د ښځو حقوق

په فاریاب کې د موټروانۍ جوازونو د افغانو ښځو لپاره تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه په ګوته کوي

د هدایت الله راپور

په دې بې نېټې عکس کې، نوې روزل شوې ښځینه موټروانانې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د ترافیکو له یوه پولیس افسر څخه لارښوونې ترلاسه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

په دې بې نېټې عکس کې، نوې روزل شوې ښځینه موټروانانې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د ترافیکو له یوه پولیس افسر څخه لارښوونې ترلاسه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

کندوز -- دېرشو ښځو تېره میاشت د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د موټروانۍ جوازونه ترلاسه کړل، چې دا په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې یو بل مهم تغیر په ګوته کوي.‌

هغوی په خپل ولایت کې لومړنۍ ښځې دي چې د موټر چلولو حق ترلاسه کوي.

د فاریاب د ترافیک پولیسو مدیر عبداللطیف خیرخواه وویل، «دغو ښځو ۲۱ ورځې د ترافیکي اصولو په هکله عملي او نظري روزنه ترلاسه کړه.»

هغه وویل، «د روزنې د دې مرحلې لپاره ۶۰ ښځو نومونه لیکلي وو، او ۳۰ هغو چې د موټر چلولو اړتیاوړ مهارتونه یې لرل خپل د موټروانۍ لایسنسونه ترلاسه کړل.»

یولدوز مسرور چې په فاریاب ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعاله ده د هغو کسانو په ډله کې وه چې خپل جوازونه یې د تلې په ۶مه ترلاسه کړل.

هغې وویل، «له بده مرغه چې ځینې سړي له کور نه بهر د ښځو کار شرم بولي، خو ښځې باید اجازه ولري چې خپل مهارت وښيي.»

د فاریاب د ښځو د چارو رییسې ماریا نوري د ښځو بریالیتوب یوه لاسته راوړنه وبلله، او زیاته یې کړه چې هغوی کولی شي اوس ټکسي وچلوي، د اړتیا پر وخت ناروغان روغتونونو ته ورسوي او له سړیو څخه پرته سودا واخلي.

هغې وویل، «ټولنه په هره برخه کې ښځو ته اړتیا لري او ... موټر چلونه په یوه کورنۍ کې د ښځو لپاره له ورځنیو اړتیاوو څخه یوه اړتیا ده.»

نوري زیاته کړه، «هره ښځه کولی شي زده کړي چې څنګه موټر وچلوي.»

د سولې لپاره هیلې

نوري وویل، په دغه ولایت کې ښځې سولې او په امنیت کې پرمختګ، او همدارنګه د ژوند اقتصادي او ټولنیزو اړخونو ته ډېرې هیله منې دي.‌

هغې وویل، د بین الافغاني خبرو پیل «په فاریاب کې هغو ښځو ته چې له ناامنۍ څخه په تکلیف وې، ډېره هیله ورکړې ده. داسې ضمانتونه باید وي چې زموږ د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې ونه ګواښل شي

د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان د وږي له ۲۲مې راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په خبرو بوخت دي.‌

نوري زیاته کړه، «په فاریاب کې ۱۲ غیر انتفاعي موسسې دي چې یواځې د ښځو د روزنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې کار کوي، او په هره موسسه کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې ښځې کار کوي.»‌

نوري وویل، د دغو هڅو په لړ کې تېره میاشت داسې یو مارکېټ چې ۴۵ دوکانونه لري او هغه محصولات او لاسي صنایع په کې وړاندې کیږي چې ښځو جوړ کړي دي، پرانستل شو.‌

نوري وویل، په هر دوکان کې له ۵ څخه تر ۱۰ پورې ښځې کار کوي او خپل محصولات په مشتریانو باندې خرڅوي. همدارنګه هغوی هغه لاسي صنایع چې ښځو جوړ کړي دي ګاونډیو هیوادونو ازبکستان او ترکمنستان ته لېږي او له هغه ځای څخه د ښځو لپاره کمیسونه او نور توکي راواردوي.

د فاریاب پوهنتون یوې محصلې شیرین حسیني وویل،‌ نړۍ والې ټولنې -- په ځانګړې توګه متحده ایالاتو -- د مذاکرې مېز ته د طالبانو په راوستلو کې یو مهم رول ولوباوه.‌

هغې ټینګار وکړ چې،له دغه تاریخي فرصت څخه باید پوره ګټه واخیستل شي.‌

حسیني زیاته کړه، «له نړۍ والې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې یو منځګړی ټیم جوړ کړي ترڅو د مذاکراتو په ترڅ کې دواړه لوریو ته قناعت ورکړي.»

هغې وویل، «موږ تمه نه لرله چې دواړه لوري به د مذاکراتو مېز ته سره کېني. موږ دا یو ښه شګون بولو او خدای پاک ته لاس په دعا یو چې زموږ په هیواد کې جنګ د تل لپاره پای ته ورسوي.»

د لاسته راوړنو ساتل

په فاریاب کې ښځو تاکید وکړ چې د هغوی د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په هېڅ هوکړه کې هم قرباني نشي.‌

په فاریاب ولایت کې د ښځو د چارو یوې فعالې ملیحې عطایي وویل،‌ ښځې هېڅکله هم نه غواړي چې په شاتګ وکړي ځکه هغوی پوه شوي دي چې په موجود نظام کې اساسي قانون ښځو ته د هغوی ټول حقونه ورکړي دي.‌

هغې وویل، «زه پخپله د ښځو د یوه تعلیمي انسټیټیوټ مسؤله یم. موږ وکولی شوای چې په تېرو ۱۰ کالونو کې د ښځو لپاره په سلګونو پروژې تطبیق کړو. دغو پروژو د ښځو په وده او پرځان بسیاینه کې یو ستر بدلون رامنځته کړی دی.»

هغې وویل، «د ظرفیت جوړونې پروژې او د ښځو له حقونو څخه خبرتیا، او همدارنګه د ښځو پر ضد له تاوتریخوالي څخه خبرتیا او نورې برخې زموږ اصلي فعالیتونه وو. له خپلو حقونو څخه خبرتیا ښځې پیاوړې کړي دي.»

د میمنې یوې اوسېدونکې نسرین صابري وویل، «د طالبانو د حکومت [۱۳۷۵-۱۳۸۰] او اوسني حکومت د وضعیت تر منځ توپیر ډېر غټ او د نه مقایسې وړ دی.»

هغې وویل، «یو ځل چې ښځو وکولی شوای چې د خپلو کورونو له څلورو دېوالونو څخه راوځي، هغوی زده کړې وکړې او ښوونکې، سوداګرې، ډاکترانې، قاضیانې او پولیسانې شوې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د حیرانتیا خبره ده چې ښځې په فاریاب کې موټر چلوي. د فاریاب ولایت ۸۰٪ ځمکه د طالبانو تر واک لاندې ده، او هره ورځ په فاریاب ولایت کې ځایي مقامات وایي چې د حکومت مخالفین د میمنې ښار دروازو ته رسېدلي دي.‌ هغوی باید لومړی لاړ شي او په میمنه ښار کې امنیت برابر کړي او بیا ښځو ته د موټر چلونې جوازونه ورکړي. امنیت د بل هر څه په نسبت ډېر مهم دی.‌

ځواب ورکړئ

دا یو ښه ګام دی.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې مونږ لا تر اوسه پورې د ښځو له موټروانۍ څخه ډېر لیرې یو، ځکه چې تر اوسه پورې زمونږ په هیواد کې جنګ روان دی او په ټولنه کې د سړي واکۍ کلتور حاکم دی. حتی سعودي عربستان چې یو ډېر امن او پرمختللی هېواد دی، تازه ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې ده. نو، افغانستان له دې څخه لیرې دی چې ښځو ته دې د موټر چلولو اجازه ورکړي. دا وخت، طالبان د فاریاب ولایت له مرکز میمنې ښار څخه څلور کیلومتره لیرې پراته دي. که طالبان دا ښځې وویني،‌ ښایي چې ویې ولي. لومړی باید مونږ خپل هیواد ته سوله راولو. له سولې څخه وروسته، مونږ باید په دې کار وکړو چې خپل کلتور جوړ کړو او خلک په دې وپوهوو چې ښځې د ټولنې د وګړیو نیمایي برخه جوړوي او هغوی هم کولی شي چې د اسلام په چوکاټ کې کار وکړي او موټر وچلوي. بیا مونږ کولی شو چې هغوی ته د موټروانۍ جوازونه ورکړو.‌

ځواب ورکړئ