امنیت

د شوروي اتحاد د اېستلو د کلیزې په لمانځنه کې افغانانو له مسکو څخه وغوښتل چې لاسوهنه پای ته ورسوي

د هدایت الله راپور

د افغانستان د بغلان ولایت شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکیو د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۲۸مه له افغانستان څخه د شوروي عسکرو د اېستلو د ۳۱مې کلیزې په مناسبت یوه غونډه وکړه او په مسکو باندې یې غږ وکړ چې د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي. [نورګل اندړوال]

کندوز -- د بغلان ولایت شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکیو د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۸مه/ لاریون وکړ چې له افغانستان څخه د شوروي عسکرو د اېستلو ۳۱مه کلیزه ولمانځي او په مسکو باندې غږ وکړي چې له طالبانو څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي.»

د شوروي وروستيو عسکرو د ۱۳۶۸ د سلواغې په ۲۸مه له افغانستان څخه ووتل.‌

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د «پرونی یرغل، نننۍ لاسوهنه» په نامه غونډې برخه والو په روسیه باندې تور ولګاوه چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته لوجیستیکي، مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابروي.‌ همدارنګه، هغوی په مسکو باندې غږ وکړ چې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال احمد نويد شکورزاده غونډه کې خبریالانوته وویل، «د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې اوسنۍ لاسوهنه ښیي چې دغه هېواد په افغانستان کې داسې وسله وال ترهګر ګروپونه لري چې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي.»

په عکس کې، معترضان د سلواغې په ۲۸مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد د لاریون په حال کې لیدل کیږي. په تخته باندې په پښتو او دری ژبو لیکل شوي، «د پرون یرغل؛ د نن لاسوهنه. د سلواغې ۲۶مه د شوروي اتحاد له یرغل څخه د افغانستان د خلکو د ازادۍ ورځ.» [نورګل اندړوال]

په عکس کې، معترضان د سلواغې په ۲۸مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد د لاریون په حال کې لیدل کیږي. په تخته باندې په پښتو او دری ژبو لیکل شوي، «د پرون یرغل؛ د نن لاسوهنه. د سلواغې ۲۶مه د شوروي اتحاد له یرغل څخه د افغانستان د خلکو د ازادۍ ورځ.» [نورګل اندړوال]

شکورزاده وویل، «روسان اوس هم د حکومت ضد هغه وسله وال ګروپونه حمایه کوي چې زموږ زامن او ورونه وژني او ټپي کوياو زموږ اولادونه یتیمان کوي او ښځې مو کونډې کوي. نن ورځ، موږ په ټولیز ډول په روسانو باندې غږ کوو چې زموږ په کورنیو چارو کې دغه ډول لاسوهنه ودروي.»

هغه پوښتنه وکړه، «تر څو به موږ قرباني کیږو او د وژل شویو کسانو مړي به د هغوی کورنیو ته راوړو. نور نو بس دی.»

د بغلان ولایت یوه قومي مشر حاجي عبدالسمیع غفوري وویل، «د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه ترهګرو ډلو ته روزنه ورکوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي چې خپلې ګټې خوندي کړي. نړۍ واله ټولنه باید په هغوی باندې نور فشار راوړي او مجبور یې کړي چې په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.»

هغه زیاته کړه، «که روسیه د ترهګرو ډلو ملاتړ او د شخړې اور ته لمن وهل ونه دروي، افغان امنیتي ځواکونه او افغانان به هغوی بیا د پخوا په څېر له ورته برخلیک سره مخامخ کړي.»

په بغلان کې د مدني ټولنې یوه فعال رومان صالحي له مسکو څخه داغوښتنه، چې په هېواد کې د اورپکو ملاتړ دې ودروي، تکرار کړه.‌

هغه وویل، «پخوا، سره لښکر په افغانستان باندې یرغل وکړ، خو نن هغوی خپل چلند بدل کړی او ترهګرو ډلو ته مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابروي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له روسیې څخه غوښتنه کوو چې د شوروي اتحاد له نړېدلو څخه دې عبرت واخلي او یاغي ډلو ته د مالي او تسلیحاتی مرستو د برابرولو له لارې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه دې ودروي.»

موږ به انتقام واخلو

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد زاهد احساس خبرداری ورکړ چې، دا د سیمې د هېوادونو لپاره په ګټه ده چې په افغانستان کې د یاغي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغه وویل، «که روسیه، ایران او پاکستان طالبانو او القاعدې ته د مالي او لوجیستیکي ملاتړ له برابرولو څخه لاس وانه خلي، کېدای شي چې ډېر ژر دغه هېوادونه پخپله د ترهګرۍ قرباني شي.»

هغه وویل، «موږ به یې هېڅکله ونه زغمو. موږ به له هر هغه هېواد څخه چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي غچ واخلو. هغوی له ۴۰ کالونو راهیسې موږ د جنګ په اور کې سوځولي یو.»

احساس مسکو ته په اشارې سره وویل، «تاسو باید نن له خپلو پرونیو غلطیو څخه عبرت واخلئ.»

په بغلان ولایت کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالبصیر قاید وویل، په افغانستان کې د سولې ګټه به سیمې ته ورسیږي.‌

هغه وویل، «که ګاونډي هېوادونه د سولې د بین الافغاني خبرو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، دا د سیمې هېوادونه به هم له ترهګریزو ګواښونو څخه خوندي شي.»

قاید وویل، «اوس افغانان راویښ شوي دي. هغوی به هېڅکله هم د هغو هېوادونو په وړاندې ماتې ونه مني چې د خپلو ګټو په لټه کې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په روسیه او امریکا. دواړه د اسلام دښمنان دي، دواړه په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د وژنې مسؤل دي. ټول خلک باید د متحده ایالاتو پر ضد ودریږي او له افغانستان څخه یې داسې وباسي لکه روسان یې چې واېستل.

ځواب ورکړئ