امنیت

د طالبانو دا وړتیا چې د خپلې ډلې په غړو باندې کنټرول لري د پوښتنې وړ ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د زمري د میاشتې په وروستیو کې اخیستل شوی، د طالبانو یو ویاند د یادې ډلې تر کنټرول لاندې سیمه کې په داسې حال کې خبرې کوي چې وسله وال سړي یې پیره کوي.‌ [آرشیف]

په دې عکس کې چې د زمري د میاشتې په وروستیو کې اخیستل شوی، د طالبانو یو ویاند د یادې ډلې تر کنټرول لاندې سیمه کې په داسې حال کې خبرې کوي چې وسله وال سړي یې پیره کوي.‌ [آرشیف]

کابل -- د طالبانو د مشرتابه له خوا د زیاتېدونکیو داخلي اختلافاتو او نارضایتیو د مهارولو لپاره د روانو هڅو په ترڅ کې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سې شنبې په ورځ (د لړم ۷مه) وویل چې یاده ډله باید په ځان د کنټرول د اثبات لپاره د یوې میاشتې په مخه اوربند وکړي.

محب وویل چې طالبان نور د یوه واحد اورګان په توګه فعالیت نه کوي او ښایي چې ځینې قوماندانان یې له داعش سره یوځای شوي وي.

محب په کابل کې په یوه خبري کانفرانس وویل، "که طالبان په ریښتیا سره سوله غواړي، هغوی باید ثابته کړي چې په خپلو قوماندانانو باندې څومره کنټرول لري او تر څه حده پورې د هغوی حکمونه مني."

هغه وویل، "زمونږ وړاندیز دا دی چې د یوې میاشتې په مخه اوربند وشي او بیا ورپسې مذاکرات ترسره شي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لړم په ۷مه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز/ټوېټر]

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لړم په ۷مه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز/ټوېټر]

مرګونې خپلمنځي جګړه

طالبانو په مکرر ډول داوربند لپاره پخوانۍ غوښتنې رد کړي، خو تېر کال هغوی د یوه تاریخي درې ورځنۍ اوربند لپاره د خپلو وسلو خولې ښکته کړې.

د محب له خوا د اوربند غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې ځینې کتونکي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي څانګې او په افغانستان کې د هغوی د نظامي قوماندانانو تر منځ د ممکنه جدایۍ خبره کوي.‌

د طالبانو د ډلې د غړو تر منځ مرګوني خپلمنځي جنګ دغه ګومان قوي کړی دی.‌

افغان چارواکو وویل، درې کاله مخکې په هرات کې د طالبانو د سیالو ډلو تر منځ د خپلمنځي جنګ له پیلېدلو راهیسې له ۶۰۰ څخه ډېر یاغیان یا وژل شوي یا ټپي شوي دي.

په یاده ډله کې د ژورو درزونو او بې باورۍ په یوه وروستۍ بېلګه کې، طالبانو د تلې په ۱۷مه په غور ولایت کې خپل دوه جنګیالي چې له حکومت سره د مرستې کولو تور یې پرې لګولی وو، اعدام کړل.‌

د طالبانو د مشرانو د پټو سوداګریو او د پیسو جوړولو د پروګرامونو په هکله د نورو راپورونو په رابرسېره کېدلو سره د یادې ډلې مشران د هغوی د ملاتړو له سخت غبرګون سره مخامخ کیږي، دا په داسې حال کې ده چې د یادې ډلې د ټیټې طبقې غړي له فقر، ناروغیو او مړینو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغو خپلمنځي اختلافاتو له امله د طالبانو د ډلې ځینې غړي مجبور شوي چې یا تسلیم شي یا داعش ته ور واوړي.

د متحده ایالاتو لپاره یوه پخواني افغان سفیر محب وویل چې له طالبانو سره په هرو راتلونکیو مذاکراتو کې باید افغان حکومت او پاکستان شامل وي.

د سولې د خبرو بیا پيلول؟

ځینې نښې ښیی چې متحده ایالات غواړي چې مذاکرات بیا پیل کړي. دا کار وروسته له هغه کیږي چې تېره میاشت د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له ډېرېدلو څخه وروسته واشنګټن خبرې ودرولې.

له هغه وخت راهیسې د واشنګټن مرکچي زلمي خلیلزاد په غیر رسمي توګه په پاکستان کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي چې دغه کار دا امکان زیات کړی چې واشنګټن غواړي چې خبرې بیا پیل شي.

خلیلزاد د یکشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په کابل کې وو او د دوشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) بیا اسلام اباد ته لاړ، خو دا معلومه نشوه چې آیا هغه په دغې کتنه کې له طالب چارواکو سره ولیدل.‌

د دوشنبې په ورځ، خلیلزاد د چین د دې وړاندیز هرکلی وکړ چې د یوې داسې نوې ناستې کوربه توب به وکړي چې افغان چارواکي او طالبان به په کې راټول شي، او تېره اونۍ متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې داسې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې وایي، "د پایښت وړ سوله یوازې د مذاکراتو له لارې رامنځته شوي حل کې نغښتې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500