زده کړه

افغانه ښوونکې چې ښوونځي ته یې د هغې د جلکیتوب په وخت کې طالبانو اور وراچولی وو نورو ته ښوونه کوي

د خالد زېري راپور

ځوانه افغانه ښځه مریم امرخېل چې ۲۵ کاله عمر لري او ۱۴ کاله مخکې د اورپکو له خوا د هغې د ښوونځي د سوځولو په ترڅ کې له تاوتریخوالي څخه روغه راوتلې وه اوس هوډ لري ترڅو کوچي ماشومانو ته د ښوونځي په پرانستلو سره د افراطیت پر ضد مبارزه وکړي. [خالد زېری/سلام ټایمز]

لغمان -- مریم امرخېلې ته اوس هم هغه وخت یاد دی چې طالب اورپکو په ۱۳۸۶ کې په میدان وردک ولایت کې د هغوی ښوونځي ته اور ور واچاوه. هغه مهال امرخېله په شپږم ټولګي کې وه.

هغې وویل، «کله چې سهار زه ښوونځي ته ورغلم، سترنجې سوځېدلې وې او هر څه تک تور شوي وو. د لېسانس او ماسټرۍ ترلاسه کولو لپاره زما ټولې هیلې هم وسوځېدلې.»

هغې وویل، د ښوونځي له ویجاړېدلو څخه مخکې یې، طالب اورپکو د هغې پلار ته ډېر لیکونه ور ولېږل او «هغه ته یې اخطار ورکړ چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ونه لېږي ځکه چې هغوی [نجونې] به بې لارې شي.»

نوموړې وویل، «دا چې زما پلار بې تعلیمه وو، ما به هغه لیکونه په اوبو کې غورځول یا به مې د دېوالونو په چاودونو کې پټول.»

image

۲۵ کلنه مریم امرخېله د وري په ۲۱مه هغو زده کوونکیو ته لاس ورکوي چې هغې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ورته ښوونه او روزنه برابره کړې ده. [خالد زېری/سلام ټایمز]

مریم وویل، «خو حالات له بدو نه بدتر شول، طالبانو زموږ ښوونځی وسوځاوه، او زه مجبوره شوم چې کابل ته کډه شم.»

هغې وویل، «زموږ په ښوونځي کې شاوخوا ۱۲۰۰ نجونو زده کړې کولې چې د ښوونځي له سوځېدلو څخه وروسته هغوی ټولې په کورونو کې کېناستلې.»

د طالبانو پر وړاندې مقابله

امرخېلې چې اوس ۲۵ کاله عمر لري دا ونه منله چې طالبان د هغې خوبونه وسوځوي.

هغې وویل، «زه یواځینۍ نجلۍ وم چې کابل ته لاړم، ښوونځی مې بشپړ کړ، او د لېسانس سند مې واخیست. بیا مې خپله ماسټري په پښتو ادبیاتو کې وکړه.»

اوس امرخېله چې په قوم کوچۍ ده د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د کوچي ماشومانو لپاره یو ښوونځی چلوي.‌

د «ګرځنده خېمه يي ښوونځي» زده کوونکي له کتابونو او قلمونو سره اشنا کیږي او انګلیسي لیکونه زده کوي.‌

هغې د وري په ۲۱مه سلام ټایمز ته وویل، «ما دوه میاشتې مخکې دا ښوونځی دلته جوړ کړ ځکه چې په قرغیو دښته کې له ۱۰۰ څخه ډېرې کوچۍ کورنۍ ژوند کوي. دا وخت ۲۳۵ هلکان او نجونې تر ۳م ټولګي پورې زده کړه کوي.»

امرخېله دا ښوونځی د خپلې تنخوا په پيسو او هغې مالي مرسته باندې چلوي چې په افغانستان کې دننه او بهر کې مېشتو افغانانو څخه یې ترلاسه کوي.‌

هغه غواړي چې د بودجه د موجودیت په صورت کې په روان لمریز کال کې په لوګر، ننګرهار او غزني ولایتونو کې هم دغه ډول ګرځنده ښوونځي پيل کړي.

هغې وویل، په ښوونځي کې د دغو کوچي ماشومانو په لیدلو سره هغې ته خپل ماشومتوب او هغه ستونزې وریادېږي چې هغه د ښوونځي د کالونو په ترڅ کې ورسره لاس و ګریوان وه.

مجاهد خان چې ۱۶ کاله عمر لري دوه میاشتې مخکې چې هغه په ښوونځي کې لوست پيل کړ په لومړي ځل یو کتاب او قلم په ګوتو کې ونیول.‌

هغه وویل، «ما وري پوول، خو اوس په ښوونځي کې یم او په لومړي ټولګي کې زده کړه کوم. په دوه میاشتو کې ما ډېر څه زده کړل او ښوونځي ته ډېر خوشحال یم.»

د هغې وړې خویندې هم دې ته خوښې دي چې د هغوی په کلي کې ښوونځی جوړ شوی دی.

یو نارینه او دوه ښځینه ښوونکي د درې ټولګیو نظارت کوي او د دینیاتو، ساینس او انګلیسي په ګډون د ټولو مضامینو تدریس کوي.‌

د لومړي ټولګي زده کوونکې رحیمې چې ۱۱ کاله عمر لري، وویل، «زما پلار او مور زده کړه نه ده کړې. ما به چې نورې نجونې لیدلې چې ښوونځي ته ځي زه به ډېره خفه کېدم. اوس زه ډېره خوشحاله یم چې په ښوونځي کې یم او زده کړه کوم.»

د رحیمې مور ګلنارې وویل هغه خوشحاله ده چې ماشومانو یې د زده کړې فرصت ترلاسه کړ.

هغې وویل، «موږ کوچیان یو. موږ زده کړه نه ده کړې او بې تعلیمي لوی شوي یو. اوس موږ خوښ یو چې که دا ماشومان زده کړه وکړي، دوی به وکولی شي چې په لمانځه او د قران کریم په لوستلو کې زموږ غلطۍ اصلاح کړي.»

ښوونه او روزنه تر برید لاندې

د امرخېلې د ښوونځي وال یواځیني زده کوونکي نه وو چې طالبانو د زده کړو له ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي.

یونیسېف د ۱۳۹۸ د غوایي په میاشت کې وویل، په ۱۳۹۷ کې په افغانستان کې په ښوونځيو باندې بریدونه تقریبا درې برابره زیات شوي چې له ښوونې او روزنې سره د ماشومانو اړیکه یې پرې کړې ده.

د افغانستان په ښوونځیو باندې بریدونه د ۱۳۹۶ له ۶۸ څخه په ۱۳۹۷ کې ۱۹۲ ته زیات شول. دا له ۱۳۹۴ راهیسې په داسې پېښو کې لومړی ځل ډېرښت دی.

یونیسېف وویل د ۱۳۹۷ د مرغومي تر میاشتې پورې له ۱۰۰۰ څخه ډېر ښوونځي بند شول چې له ۵۰۰ زرو څخه ډېر ماشومان یې ښوونې او روزنې ته د هغوی له حق لرلو څخه محروم کړل.

د یونیسف اجرائیه رییسې هینریتا فور هغه وخت په یوه اعلامیه کې وویل، «په افغانستان کې ښوونه او روزنه تر برید لاندې ده.»

ځایي چارواکو وویل، په وروستیو وختونو کې یواځې په هرات ولایت کې، په روان تعلیمي کال کې د طالبانو تاوتریخوالي او ګواښونو له ۳۲۰ زرو څخه ډېر ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې کړي دي.‌

په وروستیو کالونو کې، طالبانو په شینډنډ، ادرسکن، غوریان، کوهسان او نورو ولسوالیو کې په لسګونو ښوونځي ویجاړ کړي دي.

چارواکي او شنونکي وایي، طالبان غواړي چې ځوانان بې سواد وساتي څو اورپکي وکولی شي چې هغوی په اسانۍ سره د پلیو جنګیالیو په توګه استخدام کړي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «د طالبانو په ډله کې ډېر بې سواد کسان موجود دي» چې د اسلامي او انساني ارزښتونو په هکله معلومات نه لري او یواځې بې ګناه ملکي خلک وژني او ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

کامل وویل، «بې سوادي او بې علمي د طالبانو د جګړې مهم وسایل دي، او د طالب جنګیالیو تر منځ داسې څوک چې زده کړه یې کړې وي په سختۍ سره پیدا کېږي.»

هغه وویل، «څومره چې زموږ په ټولنه کې بې سواد ځوانان ډېر وي، هومره طالبان د هغوی د استخدام ډېر فرصت ترلاسه کوي. طالبان بې تعلیمه او بې کاره ځوانان استخداموي او له هغوی سره د دروغو وعدې کوي.»

د کامل په وینا، طالبانو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې قصدا داسې خنډونه رامنځته کړي چې ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي. د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د سواد کچه ډېره ټیټه ده.

هغه یاده کړه چې، «په دې کې شک نشته چې د طالبانو دغه کار د افغانستان نوی نسل زیانمن کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تعلیم او ښوونځي ته تګ د یوه هېواد د نېکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي، ځکه دا سواد دی چې د یوه هېواد د اقتصاد د ملا تیر جوړوي. څومره چې د یوه هېواد د تعلیم کیفیت بهتر وي، هومره به یې اقتصاد بهتر وي.‌ زه هیله لرم چې طالبانو هم دا درک کړي وي او اجازه ورکړي چې د هغوی په راتلونکي حکومت کې نجونې زده کړه وکړي څو هغوی ښوونکې او ډاکترانې شي او د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړي.‌ تاسو پوهېږئ چې افغانان هر کال په هندوستان او پاکستان کې په خپل علاج باندې په میلیونونه ډالر لګوي، او که زمونږ په هېواد کې بهتر روغتیایي خدمتونه وي، هغوی به دا ټولې پیسې په هېواد کې دننه ولګوي.‌ تر دې چې یو شمېرخلک خپل ژوند په هېواد کې دننه د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله له لاسه ورکوي، ځکه چې په هېواد کې با استعداده ډاکتران او بهتر روغتیایي خدمتونه نشته او هغوی نشي کولی چې بهرته لاړ شي.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې د سواد او ښوونې او روزنې کچه پراخه او وسیع شي څو زمونږ ځوان هېوادوال داسې پوهه ترلاسه کړي چې د هېواد په هکله د تصمیم نیولو په چارو کې په ښه توګه برخه واخلي.‌ د دې مېرمنې له خوا پورته شوی ګام د ستایلو وړ دی، مونږ هغې ته د بریالیتوب او نېکمرغۍ دعا کوو.

ځواب ورکړئ

دا د خوښۍ خبره ده چې داسې محرومو ماشومانو ته د تعلیم فرصت برابریږي. معمولا چې په هره برخه کې نړۍ والې مرستې راځي توزیع یې له کابل څخه پيل کیږي چې بیا ورو ورو د کابل ولسوالیو او بیا وروسته نورو ولایتونو ته خپرېږي. ډېر وختونه دغه مرستې په کابل کې پای ته ورسېږي او ولایتونو او په ځانګړې توګه لیرې پرتو ولایتونو ته هېڅ ونه رسیږي. نړۍ والې ادارې دې له مریم امرخېلې او دې ته ورته نورو با احساسو ځوانانو او موسساتو سره مرسته وکړي چې د پښتنو بچیانو په ځانګړې توګه د کوچیانو ماشومانو ته د تعلیم او صحت اسانتیاوې برابرې کړي. ما چې د پښتنو ماشومان یاد کړل له دې امله چې الحمدلله د نورو افغانانو په ځانګړې توګه د تاجکو، هزاره ګانو او ازبکانو بچیان تر ډېره په امن سیمو کې اوسیږي او تعلیمي، تربیتي امکانات ورته ډیر برابر دي لاکن د پښتنو په سیمو کې له یوې خوا طالبان او د پاکستان له خوا حمایه کېدونکي نور ترورستان بیخبناوې ویجاړوي او بلې خواته حکومت هم ورته د ناامنۍ له امله کمه توجه کوي. له خالد زیري صیب او په مجموع کې له سلام ټایمز مجلې نه ډېره مننه چې داسې مهمه موضوع باندې یې لیکل کړي دي. خدای دې وکړي چې د محرومو سیمو په ځانګړې توګه د پښتون مېشتو سیمو نورې ستونزې هم دغسې منعکسې کړئ.

ځواب ورکړئ