دین

دیني عالمان وایي طالبان به د غیر اسلامي جنګ له امله د خدای له قهر سره مخامخ شي

د سلیمان او عمر راپور

د افغانستان د بېلابېلو برخو له ۲۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د لړم په ۴مه په کابل کې راټول شول ترڅو په هېواد کې د اوربند او د تلپاتې سولې لپاره غږونه تکرار کړي. [سلیمان]

د افغانستان د بېلابېلو برخو له ۲۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د لړم په ۴مه په کابل کې راټول شول ترڅو په هېواد کې د اوربند او د تلپاتې سولې لپاره غږونه تکرار کړي. [سلیمان]

کابل -- افغان او نړۍ والو دیني مراجعو په څرګندو ټکو وویل چې د افغانستان جګړه او د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو بریدونه د شریعت له مخې ناروا دي.

د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه له ۲۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د یکشنبې په ورځ‌ /د لړم ۴مه/ په کابل کې راټول شول ترڅو په افغانستان کې د اوربند او تلپاتې سولې لپاره خپلې غوښتنې تکرار کړي.

د کابل یوه دیني عالم عبدالسلام عابد وویل، «په دې هېواد کې هره ورځ ماشومان، ښځې او دیني عالمان قرباني کیږي.»

هغه غونډې ته په خبرو کې وویل، «موږ دلته د دې لپاره راټول شوي یو چې د خلکو واقعي غږ له حکومت او طالبانو سره شریک کړو او هغوی ته یو روښانه پيغام ولېږو چې دوې باید د سولې موجود فرصت له لاسه ورنه کړي. دا د افغانانو لپاره یو زرین فرصت دی ترڅو له ۴۰ کاله جنګ څخه وروسته خپلې ستونزې هوارې کړي.»

شیخ احمد الریسوني د ۱۳۹۱ د وږي په ۹مه هغه وخت چې نوموړی د اسلامي علماوو د نړۍ والې اتحادیې د رییس مرستیال وو د مراکش په طنجه کې وینا کوي. [عبدالحق ثنا/ای اېف پي]

شیخ احمد الریسوني د ۱۳۹۱ د وږي په ۹مه هغه وخت چې نوموړی د اسلامي علماوو د نړۍ والې اتحادیې د رییس مرستیال وو د مراکش په طنجه کې وینا کوي. [عبدالحق ثنا/ای اېف پي]

عابد وویل، «کله چې تاسو د مذاکراتو مېز ته ناست یئ، تاسو باید جنګ ونه کړئ. د مذاکراتو په ترڅ‌ کې خبرې وکړئ، انعطاف وښیئ او زغم وکړئ ځکه دا هغه څه دي چې افغانان، اسلام او شریعت یې غواړي.»

هغه زیاته کړه، «هره خوا چې د انعطاف، پوهاوي او زغم په ښودلو سره د سولې لپاره فرصت برابروي، افغانان او خدای پاک به عزت ورکړي.»

په کابل کې د میلاد النبي (ص) جومات امام حبیب الله حسام وویل، «موږ هغه ناوړه پېښې، غم او درد چې ملت ورسره لاس او ګرېوان دی د سر په سترګو وینو.»

حسام وویل، «موږ نن دلته د دې لپاره راټول شوي یو ترڅو د ملت دردمن غږ پورته کړو، او موږ، دیني عالمان،‌ نن دلته راټول شوي یو چې د خدای د کتاب، نبوي احادیثو، او د جومات د منبر استازیتوب وکړو،‌ او موږ په دواړو لوریو باندې غږ کوو چې د قران او سنت د لارښوونو په اساس جنګ پای ته ورسوي.»

په غونډه کې د کابل یوه دیني عالم فضل رحیم بصیرت وویل، «موږ د شخړې له ټولو لوریو څخه تمه لرو چې جنګ بس کړي.»

هغه وویل، «سوله زموږ لپاره غوره انتخاب دی. که تاسو ۸۰ کاله جنګ هم وکړئ،‌ بیا به هم سولې ته اړتیا ولرئ، خو که تاسو نن سوله وکړئ، خلک به د خدای په فضل سره وژغورل شي.»

هغه وویل، «موږ له دواړو لوریو څخه غواړو چې په اوربند او تلپاتې سوله باندې هوکړه وکړي.»

افغان حکومت او طالبانو د وږي په ۲۲مه په دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې،‌ خو لږ پرمختګ په کې شوی په داسې حال کې چې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دی

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه یوه دیني عالم مولوي جلال الدین ضیایي وویل، د طالبانو روان تاوتریخوالی هېڅ‌ توجیه نه لري.

هغه وویل، «طالبان په افغانستان کې داسې یو جنګ پر مخ بیایي چې د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې استخباراتي ادارو پیل کړی دی.»

مولوی ضیایي وویل، «افغانان هره ورځ د تحمیل شوي او غیرمشروع جنګ قرباني کیږي، او هر څوک چې دغه جنګ دین پورې تړي هغه کبیره ګناه کوي او په دې دنیا او اخرت کې به د خدای پاک له خوا سزا وویني.»

د عبدالغفور عباسي‌ په نامه د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه دیني عالم وویل، هغه څوک چې هڅه کوي په افغانستان کې جګړه توجیه کړي او هره ورځ ملکي خلک او امنیتي منسوبین ووژني هغوی نور د اسلام په لاره روان نه دي.‌

هغه وویل، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا روان جنګ کاملا غیرمشروع او غیراسلامي دی،‌ او خلکو او خدای پاک په دغو ډلو باندې لعنت ویلی دی.

عباسي وویل، «طالبان باید د تاوتریخوالي د زیاتولو او د افغانانو د وژلو پر ځای اوربند اعلان کړي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم سید محمد شېرزادي وویل،‌طالبان د اسلام له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي ترڅو خپلې موخې ترسره کړي.‌

هغه وویل، «هغه څوک چې مسلمانان یا په عمومي توګه بې ګناه انسانان وژني، هغوی به د خدای له لعنت سره مخامخ شي، او د تل لپاره به د دوزخ په اور کې پراته وي. که طالبان د افغانانو وژل مشروع ګرځوي، هغوی کافران دي.»

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه دیني عالم مولوي فیض محمد حنفي وویل، «موږ، ټول دیني عالمان،‌ طالبان سولې او اصلاح ته رابولو.»

هغه وویل، «هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو ملکي کسان د سړک د غاړې په بمونو او جنګ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي،‌ او طالبان باید پوه شي چې د بې ګناه ملکي خلکو د وژنې مسؤلیت د هغوی پر غاړه دی.»

حنفي وویل، د سولې خبرې کول غوره فرصت دی چې طالبان دغه غیرمشروع جنګ پای ته ورسوي او خپل ځانونه د خدای پاک له سزا څخه خوندي کړي.

جنګ پای ته ورسوئ

له خارج څخه دیني عالمان له دې سره موافق دي چې طالبان د جنګ کولو لپاره هېڅ دلیل نه لري.‌

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي علماوو د نړۍ والې اتحادیې رییس شیخ احمد الریسوني وویل، د بې ګناه مسلمانانو وژنه کبیره ګناه ده، او ځانمرګي بریدونه دغه ګناه دوه برابره ګرځوي.‌

الریسوني د تلې په ۳۰مه له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، «د افغانانو پر ضد جنګ -- که د ځانمرګو بریدونو په بڼه وي که د نښتو په بڼه -- ممنوع دی. د شریعت له مخې، کله چې یو څوک ځان وژني،‌ هغه یو بل جرم هم ترسره کوي.»

هغه وویل، «ما ځینې طالبانو ورونو ته وویل چې په افغانستان کې د جنګ کولوو لپاره هېڅ توجیه او هېڅ شرعي دلیل نشته. په دې جنګ کې که یو کس هم ووژل شي، دا د اسلام او شریعت پر ضد دی.»

هغه وویل،‌په افغانستان کې جنګ «جهاد» نه دی.‌

الریسوني روښانه کړه چې،‌ د محمد (ص) د ویناوو په اساس، کله چې یو سړی یا ښځه له قتل څخه پرته کومه بله ګناه کوي، هغه کولی شي چې له خدای نه مغفرت وغواړي، خو د قتل بښنه نه کیږي.‌

هغه وویل، «د جنګ لپاره هېڅ جواز نشته؛ حتی د یوه کس وژل هم جواز نه لري، نو په افغانستان کې جنګ باید پای ته ورسیږي،‌ او بیا باید خبرې پیل شي ترڅو د داسې یوه نوي حکومت په هکله پرېکړه وشي چې کولی شي د داسې یوه نېکمرغه او اسلامي افغانستان استازیتوب وکړي چې کولی شي په نړۍ والو چارو کې خپل رول ولوبوي.»

د بنګله دېش په پلازمېنه ډهاکه کې دیني عالمانو، پوهانو او مفتیانو د لړم په ۴مه «په افغانستان کې سولې ته بلنه» تر عنوان لاندې یوه کانفرانس کې برخه واخیستله.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «بنګله دېشي علماوو په افغانستان کې د جنګ د نه مشروعیت په هکله د اسلام د نورو علماوو فتواوو ته په اشارې سره، د شخړې دواړه لوري ورونه او مسلمانان وبلل.»

په اعلامیه کې راغلي، بنګله دېشي دیني عالمانو ټینګار وکړ چې «د ترهګریزو او تاوتریخجنو بریدونو دوام د شرعي احکامو او اسلامي لارښوونو خلاف دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر هغه څوک چې بې ګناه انسانان وژني هغه د خدای په عذاب کې ګېر دی. په افغانستان کې په روان جنګ کې چې تقریبا ۴۴ کاله یې وشول طالبان، پخواني جهادي تنظیمونه، د شمال ټلواله، پخوانی خلق ګوند، د پاکستان پوځ، د ایران انقلاب ساتونکي، د روسیې کی جی بي، د امریکا سي آی ای، د برتانیا اېم ۱۶، عربي استخبارات... دا ټول لاس لري او دا ټول د خدای په قهر اخته دي او هغه مشران یې چې په دې وحشیانه جنګ کې یې افغانان وژلي یا یې اوس وژني هغوی به دوزخ ته ځي. ان شاءالله

ځواب ورکړئ

طالبان باید د دیني عالمانو خبرو ته غوږ ونیسي او جنګ ودروي، ځکه چې د هغوی جنګ نور جواز نه لري او دلیل یې دا دی چې هره ورځ په کې په لسګونو بې ګناه افغانان وژل کیږي.‌ طالبان باید خبرې او مذاکرات وکړي.

ځواب ورکړئ

د تېرو څلوېښتو کلونو په ترڅ کې، په افغانستان کې جنګ د خدای د رضا لپاره نه وو، بلکې د قدرت ترلاسه کولو لپاره وو. په دې هېواد کې، خلک بېلابېلو نژادي ګروپونو پورې تړلي دي، او بېلابېلې نظریې لري. ځینې سیاستوال یو ډول حکومت غواړي او نور سیاستوال بل ډول نظام غواړي. هغوی د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کولو لپاره له نورو هېوادونو څخه مرسته غواړي او هغه داسې هېوادونه دي چې په افغانستان کې جنګ غواړي او د هغوی ګټې د افغانستان په جنګ کې خوندي دي، او هغه هېوادونه هغوی ته پیسې او جنګي تجهیزات ورکوي. روان جنګ هم د نظام د بدلولو او د دې لپاره روان دی چې ځینې ګروپونه قدرت ته ورسیږي. که جنګ د قدرت د ترلاسه کولو او د نظام د بدلولو لپاره نه وای، اوس باید وخته په افغانستان کې پای ته رسېدلی وای، ځکه چې اشغال پای ته رسېدلی دی، او هغه بهرني ځواکونه چې ځینې ډلو په افغانستان کې د جنګ بهانه بلل هغوی په وتلو دي او په افغانستان کې یې ډېر لږ شمېر پاتې دي، او یاد ګروپ د هغوی پر ضد جنګ درولی دی. زه فکر کوم چې په افغانستان کې باید داسې یو نظام جوړ شي چې د ټولو افغانانو او ټولو ډلو لپاره د منلو وړ وي. نه موجود نظام او نه هم د طالبانو امارتي نظام د خلکو لپاره د منلو وړ دی. دلته باید داسې یو ټولشموله نظام وي چې په کې ټولو اقلیتونو ته حقونه ورکړل شي او ټول خلک په کې خپل ځانونه وویني.‌ که طالبان فکر کوي چې هغوی به د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته بیا قدرت ونیسي، هغوی غلط فکر کړی دی، ځکه چې په افغانستان کې نورې داسې ډلې شته چې طالبان نه غواړي، او له امارتي نظام سره ستونزې لري. هغوی مجبور دي چې ودرېږي او د طالبانو پر ضد جنګ وکړي. که موجود حکومت فکر کوي چې هغوی به طالبانو ته بشپړه ماتې ورکړي، دا ناشونې ده، ځکه چې متحده

ځواب ورکړئ