امنیت

له افغان طالبانو څخه د تهران ملاتړ دوه ګونې تګلاره څرګندوي

سلام ټایمز

دا عکس چې طالب جنګیالي په کې په نویو وسلو او یونیفورمونو سمبال لیدل کیږي د لړم په ۲۸مه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوی دی.‌ [ارشیف]

دا عکس چې طالب جنګیالي په کې په نویو وسلو او یونیفورمونو سمبال لیدل کیږي د لړم په ۲۸مه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوی دی.‌ [ارشیف]

کابل -- د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې یوه راپور څرګنده کړې چې ډېر داسې شواهد څرګند شوي‌ چې ښیي د ایران رژیم په افغانستان کې طالبانو ته پوځي، لوجیستیکي او مالي مرستې برابروي.

په دغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ /د لړم په ۲۸مه/ خپور شوی دی،‌ راغلي، «له طالبانو سره د ایران اړیکې د کلونو په اوږدو کې په تدریج سره پراخې شوې دي.»

کله چې طالبان په ۱۳۷۰مو کلونو کې په افغانستان کې قدرت ته ورسېدل، ایران د یوه مشروع حکومت په توګه د دې ډلې پیژندلو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه. دغه دښمني په چټکۍ سره زیاته شوه او په ۱۳۷۷ کې ایران د طالبانو له خوا د ایراني دپلوماتانو له وژلو څخه وروسته افغانستان سره د جنګ پیلولو ته نژدې شو.

له طالبانو سره د ایران د اړیکو تودېدا په ۱۳۸۰ کال کې پيل شوه او د افغانستان له خوا خپلو متحدینو ته د داعش د خراسان څانګې پر ضد د جګړې لپاره په مخ اړولو او د سولې د بین الافغاني خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راوستلو سره لا نوره پراخه شوه.

په عکس کې یو ایرانی راکټ لیدل کیږي چې د غوایي په میاشت کې په کندهار ښار کې موندل شوی وو. [تادین خان اڅکزی/ټوېټر]

په عکس کې یو ایرانی راکټ لیدل کیږي چې د غوایي په میاشت کې په کندهار ښار کې موندل شوی وو. [تادین خان اڅکزی/ټوېټر]

په راپور کې راغلي، «لږ تر لږه له ۱۳۸۶ کال راهیسې، ایران طالبانو ته د وسلو،‌ روزنې او تمویل په شمول تنظیم شوی ملاتړ برابر کړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د لویدیځ د نفوذ په وړاندې مقابله وکړي، د داعش د خراسان څانګې پر ضد جنګ وکړي، او له پخلاینې څخه وروسته حکومت کې د تهران نفوذ زیات کړي.»

راپور وایي، «دا د ایران د هغې دوه ګونې تګلارې برخه ده چې غواړي دواړه محلي ګروپونه او په کابل کې افغان حکومت بوخت وساتي او خپل پراخ امنیتي هدفونه ترسره کړي.»

راپور وړاندیز کوي چې، که طالبان غواړي چې د اوږدې مودې ملګری ومومي، باید دا په پام کې ونیسي چې ایران یو ثابت شریک نه دی.‌

راپور وایي، «تهران نه غواړي چې طالبان بیا قدرت ته ورسېږي بلکې هدف یې دا دی چې په یاده ډله کې خپل نفوذ وساتي او که طالبان په راتلونکي افغان حکومت کې یو رول ترلاسه کوي نو دغه هېواد ترې د یوه دېوال په توګه کار واخلي.»

شواهد په ډېرېدلو دي

دا لومړی ځل نه دی چې ایران د طالب اورپکو په ملاتړ تورنېږی.

د غوایي په میاشت کې، امنیتي چارواکو په کندهار ښار کې یو ایران جوړ راکټ پیدا کړ. دغه کار د دې شواهد وړاندې کړل چې تهران طالبانو ته د وسلو ورکولو بهیر ته دوام ورکوي.‌

د ولایت امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان اڅکزي د غوایي په ۳۱مه په یوه ټویټ کې دغه مونده تایید کړ.‌

هغه وویل، «راکټ‌ په ایران کې جوړ شوی دی،» او زیاته یې کړه چې، «دا راکټ په نوې ټکنالوجۍ سمبال وو چې د پراخې ویجاړتیا قدرت یې درلود.»

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي محمد کریم اتل د غبرګولي په میاشت کې وویل چې هغه وار له مخه له طالبانو سره د تهران د ښکېلتیا په هکله خپلې اندېښنې له کابل سره شریکې کړي دي.

اتل چې پخوا د هلمند د ولایتي شورا رییس وو، وویل، «په دې کې شک نشته چې موږ د ایران د حکومت یا هغو خلکو له خوا چې غواړي په افغانستان کې ګډوډي جوړه کړي د لاسوهنې نښې لیدلي دي -- او هلمند د دې یو مثال دی.»

هغه وویل، په خانشین او دیشو ولسوالیو کې، «د ملي اردو او ملي پولیس ځواکونو داسې راکټونه، سپکې او درنې وسلې او میزایل نیولي وو چې د ایران نښې پرې لګېدلې وې.»

په سیمه کې د تهران ښکاره لاسوهنه

د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په هغو دوو ایراني چارواکو باندې چې طالبانو ته د مالي، لوجیستیکي یا پوځي ملاتړ په برابرولو تورن ول، بندیزونه ولګول.

په هغه وخت کې د خزانې وزارت له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، هغه ایراني چارواکي د قدس ځواک غړي ول. قدس ځواک د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د ځانګړو ځواکونو یو واحد دی.‌

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټېفن منوچېن په هغې اعلامیې کې ویلي وو، «د ایران له خوا طالبانو ته د پوځي روزنې، تمویل او وسلو ورکول د تهران له خوا په سیمه کې د لاسوهنې او د ترهګرۍ د ملاتړ یو بل مثال دی.»

د متحده ایالاتو حکومت د چنګاښ په میاشت کې په ایراني رژیم باندې نوي بندیزونه ولګول چې د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اته جیګپوړي قوماندانان یې په کې په نښه کړل.

تېره میاشت په هرات ولایت کې د یوې امنیتي جرګې په ترڅ کې، د طالبانو یوه پخوانی چارواکي او ایراني چارواکو په ښکاره اعتراف وکړ چې یاده اورپکه ډله د ایراني رژیم ملاتړ ترلاسه کوي.

د طالبانو د رژیم (۱۳۷۵-۱۳۸۰) پر وخت د مالیې وزیر او د طالبانو د کوېټې شورا پخواني سیاسي استازي ملا معتصم اغاجان د تلې په ۱۶مه په یاده غونډه کې وویل، «زه دا تاییدوم چې ایران، روسیه او پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي چې د هرات په غونډه کې یې د خپل حکومت استازیتوب کاوه له طالبانو سره د خپل حکومت له ملاتړ څخه انکار ونه کړ.

هغه کانفرانس ته په خپله وینا کې وویل، "هغوی [د هغې ورځې مخکینیو ویناوالو] د مجلس په ترڅ کې وویل چې ایران له طالبانو سره مرسته کوي، له هغوی سره اړیکې لري یا داسې نور، زه غواړم ووایم چې طالبان هم زموږ ګاونډیان دي او موږ باید له خپلو ګاونډیانو سره ژوند وکړو."

د حامد کرزي د ولسمشرۍ پرمهال د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وویل، «په افغانستان کې یوه استخباراتي او نیابتي جګړه روانه ده. ایران او روسیه له متحده ایالاتو سره د ستونزو لرلو له امله هڅه کوي چې دا جګړه پراخه شي.‌ هغوی د طالبانو او نورو ډلو له لارې خپلې نیابتي جګړې ترسره کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې تاسو داسې بدمرغي جوړوئ؟ امریکا او د هغې ګوډاګۍ رسنۍ د ټولې نړۍ ترهګر په ځانګړې توګه طالبان حمایه کوي چې خپل استعمار ته دوام ورکړي او زمونږ په هیواد کې خپل پوځي حضور قانوني کړي.

ځواب ورکړئ

پاکستان او ایران د افغانستان دښمنان دي خو پاکستان یی اصلي دښمن دی ځکه چی له څلور نیمو لسیزو راهیسی ترهګرو ته تربیت ورکوي او په افغانستان کی بی ګناه خلک ورباندی وژني. مرګ په پاکستان او ایران

ځواب ورکړئ

هیڅوک هم د افغانستان دښمن نه دی، پخپله د افغانستان خلک چې په کې اوسیږي د افغانستان اصلي دښمنان دي......

ځواب ورکړئ