زده کړه

د افغانستان حکومت په هرات کې د نږدې ۱۰۰ نویو ښوونځیو له لارې ښوونه او روزنه غښتلې کړه

د عمر راپور

چارواکي وایي، افغان حکومت د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې ۹۷ ښوونځي رغولي دي. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، افغان حکومت د یوه تعلیمي پروګرام د برخې په توګه چې له نړۍ والو شریکانو سره په همغږۍ کې پلی کیږي، د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې ۹۷ ښوونځي رغولي دي.

دغه ښوونځي د ولسي تړون د پروژې د اقراء پروګرام لاندې په انجیل، ګذره، کروخ، کېشک رباط سنګي، کېشک کهنه، ادرسکن، زنده جان، پښتون زرغون، فارسي، چشت، اوبه او غوریان ولسوالیو کې رغول شوي دي.

د ښوونې او روزنې وزارت وایي، دغه ښوونځي چې ۴۲۴ میلیونه افغانۍ (۵.۵ میلیونه ډالر) لګښت پرې راغلی دی، د هلکانو او نجونو دواړو په ګډون ۵۴۰۰۰ زده کوونکیو ته تعلیمي فرصتونه برابروي.

د ښوونې او روزنې د وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي د لړم په ۱۵مه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د پرانستلو د مراسمو په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، په سلګونو ښوونځیو باندې کار روان دی چې په افغانستان کې ښوونې او روزنې ته به وده ورکړي او تعلیمي نظام به معیاري کړي.‌

په دې عکس کې، چې د لړم په ۱۵مه اخیستل شوی د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د مصعب بن عمر ابتدایي ښوونځی لیدل کیږي. دغه ښوونځی د ولسي تړون پروژې له خوا رغول شوی دی. [عمر]

په دې عکس کې، چې د لړم په ۱۵مه اخیستل شوی د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د مصعب بن عمر ابتدایي ښوونځی لیدل کیږي. دغه ښوونځی د ولسي تړون پروژې له خوا رغول شوی دی. [عمر]

رنګینې حمیدي وویل،‌ په ۱۷ ولایتونو کې په ۳۰۰۰ ښوونځیو باندې کار روان دی. د هغو له جملې څخه ۶۰۰ ښوونځي وار له مخه پرانستل شوي، او پاتې نور به یې په راتلونکیو څو میاشتو کې تکمیل شي.

هغې زیاته کړه، «حکومت پلان لري چې د اقرا پروګرام له لارې په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ ښوونځي ورِغوي. یو ځل چې دا ۳۰۰۰ ښوونځي تکمیل شي، بیا به په پاتې ۱۷ ولایتونو کې په ۳۰۰۰ نورو ښوونځیو باندې کار پیل شي.»

هغې وویل، «په افغانستان کې شاوخوا ۶۵٪ ښوونځي ودانۍ لري، خو ۳۵٪ یې نه لري. د ولسمشر اشرف غني د ۶۰۰۰ نورو ښوونځيو د رغونې د پرېکړې له برکته به په افغانستان کې نږدې ۸۰٪ ښوونځي مناسبې ودانۍ ولري.»

د هرات والي سید وحید قتالي د پرانستې مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «حکومت په هېواد کې د ۶۰۰۰ ښوونځیو د رغونې یو بې سابقې پروګرام پیل کړی دی، او دا ښیي چې حکومت د هېواد د راتلونکیو مشرانو تعلیم ته لومړیتوب ورکوي.»

هغه وویل، «په یوه ورځ کې د ۹۷ ښوونځیو پرانستل داسې یو روښانه پیغام ورکوي چې زده کوونکي به نور د معیاري ټولګیو او ښوونځیو له لرلو څخه محروم نه وي. په هرات کې د ۱۵۴ نورو ښوونځیو رغونه روانه ده.»

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځي اکثر په ناامنو سیمو کې چې د طالبانو له خوا کنټرولیږي رغول کیږي. د دې معنی دا ده چې د طالبانو بچیان کولی شي په هغو ښوونځیو کې چې حکومت یې جوړوي زده کړه وکړي.»

د هرات د ښوونې او روزنې رییس ذکریا رحیمي وویل، «د نویو ښوونځیو په رغولو سره، په دې ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي مسئله په جزئي توګه حل کیږي.»

هغه وویل، «په هرات ولایت کې ۱۲۵۶ ښوونځي دي، چې ۳۱۳ یې صحیح ودانۍ نه لري.»

رحیمي وویل، «ځینې هغه ښوونځي چې د حکومت ضد عناصرو په وروستیو کې ویجاړ کړي دي هغه به بیا ورغول شي ترڅو هلکان او نجونې وکولی شي بیا په کې زده کړه وکړي.»

خوښ زده کوونکي

اوسمهال په هرات ولایت کې نږدې یو میلیون زده کوونکي -- چې ۴۸٪ یې نجونې دي -- ښوونځيو ته ځي. ډېر هغه چې پخوا یې په خېمو یا شخصي کورونو کې درسونه ویل، وایي، هغوی خوښ دي چې اوس یې ښوونځي او ټولګي سمې ودانۍ لري.

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د پنځم ټولګي یوې زده کوونکې کلثوم وویل چې هغې او نورو زده کوونکیو نشوای کولی چې په ژمي کې د یخنۍ او په وړي کې د ګرمۍ له امله په خپلو درسونو باندې صحیح تمرکز وکړي.

هغې وویل، «زموږ د خېمې ټولګی ډېر کوچنی وو... موږ نشوای کولی چې صحیح زده کړه په کې وکړو، خو دلته په ښوونځي کې ټولګی داسې یو بهتر چاپېریال برابروي چې موږ کولی شو خپلو درسونو ته په کې صحیح پاملرنه وکړو. په ژمي کې به چې باران وشو، زموږ خېمې به راڅڅېدلې.»

کلثوم وویل، «موږ خپل نوي او ښه مجهز ښوونځي ته ډېر خوښ یو. موږ په خپلو نویو درسي خونو کې پکي او بخارۍ هم لرو. موږ کولی شو چې په وړي کې پکي او په ژمي کې بخارۍ ولګوو او د هغو له برکته موږ کولی شو چې په خپلو درسونو باندې تمرکز وکړو.»

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د څلورم ټولګي یوې زده کوونکې اسما وویل چې هغه کرایي ودانۍ چې دې په کې زده کړه کوله یو مناسب چاپېریال نه وو.

هغې وویل، «موږ په دې خوښ یو چې یوه مناسبه درسي خونه لرو، او له دې وروسته به موږ ښوونځي ته په تللو او زده کړه کې د ارام احساس کوو. دا چې ښوونځی زموږ په کلي کې رغول شوی دی، موږ به په لا ډېره لېوالتیا سره ښوونځي ته ځو او زده کړې ته به دوام ورکوو.»

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د پنځم ټولګي یوې زده کوونکې ذکیې وویل، «موږ له خپل حکومت څخه مننه کوو چې موږ ته یې دا ښوونځی جوړ کړ، او اوس موږ کولی شو چې په لا ښه توګه زده کړه وکړو.»

هغې زیاته کړه، «هغه وخت چې موږ تر خېمې لاندې زده کړه کوله، موږ هیله لرله چې کاش موږ داسې یو ښوونځی ولرو چې هلته وکولی شو چې په یوه چوکۍ او یوه مېز ته کېنو -- اوس زموږ دغه هیله پوره شوې ده.»

سوله کول

د نویو ښوونځیو په رغیدلو سره، د هرات ولایت اوسېدونکي له طالبانو څخه غواړي چې د تعلیمي مراکزونو ویجاړول بند کړي او سوله وکړي.

د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حبیب الله وویل،‌ د ښوونځیو نوې ودانۍ ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته لا ښه فرصتونه برابروي.

هغه وویل، «سوله د هر افغان هیله ده. ځوانان او مشران د سولې د راتګ هیله من دي، خو له بده مرغه چې، په افغانستان کې اوس هم سوله نه ده راغلې. موږ له طالبانو څخه غواړو چې سوله وکړي او د دې هېواد بچیان د تعلیم له ترلاسه کولو څخه محروم نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «که طالبان په ریښتیا مسلمانان او افغانان وي، موږ له هغوی څخه غواړو چې سوله وکړي او له خپلو خلکو سره پخلا شي څو د دې هېواد بچیان نور خپل ژوند له لاسه ورنه کړي.»

د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي دین محمد فقیري وویل، «د ښوونځيو رغول د افغانانو لپاره یو روښانه راتلونکی په ګوته کوي او د دې مخه نیسي چې ځوانان له ترهګرو ډلو سره یو ځای شي.»

هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د هغوی پر وړاندې موجود فرصت څخه ګټه واخلي، سوله وکړي او له خپلو خلکو سره یوځای یوه عادي ژوند ته راوګرځي ځکه دا به له افغنستان سره له دغه بحران او کړاو څخه په راوتلو کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د ښوونځیو ویجاړول ودروي او د خپلو ماشومانو په ګډون ټولو ماشومانو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړ شي او زده کړه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات په هکله ښه راپورونه راځي چې دا د خوښۍ خبره ده. لطفا د خوست او پکتیا د پرمختګونو په هکله هم معلومات خپاره کړئ. مننه

ځواب ورکړئ