دین

د افغانستان د علماوو شورا په طالبانو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

د سلیمان راپور

د افغانستان د علماوو د شورا غړي د چنګاښ په ۱۲مه په کابل کې راټول شوي چې جنګ «غیر مشروع» اعلان کړي او له طالبانو څخه وغواړي ترڅو سوله وکړي. [د افغان حکومت د رسنیو دفتر]

د افغانستان د علماوو د شورا غړي د چنګاښ په ۱۲مه په کابل کې راټول شوي چې جنګ «غیر مشروع» اعلان کړي او له طالبانو څخه وغواړي ترڅو سوله وکړي. [د افغان حکومت د رسنیو دفتر]

کابل -- د افغانستان د علماوو شورا یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي په هېواد کې روان جنګ په هغو معیارونو برابر نه دی چې «جهاد» وبلل شي او له دې امله د اسلام له نظره غیرمشروع دی.

په کابل کې د شنبې ورځې /د چنګاښ ۱۲مې/ د غونډې برخه والو په طالبانو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او ستونزې د سولې د خبرو له لارې حل کړي.

د علماوو د شورا رییس سردار محمد ځدراڼ وویل، «روان جنګ له هره پلوه غیرمشروع دی ځکه چې یواځې مسلمانان په کې وژل کیږي، ورور وژنه ده او هېواد په کې ورانیږي.»

هغه وویل، «د افغانستان د علماوو شورا د خپل دیني مسؤلیت او وجیبې په اساس دا لازمه بولي چې له امنیتي ځواکونو او د افغانستان له مظلومو خلکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.»

هغه زیاته کړه، شورا «د شخړې په لوریو باندې غږ کوي چې دښمنۍ پای ته ورسوي.»

هغه وویل، د جنګ له امله ځوانان او بې ګناه خلک مري او کرکه او دښمني خپروي. دغه جنګ ښځې کونډې او ماشومان یتیمان کړل، خلک یې سخت معلول کړي او یو ټولنیز ناورین یې رامنځته کړی دی.‌

دغه راز، جنګ پراخه ویجاړي رامنځته کړې او دولتي او خصوصي ملکیتونه یې زیانمن کړي دي.‌

هغه وویل، «په مجموع کې، د جنګ زیان یواځې افغانانو ته رسیږي، له دې امله، موږ په ښکېلو لوریو او په ځانګړې توګه طالبانو باندې غږ کوو چې روان جنګ چې هغوی د اسلام او جهاد په نامه روان کړی دی،‌ ودروي.»

هغه ټینګار وکړ چې، «د اسلام د قواعدو او د دیني عالمانو د وینا په اساس، دا جهاد نه دی، او نه مشروعیت لري.»

دیني عالمانو ناروا جګړه وغندله

ځدراڼ وویل، «د اندونیزیا،‌ بنګله دېش، مصر او سعودي عربستان دیني عالمانو وار له مخه په نړۍ واله سطحه په افغانستان کې د روان جنګ د نه مشروعیت فتوا صادره کړې ده.»

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو هم په وروستیو کې یوه مشابه فتوا صادره کړه.

د علماوو د شورا غړي مولوي عبدالخبیر چیچکه وویل، «په افغانستان کې د روان جنګ اصلي قربانیان افغانان او مسلمانان دي،»

هغه وویل، «سړکونه،‌ تعلیمي او روغتیایي مرکزونه،‌ او د خلکو کورونه او باغونه ویجاړېږي. که جنګ دوام ومومي، بیا به یې هم زیان افغانانو او مسلمانانو ته ور ورسیږي.»

چیچکه وویل، له دې امله، «د افغانستان د بېلابېلو برخو دیني عالمانو د شنبې په ورځ یوه فتوا صادره کړه چې وایي د قران کریم او د نبوي احادیثو په اساس، په افغانستان کې روان جنګ کاملا غیر مشروع او حرام دی.»

چیچکه وویل، «تر دې مخکې، د اسلامي نړۍ مشهورو دیني عالمانو لکه د حرمین شریفین امام، د الاقصی مسجد امام او د اسلامي نړۍ نورو عالمانو یوه فتوا صادره کړه او په کې یې وویل چې په افغانستان کې جنګ د مسلمانانو تر منځ دی او له دې کبله غیر مشروع دی.»

یوه دیني عالم او د کابل د یوه جومات امام محمد انور صادقي وویل، «اسلام مسلمانان له خپلمنځي جنګونو څخه منع کړي دي.»

هغه وویل، «د اسلام پېغمبر ۱۴۰۰ کاله مخکې د مسلمانانو تر منځ جنګ حرام ګرځولی، او اوس، د هغه اصل په پلوۍ سره، د افغان دیني عالمانو په ګډون ټول اسلامي عالمان روان جنګ حرام بولي او غندي یې.»

هغه وویل، «له دې امله، د شریعت د هدایاتو او اساساتو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو یا کوم بل ګروپ له خوا روان جنګ غیر مشروع دی.»

د مذاکراتو مېز ته ور ګرځېدل

د کابل اوسېدونکي او د نادریه عالي لېسې د وروستي کال زده کوونکي احمد سمیر وویل، پخوا طالبانو ویل چې هغوی به تر هغه وخته پورې خپل جنګ ته دوام ورکړي چې بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي.‌

هغه وویل، «اوس طالبان داسې دلیل نه لري چې جنګ ته دوام ورکړي ځکه چې بهرني عسکر په څو ورځو کې دننه د تل لپاره له افغانستان څخه وځي.»

هغه وویل، «طالبان باید د خدای د حکم، چې د مسلمانانو تر منځ سوله ده، درناوی وکړي،‌ او باید افغان ځوانان، ماشومان او ښځې ونه وژني،» او په یاغیانو باندې یې غږ وکړ چې «تاوتریخوالی او ورور وژنه ودروي او له افغان حکومت او خلکو سره سوله وکړي.»

په مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي سید صفی الله هاشمي وویل، «افغانان له ۴۰ څخه ډېرو کالونو راهیسې پخپلو کې سره جنګ کوي.»

هغه وویل، «په دې موده کې یوه ډله یا لوری هم ونه توانېد چې بل ته ماتې ورکړي،» او زیاته یې کړه چې د تاوتریخوالي یواځینۍ نتیجه دا وه «چې ملت ژوبل او د افغانستان بېخبناوې ویجاړې شولې.»

هغه وویل، «هېڅ قومي ګروپ، ډله یا ګوند نشي کولی چې په یواځې سر په هېواد کې حکومت وکړي. افغانان یو د بل له منلو او د یووالي، ورورولۍ او پوهاوي له پیاوړي کولو څخه پرته بله لاره نه لري.»

هاشمي وویل، «که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، ډېر افغانان به مړه شي، افغانستان به لا نور ویجاړ شي او دوی به لا نور بدنام شي.»

هغه وویل، «اوس چې بهرني ځواکونه وځي، د افغانانو او افغانستان د ژغورنې یواځینۍلاره دا ده چې وینه تویول او جنګ ودرول شي او اتحاد، ورورولي او پوهاوی پیاوړي، او داسې یو حکومت رامنځته کړای شي چې د طالبانو په ګډون ټول افغانان په کې برخه ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د عزت ژوند په سوله او سوله ییز ګډ شتون کې دی. په جنګ کې د عزت ژوند نشته، جنګ بدمرغي ده، جنګ ویجاړتیا ده، جنګ ټولنیز سیستم خرابوي. طالبان باید پوه شي چې جنګ هغوی ته هم په زیان دی. د طالبانو کورنۍ په بې وزلۍ کې ژوند کوي. هغوی باید د خپلو کورنیو په هکله فکر وکړي او په خپلو ځانونو او خپلو کورنیو باندې رحم وکړي. هغوی هم انسانان دي او باید یو انساني ژوند ولري. طالبانو نه یوازې دا چې په خپلو ځانونو او خپلو کورنیو باندې ظلم کړی، بلکې دغسې یې د افغانستان په کلیو او کلیوالو سیمو کې هم په زرګونو خلک وژلي دي. د کلیو خلک د هغوی له لاسه ښه ژوند نه لري. هره ورځ جنګ وي او خلک کډې کوي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان به، چې هره ورځ خپل په لسګونو هېوادوال وژني،‌ سبا خدای پاک ته څه ځواب وایي؟ پخوا یې بهانې کولې چې هېواد یې اشغال شوی او په هېواد کې یې بهرنیان دي. اوس بهرنیان له هېواد څخه وځي او هغوی له بهرنیانو سره توافق کړی چې یو پر بل به حملې نه کوي، لاکن ولې هغوی بې ګناه افغانان وژني؟ مرګ په دغه خونخواره ډله چې په دې بد او نازک وخت کې جنایتونه ترسره کوي.‌

ځواب ورکړئ