امنیت

په هرات او بغلان کې اعتراضونه د روسیې پر ضد د افغانانو تلپاتې کرکه ښیي

د عمر راپور

د ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د غوايي په ۱۵مه په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد اعتراض وکړ. اعتراض کوونکیو په مسکو باندې تور ولګاوه چې ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه طالبانو ته سیاسي او پوځي ملاتړ برابروي. [عمر]

هرات -- له اعتراض کوونکیو سره شوې مرکې ښیي چې، قهرجن اعتراضونه چې د روانې اونۍ په لومړیو کې په هرات او بغلان ولایتونو کې ترسره شول ښیي چې افغانان په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره د مسکو د هڅو په وړاندې لږه حوصله لري.

په سلګونو اعتراض کوونکیو د غوايي په ۱۵مه په مسکو باندې تور ولګاوه چې ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه طالبانو ته سیاسي او پوځي ملاتړ برابروي، او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ته منسوب بیان یې وغانده.

کابلوف د کب په ۱۳مه د روسیې فدرالي خبري اژانس ته په یوه مرکه کې وویل، که افغان حکومت وغواړي روسیه کولی شي چې افغانستان ته عسکر ولېږي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.

هغه وویل، د دې کار لپاره، په کار ده چې د بین الافغاني خبرو اترو نتایجو او د داسې یوه ایتلافي حکومت جوړېدلو ته انتظار وباسو چې د ټولو افغانانو ګټې خوندي کوي.

روسي عسکر چې تاریخي یونیفورمونه یې پر تن دي د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۶مه د مسکو په سره څلورلارې کې د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې مارش کوي. [دیمیتار دیلکوف/ای اېف پي]

روسي عسکر چې تاریخي یونیفورمونه یې پر تن دي د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۶مه د مسکو په سره څلورلارې کې د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې مارش کوي. [دیمیتار دیلکوف/ای اېف پي]

د ښځو په ګډون د هرات له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غوایي په ۱۵مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد اعتراض وکړي. [عمر]

د ښځو په ګډون د هرات له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غوایي په ۱۵مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد اعتراض وکړي. [عمر]

کابلوف له فدرالي خبري اژانس سره چې په سینټ پیترزبرګ کې له انټرنټي تحقیقي ادارې «خیالي تبلیغاتي ادارې یا ټرول فکټوري» سره اړیکه لري، په یوه مرکه کې وویل، «موږ خپله خوښه نه تحمیلوو، خو که له موږ څځه په درناوي سره غوښتنه وشي، موږ چمتو یو چې لاس په کار شو

د کابلوف خبرو د افغانانو غوسه راوپاروله، خو دا لا معلومه نه ده چې اعتراضونه ولې دوه میاشتې وروسته ترسره شول.

که څه هم چې د کابلوف خبرې لا د سپوتنیک او په تهران کې مېشت افغان غږ اژانس په ګډون ځایي او د کریملین له خوا ملاتړ کېدونکیو رسنیو کې موجودې دي، لاکن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په چټکۍ سره انکار وکړ او ویې ویل چې داسې کومه مرکه نه ده شوې، او هغه یې «تحریف» او «مطلق دروغ» وبلله.

د روسیې د لاسوهنې غندل

ډېر افغانان چې اوس هم روسیې ته د ۱۳۵۸ کال د شوروي د یرغل له امله په قهر دي، په دې خبره باندې قهر څرګند کړ چې کېدای شي روسي جنګي عسکر بیا هم راستانه شي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فیروز احمد بهزاد چې د غوایي د ۱۵مې په اعتراض کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «روسیې په میلیونونو افغانان ووژل او معیوب کړل او مجبور یې کړل چې د هغوی له خوا د افغانستان د اشغال پر وخت خپل هېواد پرېږدي. کله چې موږ تاریخ لولو، موږ وینو چې روسانو زموږ په هېواد کې د نه بښلو وړ جرمونه ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «موږ د هرات اوسېدونکي د کابلوف خبرې غندو، او موږ به روسیې ته اجازه ورنه کړو چې یو عسکر هم افغانستان ته راولېږي.»

بهزاد او نورو اعتراض کوونکیو په روسیې باندې تور ولګاوه چې د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي. دغې ډلې د افغان حکومت پر وړاندې د نږدې ۲۰ کلن جنګ په دوران کې بې شمېره ملکي خلک وژلي دي.

هغه وویل، «په روسیې سربېره، ایران هم د طالبانو په تجهیز او ملاتړ کې ښکېل دی، او موږ غواړو چې دغه دواړه هېوادونه د ترهګرو ملاتړ ودروي.»

هغه زیاته کړه، «موږ افغانان په ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باندې غږ کوو چې په روسیه باندې فشار واچوي څو افغانانو ته د جنګ تاوان ورکړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي شبیر بختیار وویل، که څه هم چې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې تر شا اصلي لوبغاړی کریملېن دی، لاکن هغه تر اوسه هم په دغه هېواد کې لاسوهنه نه ده کمه کړې ځکه چې په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي.

هغه وویل، «پخواني شوروي اتحاد په ۱۳۶۸ کې له ماتې خوړلو څخه وروسته په شرمېدلي ډول له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، خو کابلوف په څرګنده افغانستان ته د روسي ځواکونو د لېږلو خبره کوي. د روسي مقاماتو دغه ډول بیانونه د افغانستان په کورنیو چارو کې د هغوی ښکاره لاسوهنه ښیي چې مونږ یې غندو.»

هغه وویل، افغانان له روسانو څخه ترخې خاطرې لري ځکه چې شوروي عسکرو په سلګونو زره افغانان ووژل او د هېواد بېخبناوې یې ویجاړې کړې.

په بغلان ولایت کې هم له ۱۰۰ څخه ډېرو کسانو د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې لاسوهنه وغندله.

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي نوید شکورزاده د غوایي په ۱۵مه خبریالانو ته وویل، «موږ نه غواړو چې روسي عسکر افغانستان ته راننوځي او د افغانانو ژوند بیا خراب کړي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې، روسیه د افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکېله ده. موږ له هغوی څخه تمه لرو چې په افغانستان کې لاسوهنه ودروي. لکه څنګه چې زموږ نیکونو هغوی ته په جنګ کې ماتې ورکړې ده، دغسې به موږ په سیاست کې هم ماتې ورکړو.»

د بغلان یوه اوسېدونکي رامز نوري چې په دغه اعتراض کې یې برخه اخیستې وه، په روسیه باندې تور ولګاوه چې د طالبانو ملاتړ کوي.

هغه وویل، «طالبان په افغانستان کې له دې امله جنګ ته دوام ورکوي چې روسیه یې ملاتړ کوي. روسیه له کلونو راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي، چې په نتیجه کې یې خلک وژل کیږي.»

مسکو او تهران د طالبانو ملاتړ کوي

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، که روسي عسکر افغانستان ته بیا راشي، افغانان به یو نوی او ظالمانه جنګ وګوري.‌

هغه وویل، «روسان او ایرانیان په ګډه په افغانستان کې د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.»

سادات وویل، «د طالبانو، روسانو او ایرانیانو تر منځ ډېرې نږدې اړیکې موجودې دي، او دا دوه هېوادونه په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي. د دې دو هېوادونو د ملاتړ په نشتوالي کې به طالبان دومره څه ونه لري چې حتی ویې خوري.»

هغه وویل، کریملین غواړي چې د افغانستان په سیاست او راتلونکي کې برخه ولري، او هغوی دا کار د طالبانو له لارې ترسره کوي.

«د روسي مقاماتو وروستۍ ویناوې د افغانستان په کورنیو چارو کې د هغوی د ښکاره لاسوهنې مثالونه دي چې ترینګلتیاوو او جنګ ته به لاره برابره کړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي صفی الله یاران وویل، روسي او ایراني رژیمونه طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد جنګ وکړي، ځکه چې دغه هېوادونه نشي کولی چې له متحده ایالاتو سره مخامخ جنګ وکړي.

هغه وویل، «موږ په دغو هېوادونو باندې غږ کوو چې زموږ په هېواد کې ترهګرۍ ته د ودې ورکولو پر ځای د سولې ملاتړ وکړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال ملنګ شاه حیدري وویل، تاریخ به د افغانستان په کورنیو چارو کې د مسکو او تهران ویجاړوونکې لاسوهنې هېرې نه کړي.

هغه وویل، «له طالبانو سره د دغو هېوادونو ملاتړ یادې ډلې ته فرصت په لاس ورکړی چې په افغانستان کې هره ورځ جنایتونه ترسره کړي او په هېواد کې په لسګونو ملکي خلک او امنیتي منسوبین ووژني.»

حیدري وویل، «موږ له نړۍ والې ټولنې څخه تمه لرو چې د روسیې او ایران د لاسوهنې مخه ونیسي ځکه چې دغه دوه هېوادونه د هغه جنګ او وینې تویولو تر شا اصلي جنایتکاران دي چې بې ګناه ملکي خلک قرباني کوي.»

د جګړې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکول

په افغانستان باندې د شوروي د یرغل د قربانیانو کورنۍ له روسیې څخه غواړي چې هغوی ته د ور رسېدلو زیانونو له امله تاوان ورکړي.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې نفیسې دانش وویل، «کله چې زه ماشومه وم، زما پلار او تره ووژل شول. تر دې چې موږ د هغوی مړي هم ونه لیدل... ځکه چې شورویانو هغوی ژوندي خښ کړي ول.»

هغې وویل، «روسانو زما پلار وواژه او موږ یې بې سرپرسته پاتې کړو. موږ هغه داغ نشو هېرولی چې روسانو زموږ په زړه باندې جوړ کړی دی، او موږ هره ورځ دغه درد احساسوو.»

هغې وویل، «موږ په ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو موسساتو باندې غږ کوو چې په افغانستان کې د روسانو د جنایتونو څېړنه وکړي او له هغوی څخه دې وغواړي چې موږ ته تاوان راکړي.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «د روسانو له امله په افغانستان کې وده او پرمختګ ودرېدل. هغوی په هېواد کې هر ځای ماینونه خپاره کړل.»

هغه وویل، «روسان د هغوی د وحشت مسؤل دي، او له هغوی څخه باید حساب وغوښتل شي.»

[له کندوز څخه هدایت الله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ای خلکو!!! که متحده ایالات له خپلې ۵٪ ټکنالوجۍ او وسلو څخه هم کار واخلي، په خدای که تاسو طالبان نه په افغانستان کې وګورئ نه په پاکستان کې او نه هم په ایران کې. د دې کوچنی مثال هغه امریکایي بې پیلوټه الوتکه ده چې حتی له ۲۵ زره متره لوړ ځای څخه د یوه سړي په جیب کې موجود چاقو معلوموي. د بې پیلوټه الوتکې لپاره د طالبانو د یوه موټرسایکل یا موټر لیدل داسې دي لکه د غره لیدل.‌ ما ډېر ځلې سفرونه کړي او لیدلي مې دي چې طالبان په هواره دښته کې سهار وختي د مسافرو بسونه دروي او مسافر تلاشي کوي. هلته په هغې دښته کې سهار وختي نه د عامو خلکو کورونه وي او نه د ملکي خلکو، نو بیا ولې بې پيلوټه الوتکه هغوی نه ولي؟؟؟؟ په هر حال،‌ دا هېواد به افغانان جوړوي او بس.

ځواب ورکړئ

آیا د سپین قاتل او تور قاتل تر منځ فرق شته؟ بلکې هغه عرب هېوادونه چېرې دي چې له ما او تا نه په قران باندې ډېر ښه او ډېر صحیح پوهېږي؟‌ ولې هغوی افغانستان ته د پېغمبر د امتیانو په حیث رانه غلل او له طالبانو،‌ داعش او نورو ټولو ډلو سره یې خبرې ونه کړې چې له کوم شرعي دلیل څخه پرته د مسلمان ورور وینه تویول جواز نه لري؟؟!!! دا په داسې حال کې ده چې هغوی پاکستان ته چې د فحاشۍ، عیاشۍ، بې قانونۍ مرکز او داسې ځای دی چې له هغه ځای څخه سیاسي ګند منشأ اخلي، ځي او هلته ارام ژوند کوي، خو زمونږ عزت او وقار زمونږ د مسلمان ورور پر ضد د جهاد په نامه خراب شو،‌ او که مونږ حقیقت وایو،‌ مونږ د کفر په نامه وژني.‌ نن ورځ زمونږ په هېواد کې، مونږ حقیقي طالبان، امریکایي طالبان، روسي طالبان، ایراني طالبان،‌ پاکستاني طالبان او همدارنګه داسې خلک لرو چې د عطامحمد نور، رباني،‌ عبدالله، مارشال فهیم، ملا رسول، ملا هبت الله او ملا نیازي پلویان دي.‌ خدای یو دی، حقیقت یو دی، جنت یو دی، شهادت یو دی، خو زه نه پوهېږم چې په دغو ډلو کې کومه یوه حقیقت ته نژدې ده. ښاغلي کرزي له سي بي اېس او نیویارک ټایمز سره پخپله يوه مرکه کې ویلي وو چې متحده ایالات نه غواړي چې طالبان له منځه وېسي او ختم یې کړي،‌ که نه، طالبان د متحده ایالاتو په مقابل کې داسې دي لکه د فیل په مقابل کې یو ماشی، خو د روسیې، چین، ایران او داسې نورو حریفانو پر ضد د جنګ میدان ګرم ساتل غواړي. ځینې وختونه طالبان مجبور دي چې برید وکړي او خلک ووژني، او ځینې وختونه متحده ایالات باید طالبان ووژني.‌ د پيشو او موږک دا لوبه روانه ده او حقیقت دا دی چې دا صحیح ده.

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې د روژې په دې مبارکه میاشت کې ستاسو اطاعت اوعبادات قبول کړي. زه هیله لرم چې تاسو دې د رحمتونو میاشت کې غریب، اړ او بې وزله خلک هېر نه کړئ، او خپل صدقې او خیراتونه انسانانو او مسلمانانو ته ورکړئ. تر ټولو مخکې، زه فکر نه کوم چې روسیه به افغانستان ته بیا راشي او د دیموکراسۍ د نظام په نامه د موجود حکومت په څېر یو ګوډاګی رژیم به جوړ کړي، خو زمونږ ولسمشران او وزیران ټول د هغو هېوادونو د سیاسي نفوذ په اساس ټاکل کیږي چې په افغانستان کې په دوامدار ډول ښکېل دي. مجاهدین پوهېږي چې روسان د مجاهدینو له خوا مات نشول بلکې د دې کار زور یې هم نه درلود. اصلاً له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې غربي او عربي هېوادونه وو چې زمونږ د ساده خلکو زړونو ته یې لاره وکړه، د جګړې د ایډیالوژۍ او د ډالرو او عربي دینارونو له لارې یې مغزونه ور ووینځل، او ټول یې بدمرغه کړل. آیا کافره روسیه له کافرې امریکا څخه فرق لري؟‌ ولې د روسي کافر پر ضد جهاد فرض وو، خو د امریکایي کافر په مقابل کې فرض نه دی، او په هېواد کې د مېلمه په حیث منل کیږي؟ هغه مجاهدین چېرې دي چې پرون یې د روسي کافرانو پر ضد جنګ کاوه او نن د امریکایي کفارو ملاتړ کوي؟ آیا د سپین قاتل او تور قاتل تر منځ فرق شته؟‌ زمونږ خلکو په حال دې افسوس وي چې تل غولیږو او د اسلام او مسلمان په نامه غولول کیږو.‌ ای افغانانو، پوه شئ چې دا هېواد به نه د روسیې له خوا جوړول کیږي نه د متحده ایالاتو له خوا نه د عربي هېوادونو له خوا. که په دغو هېوادونو باندې یرغل وشي یا یې توهین وشي، زه او ته به خپل ستوني څیرې کوو، شعارونه به ورکوو او نورو ته به سپکې سپورې وایو‌.‌

ځواب ورکړئ

اصلا روسان شرم نه لري چې داسې خبرې کوي. افغانستان ته د عسکرو د لیږلو پر ځای دې د خپلو عسکرو نظم جوړ کړي. تاسو ورته وګورئ دومره بې نظمه دي لکه د درېیمۍ نړۍ عسکر، یو یې یوې خواته ګوري بل یې بلې خوا ته‌ :) دا د بې غیرته زامن له یوې خوا له طالبانو سره مرسته کوي، بلې خواته د پخوانۍ شمالي ټلوالې جنایتکارانو لکه عطامحمد نور، عبدالله، قانوني او نورو جنګسالارانو، غلو او قاچاقبرانو سره مرسته کوي. اصلي هدف یې دا دی چې افغانان په خپلو کې سره وجنګوي، افغانستان وران کړي او بس.

ځواب ورکړئ

پخوا روسیې په افغانستان کې غټ حضور درلود، خو بالاخره مجبوره شوه چې وځي. په افغانستان کې د داعش له راپورته کېدلو او د طالبانو د فعالیتونو له زیاتېدلو څخه وروسته، روسیه غواړي چې د افغانستان په مسئله کې بیا دخیله شي.‌ کېدای شي چې په افغانستان کې د روسیې پلونه په بېلابېلو طریقو تعقیب شي. دا کېدی شي د کابل حکومت سره د همکارۍ له لارې وشي څو له طالبانو سره خبرې وکړي او بالاخره دغه یاغي ګروپ تجهیز شي. د شمال ټلوالې سره د ارتباط له لارې وشي، او داسې نور.

ځواب ورکړئ

مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې ځان ته د پښې اېښودلوځای پیدا کړي، په جیوپولیتیکي سیالۍ کې له متحده ایالاتو څخه شاته پاتې نشي او د طالبانو او داعش په څېر اسلامپالي ګروپونه له نژدې څخه وڅاري. زه باوري یم چې روسان له طالبانو سره په تماس کې دي او دغه ګروپ ته تجهیزات ورکوي.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر نه کوم چې روسیه دې د امریکایي عسکرو له وتلو څخه وروسته وغواړي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي. روسیه پوهېږي چې اوس افغانستان یو قوي حکومت لري، او دا چې دغه حکومت ښایي د غرب په لور یو څه میلان ولري،‌ لاکن روسیه په هېڅ صورت نه غواړي چې په افغانستان کې حکومت کمزوری کړي او ګډوډي جوړه کړي.‌

ځواب ورکړئ

روسیه د متحده ایالاتو پر ضد دښمني لري، نو زه فکر کوم چې روسیې له فرصت څخه استفاده کړې، له طالبانو سره نژدې شوې ده او طالبانو ته مالي منابع او وسلې برابروي. روسیه او ایران په دې باندې کار کوي چې افغان طالبان او فاطمیون لوا د هغوی د وسله والو مخالفو عناصرو لکه داعش پر ضد حمایه کړي او وسلې ورکړي.‌

ځواب ورکړئ