امنیت

محب وویل، د سولې بریالۍ خبرې به له افغانستان سره د داعش پر ضد جګړه کې مرسته وکړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د لیندۍ په ۱۰مه په جلال اباد کې دوه مشکوک ځانمرګي بمي بریدګر چې چارواکي وایي د چاودېدونکیو توکو له چونې څخه مخکې نیول شوي دي، رسنیو ته ورښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د لیندۍ په ۱۰مه په جلال اباد کې دوه مشکوک ځانمرګي بمي بریدګر چې چارواکي وایي د چاودېدونکیو توکو له چونې څخه مخکې نیول شوي دي، رسنیو ته ورښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

منامه، بحرین -- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۵مه/ وویل، له طالبانو سره د سولې یوه بریالۍ پروسه به افغان حکومت ته اجازه ورکړي ترڅو خپلې سرچینې د داعش او په نرمو هدفونو باندې د دې ګروپ د بریدونو پر وړاندې په مقابله باندې متمرکزې کړي.‌

په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، او د وږي په ۲۲مه په قطر کې له طالبانو سره د سولې د مهمو خبرو له پیلېدلو سره سره له بد نه بدتر شوی دی.

د داعش خراسان څانګې د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې د برید په ګډون په زیانمنونکو هدفونو باندې د یو لړ بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. درې ترهګرو -- چې یوه یې ځان ته چاودنه ورکړه -- د پوهنتون انګړ ته ننوتل، په ټولګیو کې یې په محصلینو باندې ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۲ کسان یې ووژل‌.

داعش د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د یوه مشابه برید مسؤلیت هم پر غاړه واخیست. په هغه ځانمرګي بمي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ څخه ډېر نور چې ډېر یې ځوان زده کوونکي ول ټپیان شول.‌

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لیندۍ په ۱۵مه د بحرین په پلازمېنه منامه کې د امنیتي څېړنو د نړۍ وال انسټیټیوټ له خوا دایر شوي د منامې د امنیتي دیالوګ کانفرانس کې خبرې کوي. [ماذن مهدي/ای اېف پي]

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لیندۍ په ۱۵مه د بحرین په پلازمېنه منامه کې د امنیتي څېړنو د نړۍ وال انسټیټیوټ له خوا دایر شوي د منامې د امنیتي دیالوګ کانفرانس کې خبرې کوي. [ماذن مهدي/ای اېف پي]

محب وویل، که څه هم چې داعش له هغو سیمو څخه چې کنټرولولې یې اېستل شوی او تمویلوونکې سرچینې یې ټکنۍ شوي دي، لاکن دغه ګروپ اوس هم د «ترهګرو یوه شبکه» لري.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «البته دغه بریدونه پخپله کافي اندازه ویجاړونکي دي. زموږ خلک ډېر وېروي، او موږ ډېر زیار باسو ترڅو په خپلو ښارونو باندې د هغوی د بریدونو مخه ونیسو.»

هغه په بحرین کې د منامې د امنیتي څېړنو نړۍ وال انسټیټیوټ کې د امنیتي دیالوګ کانفرانس په څنډه کې وویل، «موږ له ډېرو زیاتو ګواښونو سره مخامخ یو... له دې امله زموږ په امکاناتو او وسایلو باندې ډیر فشار ده.»

په سوله باندې متمرکز

محب وویل، «یو له هغو دلایلو څخه چې موږ له طالبانو سره د سولې په دې پروسه باندې ډېر تمرکز کوو دا دی چې که موږ له طالبانو سره په سوله کولو بریالي شو، زموږ امنیتي ځواکونه به وکولی شي چې خپلې وړتیاوې د داعش په څېر ترهګرو ډلو باندې متمرکزې کړي او بیا موږ کولی شو چې هغوی ډېر په اسانۍ سره مهار کړو.»

په وروستیو ورځو کې د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی، او په داسې یوه کړنلاره باندې هوکړه شوې چې پروسې ته به اجازه ورکړي څو بل پړاو ته داخل شي چې په هغې کې به د مذاکراتو لپاره اجندا جوړه کړای شي.

محب وویل، «دا یوه ډېره اوږده شخړه ده، څلور لسیزې -- او په دې کې شک نشته چې د دغې شخړې د هوارولو په لاره کې ډېر داسې خنډونه شته چې باید له منځه وېوړل شي.‌»

هغه وویل، «ټول ستړي دي. د افغانانو غوښتنه دا ده چې دا شخړه هواره شي، خو ډېر زیات اختلافات موجود دي، لاکن زه فکر کوم چې که زموږ روحیه ښه وي، موږ به وکولی شو چې سوله وکړو.»

د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ د کب په میاشت کې د سولې د یوې هوکړې له لاسلیکېدلو څخه وروسته، دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان نېغ په نېغه سره خبرې کوي.‌

تر هغې هوکړې لاندې، متحده ایالاتو، د امنیتي تضمینونو او د طالبانو له خوا د دې ژمنې په بدل کې چې له کابل سره به خبرې کوي، توافق وکړ چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه وباسي.

البته، د سولې پروسه په وروستیو اونیو کې په تاوتریخوالي کې د ډېرښت تر سیوري لاندې راغلې، چې طالبان تقریبا هره ورځ په افغان ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي.

محب وویل، «طالبانو غوښتل چې د مذاکراتو پر مېز اعظمي امتیاز ترلاسه کړي، او زه فکر کوم چې ښایي هغوی غوښتل چې افغان امنیتي ځواکونه وازمویي، او یا ښایي د دې لپار ترڅو معلومه کړي چې دوې تر کومه حده بریدونه کولی شي مخکې له دې چې زموږ متحدین زموږ د ملاتړ لپاره را ودانکي.»

افغان ځواکونه له هېواد څخه دفاع ته چمتو دي

محب وویل، د بهرنیو ځواکونو وتل به افغان ځواکونه اړ کړي ترڅو د خپل هوایي ځواک د پرځان بسیاینې لپاره پلانونه چټک کړي.‌

هغه وویل، «موږ اوس هم په ډېرو جنګونو کې د متحده ایالاتو هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو، او موږ تر هغه وخته پورې چې زموږ وړتیاوې جوړېږي، په طالبانو باندې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره دغه ملاتړ ته اړتیا لرو.»

پنتاګون د لړم په ۲۷مه اعلان وکړ چې له افغانستان څخه ۲۰۰۰ امریکایي عسکر باسي، او په دې توګه د مرغومي تر ۲۶مې پورې ټول شمېر ۲۵۰۰ ته راکموي.

د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد له دغه اعلان څخه وروسته ولسي جرګې ته په خبرو کې وویل، «موږ تشویش نلرو.»

هغه وویل، «دا وخت ۹۶٪ پوځي عملیات زموږ د خپلې اردو له خوا ترسره کیږي. موږ یواځې په خپلو ۴٪ عملیاتو کې د نړۍ والو متحدینو هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو.»

خالد وویل، «موږ چمتو یو چې په مستقل ډول د خپل هېواد دفاع وکړو.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست کرستوفر مېلر وویل، د متحده ایالاتو پوځ به «د حکومت له خوا د سولې کولو لپاره د مذاکراتو د کار په ترڅ کې د افغانستان تر څنګ درېدلو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې د داعش هغه طراحان چې په کابل پوهنتون باندې یې برید وکړ او افغان امنیتي ځواکونو ونیول اعدام نشول؟‌ افغان حکومت باید سمدلاسه په کابل پوهنتون باندې د برید ټول هغه طراحان چې د افغان حکومت په محبسونو کې دي، اعدام کړي.‌ که افغان حکومت ترهګرو ته سزا ورکړې وای،‌ اوس به په دغه هېواد کې وژنې او ترهګري نه وای.‌ په هېواد کې د سرغړونو او جنایتونو د زیاتوالي یوازنی دلیل دا دی چې جنایتکارانو ته سزا نه ورکول کیږي او هغوی د هېواد په زندانونو کې بهترین ژوند لري او څو کاله وروسته به بېرته خوشې شي.‌ د امنیت د راوستلو غوره لاره دا ده چې جنایتکارانو ته باید ژر تر ژره سزا ورکړل شي.‌ دا بې ګټې ده چې جنایتکاران او ترهګر په محبسونو کې وساتل شي.

ځواب ورکړئ