جرم او انصاف

افغانانو له روسیې څخه د شوروي د یرغل او د هغه د عواقبو تاوان وغوښت

د عمر راپور

د دیني عالمانو، پخوانیو مجاهدینو او په جنګ کې د وژل شویو کسانو د کورنیو په ګډون د هرات ولایت له ۳۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۶مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو په افغانستان باندې د شوروي یرغل وغندي. [عمر]

هرات -- د شوروي - افغان جګړې ویجاړونکې اغېزې څلور لسیزې وروسته اوس هم احساسیږي، او افغانان د روسیې رژیم څخه، چې هغوی یې د هېواد د روانو ستونزو او په نتیجه کې یې د رامنځته شویو شخړو پړه پرې ور اچوي، تاوان غواړي.

شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ. په ورپسې نهو کالونو کې، چې افغان مجاهدینو د سره پوځ د عسکرو پر ضد د خپل هېواد دفاع کوله، له یو میلیون څخه ډېر افغانان مړه او په سلګونو زره نور معلول شول.

نور پنځه میلیونه یا ډېر ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول، او د جګړې په ترڅ کې د افغانستان ډېرې بېخبناوې ویجاړې شوې.

د مرغومي په ۶مه، د دیني عالمانو، پخوانیو مجاهدینو او په جنګ کې د وژل شویو کسانو د کورنیو په ګډون له ۳۰۰ څخه ډېر خلک په هرات ښار کې په یوه غونډه کې راټول شول او شوروي یرغل یې په افغانستان کې له ۴۰ کالونو څخه د ډېر اوږده بحران پیل وباله.‌

د هغو کسانو په ګډون چې پښې یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي، کورني بې ځایه شوي افغانان، د مرغومي په ۵مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

د هغو کسانو په ګډون چې پښې یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي، کورني بې ځایه شوي افغانان، د مرغومي په ۵مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

هغوی همدارنګه د روسیې د لاسوهونکیو سیاستونو پر ضد خپل مخالفت ته دوام ورکړ.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي، دیني عالم او پخواني مجاهد مولوي محمد علي غوردروازي وویل، که شوروي اتحاد په افغانستان باندې یرغل نه وای کړی، هېواد به له داسې یوې ویجاړونکې شخړې سره نه وای مخامخ شوی.

هغه وویل، شوروي اتحاد او د هغه ځایناستی روسیه په افغانستان کې د ویجاړۍ او وینې تویولو اصلي عاملان دي.

نوموړي وویل، «د شوروي د یرغل اغېزې اوس هم په افغانستان کې لیدل کیږي. په افغانستان کې ټول مرګونه، ویجاړۍ او خرابۍ د شوروي د یرغل او د روسیې د لاسوهنې له امله دي.»

غور دروازي وویل، د روسانو له یرغل او په افغانستان کې له ماتې څخه وروسته، هغوی نژادي، ژبني او مذهبي اختلافاتو کې په لاسوهنې سره د کورنۍ جګړې اور ته لمن ووهله.

هغه زیاته کړه، «په هېواد کې د ټولو روانو ستونزو سبب روسیه ده.»

نیابتي جنګونو ته پوکی ورکول

په هرات ښار کې یوه فعال امېد ناب وویل، د شوروي یرغل په افغانستان کې د جنګ او وراني یوه دوره پیل کړه.

هغه وویل، «په افغانستان باندې د شوروي له یرغل څخه چې افغانان یې در په دره کړل، ۴۱ کاله وروسته، اوس هم روسیه په افغانستان کې خپلې لاسوهنې او د یاغیانو ملاتړ ته دوام ورکوي او د نیابتي جنګونو اور ته پوکی ورکوي.»

هغه وویل، مسکو د خپلو سیاسي ګټو لپاره په افغانستان کې د جنګ په اور تېل شیندي چې د بې ګناه افغانانو ژوند په کې قرباني کیږی.‌

نوموړي وویل، «ډېرې هغه وسلې چې افغانان پرې هره ورځ وژل کیږي په روسیه کې جوړې شوي دي. دغه وسلې له بېلابېلو لارو ترهګرو ته ورکول کیږي.»

ناب وویل، د طالبانو په واک کې موجودې ټولې پرمختللې وسلې په روسیه کې جوړې شوي او کریملېن په آزاد ډول یادې ډلې ته ورکړي دي.

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالهادي غوري وویل، د روسیې متحدینو ایران او چین طالبانو او نورو یاغي ډلو ته د وسلو ور رسولو په ملاتړ سره د شخړې په اوږدولو کې رول لوبولی دی.‌

غوري وویل، «د ایران حکومت طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د پرمختللیو روسي وسلو په ور رسولو کې همکاري کوي څو دغه ګروپونه د یادو هېوادونو په استازولۍ نیابتي جنګونه ترسره کړي.»

هغه وویل، «روسیه او د هغې متحدین هڅه کوي چې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړي، او هغوی په افغانستان کې د سولې بهیر څخه وېرېږي.»

په هرات ښار کې فعال سید اشرف سادات وویل، د روسیې او ځینې ګاونډیو هېوادونو له مرستې پرته به طالبان ونشي کولی چې څو ورځې هم له افغان ځواکونو سره وجنګیږي.

هغه وویل، «په افغانستان کې جګړه یوه استخباراتي جګړه ده چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د روسیې، ایران، پاکستان او حتی د چین په استازیتوب د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو پر ضد جنګیږي.»

روسیه مجبوره کړئ چې د جنګ تاوان ورکړي

په افغانستان باندې د شوروي یرغل د یو شمېر قربانیانو کورنیو د روسیې حکومت څخه د تاوان غوښتنه کړې ده.

د مجاهدینو پخواني قوماندان قاري غلام حیدر مصؤن وویل هغه په هرات ښار کې د شوروي د یوه هوایی برید په ترڅ کې د خپلې کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړل.

هغه وویل، «روسیه د شوروي اتحاد میراث خوره ده؛ د دواړو تر منځ فرق نشته. دا یوه غټه بې انصافي ده چې د هغو سلګونو زرو بې ګناه افغانانو وینه هېره شي چې د شوروي یرغل په ترڅ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

مصؤن وویل، د شوروي د یرغل په ترڅ کې د اکثرو کورنیو لږ تر لږه یو غړی ووژل شو یا ټپي شو، او زیاته یې کړه چې د روسیې رژیم باید د هر افغان د وینې تویېدلو تاوان ورکړي.

د هرات ښار اورسېدونکي فیض محمد اخترزاده وویل چې د هغه پلار او دوه ورونه د شوروي - افغان جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

هغه وویل، «مونږ له ملګرو ملتونو او نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې د هغو جنګي جرمونو جدي څېړنه وکړي چې د شوروي د یرغل په ترڅ کې ترسره شوي او روسیه مجبوره کړي چې افغانستان ته د جنګ تاوان ورکړي.»

اخترزاده وویل، «د سره پوځ عسکرو په هیچا باندې رحم نه درلود او افغانان یې په ډله ییز ډول ووژل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد یرغل دا هېواد یوه پېړۍ شاته وغورځاوه. که روسیې په افغانستان باندې یرغل نه وای کړی، اوس به افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر شتمن هېواد وای. په افغانستان باندې د شوروي له یرغل څخه مخکې، دا هېواد له پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونو او حتی جاپان څخه ډېر پرمختللی وو، خو اوس افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډېرغریب هېواد دی. دا ټول زمونږ د هېواد د داخلي خاینانو له لاسه وشول. اوس باید روسیه راتلونکې یوه پېړۍ افغانستان ته وړیا مرستې ورکړي، او له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستلو کې همکاري وکړي، او له افغانستان سره د بېخبناوو په جوړولو کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

سلام. ستاسو دا ټوکه ډېره جالبه وه. ما واقعاً ورته وخندل.‌ تاوان؟ ورپسې جمله ډېره قوي وه، «مونږ په نړۍ کې یو له ډېرو شتمنو هیوادونو څخه ګڼل کېدو». زمونږ هغه قوي سړی د امریکا او روسیې پر وړاندې د یوه ماشي په څېرنه ګڼل کېده، او اوس هم مونږ نه ګڼل کیږو. په افغانستان کې یو نیابتي جنګ روان دی. بې سواده سړیه، پوه شوې؟ یعنې، د امریکا سیاسي او اقتصادي سیالان ما او تا بدبخت بې سواد ته وسلې راکوي.‌ هغوی مونږ ته د اسلام په نامه پیسې راکوي او وایي چې وطن په خطر کې دی یا اشغال شوی دی څو د امریکا پر ضد جنګ وکړو. د روسانو په وخت کې هم همدا کیسې روانې وې. امریکا او عربي هېوادونو ډالر مصرفول چې زمونږ نیکونه او پلرونه د روسیې پر ضد جنګ وکړای شي. احمق انسانه، بل ځای دا خبره مه کوه. زه خبر نه وم چې مونږ له جاپان نه مخکې وو.‌ جاپان او نور پرېږده، ته حتی له خپل ګاونډي ایران نه هم وروسته پاتې وې. د دغو اسطورو پرځای، کوچني ماشومان د پوهې، سیاسي، اسلامي او هیوادونو درسونو زده کړې ته تشویق کړه. که نه، امام فخري رازي وایي:
مونږ په سختۍ سره ټول ژوند تېر کړ
بالاخره مونږهغلته ورسېدلو چېرې چې وو

ځواب ورکړئ

زما په نظر، دا وخت چې د قانون او واکمنو بې ثباتي لوړ حد ته رسېدلې ده، له روسیې څخه د تاوان اخیستل به صحیح کار نه وي، او ښایي چې زورواکي د خپلو جېبونو د ډکولو په غم کې شي، ځکه چې له پیسو پرته، د انسانانو ژوند هغوی ته ارزښت نه لري. دا هېڅکله هم نه ده ثابته شوې چې د انسان د ژوند قېمت دې وټاکل شي، یعنې له اټکل څخه لوړ دی.

ځواب ورکړئ