امنیت

د داعش له خوا د طالبانو د ناراضي جنګیالیو د استخدام په هکله اندېښنې زیاتې شوې

د نجیب الله راپور

په عکس کې، یو سړی د زمري په ۲۸مه په کابل کې د ودونو د یوه تالار له ماتې شوې کړکۍ څخه لیدل کیږي. د یادې ودانۍ د مرګوني بمي برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې، یو سړی د زمري په ۲۸مه په کابل کې د ودونو د یوه تالار له ماتې شوې کړکۍ څخه لیدل کیږي. د یادې ودانۍ د مرګوني بمي برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان پوځي تحلیلګران او قانون جوړوونکي خبرداری ورکوي چې ښایي له طالبانو سره د سولې د تړون د احتمال په ډېرېدلو سره ناخوښه طالبان د داعش د خراسان څانګې له خوا استخدام شي.‌

هغوی وایي، د طالبانو په منځ کې درزونه، مذهبي افراطیت او له ممکنې هوکړې سره ناخوښي کولی شي چې جنګیالي د داعش خراسان څانګې او نورو ترهګرو ګروپونو خواته ورکش کړي.

په کابل کې یوه افغان تحلیلګر احمد بهروز د طالبانو د لوی مشر د نامه په یادولو سره وویل، «طالبان په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ګروپونو وېشل شوي او ټول یې د ملا هبت الله اخوندزاده حکمونه نه مني.»

بهروز وویل، «د مثال په توګه، د افغانستان په لوېدیځ کې د یوې ډلې مشر ملا محمد رسول د طالبانو، په ځانګړې توګه د هغو طالبانو چې ملا هبت الله یې مشري کوي، سخت مخالف دی، او په ورته ډول، د طالبانو د ډلې قوماندانان په وړو ګروپونو کې سره وېشل شوي دي.»

په یوه عکس کې چې د تېرې تلې په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی د داعش غړي په افغانستان کې لیدل کیږي. په وروستیو کلونو کې د طالبانو یو شمېر ناراضه غړي له داعش سره یوځای شوي دي. [آرشیف]

په یوه عکس کې چې د تېرې تلې په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی د داعش غړي په افغانستان کې لیدل کیږي. په وروستیو کلونو کې د طالبانو یو شمېر ناراضه غړي له داعش سره یوځای شوي دي. [آرشیف]

هغه وویل، ښایي چې د طالبانو د ډلې ځینې غړي د سولې هوکړه ونه مني.‌

هغه وویل، «دا ښکاره ده چې ملا رسول او له طالبانو څخه نور جلا شوي کسان به د ملا هبت الله د سولې تړون ونه مني، او په ورته ډول، د دغې ډلې په لسګونو قوماندانان به هم د هغه لاره تعقیب کړي.»

بهروز وویل، «په همدې وخت کې به دغه کسان د داعش په څېر نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر اسدالله نادم وویل، «حتی که طالبان یو د سولې تړون لاسلیک کړي او ژمنه وکړي چې هغوی به ځانګړي شرایط تطبیقوي، بیا هم دا سخته ده چې په هغوی باندې باور وشي.»

هغه وویل، «ډېر طالب جنګیالي د هغوی د رهبرۍ تر کنټرول لاندې نه دي.‌ د هغوی ځینې قوماندانان -- په ځانګړې توګه هغه چې په لومړۍ کرښه کې دي -- ښایي د سولې تړون ونه مني. ښایي چې هغوی یې په وړاندې عکس العمل وښیي او له داعش یا القاعدې سره یوځای شي. دا کار ډېر امکان لري.»

نادم وویل، «له حکومت سره د طالبانو توافق به داعش ته فرصت ورکړي چې د ناراضو او سرسختو طالب جنګیالیو استخدام چټک کړي.»

هغه زیاته کړه، «په طالبانو کې افراطیان او بنسټ پالان موجود دي او د هغوی افراطیي نظریه یوه لویه ستونزه راولاړوي.»

سرسخت طالبان له داعش سره یوځای کیږي

ځینې طالب جنګیالي وار له مخه له یادې ترهګرې ډلې سره یوځای شوي دي.‌

په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازې شفیقې سخا یولچي وویل، د طالبانو ټولې ډلې په سوله باور نه لري.

هغې په فاریاب کې د داعش حضور ته په اشارې وویل، «هلته د طالبانو ډېر غړي له داعش سره یوځای شوي او اوس د هغوی تر نامه لاندې فعالیت کوي.»

یولچي زیاته کړه، «د دې ډلې غړي سوله نه غواړي. هغوی په دغه ولایت کې په لویو لارو تلونکو مسافرو ته ستونزې جوړې کړي او د تعلیمي فعالیتونو مخه یې نیولې ده.»

د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد رسول وویل، طالبانو د دغې ولسوالۍ په درې سیمو کې د داعش بیرغ پورته کړی دی.

رسول وویل، «طالبانو په شیب کوه ولسوالۍ کې خپل بیرغونه د داعش په تورو بیرغونو اړولي، خو خلک نه پوهېږي چې دلته اصلاً څه روان دي.»

د کورنیو چاور د وزارت یوه پخواني افسر متقاعد جنرال محمد طاهر یرغل چې اوس په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر دی، وویل، «که له طالبانو سره د سولې تړون و هم شي، امکان لري چې ځینې سرسخت او افراطي غړي یې له داعش سره یوځای شي.»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې د داعش په شمول څلوېښت ترهګرې ډلې فعالیت کوي، او دا سرسخت افراد به د یادو ډلو له منځه له یوې سره یوځای شي.»

د داعش ردول

د سولې د چارو د وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رئیسې او ویاندې ناجیې انوري وویل، «له بده مرغه، په افغانستان کې یو غټ شمېر ترهګرې ډلې فعالیت کوي، او مونږ هغه ستونزې چې هغوی یې راولاړوي وینو.»

انوري وویل، «که طالبان غواړي چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي، د هغوی داخلي درزونه د هغوی خپلې ستونزې دي، خو که هغوی په ریښتیا سره په خپلو منځونو کې درزونه لري او د هغوی له ډلو څخه یوه ډله راځي او له مونږ سره یوځای کیږي، او نور یې ځي او بل لوری نیسي، دغه [داخلي اختلاف] به یادې ډلې ته سخت زیان ور ورسوي.»

انوري زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې طالبان به د یوې ډلې په حیث راشي او له حکومت سره به خبرې وکړي څو مونږ د سولې له تړون څخه وروسته وکولی شو چې د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسو.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو یوه محصل محمد موسی وویل، داعش د اسلام د ناوړه تفسیر او د افغاني کلتور له امله په خلکو کې کوم خاص ځای نه دی ترلاسه کړی.‌

موسی وویل، «داعش داسې تاوتریخجن او افراطي عملونه ترسره کوي چې په اسلام کې ځای نه لري او له دې امله افغانان د اسلام په هکله د هغوی دغه نظریات نه مني. هغوی له داعش څخه کرکه کوي او ځانونه ترې لیرې ساتي.»

موسی زیاته کړه، «داعش وار له مخه په افغانستان کې اکثر سرسخت طالبان ور خپل کړي دي. د ملکي خلکو په نښه کول د یادې ډلې ظلمونه او غیر اسلامي عملونه په ګوته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500