امنیت

طالبانو او ایراني چارواکو اعتراف وکړ چې تهران په افغانستان کې د اورپکۍ ملاتړ کوي

د عمر راپور

د طالبانو یوه چارواکي او یوه جیګپوړي ایراني چارواکي په هرات ولایت کې په یوه امنیتي غونډه کې په ښکاره اعتراف وکړ چې د ایران رژیم د یادې اورپکې ډلې ملاتړ کوي. [عمر]

هرات -- طالب او ایراني چارواکو په هرات کې په یوه امنیتي غونډه کې په ښکاره اعتراف وکړ چې یاده اورپکی ډله د ایران د رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کوي.

طالب چارواکو د هرات په امنیتي غونډه کې چې د تلې په ۲۶-۲۷مه په هرات ښار کې ترسره شوه، وویل چې روسیه او پاکستان هم د جنګیالیو ملاتړ کوي.‌

د خبرو اترو په اتم پړاو کې د ۱۸ هېوادونو سیاستوالو، سیاسي تحلیلګرانو او چارواکو او پنځو نړۍ والو موسساتو برخه اخیستې وه. برخه والو، چې د متحده ایالاتو، پاکستان، چین او هندوستان استازي په کې شامل وو د افغانستان د سولې د پروسې په هکله خبرې وکړې.

د طالبانو د رژیم پر وخت (۱۳۷۵-۱۳۸۰) د مالیې وزیر او د کوېټې د شورا پخواني سیاسي استازي ملا معتصم اغا جان په یاده غونډه کې وویل، "زه تاییدوم چې ایران، روسیه او پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي."

په دې عکس کې چې د غوایي په میاشت کې په ټیلیګرام خپور شوی دی، طالب اورپکي چې په خارجي نظامي یونیفورمونو او وسلو باندې سمبال دي،‌ د ډزو تمرین کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د غوایي په میاشت کې په ټیلیګرام خپور شوی دی، طالب اورپکي چې په خارجي نظامي یونیفورمونو او وسلو باندې سمبال دي،‌ د ډزو تمرین کوي. [آرشیف]

د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د افغانستان د مالیې وزیر ملا معتصم اغا جان د تلې په ۲۶مه په هرات ښار کې د هرات په ۸مه امنیتي غونډه کې خبرې کوي. [د هرات امنیتي غونډه/فیسبوک]

د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د افغانستان د مالیې وزیر ملا معتصم اغا جان د تلې په ۲۶مه په هرات ښار کې د هرات په ۸مه امنیتي غونډه کې خبرې کوي. [د هرات امنیتي غونډه/فیسبوک]

هغه وویل، "ایران اندېښنه لري چې داعش په افغانستان کې ملاتړ ترلاسه کوي، او روسیه د داعش د فعالیتونو پراختیا ځان ته یو ګواښ بولي."

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي چې د هرات په غونډه کې یې د خپل حکومت استازیتوب کاوه له طالبانو سره له خپل ملاتړ څخه انکار ونه کړ.‌

هغه کانفرانس ته په خپله وینا کې وویل، "هغوی [د هغې ورځې مخکینیو ویناوالو] د مجلس په ترڅ کې وویل چې ایران له طالبانو سره مرسته کوي، له هغوی سره ارتباط لري یا داسې نور، زه غواړم ووایم چې طالبان هم زمونږ ګاونډیان دي او مونږ باید له خپلو ګاونډیانو سره ژوند وکړو."

د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر وخت د ملي امنیت شورا یوه سلاکار رنګین دادفر سپنتا په کانفرانس کې وویل، تهران او مسکو په افغانستان کې د قدرت ترلاسه کولو لوبه پرمخ بیایي.

سپنتا وویل، "په افغانستان کې یو استخباراتي او نیابتي جنګ روان دی. ایران او روسیه له متحده ایالاتو سره د ستونزو لرلو له امله هڅه کوي چې دا جګړه پراخه شي.‌ هغوی د طالبانو او نورو ډلو له لارې خپل نیابتي جنګونه ترسره کوي."

هغه زیاته کړه، "د طالبانو جنګ جهاد نه دی، بلکې هغوی د خپلو عام وژنو او جنایتونو د پټولو لپاره د جهاد له نامه څخه ناوړه استفاده کوي. دا یو د دروغو جهاد دی چې ولسواکي ځپي."

"طالبان په دې جنک کې له اسلام څخه د یوې وسلې په توګه کار اخلي."

'د خبرو لپاره یو بهتر فرصت'

له طالبانو سره د ایران د رژیم د ملاتړ په تاییدېدلو سره،‌ د نورو هېوادونو چارواکو تاکید وکړ چې د سولې خبرې دې بیا پیل شي.‌

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په یاده کتنه کې وویل، "زه باور لرم چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرو کې وقفه راغلې، او په مکمله توګه لغوه شوې نه دي. متحده ایالات او طالبان باید دې خبرو ته دوام ورکړي او یوې نتیجې ته ورسېږي."

کوبیا وویل،‌ اروپایي اتحادیه هیله لري چې د سولې خبرې بیا پيل شي او یو اوربند اعلان شي.‌

هغه زیاته کړه، "افغانان او نړۍ واله ټولنه په دې پوه شوي چې دا دردناک جنګ باید پای ته ورسېږي او د خبرو لپاره یو بهتر فرصت برابر شي. افغانستان د سولې لپاره ټول چمتووالي لري، او افغانان سولې ته تږي دي."

کوبیا وویل، "له طالبانو سره سوله باید وضعیت ښه کړي، او هغه به د افغانانو د تېرو ۱۸ کالونو لاسته راوړنې یا تاریخي افغاني ارزښتونه ضایع نه کړي. په ورته ډول، هغه ولسواکي چې د قربانیو په ورکولو سره په افغانستان کې راغلې ده باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د جوړجاړي ښکار نشي."

کوبیا وویل، "اروپایي اتحادیه به په افغانستان کې د پرمختګ ملاتړ وکړي، خو مونږ خپل ارزښتونه هم لرو، او که د طالبانو اسلامي امارت بیا راګرځي، کیدای شي چې له افغانستان سره زمونږ ملاتړ پرځای پاتې نشي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو یوه پخواني مرستیال روبین رافیل په دغه کانفرانس کې وویل، د سولې په خبرو کې د متحده ایالاتو رول د بین الافغاني خبرو اترو په اسانولو باندې متمرکز وو.‌

هغې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ته په اشارې وویل، «له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د سولې خبرې دا معنی نه لري چې متحده ایالات غواړي چې ټوله پروسه د افغانانو په نه موجودیت کې ترسره شي، بلکې د هغو هدف دا دی چې د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره یو فرصت رامنځته کړي."

هغې زیاته کړه، "د سولې بین الافغاني خبرې به په بېلابېلو مسایلو باندې تمرکز وکړي، او متحده ایالات به په دې خبرو کې د یوه چمتو کوونکي او ملاتړي رول ولوبوي،‌ او په هغو پرېکړو کې به لاسوهنه ونه کړي چې افغانان یې کوي."

د ازبکستان جمهوریت د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس بختیار مصطفی یوف وویل، "مونږ باور لرو چې یو ځل چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي، ډېرې موجودې ستونزې به ورسره حل شي."

هغه وویل، "که افغانان وغواړي، مونږ حاضر یو چې په ازبکستان کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو کوربه توب وکړو."

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په غونډه کې وویل، په افغانستان کې سوله په اسلام اباد، تهران، بیجینګ یا مسکو کې د خبرو له لارې نشي راتللی.

هغه وویل، هغه سوله چې له بهره په افغانانو باندې تحمیل کیږي هغه به یوه ریښتنې سوله نه وي.

رحیمي زیاته کړه، "د افغانستان تاریخ ښودلې چې افغانانو ډېر ځلې خپلې داخلي ستونزې د بهرنیانو له لاسوهنې څخه پرته حل کړي، او هغوی دا وړتیا لري چې دا جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي."

هغه وویل، "مونږ ګاونډیو هېوادونو ته وایو چې ښه به دا وي چې هغوی د افغانانو له سولې څخه له امتیاز اخیستلو څخه ځانونه په څنګ وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500