ديپلوماسي

افغانان د سولې په خبرو کې د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنو د ساتلو غوښتنه کوي

د رازق کندهاري راپور

د زابل ولایت په سلګونو اوسېدونکي د وږي په ۱۶مه په مرکز قلات کې راټول شول ترڅو طالبان وهڅوي چې له اوربند سره موافقه او سوله وکړي. [رازق کندهاری]‌

د زابل ولایت په سلګونو اوسېدونکي د وږي په ۱۶مه په مرکز قلات کې راټول شول ترڅو طالبان وهڅوي چې له اوربند سره موافقه او سوله وکړي. [رازق کندهاری]‌

کندهار -- افغانان له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې د خبرو په ترڅ کې د هېواد د تېرو ۲۰ کالونو په لاسته راوړنو باندې جوړجاړی ونه کړي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات تېره میاشت د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شول، البته د طالبانو زیاتېدونکی تاوتریخوالی دغه خبرې ګواښي.

په زابل ولایت کې یوه قومي مشر محمد اسماعیل زابلي وویل، «اوس د افغان حکومت او طالب اورپکو لپاره د دې وخت دی چې تاوتریخوالی ودروي، بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته ورسېږي څو په هېواد کې روانه وینه تویېدنه پای ته ورسیږي.»

هغه وویل، «د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې یو له ډېرو مهمو شیانو څخه د موجود نظام ساتل دي. زموږ اردو، پولیس او د ملي امنیت منسوبین باید خپل کار ته دوام ورکړي او منحل نشي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل په ناسته کې خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل په ناسته کې خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

زابلي وویل، «که طالبان غواړي چې له حکومت سره یوځای شي، هغوی باید د باوري ضمانتونو له ورکولو څخه وروسته په امنیتي ځواکونو کې جذب شي. موږ ټول د موجود نظام، جمهوریت او ولسواکۍ چې هر افغان په کې د رایې ورکولو حق لري، ملاتړ کوو.»

زابلي زیاته کړه، «افغانان له جنګ څخه ستړي او سولې ته تږي دي. موږ نه غواړو چې ۱۳۶۰مو او ۱۳۷۰مو کالونو ته بېرته ستانه شو او بیا هر څه له لاسه ورکړو. موجود نظام د افغانانو د وینو په قېمت دې حد ته را رسېدلی دی، او دا باید وساتل شي تر څو یوه ورځ افغانستان وکولی شي چې د ساینس، ټکنالوجۍ او داسې نورو برخو کې له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي.»

په کندهار ولایت کې د کوچیانو یوه مشر محمد رحیم خان له طالبانو سره د داسې یوې هوکړې غوښتنه وکړه چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي وساتي.‌

خان وویل، «په تېرو ۱۹ کالونو کې په سلګونو زرو افغانانو خپل ژوند قرباني کړ ترڅو موږ وکولی شو چې یو مستقل او پیاوړی حکومت ولرو.»

هغه وویل، «اوس چې د سولې خبرې پیل شوي دي، په کار دی چې د بشري حقونو، د بیان ازادۍ، او ولسواکۍ په څېر اساسي حقونو باندې هېڅ محدودیتونه نه وي. ټولې ډلې باید د افغانانو د حقونو درناوی وکړي.»

هغه زیاته کړه، «ټول افغانان داسې یو سوله ییز افغانستان غواړي چې په هغه کې هر ماشوم وکولی شي چې په خوندي توګه بهر وځي او زده کړه وکړي ترڅو له هغه څخه ډاکتر، انجنیر، ساینسپوه یا یو دیني عالم جوړ شي.‌ طالبان او افغان ملي اردو باید لاسونه سره ورکړي او د افغانستان د دښمنانو پر ضد مبارزه، او د هېواد له ملي بشپړتیا څخه دفاع وکړي.»

په کندهار ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فرزانې خوشحال د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په خوندي کولو ټینګار وکړ.

هغې وویل، «موږ ښځې په تېرو ۱۹ کالونو کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوو. موږ د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه، او یو شمېر زړورو ښځو ان خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

خوشحال وویل، «په سلګونو زره نجونې او ښځې ښوونځیو، پوهنتونونو او کار ته ځي،‌ او دا کار به روان وي ځکه چې ښځې هم د سړیو په څېر داسې حقونه لري چې اسلام او اساسي قانون ورکړي دي.»

نوموړې وویل، «د سولې په خبرو کې، موږ افغان حکومت او طالبانو دواړو ته وایو چې موږ د داسې یوه حکومت ملاتړ کوو چې په هغه کې ښځې دا حق ولري چې کار وکړي، زده کړه وکړي، خبرې وکړي، انتخاب وکړي او انتخاب شي.»

فرزانې وویل، «موږ هېڅکله هم داسې سوله نه غواړو چې په هغې کې ښځو ته دا اجازه نه وي چې له کور څخه د زده کړې یا په دفترونو کې د کار کولو لپاره وځي.»

فرزانې خوشحال زیاته کړه، «موږ هم غواړو چې د نارینه وو په څېر سیاست وکړو، د خپلې ټولنې خدمت وکړو او په بیلابیلو مسلکونو کې تخصص واخلو ترڅو افغانستان وکولی شي چې د ګاونډیو او نورو هېوادونو په څېر پرمختګ وکړي.»

د سولې غوښتنې

په هلمند ولایت کې یوه قومي مشر برات خان اڅک وویل، دواړه لوري باید له فرصت څخه ګټه پورته کړي او په هېواد کې جنګ پای ته ورسوي.

اڅک وویل، «د افغانستان په حکومت کې ټول چارواکي مسلمانان او افغانان دي. زموږ اساسي قانون اسلامي دی؛ هغه هېڅ ستونزه نه لري. زموږ امنیتي ځواکونه له افغانانو څخه تشکیل شوي دي، خو له بده مرغه چې، جنګ او د سرچینه یې بهرنۍ ده.»

هغه وویل، «طالبان باید په دې ژوبل او غریب ملت باندې رحم وکړي او د افغانانو ځورول، وژل او د افغانستان ویجاړول دې ودروي. دواړه جنګي لوري باید د جنګ د پای ته رسولو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخلي.»

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ یوه دیني عالم مولوي خان محمد خطابي وویل، «زه د یوه دیني عالم په توګه تاسو ته وایم چې دغه لعنتي جنګ غیرمشروع دی. له دې وروسته چې په دې هېواد کې هر څوک جنګ کوي هغه د اسلام پر ضد دی.»

هغه وویل، «د افغان حکومت او طالبانو لپاره دا له بل هر وخت نه ښه فرصت دی چې مخامخ خبرې وکړي او یوه پوهاوي ته سره ورسېږي ځکه چې سوله د هر افغان هیله ده.»

خطابي وویل، «موجود حکومت په ټولو اسلامي احکامو او ارزښتونو برابر او جوړ دی. جنګ د حل لاره نه ده، نو نړۍ واله ټولنه باید په طالبانو باندې فشار واچوي چې له افغان حکومت سره یوه سیاسي حل ته ورسېږي او په هېواد کې د ۴۰ کالونو اوږده بدمرغي پای ته ورسوي ترڅو ملت په سوله او ارام کې ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ دیني عالمان د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوو. زموږ د خلکو حقونه باید خوندي کړای شي، او هر افغان ته باید حق ورکړل شي چې خبرې وکړي او خبرې یې واورېدل شي.»

نوموړي وویل، «موږ بیا هېڅکله هم سلطنت، دکتاتوري یا امارتي نظام نه غواړو. موږ داسې یو نظام غواړو چې ټول افغانان کولی شي برخه په کې واخلي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د ۲مې پلې لوا قوماندان برید جنرال صفی الله نجرابي وویل، افغان امنیتي ځواکونه جنګ او سولې دواړو ته چمتو دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې ملکي خلکو ته زیان ور ورسوي.‌

نجرابي وویل، «موږ د دې هېواد بچیان یو؛ موږ به هېڅکله داسې څه ونه کړو چې د اسلام، اساسي قانون یا د ملت د هیلو پر ضد وي.»

هغه وویل، «موږ د دې هېواد د وقار او امنیت لپاره قربانۍ ورکړي دي، او چمتو یو چې نورې قربانۍ هم ورکړو. که طالبان غواړی چې سوله وکړي، موږ ورته ښه راغلاست وایو، خو که هغوی غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي، افغان امنیتي ځواکونه ورته پوره چمتو دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوله د امریکا په لاسونو کې ده، او امریکا د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو هېڅ پروا نه کوي. امریکا خپلې ګټې لټوي. امریکا به هرهغه څه وکړي چې د هغوی ګټه په کې وي. که د امریکا ګټې د افغانستان په جنګ کې وي، په دې هېواد کې به جنګ روان اوسي، او که د امریکا ګټې د افغانستان په سوله کې وي، هغه به په هر قېمت چې وي سوله راولي.

ځواب ورکړئ

احتمال نه لري چې په دې هېواد کې دې سوله راشي، ځکه چې افغانان قدرت خوښوونکي خلک دي.‌ نه د افغان حکومت مقامات دې ته چمتو دي چې واک پرېږدي او د سولې لپاره موقت حکومت ومني، نه طالبان چمتو دي چې له هغوی سره واک شریک کړي. جنګ به تر هغه وخته دوام مومي څو چې له دغو ډلو څخه یوه بریالۍ شي او ډېر احتمال شته چې د بهرنیو ځواکونو له وتلیو څخه وروسته طالبان افغان حکومت رانسکور کړي، خو امنیت به بیا هم رانشي، ځکه چې په افغانستان کې ځینې نورې ډلې به چې له طالبانو سره ایډیالوژیک اختلاف لري جنګ ته دوام ورکړي. له دې امله، بهتره به دا وي چې د دواړو لوریو تر منځ داسې یو ګډ او ټولشموله حکومت جوړ شي چې ټولې ډلې او قومي اقلیتونه په کې شامل وي.

ځواب ورکړئ

سوله باید راشي او نړیواله ټولنه باید په دواړه خواوو باندې پشار راولي چې یو بل سره دې یو ګډ نظام جوړ کړي. پرته له ګډ نظام نه سوله په افغانستان کې ناشونې ده. نه طالبان یواځې حکومت کولی شي او نه حکومت پرته له طالبان هیواد کې سوله راوستلی شی. نو له همدې کبله له دواړو خو مې غوښتنه داده چې د له خدایه دې وډار شي او د غرور او لجاجت نه دې لاس واخلي او د دغه مظلوم ملت لپاره دې سوله وکړي. مننه

ځواب ورکړئ