دین

له ۱۸۰۰ څخه ډېرو پاکستاني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام وبلل

د ضیاءالرحمان راپور

د کراچۍ اوسېدونکي د جنورۍ په ۱۱مه د شاه فیصل کالونۍ سیمه کې په یوه جومات کې یوه خطبه اوري. د جنورۍ په ۱۵مه، په پاکستان کې له ۱۸۰۰ څخه ډېرو مشهورو دیني عالمانو په یوه خوله د ځانمرګو بریدونو، وسله والو پاڅونونو او د شریعت د تحمیل لپاره د زور د کارولو پر ضد یوه فتوا صادره کړه.

د کراچۍ اوسېدونکي د جنورۍ په ۱۱مه د شاه فیصل کالونۍ سیمه کې په یوه جومات کې یوه خطبه اوري. د جنورۍ په ۱۵مه، په پاکستان کې له ۱۸۰۰ څخه ډېرو مشهورو دیني عالمانو په یوه خوله د ځانمرګو بریدونو، وسله والو پاڅونونو او د شریعت د تحمیل لپاره د زور د کارولو پر ضد یوه فتوا صادره کړه.

کراچۍ -- د روانې میاشتې په لومړیو کې له ۱۸۰۰ څخه ډېرو مشهورو پاکستاني دیني عالمانو یوه فتوا صادره کړه، چې ځانمرګي بریدونه، وسله وال پاڅونونه او د شریعت تر نامه لاندې د ترهګرۍ کارونه یې وغندل.

دغه فتوا، چې د جنورۍ په ۱۵مه صادره شوه، د بېلابېلو مذهبي مکتبونو ۱۸۲۹ دیني عالمانو لاسلیک کړه.‌

دغه فتوا، چې «د پاکستان پیغام» عنوان یې ورکړی وه، د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې حکومتي اسلامي تحقیقاتي انسټیټیوټ تالیف کړې وه،‌ او په اسلام اباد کې یې د ولسمشر په ماڼۍ کې په یو لړ مراسمو کې خپره کړه.

دغه فتوا د ټولو مذهبي فرقو او ګروپونو د مذهبي مکتبونو د پنځو واړو بورډونو په شمول ګڼ شمېر مشهورو اسلامي عالمانو لاسلیک کړه.‌

د ترهګرۍ تر نامه لاندې 'جهاد' پر ضد فتوا

دغه فتوا ترهګري او افراطیت غندي او ځانمرګي بریدګر او هغه کسان، چې د هغوی ملاتړ او روزنه ورکوي، د خاینانو په نامه یادوي.

هغه همدارنګه اعلاموي چې د «جهاد» په نامه جنګ پیلول او وینه تویول کیدای شي یوازې د دولت له خوا شروع شي، او د سولې د مخالفو دښمنانو پر ضد د حکومت روان عملونه تصدیقوي.

دیني عالمان او تحلیلګران هیله مند دي چې دغه فتوا به هغه ترهګر ګروپونه بې اعتباره کړي چې د خپلو بدو او غیر اسلامي انګېزو لپاره د اسلام له نامه څخه استفاده کوي.‌

د فتوا د لاسلیکوونکیو له ډلې څخه یوه، مولانا رفیع الرحمان، وویل چې دا فتوا کولی شي چې د قران د لارښوونو او د اسلام د صحیح تفسیر د تدریس له لارې د اورپکۍ په هکله د غلط فهمۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.‌

رحمان وویل، «اسلام د سولې او پخلاینې دین دی،‌ خو اورپکي، نه یوازې په پاکستان، بلکې همدارنګه په افغانستان او د خلیج په هېوادونو کې په مکمل ډول یو پرعکس تصویر وړاندې کوي،»

هغه وویل، دا فتوا به مرسته وکړي چې ځوانان داسې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي چې هغوی له اورپکۍ سره له یوځای کېدنې څخه لیرې وساتي.

په اسلام اباد کې مېشت یوه تحلیلګر، سبوخ سید،‌ چې په پاکستان کې اسلامي علوم لولي، وویل چې دا فتوا به په پاکستان کې پر امنیتي وضعه یو مثبت تاثیر وکړي.

هغه وویل، «د دې لپاره چې د بېلابېلو مذهبي مکتبونو دیني عالمان راټول او دې ته جوړ کړای شي چې د ترهګرۍ پر ضد په یوه فتوا باندې هوکړه سره وکړي، دا پخپله یوه لویه لاسته راوړنه ده،»

په پخوانیو فتواګانو باندې ور زیاتول

پاکستاني دیني عالمانو پخوا هم د طالبانو، ترهګرۍ او د تاوتریخوالي د عملونو پر ضد فتواګانې صادرې کړي دي.‌

د ۳۱ دیني عالمانو یوه ګروپ د ۲۰۱۷ د می په ۲۷ مه یوه فتوا لاسلیک کړه، او ځانمرګي بریدونه، او د شریعت تر نامه لاندې د دولت پر ضد هر ډول ترهګریز فعالیت یې په اسلام کې حرام وبلل.

سني اتحاد کونسل د ۲۰۱۳ په جون کې د طالب اورپکو، ترهګرۍ او ځانمرګو بمي بریدونو پر ضد یوه فتوا صادره کړه. په فتوا کې راغلي وو، «ځانمرګي بریدونه په اسلام کې منع دي،‌ او هغه کسان، چې د بې ګناه خلکو په وژنه کې لاس لري، هغوی دوزخ ته ځي،»

په ورته ډول، د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې، د سني اتحاد کونسل اړوند لږ تر لږه ۵۰ دیني عالمانو په یوه فتوا کې طالبان او ترهګریز بریدونه «غیر اسلامي» وبلل.‌

په فتوا کې راغلي وو، «د اسلام هغه ډول، چې طالبانو په مخ کې نیولی، د شریعت له معتبر تفسیر څخه انحراف دی،» او زیاتوله یې چې طالبان له اسلام سره ارتباط نه لري او جاهلان دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا تر ټولو ښه خبرونه دي او د انګلېسي د زده کړې مؤثره لاره ده.

ځواب ورکړئ