امنیت

په بادغیس کې تسلیم شوي طالب جنګیالي وایي، هلته جهاد نشته

د عمر راپور

د طالب اورپکو یو ۲۰ کسیز ګروپ د تلې په ۲۲مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د تاوتریخوالي په پریښودو سره خپلې وسلې تسلیموي. [میرویس]

د طالب اورپکو یو ۲۰ کسیز ګروپ د تلې په ۲۲مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د تاوتریخوالي په پریښودو سره خپلې وسلې تسلیموي. [میرویس]

هرات -- د طالب اورپکو یوه ۲۰ کسیز ګروپ چې د روانې اونۍ په لومړیو کې په بادغیس ولایت کې تسلیم شو، وویل، دغه ګروپ له جهاد سره هېڅ سر او کار نه درلود.‌

د پخوانیو طالب جنګیالیو له ډلې څخه د بسم الله په نامه یوه جنګیالي چې د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۲مه/ په قلعه نو کې تسلیم شو، وویل، «موږ ته ویل کېدل چې دا جهاد دی او دا چې موږ باید جهاد وکړو، خو څو میاشتې وروسته، زه پوه شوم چې جهاد نشته. څه چې موږ کوو یواځې د ملکي خلکو ځورول او د وطن ورانول دي. د طالبانو دینی مشرانو به موږ ته ویل چې هر هغه چا چې حتی یوه ورځ یې هم له حکومت سره کار کړی وي، ووژنئ،‌ او دا چې د هغوی مرګ روا دی.»

ځایي چارواکو وویل، دغه جنګیالي د ملي امنیت ریاست او د قومي مشرانو د هڅو په نتیجه کې د سولې پروسې سره یوځای شول.

بسم الله وویل، «موږ وروسته پوه شوو چې د طالبانو امارت زموږ لپاره نه دی او دا چې موږ باید د ملکي خلکو ځورول ودروو‍.» هغه زیاته کړه چې اکثر طالبان له جنګ څخه ستړي دي او سوله غواړي.‌

یوه بل تسلیم شوي جنګیالي عاشور وویل، «موږ ډېر خلک ځورولي دي، خو زه نه غواړم چې دغه کار ته دوام ورکړم. زه غواړم چې داسې یو سوله ییز ژوند ولرم چې نه په کې زه بل چاته مزاحمت وکړم او نه بل څوک ماته مزاحمت وکړي.»

هغه وویل، «حکومت له طالبانو څخه بهتر دی. زه خپلو ملګرو وهڅولم چې له حکومت سره یو ځای شم. زه له نورو طالبانو څخه هم غواړم چې راشي او سوله وکړي. څو مې چې په وس پوره وي،‌ زه به طالبان وهڅوم چې د سولې پروسې سره یوځای شي.»

عاشور زیاته کړه، دا چې د سولې خبرې پيل شوي دي، نور جنګ ته اړتیا نشته او هر څوک هیله لري چې خبرې ژر تر ژره بریالۍ شي.

د ګل احمد په نامه یوه بل طالب جنګیالي وویل هغه خوښ دی چې د سولې پروسې سره یوځای شوی دی.‌

هغه وویل، «د طالبانو د ډلې غړیتوب هسې بې ګټې دی. موږ شپه او ورځ په غرونو کې وو. موږ هېڅ ژوند نه درلود.»

ګل احمد وویل، «موږ شپه او ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د بریدونو وېره لرله. زه له نورو طالبانو څخه هم غواړم چې جنګ ودروي او سوله وکړي.»

د سولې دروازې پرانستې دي

د بادغیس والي حسام الدین شمس په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، د دغو جنګیالیو له تسلیمېدلو څخه وروسته به د قلعه نو ښار په لمنو کې امنیت ښه شي.

هغه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، «موږ په قطر کې خبرو ته هیله من یو.»

"شمس وویل،‌«دا چې په دوحه کې د سولې خبرې پیل شوي دي ... دا بهتره ده چې جنګ ودرول شي. د سولې دروازې پرانستې دي،‌ او طالبانو ته د دې غوره فرصت ورکوي چې تاوتریخوالی او وژنې ودروي.»

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وویل، جنګ په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند اخیستی دی، بېخبنا او اقتصاد یې ویجاړ کړي او طالبانو ته یې هېڅ ګټه نه ده رسولې.

هغه زیاته کړه، «د تاریخ په اوږدو کې، هر جنګ د سولې له لارې پای ته رسېدلی دی. اوس د دې ښه فرصت رارسېدلی چې په افغانستان کې هم د ۴۰ کالونو اوږد جنګ په سوله ییزه توګه پای ته ورسیږي.»

افضلي وویل، «طالبان او حکومت باید د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي، او باید چې یوې هوکړې ته ورسیږي.»

له جنګ څخه ستړي

د بادغیس ولایت اوسېدونکیو په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې سوله وکړي.‌

د قلعه نو یوه اوسېدونکي عبدالواحد کریمي وویل، افغانان هره ورځ د هېواد له هر کونج څخه د جنګ او وژنو خبرونه اوري چې هیڅوک نشي کولی ویې زغمي.

هغه زیاته کړه، «هیڅ بل هېواد دومره جنګ او وژنې نه دي لیدلي لکه څومره چې افغانستان ولیدل.‌ زه له طالبانو څخه غواړم چې نور جنګ ودروي.»

هغه وویل، ټول افغانان له شخړې څخه ستړي دي، او زیاته یې کړه چې حتی طالبان ستړي دي او هڅه کوي چې خپل ځانونه خلاص کړي.

په قلعه نو ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال فایق احمدي وویل، له حکومت سره د مذاکراتو لپاره د طالبانو لیوالتیا ښیي چې هغوی له جنګ څخه ستړي دي.

هغه وویل، «په قطر کې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د خبرو پیلېدلو سولې ته هیلې غوړولې دي،‌ خو په ډېرو ولایتونو کې د تاوتریخوالي شدت او د طالبانو بریدونو خلک د یادې ډلې د ارادو او د سولې د پروسې په هکله خواشیني کړي دي.»

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جنګ شدت یوه غلطي او د انساني وقار او اسلامي ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکایي اشغالګرو ځواکونو پر ضد جهاد د لمانځه او روژې په څېر فرض وو. ټول هغه کسان چې په افغانستان کې یې د امریکایي اشغال پر ضد جهاد نه دی کړی هغوی ګناهکار دي او باید توبه وباسي چې خدای پاک یې وبخښي،‌ خو اوس چې اشغال پای ته رسېدلی، امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي او له هغوی سره د سولې هوکړه شوې ده، نور نو جهاد نشته.‌ جنګ باید ودرېږي. که دواړه لوري جنګ ونه دروي، او د قدرت ترلاسه کولو لپاره بې ګناه خلک ووژني، دواړه د الله تعالی په وړاندې ګناهکار دي.‌ د قیامت په ورځ به هغوی د دوزخ اور ته ور واچول شي. دیموکراتیک نظام او اسلامي نظام یوازې بهانې دي چې دواړه لوري یې کوي چې قدرت پرې ترلاسه کړي، که نه، نه دا لوری پرې باور لري او نه هغه.‌

ځواب ورکړئ

محترمه وروره، لومړی خو تا د جهاد معنی کاملاً د شریعت خلاف او د خپلې خوښې په اساس تفسیر کړې ده.‌ جهاد ډېر ډولونه لري. د جهاد وروستۍ مرحله په توره یا د نن ورځې په وسله کیږي، خو تا د دې ملت، چې له څو پېړیو راهیسې له ستونزو سره مخامخ دی، زړه مات کړ. آیا ته پوهېږې چې دا ټول ګناهکار دي او ته د خلکو له زړونو نه خبر او داسې مکمل او د شریعت په ګاڼه سمبال یې؟ ته د ټرمپ له زړه او د متحده ایالاتو له بهرني سیاست نه خبر یې چې اشغال پای ته رسېدلی دی؟ که د کفارو پر ضد جهاد فرض وو او دی، بیا ته څنګه پوهېږې چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ دا د سولې هوکړه یو سیاسي چل او فرېب نه دی؟ ښه فکر وکړه، امریکایي عسکر له افغانستان څخه ووتل. له سفارت سره یې څه کوې؟ ستا په وینا په یوه اشغال شوي هېواد کې، د یوه اشغالګر هېواد د سفارت موجودیت څه معنی لري؟‌ ټولو سیاسي ډلو له پېړیو راهیسې غریب او ناپوه خلک د اسلام په نامه وغولول او یو په بل یې د «الله اکبر» یا «اسلام په خطر کې دی» شعارلاندې ووژل. هغوی دا ټول کارونه د روسیې یا امریکا د سیاسي هدفونو لپاره وکړل. مونږ یو خدای لرو، یو قران لرو، او عین پېغمبر لرو.‌ بیا نو باید د یوه مسلمان د وینې تویول څه معنی لري؟ بیا نو د مسلمان د وینې تویول په کوم قانون روا دي؟‌ د یوه کندهاري،‌ هلمندي، بدخشي، مزاري یا هراتي ورور د وینې تویول به تر کومه پورې روا بلل کیږي؟ زه په خدای قسم خورم چې هر څوک چې په غلطه نور د خلکو وژلو ته هڅوي او د دې هېواد بچیان یتیموي هغه به د خدای پاک په وړاندې ځواب ووایي.‌

ځواب ورکړئ