امنیت

د بادغیس معترضینو د افغانستان په چارو کې په بهرنۍ لاسوهنه انتقاد وکړ

د عمر راپور

د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۵مه په مرکز قلعه نو کې راټول شول ترڅو د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران، روسیې او چین لاسوهنه وغندي. [شمیل مشال]

هرات -- د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۵مه/ په مرکز قلعه نو کې راټول شول ترڅو د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې او چین د رژیمونو لاسوهنه وغندي.

هغوی وویل، دغې لاسوهنې په افغانستان کې بحران اوږد کړی، او په یادو درې واړو هېوادونو باندې یې تور ولګاوه چې د داسې ګروپونو ملاتړ کوي چې د اوبیزې برېښنا د بندونو، لویو لارو، پلونو او ښوونځیو په ګډون، د افغانستان د بېخبنا پروژې یې ویجاړې کړي دي.

د قلعه نو اوسېدونکي خیرمحمد لطف وویل، د افغانستان د ځینې ګاونډیانو له خوا د هېواد اقتصادي او ملي پروژو ته پېښ ګواښونه د منلو وړ نه دي، او په یادو هېوادونو باندې یې غږ وکړ چې «له خپلو ویجاړوونکیو سیاستونو څخه دې ډډه وکړي».

هغه وویل، «موږ په ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران باندې غږ کوو چې زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه دې بنده کړي او د ترهګرو ډلو له خوا د نیابتي جنګونو په ترسره کولو او د بې ګناه خلکو په وژلو کې د هغوی له ملاتړ څخه لاس واخلي.»

د دیني عالمانو په ګډون د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۵مه په مرکز قلعه نو کې راټول شول ترڅو د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران، روسیې او چین لاسوهنه وغندي. [شمیل مشال]

د دیني عالمانو په ګډون د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۵مه په مرکز قلعه نو کې راټول شول ترڅو د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران، روسیې او چین لاسوهنه وغندي. [شمیل مشال]

نوموړي وویل، د ایران، پاکستان، روسیې او چین په څېر هېوادونو تل په افغانستان کې خپله اجندا تعقیب کړې او افغانستان د هغوی د لاسوهنې قرباني دی.

لطف وویل، هغوی باید د سولې په پروسه کې له لاسوهنې او د بېخبنا د پروژو له ګواښلو څخه ډډه وکړي او باید پرېږدي چې افغانستان یو صنعتي او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.

دغه غونډه چې دیني عالمانو، فعالانو او د ولایتي شورا غړو په کې برخه اخیستې وه، یواځې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوه چې د هرات اوسېدونکيو په یوه غونډه کې په روسیه باندې غږ وکړچې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د (۱۳۵۸ - ۱۳۶۸) د یرغل له امله دې د جنګ تاوان ورکړي.

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال اقا ارباب وویل، افغانان د ایران په ګډون له خپلو ګاونډیانو څخه تمه لري چې د سولې پروسه کې همکاري او د افغانستان د اقتصادي بېخبنا په جوړولو کې مرسته وکړي.‌

هغه وویل، خو پرځای یې هغوی «د سولې پروسې لپاره ستونزې جوړې کړي» او هڅه کوي چې د افغانستان ملي پروژې ویجاړې کړي.

ارباب وویل، «ځینو ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران ډېرې هڅې وکړې چې د سلما او کمال خان بندونو د رغونې مخه ونیسي.»

د سولې د پروسې سبوتاژ کول

د قلعه نو اوسېدونکي آصف جویا وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات به حکومت غښتلی کړي او د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې مخه به ونیسي.

هغه وویل، خو په افغانستان کې د شخړې پای ته رسېدل به د روسیې، ایران یا چین سیاسي، پوځي او استخباراتي ګټې خوندي نه کړي،له دې امله دغه حکومتونه هره هڅه کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې جنګ دوام مومي.‌

جویا وویل، «ایران، روسیې او چین د سولې د پروسې هېڅ ملاتړ نه دی کړی، او د دغو هېوادونو مقاماتو تل د دې پروسې پر ضد موقفونه نیولي دي.»

که څه هم چې په هېواد کې دننه تاوتریخوالي زور اخیستی، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو دویم پړاو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ پیل شو.‌

د قلعه نو یوه اوسېدونکي عبدالواسع وسیم وویل، د افغانستان ځینې ګاونډیان غواړي چې دغه هېواد د هغوی د نیابتي جنګونو لپاره د جګړې ډګر پاتې شي، له دې امله هغوی د یاغیانو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې ایران «په بشپړه توګه د سولې د پروسې مخالف دی» او «په افغانستان کې سوله نه غواړي» وویل، «د ایران حکومت څرګنده کړې چې دغه هیواد د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د هوکړې مخالفت کوي.»

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غوث الدین اڅکزي وویل، طالبان باید نور د ایران، روسیې یا چین د چالونو قرباني نشي او ژر تر ژره له افغان حکومت سره سوله وکړي.

هغه وویل، «په قطر کې د سولې مذاکرات غوره فرصت برابروي، ځکه چې د هغو بریالیتوب کولی شي چې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي.»

اڅکزي وویل، «ژه په طالبانو باندې غږ کوم چې ځینې ګاونډیو هېوادونو ته د لاسوهنې او د هغوی د نیابتي جنګونو د ترسره کولو فرصت له منځه وېسي.»

د افغانستان جنګ اوږدول

د بادغیس د ولایتي شورا غړي محمد فرید اخیزي وویل، د حکومت ضد ډلو د تمویلولو او تجهیزولولو، د افغانستان ګاونډیانو په تاوتریخوالي او وژنو کې د ډېرښت اور ته لمن وهلې ده.

هغه وویل، «د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران په ګډون د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه ډېره ویجاړوونکې ده،» او په ایران باندې یې تور ولګاوه چې د افغانستان په خاوره کې بېخبناوې ویجاړوي او له متحده ایالاتو سره نیابتي جنګ تعقیبوي.

اخیزي وویل، که له طالبانو سره د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ نه وای، هغوی به دا وړتیا نه وای ترلاسه کړې چې جنګ وکړي او تر فشار لاندې به راغلي وای ترڅو اوربند اعلان، او په لنډ وخت کې له حکومت سره سوله وکړي.‌

په قلعه نو کې د مدني ټولنې فعال وزیراحمد ادیب وویل، ځینې هېوادونه طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي ترڅو هغوی د یادو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو په خاطر له امنیتي ځواکونو او افغانانو سره وجنګیږي.

هغه وویل، «د ایران حکومت په وروستیو کالونو کې ډېرې هڅې وکړې ترڅو سلما بند ویجاړ کړي. د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو وسله والو ګروپونو په کمال خان بند باندې څو ځلې بریدونه وکړل

نوموړي وویل، «د ایران دغه ویجاړوونکې هڅې د افغانستان پر ضد د هغه ژوره دښمني ښیي.»

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونو د دغې دښمنانه لاسوهنې پر ضد مقاومت کړی، او دغو هېوادونو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې خپل شیطاني هدفونه ترلاسه کړي.

ادیب زیاته کړه، «د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د ګاونډیتوب د حقونو درناوی نه دی کړی، او دا یې غوره کړې چې د دوستانو پر ځای دښمنان واوسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا صحیح ده چې داسې بهرنۍ لاسوهنې شته چې د افغانستان سوله ټکنۍ کوي.‌ زمونږ افغانانو وظیفه څه ده؟ زمونږ د هیواد او خلکو پر وړاندې زمونږ افغانانو مسؤلیت څه دی؟‌ مونږ تل د افغانستان د ستونزې او جنګ پړه په بهرنیوهیوادونو باندې وراچولې ده، خو مونږ هیڅکله هم د خپل هیواد پر وړاندې خپل مسؤلیت نه دی ترسره کړی. که بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې لاسوهنه کړې ده، مونږ افغانانو هیواد ویجاړ کړی دی. مونږ پخپله ځانمرګی برید ترسره کوو،‌ مونږ پخپله چاودنې ترسره کوو، مونږ پخپله پول ورانوو، مونږ پخپله سرک ورانوو، مونږ پخپله روغتونونو ته اور ور اچوو. تر اوسه پورې، ما یو پاکستانی یا ایرانی نه دی لیدلی چې راغلی وي او زمونږ د هیواد عام المنفعه تاسیسات یې وران کړي وي. ‌دا تورونه داسې دي لکه کله چې زمونږ ګاونډی مونږ ته پیسې راکوي او مونږ ته وایي چې زمونږ د کور یوه کوټه یا پخلنځی ویجاړ کړو، او بیا مونږ راپورته شو او په خپل ګاونډي باندې تور ولګوو چې زمونږ ګاونډي زمونږ په کور کې مداخله وکړه او زمونږ د کور کوټه او پخلنځی ویجاړ شول.‌ څو چې مونږ افغانان پخپله په خپل هیواد باندې زړه ونه سوزوو، د دې هېواد بل نسل به بدمرغه وي او هغوی به تل مونږ ملامتوي. مونږ په یوه ډېر حساس پړاو کې یو. مونږ باید په هوښیارۍ سره پرېکړه وکړو.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې ایران او روسیه لاس لري لاکن ډېر فساد په پاکستان کې دی. د طالبانو مشران د پاکستان په کویټه، کراچۍ او پيښور ښارونو کې ناست دي او د پاکستان د دیني مدرسو له مشرانو سره چې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی اجیران دي، یو ځای د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ورانولو فتواوې ورکوي. مطلب دا چې د افغانستان اصلي دښمن پاکستان دی.

ځواب ورکړئ