امنیت

په هرات کې د طالبانو ګواښونو او تاوتریخوالي له ۳۰۰ زرو څخه ډېر ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه محروم کړي دي

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، په هرات ولایت کې د طالبانو روان تاوتریخوالي او ګواښونو په روان لمریز کال کې تر اوسه پورې له ۳۲۰ زرو څخه ډېر ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه ایسار کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات د پوهنې ریاست وایي، د طالبانو روان تاوتریخوالي او ګواښونو په روان تعلیمي کال کې له ۳۲۰ زرو څخه ډېر ماشومان په هرات ولایت کې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسار کړي دي.

تاوتریخوالی هلکان او نجونې په ورته ډول ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي.

د پوهنې رییس ذکریا رحیمي وویل، خو طالبان د هغو نجونو پر ضد ځانګړې دښمني پالي چې ښوونځيو ته ځي.

هغه وویل، «په ۱۴۰۰ تعلیمي کال کې د هرات په بېلابېلو برخو کې له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر ماشومان په ښوونځيو کې داخل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې که د طالبانو ډار او جنګ نه وای دا شمېر به تر دې ډېر زیات وای.

image

د لومړي ټولګي یوه زده کوونکې د وري په ۱۶مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې له خپل نوي رغول شوي ښوونځي سره لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

image

په عکس کې کوچنۍ نجونې د وري په ۱۶مه د هرات ښار په شیخ الاسلام کروخي منځني ښوونځي کې په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

رحیمي وویل، «په ډېرو سیمو کې موږ د ښوونځیو ودانۍ لرو، خو د طالبانو د ګواښونو او تاوتریخوالي له امله زده کوونکي په کې نشته.»

د هرات والي سید وحید قتالي د وري په ۱۳مه وویل، په ډېرو کلیو کې طالبانو په ښوونځیو کې مرکزونه جوړ کړي چې له هغو څخه په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

قتالي وویل، «د طالبانو بریدونو ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي، او د هغوی ماشومانو ښوونځي ته د تګ فرصت له لاسه ورکړی دی.»

په وروستیو کالونو کې، طالبانو په شینډنډ، ادرسکن، غوریان، کوهسان او نورو ولسوالیو کې په لسګونو ښوونځي ویجاړ کړي دي.

قتالي وویل، حکومت پلان لري چې تصفیوي عملیات پيل کړي او طالبان له یادو سیمو څخه وباسي.

هغه وویل،‌ماشومان باید د طالبانو له خوا قرباني نشي.

په هرات کې ډېر زده کوونکي وایي د طالبانو ګواښونه او ښوونځیو ته له تګ څخه د ماشومانو د ایسارولو هڅې بې انصافي ده.

په هرات ښار کې د ۱۰م ټولګي یوه زده کوونکي میرویس وویل، «طالبان باید ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه ایسار نه کړي. نه یواځې هلکان بلکې نجونې هم حق لري چې ښوونځيو ته لاړې شي.»

هغه وویل، طالبان تل هڅه کوي چې افغانستان ویجاړ کړي او نه غواړي چې هېواد ښېرازه شي.

میر ویس وویل، «هغه ماشومان چې غواړي زده کړه وکړي او د خپل هېواد خدمت وکړي نشي کولی چې دا کار وکړي ځکه چې طالبان هغوی ښوونځیو ته له تګ څخه ایساروي ... طالبان نه غواړي چې هغوی پرمختګ وکړي.»

په هرات ښار کې د ۸م ټولګي یوه زده کوونکي فریدون احدي وویل، «موږ زده کوونکیو هېڅ ګناه نه ده کړې او له دې امله باید چې ښوونځیو ته له تګ څخه محروم نشو.»

احدي وویل، طالبان چې ادعا کوي ديني عالمان دي، باید پوه شي چې زده کړه په اسلام کې جواز لري، او هغوی باید ماشوماونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړ شي او زده کړه وکړي څو هر څوک علم ترلاسه کړي او ټولنه نېکمرغه شي.

په هرات ښار کې د ۱۱م ټولګي یوه زده کوونکي احسان الله عثماني وویل، «که طالبان له حکومت سره ستونزې لري، هغوی باید له حکومت سره خپلې ستونزې حل کړي، ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ مخه ونه نیسي. موږ باید قرباني نشو.»

عثماني وویل، طالبان باید له ماشومانو او ښوونځیو څخه د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره د وسیلو په توګه کار وانه خلي.

هغه وویل، «هر ماشوم حق لري چې ښوونځي ته لاړ شي او خپل راتلونکی جوړ کړي، خو جنګ او د طالبانو ګواښونه هغوی د خپلو خوبونو له ریښتیا کولو څخه منع کوي.»

بې سوادي زیاتېدل

چارواکي او شنونکي وایي، طالبان غواړي چې ځوانان بې سواد وساتي، ‌ترڅو اورپکي وکولی شي چې هغوی په اسانۍ سره د جګړې لپاره استخدام کړي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «د طالبانو په منځ کې ډېر بې سواد کسان دي» چې له اسلامي او انساني ارزښتونو څخه خبر نه دي او یواځې بې ګناه ملکي خلک وژني او ترهګریز بریدونه کوي.

کامل وویل، «بې سوادي او د ناپوهي د طالبانو د جګړې مهمې وسیلې دي، او د طالب جنګیالیو په منځ کې تعلیم لرونکي کسان په سختۍ سره موندل کیږي.»

هغه وویل، «څومره چې په ټولنه کې د نالوستو ځوانانو شمېر ډېرېږي، هومره طالبان د هغوی د استخدام فرصت ترلاسه کوي. طالبان نالوستي او بې وظیفې ځوانان استخداموي او له هغوی سره د دروغو وعدې کوي.»

کامل وویل، طالبانو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په قصدي توګه داسې خنډونه جوړ کړي ترڅو ښوونځیو ته د ماشومانو او ځوانانو د تګ مخه ونیسي. د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د لوست کچه ډېره ټیټه ده.

هغه یادونه وکړه چې، «په دې کې شک نشته چې د طالبانو دغه کار د افغانستان نوی نسل زیانمن کړی دی.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي مهدي حدید وویل، «په هرات ولایت کې د طالبانو د فعالیت په زیاتېدلو سره، ښوونځیو ته په تلونکیو ماشومانو باندې محدودیتونه زیات شوي دي.»

حدید وویل، په وروستیو کالونو کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اسانۍ سره وکولی شوای چې ښوونځیو ته لاړ شي، خو نور د جنګ د شدت او د طالبانو د ګواښونو له امله هغوی نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړ شي.‌

نوي ښوونځي

د هرات مقامات طالبانو ته له پاملرنې څخه پرته، د نویو ښوونځیو جوړولو ته دوام ورکوي.‌

د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اعلان وکړ چې تېر کال په دغه ولایت کې ۱۰۳ د ښوونځیو ودانۍ پرانستل شوې.

دا ښوونځي ډېر د تېر لړم په میاشت کې د هرات ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې په یو وخت پرانستل شول، چې په زرګونو ماشومان او ځوانان په کې زده کړې کوي.

د یادې ادارې رییس فرید احمد عظیمي وویل، د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د ۱۲۶ نورو ښوونځیو د ودانیو رغونې کار په افغانستان کې د پوهنې د کیفیت د اصلاح پروګرام او د ولسي تړون د پروګرام په مرسته پر مخ روان دی.

عظیمي د دې ټکي په یادولو سره چې دا ښوونځي په ۱۹ ولسوالیو کې رغول کیږي، وویل، «موږ هیله لرو چې دا ښوونځي په راروانو میاشتو کې پرانیزو.»

عظیمي زیاته کړه، «په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ [تېر او روان لمریزو کالونو کې] د ۲۲۹ ښوونځیو د رغونې ټوله بودجه له ۱ میلیارد افغانیو [۱۲.۷ میلیونو ډالرو] څخه ډېره ده.‌»

تازه د وري په ۱۶مه، د هرات د پوهنې ریاست په کروخ ولسوالۍ کې پنځه ښوونځي پرانستل.

د هرات د پوهنې ریاست رییس رحیمي وویل، دوه نور ښوونځي چې د وري په ۱۱مه په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې پرانستل شوي دي دا ظرفیت لري چې د ۳۰۰۰ زده کوونکیو لپاره باکیفیته ښوونه او روزنه برابره کړي.

رحیمي وویل، «په هرات کې د ښوونځیو د نویو ودانیو جوړېدلو د ښوونې او روزنې د کیفیت هڅوونکي زیاتوالي ته لاره هواره کړې، ځکه چې زده کوونکي اوس کولی شي چې په یوه لا مناسب چاپېریال کې زده کړه وکړي.»

هغه یادونه وکړه چې، د پوهنې وزارت د نړۍ والو پرمختیایي شریکانو په مرسته غواړي چې د هرات ولایت په ګردو سیمو کې د ټولو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي.‌

رحیمي زیاته کړه، یو شمېر هغه ښوونځي چې طالبانو په وروستیو کالونو کې په بمونو الوزولي، بیارغول شوي او د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې بیا پرانستل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښوونځیو ته له تګ او ښوونې او روزنې ترلاسه کولو څخه د ماشومانو محرومول تر ټولو غټ ظلم دی چې د دې هېواد د خلکو پر ضد ترسره کیږي. د ښوونځیو بندول او راتلونکی نسل له تعلیم څخه بې برخې کول به هېواد پرشا وتمبوي او بهرنیو هېوادونو ته به یې محتاج کړي.‌ تر څو به مونږ د تداوۍ لپاره پاکستان، هندوستان، ترکیې او نورو هېوادونو ته ځو‌؟‌ تر څو به مونږ خپل ټول توکي له بهر څخه واردوو؟ تر څو به مونږ له نورو هېوادونو څخه پیسې په سوال غواړو؟‌ مونږ باید خپل هېواد جوړ کړو او ځانونه د نورو له احتیاج څخه خلاص کړو.‌ دا کار یوازې هغه وخت ممکن دی چې مونږ یو ډېر قوي تعلیمي سیستم ولرو او زمونږ ماشومان د ډېر لوړ کیفیت تعلیم ترلاسه کړي څو مونږ په ټولو برخو لکه طب، انجنیرۍ، ټکنالوجۍ، زراعت او نورو برخو کې کارپوهان وروزو، او هغوی د دې هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړي. څو چې دا هېواد پخپله د هېواد خلک جوړ نه کړي، نور خلک به له نورو هېوادونو څخه دلته رانشي چې دا هېواد جوړ کړي. طالبان باید په دې وخت کې د تعلیم په اهمیت پوه شي او پرېږدي چې ښوونځي پرانستي وي او د دې هېواد بچیان تعلیم ترلاسه کړي.‌ په بې سوادۍ او د ښوونځيو د دروازو په بندېدلو سره به د دې هېواد چارې پرمخ لاړې نشي، ځکه چې تعلیم د یوې ټولنې د ملا تیر بلل کیږي، او هغه هېوادونه چې ښه تعلیمي سیستم لري هغوی ښه اقتصاد او خلک یې ښه ژوند لري.‌

ځواب ورکړئ

جامع او هر اړخیز راپور دی. طالبان او نور وسله وال ګروپونه دې د افغانستان د ځوان او راروان نسل د تعلیم مخه نه نیسي که نه افغان نسلونه به بې سواد پاتې شي او بیا به ایران او پاکستان له نالوستو ځوانانو نه د افغانستان د ورانولو لپاره کار اخلي او اورپکي ګروپونه به ترې جوړ کړي. بله خبره دا چې د سلام ټایمز د هرات خبریال چې هر څوک دی ښه تکړه سړی دی چې داسې منظم راپورونه لیکي. کاش چې د نورو ولایتونو خبریالانو هم دغسې راپورونه لیکلی. په کابل، ننګرهار، او شمال طرف نه داسې مفصل او منظم راپورونه نه راځي. بله خبره دا چې د پکتیا، پکتیکا او خوست په رابطه په سلام ټایمز کې څه مهم مطالب نه خپریږي. لطفا دې خواګانو ته هم پام وکړئ. په احترام

ځواب ورکړئ

داسې ښکاري چې طالبان د فتحې پرغاړه او د افغانستان په سیاسي ډګر کې په بشپړه توګه په حاکم حالت کې دي، خو کېدی شي چې دا فتحه د طالبانو د زوال پیل وګرځي.‌ تر اوسه پورې طالبان توانېدلي چې په لسګونو زره ځواکونه دې ته جوړ کړي چې د ډېر لږ مادي او سیاسي اجورې په بدل کې، یا په ساده ټکو یوازې «د کفارو پر ضد جهاد» په نامه د امریکایانو او افغان حکومت پر ضد وجنګیږي.‌ که دا استدلال د طالب جنګیالیو او د هغوی د ملګرو د سولې په نتیجه کې خپل منطق له لاسه ورکړي،‌ د طالبانو مشران به د مجاهدینو د مشرانو په څېر حالت سره مخامخ شي.‌ په داسې حالاتو کې، د حل یوه ممکنه لاره به دا وي چې د منځنۍ کچې کافي شمېر طالب مشران او قوماندانان په ټولنه کې دننه، او د سولې له کېدلو څخه وروسته سیاسي سیستم کې شامل کړای شي،‌ البته دا ضمانت نشته چې د طالبانو نظامي واحد او د هغوی پلي او ګډوډ جنګیالي به د القاعدې او داعش په څېر ترهګرو ګروپونو له خوا استخدام نشي.‌ په دې حالت کې به د طالبانو خوځښت له داخل څخه ونړېږي، خو داسې ښکاري چې د هغې سیاسي تجربې په اساس چې هغوی ترلاسه کړې او هغه حساسیتونه چې هغوی درک کړي دي، هغوی به وکولی شي چې په افغانستان کې سیاسي ځواک وساتي او د سولې د پروسې له بریالي کېدلو څخه وروسته د نوې ټولنې په ټولنیزو – کلتوري حساسیتونو باندې پوه شي.‌ دا یوازې هغه وخت شونې ده چې که طالبان د نوې افغاني ټولنې د ټولنیزو او کلتوري شرایطو په هکله په پوهېدلو سربېره، د اوسني افغان حکومت له سیاسي مشرانو څخه یوه جلا لاره انتخاب کړي، داسې یوه لاره چې په کې د اداري او اخلاقي فسادونو، د پيسو د اختلاس، د خصوصي او دولتي ځمکو د لوټلو، له قدرت څخه د ناوړه استفادې، او ښکاره توپیري چلند او بې عدالتۍ لپاره ځای نه وي.

ځواب ورکړئ