د ښځو حقوق

په هرات کې د سواد زده کړې ټولګي د زرګونو ښځو لپاره د فرصتونو د دروازو په پرانستلو کې مرسته کوي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې د سواد زده کړې ترتیب شوي کورسونه د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو د رژیم پر وخت [۱۳۷۵-۱۳۸۰] یې د زده کړې فرصت نه درلود، د لیک لوست د زده کړې فرصتونه برابروي. [عمر]

هرات -- د سواد زده کړې هغه کورسونه چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته په هرات ولایت کې برابر شوي دي د هغو ښځو لپاره چې زده کړې ترې پاتې دي، د لیک لوست د زده کړې فرصتونه برابروي.‌

د هرات د پوهنې ریاست وایي، په ټول ولایت کې له ‍‍۱۲۰۰۰ څخه ډېرې ښځې په دغو ټولګیو کې زده کړې کوي.

د پوهنې ریاست رییس ذکریا رحیمي وویل، د دغه تعلیمي پروګرام هدف دا دی ترڅو د هغو ښځو د سواد کچه لوړه کړای شي چې په بېلابېلو دلایلو ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه، «په ښار او ولسوالیو کې د کور ښځو او هغو ښځو ته چې ښوونځيو ته له تګ څخه محرومې شوې وې، په درې شفټونو کې له ۶۰ څخه ډېر ټولګي فعالیت کوي.»

یو شمېر پخې ښځې د وږي په ۱۹مه په هرات ښار کې د سواد زده کړې په ټولګي کې ناستې دي. [عمر]

یو شمېر پخې ښځې د وږي په ۱۹مه په هرات ښار کې د سواد زده کړې په ټولګي کې ناستې دي. [عمر]

رحیمي زیاته کړه، «ښځې ۹ میاشتې د سواد زده کړې کورسونه لولي او بیا د حیاتي سواد ټولګیو ته داخلیږي. د حیاتي سواد لومړی ټولګی د ښوونځي له څلورم ټولګي سره برابر دی. ښځې کولی شي چې په دغو ټولګیو کې تر ۱۲م صنف پورې زده کړې وکړي.»

د هرات د پوهنې ریاست د څارنې د پروګرام مسؤلې شیما سروري وویل، په هرات ولایت کې ښځې د سواد زده کړې د درسونو له اخیستلو سره ډېره مینه لري.

سروري وویل، د هغوی کورنۍ د هغوی ډېر ملاتړ کوي او غواړي چې هغه د کورنیو غړي یې چې پخوا له زده کړو څخه محروم شوي وو،‌ زده کړې وکړي.‌

هغې زیاته کړه، «د سواد زده کړې په ټولګیو کې ډېرې ښځې د ۳۰ او ۶۰ کالونو تر منځ عمرونه لري. له ۱۸ کلنۍ څخه پورته ځینې ښځې چې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې وې په دغو ټولګیو کې جذب شوې دي.»

هغې زیاته کړه،‌ د سواد زده کړې په ټولګیو کې شاملې ښځې ډېرې با استعداده دي او له درې میاشتو څخه په کمه موده کې لیک او لوست زده کوي.

د یوه اوږده خوب ترسره کېدل

زېبا ګل چې ۴۵ کاله عمر لري او د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سواد زده کړې په پروګرام کې د دویم ټولګي زده کوونکې ده، وویل،‌ له هغه وخت نه چې په دغه پروګرام کې شامله شوې ده له خپلو ماشومانو سره زده کړه کوي.‌

هغې وویل، «ما له ماشومتوب څخه له ښوونځي سره مینه لرله، خو هغه وخت فرصتونه نه وو ځکه موږ مجبور وو چې د جنګ له امله ایران ته وتښتو. کله چې زموږ په کلي کې د سواد زده کړې ټولګي پیل شول، ما خپل نوم په کې ثبت کړ.»

هغې زیاته کړه، «زما اصلي هدف دا دی چې ۱۲م ټولګی بشپړ کړم او بیا پوهنتون ته لاړه شم او خپل وطن ته خدمت وکړم.»

ضیاګل چې ۳۵ کاله عمر لري او په هرات ښار کې د سواد زده کړې په پروګرام کې د لومړي ټولګي زده کوونکې ده،‌ وویل، «بې سوادي ما ته د کمزورۍ احساس را کاوه. ما به د برېښنا او اوبو بیلونه ګاونډیانو کره وړل چې راته یې ولولي.»

ضیا ګل د زړه له تله هیله لري چې وکولی شي لیک او لوست زده کړي.‌

هغې وویل، «هغه وخت چې ما غوښتل زده کړه وکړم ښوونځي نه وو. واک د طالبانو په لاس کې وو، او زما کورنۍ زه په ۱۳ کلنۍ کې واده کړم.»

ضیاګل زیاته کړه، «زه ډېره خوشحاله یم چې دا ټولګی پيل شوی دی. زه هڅه کوم چې باسواده شم؛ ما تل هیله لرله چې که وکولی شم لیک او لوست زده کړم. زه به د دې ټولګي په مرسته خپل خوب په ریښتیا بدل کړم.»

هغې وویل، «په راتلونکي کې، زه غواړم چې له خپلو ماشومانو سره د هغوی په درسونو کې مرسته وکړم.»

یوې بلې ښځې د زده کړې لپاره د خپل له لاسه تللي فرصت کیسه وکړه.‌

ناز بي بي چې ۳۵ کاله عمر لري او په هرات ښار کې د سواد زده کړې د پروګرام د لومړي ټولګي زده کوونکې ده، مجبوره شوې وه چې د جنګ له امله په ماشومتوب کې له افغانستان څخه ووځي. هغه نه وه توانېدلې چې په ځوانۍ کې ښوونځي ته لاړه شي.‌

هغې زیاته کړه، «زه ډېره خوشحاله یم چې د زده کړې فرصت مې ترلاسه کړ. ما تر څه حده لیک او لوست زده کړي دي او هم کولی شم چې له خپلو ماشومانو سره د هغوی په زده کړو کې مرسته وکړم.»

هغې وویل، «موږ په ډېره لیوالتیا سره زده کړه کوو،‌ او زه به هڅه وکړم چې په راتلونکي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»

ښځې پیاوړې کول

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مهناز ولي زاده وویل، افغانو ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ډېره هڅه کړې چې ښوونه او روزنه او علم ترلاسه کړي چې ډېر ښه نتایج یې ورکړي دي.

هغې وویل، «په کلیو او ولسوالیو کې د سواد زده کړې ټولګي موجود دي چې د منځني او پاخه عمر ښځې په کې د یوه ښه راتلونکي په هیله زده کړه کوي. په ځوانو ښځو سربېره، حتی زړې ښځې له زده کړې سره علاقه مندي لري. هغوی غواړي چې د یوې پرمختللې ټولنې برخه واوسي او د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي

هغې زیاته کړه، افغانې ښځې داسې ازادي غواړي چې ښوونه او روزنه ترلاسه، او سیاسي او ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي ترڅو وکولی شي خپل غږ پورته او له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

د هرات پوهنتون یوې محصلې سهیلا اکبري وویل، حکومت او نړۍ والې ټولنې په تېرو کالونو کې ډېرې هڅې کړي دي چې د ښځو ښوونې او روزنې ته وده ورکړي. د دغو هڅو په نتیجه کې، په کلیو او ولسوالیو کې په زرګونو ښځې په درسي ټولګیو کې په زده کړه بوختې دي.

هغې زیاته کړه،‌ په افغانستان کې د ښوونځيو په رغولو او د سواد زده کړې د ټولګیو په چلولو باندې ډیرې کورنې او نړۍ والې پیسې لګول شوي دي، چې په پایله کې یې د ښځو په منځ کې ښه ظرفیتونه رامنځته شوي دي.»

سهیلا وویل، «هغه ښځې چې دوه لسیزې مخکې له کورونو څخه د وتلو اجازه ورته نه ورکول کېدله، هغوی اوس د کورنيو او نړۍ والو هڅو له برکته په حکومت کې غوڅنده رولونه لوبوي.»

هغې وویل، «د ښځو، په ځانګړې توګه هغو ښځو چې پخوا د جګړې او محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوې وې، د سواد زده کړې د کچې لوړول د هغوی په ژوند کې یو مثبت بدلون دی. د ښځو د تعلیمي ظرفیت وده د هغوی پیاوړتیا ته لاره هواروي.»

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فرشتې سروري وویل، په کلیو او ښار کې د کور د ښځو پر مخ د درسي ټولګیو دروازې پرانستل د افغانو ښځو لپاره یو غټ بدلون او یو بریالی نوښت دی.‌

هغې زیاته کړه، «ښځې د سواد زده کړې ټولګیو ته په داسې حال کې چې ماشومان یې په غېږو کې نیولي وي، راځي، ترڅو زده کړه وکړي او خپل راتلونکی ښه جوړ کړي. دا د سولې د خبرو برخه والو لوریو ته یو روښانه پیغام دی چې افغانانې له زده کړو سره مینه لري او دا چې هغوی ته باید لا نور فرصتونه برابر کړای شي.»

هغې وویل، باسوادې ښځې کولی شي چې د یوه بهتر او لا روښانه افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول ولوبوي، او خپل ماشومان له جنګ او تاوتریخوالي څخه خوندي وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پروګرام ولې په بدخشان کې نه پیل کیږي؟ په بدخشان کې هم ډېرې ښځې له سواد نه محرومې دي او اړتیا لري چې سواد زده کړي. د سواد زده کړه د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده.

ځواب ورکړئ

دا د افغانستان لپاره یو ډېر ګټور او حیاتي پروګرام دی. د سواد زده کړې پروګرام باید په نورو ولایتونو کې هم پیل کړای شي. په جنوبي ولایتونو کې د بې سوادو ښځو شمېر د لویدیځو ولایتونو لکه هرات په نسبت ډېر دی. دا پروګرام باید د هیواد په جنوب او شمال کې پیل کړای شي. په لویدیځو او ختیځو ولایتونو کې د سواد سطحې د جنوبي او شمالي ولایتونو په نسبت بهترې دي. لومړی باید دا پروګرام د هیواد په جنوب او شمال کې شروع شوی وای.‌ په هرحال، مونږ د داسې پروګرامونو ملاتړ کوو چې کولی شي له ټولنې څخه بې سوادي لیرې کړي او ټولنې ته نېکمرغي راوړي.‌ د افغانستان ټولې ستونزې د بې سوادۍ او ناپوهۍ له امله دي. بې سوادي د افغانستان د ټولو خلکو، په ځانګړې توګه ښځو لپاره یوه مزمنه ناروغي ده. د سواد زده کړه د ښځو لپاره ډېره مهمه ده. ښځه باید باسواده وي.

ځواب ورکړئ