امنیت

په افغانستان کې په سلګونو کسانو د روسانو له خوا د سولې د پروسې د ټکني کولو د هڅو پر ضد لاریونونه وکړل

د عمر او هدایت الله راپور

د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۲۳مه د ښځو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي په هرات ښار کې لارو او سړکونو ته ووتل چې په افغانستان کې د روسیې تخریبي رول او له طالبانو څخه د هغوی ملاتړ وغندي. [عمر]

هرات -- تېره اونۍ په هرات، بغلان او بدخشان ولایتونو کې په سلګونو اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعالان راټول شوي وو چې د افغانستان په چارو کې د مسکو لاسوهنه او د هغوی له خوا د سولې د پروسې د مخنیوي هڅې وغندي.

د ځوانانو او ښځو په ګډون د هرات ښار له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۳مه/ په یوه لاریون کې د روسیې پر ضد شعارونه ورکړل.

اعتراض کوونکیو وویل، د روسیې رژیم هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړي او د طالبانو په څېر ډلو د ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکولو له لارې د سولې پروسه تخریب کړي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال او د غونډې یوه منتظم فیروز احمد بهزاد وویل، «موږ د روسانو لاسوهنه او له طالبانو څخه د هغوی ملاتړ غندو.»

اعتراض کوونکیو د چنګاښ په ۲۳مه په هرات ښار کې یو نښان پورته کړی چې پرې لیکلي دي، «روسیه د طالبانو د تمویل او تجهیز له لارې غواړي چې افغانستان بې ثباته کړي.» د هېواد په بېلابېلو برخو کې په سلګونو معترضین لارو او کوڅو ته ووتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې د رژیم لاسوهنه وغندي. [عمر]

اعتراض کوونکیو د چنګاښ په ۲۳مه په هرات ښار کې یو نښان پورته کړی چې پرې لیکلي دي، «روسیه د طالبانو د تمویل او تجهیز له لارې غواړي چې افغانستان بې ثباته کړي.» د هېواد په بېلابېلو برخو کې په سلګونو معترضین لارو او کوڅو ته ووتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې د رژیم لاسوهنه وغندي. [عمر]

نیویارک ټایمز د روانې میاشتې په نیمایي کې راپور ورکړ چې د روسیې رژیم تېر کال په پټه طالبانو ته په افغانستان کې د ایتلافي عسکرو پر ضد د بریالیو بریدونو د ترسره کولو په بدل کې د انعامونو د ورکولو وړاندیز کړی وو.

نیویارک ټایمز د روانې میاشتې په نیمایي کې راپور ورکړ چې د روسیې رژیم تېر کال په پټه طالبانو ته په افغانستان کې د ایتلافي عسکرو پر ضد د بریالیو بریدونو د ترسره کولو په بدل کې د انعامونو د ورکولو وړاندیز کړی وو.

هغه وویل، «متحده ایالاتو په یوه غټ قېمت سره د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړې ده، خو روسیه په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د سولې پروسه تخریب کړي ترڅو په افغانستان کې وینو تویول دوام ومومي.»

نیویارک ټایمز د چنګاښ په ۶مه راپور ورکړ چې، د روسیې رژیم په پټه تېر کال، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جنګ د پای ته رسولو په موخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې، په افغانستان کې په ایتلافي عسکرو باندې د بریالیو بریدونو د ترسره کولو په بدل کې د انعامونو وړاندیز کړی وو.‌

بهزاد وویل، «موږ په خپل هېواد کې د روسیې د مستقیمې لاسوهنې په هکله اندېښنه لرو، او موږ په نړۍ واله ټولنه په ځانګړې توګه متحده ایالاتو باندې غږ کوو چې د دغې لاسوهنې مخه ونیسي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي امید عمران وویل، د روسانو او ګاونډیو رژیمونو له خوا طالبانو ته برابر شوی ملاتړ او وسلو له اورپکې ډلې سره مرسته کړې چې پیاوړې شي او دا فرصت یې ورته برابر کړی چې هره ورځ ملکي خلک ووژني.

هغه زیاته کړه، «د روسیې او ځینې ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې له امله له ډېرو کالونو راهیسې په افغانستان کې جنګ روان دی. د دغو اعتراضونو له لارې، موږ په یادو هېوادونو باندې غږ کوو چې په افغانستان کې لاسوهنه ودروي.»

عمران وویل، «هغه وسلې او تجهیزات چې له طالبانو څخه په هر جنګ کې پاتې کېږي په روسیه کې جوړې شوي دي چې ښیي چې روسیه په سیمه کې د طالبانو له غټو ملاتړو څخه یوه ده.»

له دې جلا، د بغلان ولایت شاوخوا ۵۰ اوسېدونکي د چنګاښ په ۲۲مه په پلخمري کې راټول شول او د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد یې اعتراض وکړ. هغوی مسکو ملامت کړ چې جنګ اوږدوي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې ورو کوي.

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عثمان شېرزي په مسکو تور ولګاوه چې طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي. هغه وویل، که مسکو د یاغیانو له ملاتړ څخه لاس واخلي په افغانستان کې به تلپاتې سوله راشي.

شېرزي په غونډه کې وویل، «زموږ معلومات ښیي چې طالبان په عصري وسلو او د شپې له مخې لیدونکیو دوربینونو باندې سمبال دي. دا تجهیزات طالبانو ته څوک ورکوي؟ ښکاره خبره ده چې روسیه یې ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «روسیه او ایران نه غواړي‌ چې په افغانستان کې سیاسي بحران پای ته ورسیږي ځکه چې دغه هېوادونه په افغانستان کې په نیابتي جنګ کې ګټې لري.»

په فیض اباد کې په یوه اعتراض کې د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۲مه/ د بدخشان ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو په مسکو باندې تور ولګاوه چې ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو ته سیاسي او نظامي مرستې برابروي.‌

د بدخشان د سولې د کاروان مشر او د اعتراض یوه برخه وال صبرالله ثاقب خبریالانو ته وویل، حکومت د زرګونو بندیانو په خوشې کولو سره طالبانو ته مثبت غبرګون وښود، او اوس طالبان داسې بهانه نه لري چې جنګ ته دوام ورکړي.

ثاقب وویل، «موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باندې غږ کوو چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه او ایران د افغانستان د سولې پروسه کې له لاسوهنې څخه ایسار کړي.»

د سولې د پروسې د ټکني کولو هڅې

افغان کتونکي وایي،‌ د طالبانو له ملاتړ څخه د مسکو یو هدف دا دی چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه کمزورې کړي.

هغوی وایي،ځکه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د روسیې د رژیم د هدفونو خلاف دي، او په نتیجه کې یې هغوی د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو تمویل او تسلیح ته دوام ورکوي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، وروسته له هغه چې متحده ایالاتو او طالبانو د کب په میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه، په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښې او ترورستي بریدونه زیات شول، او دا ښیي چې د روسیې او ایران په ګډون بېلابېل رژیمونه طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي څو د سولې هوکړه تخریب کړي.

هغه وویل، «روسیه غواړي چې په افغانستان کې له متحده ایالاتو او ناټو څخه غچ واخلي. په افغانستان باندې د شوروي د یرغل په ترڅ کې، متحده ایالاتو د شوروي اتحاد په ماتولو کې یو مهم رول درلود ځکه چې هغوی د افغانانو او مجاهدینو ملاتړ کاوه.»

هغه وویل، «کریملېن نه غواړي چې متحده ایالات د افغانستان جګړه په سوله ییز ډول پای ته ورسوي یا د خپلو عسکرو مسؤلانه وتلو ته لاره هواره کړي. د روسیې حکومت فکر کوي‌ چې هغوی کولی شي‌ چې د طالبانو د ملاتړ له لارې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته ماتې ورکړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد ابراهیم حقجو ومنله چې مسکو د افغان حکومت مخالفو ډلو ته چې له متحده ایالاتو، نړۍ وال ایتلاف او افغان ځواکونو سره په جنګ کې ښکېلې دي وسلې او پیسې ورکوي.

هغه زیاته کړه، «مسکو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکولو سره، ښیي چې روسیه او طالبان سره نږدې اړیکې لري او دا چې طالبان خپلې ډېرې وسلې او مهمات له روسیې څخه ترلاسه کوي.»

هغه وویل، که د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه بریالۍ شي، په افغانستان کې د روسیې لاسوهنه به پای ته ورسیږي.‌

حقجو وویل، داسې یوه پایله د کریملېن لپاره د منلو وړ نه ده.‌

یو زوړ دښمن

د هرات یو شمېر اوسېدونکیو، چې هغه کسان چې په افغانستان د شوروي د یرغل په ترڅ کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي وو، هم په کې شامل وو، وویل، هغوی د روسیې رژیم د شوروي اتحاد میراث خور او په دې توګه د افغانانو یو دښمن بولي.‌

د هرات د ګزرې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې راضیې فایق وویل، «روسان په افغانستان کې خپلو ترسره کړیو فجیع جرمونو ته دوام ورکوي،او روسي رژیم اوس هم د بې ګناه افغانانو د وژلو مسؤل دی.»

هغې وویل، «موږ افغانان به هېڅکله هم د پخواني شوروي اتحاد جنایتونه هېر نه کړو. د افغانستان په هر ښار کې اوس هم د شوروي د جنایتونو نښې لیدل کیږي

د هرات ښار یوه اوسېدونکي بهروز دراني وویل، «د طالبانو د ملاتړ پر ځای، په کار دی چې روسیه افغانانو ته د هغو جنایتونو جبران ورکړي چې هغوی له درې لسیزو څخه ډېر په افغانستان کې ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «د شوروي د یرغل پرمهال د هرې افغانې کورنۍ یو یا ډېر غړي یا وژل شوي یا ټپي شوي دي. افغانان او تاریخ به هېڅکله هم هغه داغ هېر نه کړي چې روسانو د هغوی په زړونو باندې پرېښی دی. د روسیې حکومت د افغانستان زوړ دښمن دی، او روسیې هېڅکله هم د افغانستان د نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره کار نه دی کړی.»

د هرات ښار یوې اوسېدونکې سونیتا میرزاده وویل، اوس هم په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جنګ د دوام غټ عامل روسیه ده.‌

هغې وویل، «د افغانستان جنګ او ویجاړتیا د شوروي له یرغل سره پیل شوه، او اوس هم روانه ده. که روسانو په افغانستان باندې یرغل نه وای کړی، په افغانستان کې به جنګ نه وای راغلی او نه به وینې توی شوې وای، او افغانانو کولی شوای چې د نورو هېوادونو د خلکو په څېر په سوله کې ژوند وکړي.»

هغې وویل، افغانان به هېڅکله هم روسیه هېره نه کړي، او هغه به داسې یو زوړ دښمن ګڼل کیږي چې افغانان به کرکه ورنه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک سره متحد نه دي. دغه ګروپونه د دې لپاره شعارونه ورکوي چې د خپلو خلکو دفاع وکړي، په داسې حال کې چې هغوی ټول د غلو یوې داړې یا یوه هېواد پورې تړلي دي.‌ زما په نظر، هر کله چې د افغانستان مسلمان او عزتمند خلک حقیقت (قران او حدیث) تعقیب کړي، بیا متحده ایالات، غرب، شوروي اتحاد یا ګاونډي هېوادونه نشي کولی چې مداخله وکړي.‌ نو مرګ په هغو چې له قران او حدیث څخه غفلت کوي.

ځواب ورکړئ

مرگ په روسیې او دې دغه هېواد په ګداګیانو.

ځواب ورکړئ

مرګ په روسیه او خونخور پوتین.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې روسیه او ایران ښایي وغواړي چې د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ کړي او په افغانستان کې له امریکا څخه خپل غچ واخلي ځکه چې یو وخت امریکا په افغانستان کې له روسانو څخه انتقام واخیست او د هغه وخت د حکومت پر ضد یې چې د روسیې له خوا حمایه کېده، مجاهدین تجهیز او تمویل کړل، او اوس ښایي روسیه هڅه وکړي چې طالبان د متحده ایالاتو د لاسپوڅي حکومت پر ضد تجهیز او تمویل کړي، خو دا امریکا پورې اړه لري. که امریکا وغواړي، کولی شي چې په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې مخه ونیسي. متحده ایالات باید په افغان حکومت او طالبانو باندې فشار واچوي چې په خپلو کې سره سوله وکړي او یو ګډ حکومت جوړ کړي. متحده ایالات باید له طالبانو څخه وغواړي چې یو سملاسي اوربند اعلان کړي او په اشرف غني باندې فشار واچوي چې واک پرېږدي او یوه موقت حکومت ته چمتو شي.‌ په دې توګه، څو چې اوربند نه وي اعلان شوی او اشرف غني واک پرې نه ږدي، په دې وطن کې به جنګ او وینه تویېدل روان وي، او روسیه او نور هېوادونه به په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي، او په پای کې به د متحده ایالاتو – طالبانو د سولې هوکړه ناکامه شي.‌

ځواب ورکړئ

سلام ټایمز مجله ښایسته او مفصل تحلیلي راپورونه خپروي او ژبه یې روانه او مسلکي ده. د سلام ټایمز موضوع ګانې جالبې وي او د افغانستان د بدرنګو ګاونډیانو بالخصوص ایران او روسیې د شیطاني چالونو په رابطه ښې تفصیلی لیکنې کوي. هیله ده چې سلام ټایمز مجله په افغانستان کې د پاکستان د ترهګر پوځ او ترهګرې استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د شیطاني عملونو په هکله هم لیکل وکړي او دا واضح کړي چې دغو ملعونو ادارو څنګه ترهګرو ته په ایبټ اباد، کوېټه، کراچۍ، راولپنډۍ، پېښور... کې پټنځایونه ورکړي، ټریننګونه ورکوي او بیا یې افغانستان ته رالیږي او افغانان پرې وژني. سلام ټایمز دې د دغه ترهګر پوځ او استخباراتو له چلوټو نه هم افغانان هغسې خبر کړي لکه د روسي او ایرانی منفورو رژیمونو له چالونو څخه یې چې خبروي. سلام ټایمز ته د لا نورو بریاوو هیله کوو.

ځواب ورکړئ