري په ۲۱مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې خپلې وسلې چارواکو ته سپاري. [ټوېټر/نقیب الله فایق]

کندوز -- په فاریاب ولایت کې د طالبانو یوه ۱۰ کسیز ګروپ د سولې د بین الافغاني خبرو له نږدې کیدو سره خپلې وسلې کېښودلې او د سولې پروسې سره یوځای شول.

دغه جنګیالي د تېرو پنځو کالونو په ترڅ‌ کې، په ځانګړې توګه د فاریاب - جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې په جنګي فعالیتونو کې ښکېل ول.

هغوی خپلې وسلې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲‍‍۱مه/ د هغو مراسمو په ترڅ کې چې په میمنه کې د هغوی د تسلیمۍ په مناسبت جوړ شوي وو، چارواکو ته وسپارلې.

د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ملا عزت الله د خپلو وسلو د سپارلو پر مهال خبریالانو ته وویل، «په تېرو پنځو کالونو کې موږ حتی د یوه خوشحاله ورځ هم ونه لیده.‌ هره شېبه مو دا فکر کاوه چې په جنګ کې به ووژل شو او زموږ ماشومان به یتیمان شي.»

عزت الله چې د مبارز په نامه هم یادیږي، وویل، «د سولې د خبرو د لومړۍ دورې له پای ته رسېدلو څخه وروسته، موږ پرېکړه وکړه چې د بین الافغاني خبرو له پیل څخه مخکې خپلې وسلې کېږدو او د خپل حکومت تر درې رنګه بیرغ لاندې ژوند وکړو.»

هغه وویل، «موږ هیله من یو چې له بین الافغاني خبرو څخه وروسته به سوله راشي. ډیری طالبان له جنګ نه ستړي دي او له جنګ نه سولې ته ترجیح ورکوي او د سولې راتګ ته شېبې شماري.»

عزت الله له خپلو پخوانیو ملګرو څخه وغوښتل چې نور دې د بهرنیانو فرېب نه خوري.

د تسلیم شوي ګروپ یوه غړي ملا عظمت الله احدي وویل، «زه خوښ یم چې له پنځو کالونو څخه وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای کیږم او بیا به خپل ماشومان په غېږ کې نیسم.»

احدي وویل، «بین الافغاني خبرې طالبانو ته یو ښه فرصت په لاس ورکوي. زموږ په هېواد کې به جګړه او د افغانانو وژل تر څو پورې روان وي؟ بس دی.»

هغه وویل، په را روانو ورځو کې به نور طالب جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

سولې ته تمایل

تمه ده چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې په څو ورځو کې پیل شي. چارواکو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۰مه/ اعلان وکړ چې هغوی به ژر د متحده ایالاتو او اورپکو تر منځ د سولې د یوه تړون د برخې په توګه د طالب زندانیانو د وروستۍ جوپې خلاصول پیل کړي.‌

د فاریاب والي نقیب الله فایق د تسلیمۍ په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، د بین الافغاني خبرو د پیل په درشل کې د طالبانو د ګروپ تسلیمېدل د جنګ او تاوتریخوالي پای ته رسېدل په ګوته کوي.

فایق وویل، «د ملا عزت الله په مشرۍ ګروپ د ۱ لویې لارې (فاریاب - جوزجان) په اوږدو کې فعال وو.‌ هغه یو پیاوړی ګروپ وو -- چې په تسلیمېدلو سره به یې په دې لویه لاره باندې امنیتي ګواښونه په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.»

هغه وویل، دغه ګروپ په نورو وسایلو سربېره، ۷ میله کلاشینکوفونه،‌ دوه راکټ اندازونه، یوه تمانچه او یو ګرنېټ واروونکی تسلیم کړل.

هغه پخوانیو جنګیالیو ته په خبرو کې زیاته کړه، «له نن ورځې څخه به هیڅوک هم تاسو ته مزاحمت ونه کړي. تاسو کولی شئ چې د فاریاب هر ځای ته چې تاسو غواړئ لاړ شئ؛ خلک به تاسو ته ښه راغلاست وايي.»

فایق وویل، «ځایي حکومتي ادارې ستاسو د ماشومانو لپاره دولتي او خصوصي ښوونځي او حتی دیني مدرسې برابر کړي دي. موږ ستاسو د امنیت ضمانت کوو چې تاسو د خپلو کورنیو تر څنګ د عزت ژوند وکړئ.»

د جګړې لپاره دلیل نشته

په میمنه کې یوه سیاسی فعال عبدالاحمد خالقي وویل، «زموږ د معلوماتو په اساس، په کلیوالو سیمو کې په طالبانو باندې عام باور په کمېدلو دی، او ملکي خلک له هغوی څخه ورځ تر بلې فاصله نیسي.»

هغه وویل، «د دواړو لوریو له خوا د طالبانو او امنیتي ځواک د بندیانو خوشې کولو په افغنستان کې د جنګ د پای ته رسولو او یوې تلپاتې سولې لپاره هیلې ډیرې کړي دي.»

هغه وویل، «اوس دواړه لوري سولې ته نږدې شوي دي.‌ موږ هیله من یو چې نور به د جنګ او وینو تویولو لپاره هېڅ دلیل پاتې نه وي.»

په مزارشریف کې د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، طالبان باید د سولې پروسې څخه په استفادې سره خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

هغه خبرداری ورکړ چې، «لومړی موږ طالبان هڅو چې د سولې پروسه ومني او یوه باوقاره ژوند ته مخه کړي؛ که نه، امنیتي ځواکونه به د پوځي فشار له لارې هغوی وځپي.»

هغه وویل، «په تېرو دو میاشتو کې، امنیتي ځواکونو په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه فاریاب، جوزجان او سرپل کې د طالبانو د فعالیت ساحه تنګه کړې او یو شمیر یې دې ته مجبور کړي چې خپلې وسلې په ځمکه باندې کېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله ۤپاک دې ټولو جنګي ډلو ته هدایت نصیب کړي چې راشي او خپل خلکو سره یو ځای د سولې او وررولي ژوند پیل کړي. تر کله به دوی جګړې ته دوام ورکوي. دوی به هم نور ستړي شوي یې او امریکا هم خپل سر تیري د افغانستان څخه اوباسي. نور جکړې ته په دغه وطن کې اړتیا نشته. د ټولنې ټول اقشار باید یو بل ته لاس ورکړي او د هیواد آبادولو کې خپل رول ولوبیي.

ځواب ورکړئ

په سوله او سوله ییز ګډ ژوند کې عزت دی.‌ په جنګ کې د عزت ژوند نشته.‌ جنګ بدبختي ده. جنګ ویجاړتیا ده. جنګ د ټولنیز سیستم له منځه تللو ته لاره هواروي. د طالبانو جنګ د دې سبب شو چې یو شمېر طالب جنګیالي ۴۰ کلنۍ ته ورسېدل خو لا یې ودونه نه دي کړي،‌ ځکه کله چې هغوی د افغان حکومت او امریکا پر ضد وسلې پورته کړې د هغوی عمرونه ۲۰ کاله وو او تر اوسه پورې یې جنګ ته دوام ورکړی، او دا فرصت یې نه دی ترلاسه کړی چې ودونه وکړي او کورنۍ جوړې کړي. اوس باید طالبان پوه شي چې جنګ هغوی ته په تاوان دی. د طالبانو کورنۍ په فقر کې ژوند کوي. هغوی باید د خپلو کورنیو په هکله فکر وکړي او په خپلو ځانونو او خپلو کورنیو باندې رحم وکړي‌. هغوی هم انسانان دي او باید یو انساني ژوند ولري. طالبانو نه یوازې په خپلو ځانونو او خپلو کورنیو باندې ظلم کړی، بلکې همدارنګه یې د افغانستان په کلیو او کلیوالو سیمو کې هم په زرونو خلک وژلي دي.‌ د کلیو خلک د هغوی له لاسه ښه ورځ نه لري. هره ورځ جنګ دی او خلک کډه کیږي.

ځواب ورکړئ