امنیت

په کابل کې د داعش د ټولنیزو رسنیو د چلوونکو له نېولو وروسته ددغې ډلې وړتیاوې کمزورې شوي

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی، د داعش یو ملاتړی په 'آنلاین جهاد' بوخت دی. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی، د داعش یو ملاتړی په 'آنلاین جهاد' بوخت دی. [آرشیف]

کابل -- د ملي امنیت ریاست په وینا، ددغه ریاست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د داعش شپږ غړي ونیول. دغو کسانو ته وظیفه ورکړل شوې وه چې د ټولنیزو رسنیو د سایټونو له لارې د یادې ډلې اجنډا ته وده ورکړي او نوي غړي استخدام کړي.

د ملي امنیت ریاست چارواکو وویل چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. یادو شپږو کسانو منلې چې پر فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام او ټیلیګرام یې د ټولنیزو رسنیو جعلي حسابونه کارول چې د افغان حکومت پر ضد تبلیغاتي کمپاین ترسره کړي او نوي کسان استخدام کړي.

د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې د ملي امنیت ریاست ځانګړيو واحدونو د داعش د ټولنیزو رسنیو اشتهاریان او استخداموونکي ونیول. تر دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د داعش د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کمپاین کوونکي نیول شوي ول.»

چارواکي وویل، نیول شویو غړو له ۶۰ څخه تر ۸۰ پورې د ټولنیزو رسنیو حسابونه لرل، او د هغوی وظیفه دا وه چې داعش ته وده ورکړي، د حکومت پر ضد تبلیغ وکړي، قومي اختلافات ژور کړي او د داعش لپاره ځوانان او زده کوونکي استخدام کړي.

دا عکس د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی چې یاده ډله په کې خپلو ملاتړو ته لارښوونه کوي چې څنګه د ټولنیزو رسنیو د پیغامونو د جوړولو او خپرولو له لارې تش په نامه 'خلافت' اعلان او مشهور کړي. [آرشیف]

دا عکس د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی چې یاده ډله په کې خپلو ملاتړو ته لارښوونه کوي چې څنګه د ټولنیزو رسنیو د پیغامونو د جوړولو او خپرولو له لارې تش په نامه 'خلافت' اعلان او مشهور کړي. [آرشیف]

دا عکس له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی چې داعش په کې په خپلو ملاتړو زور اچوي چې د هغوی تبلیغات په آنلاین ډول خپاره کړي. [آرشیف]

دا عکس له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی چې داعش په کې په خپلو ملاتړو زور اچوي چې د هغوی تبلیغات په آنلاین ډول خپاره کړي. [آرشیف]

چارواکي وویل، «دغو افرادو یو څه بریا ترلاسه کړې وه ځکه چې هغوی توانېدلي وو چې ځینې ځوانان وغولوي چې له یادې ډلې سره یوځای شي.»

د چارواکي په وینا، د ټولنیزو رسنیو دغه فعالان لومړی د اورپکو د ډلې له خوا استخدام شوي، او وروسته لوړو موقفونو ته پورته کړای شوي ول چې په کې هغوی د ټولنیزو رسنیو له لارې د داعش لپاره د استخدام چاره رهبري کوله.‌

چارواکي وویل، «د داعش د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو زمونږ عملیات جریان لري، او مونږ به زمونږ د عملیاتي پلانونو له مخې، د داعش ټول هغه غړي چې پر ټولنیزو رسنیو فعال دي، ونیسو او له منځه به یې وېسو.»

په عملیاتو کې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه احمد وصیل په دې هکله تفصیل ورکړ چې د داعش ګروپ څنګه فعالیت کاوه.

د ملي امنیت ریاست له خوا سلام ټایمز ته په رالېږل شوې یوه ویډیو کې هغه وویل، «ما دوه میاشتې مخکې د داعش د ټولنیزو رسنیو د یوه کمپاین کوونکي په توګه کار پیل کړ. ما سیم کارډونه اخیستي ول، او له ما څخه غوښتل شوي وو چې په ځانګړیو نومونو حسابونه جوړ کړم. ما د داعش په لارښوونه بېلابېل حسابونه جوړ کړل.»

وصیل وویل، «ما په هر سیم کارډ دوه حسابونه جوړ کړل، او د حکومت او نورو افغانانو پر ضد مې تبلیغاتي کمپاین کاوه.»

دا پېښه، څرګندوي چې که څه هم چې داعش خپل ټول قلمرو له لاسه ورکړی، او د هغه تش په نامه «خلافت» شړېدلی دی، څنګه د یادې ډلې او افراطیت پر ضد جګړه له پای ته رسېدلو څخه لیرې ده.

'په شا نه راتلونکې پایلې'

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه تحلیلګر عارف کیاني وویل، د داعش له خوا د ټولنیزو رسنیو له لارې د پروپاګند د هڅو ودرول د نویو غړو د استخدام د مخنیوي لپاره مهم دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«ترهګرې ډلې پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر شیطاني هدفونو د تعقیبولو له لارې د بیان ازادۍ څخه ناوړه ګټهاخلي.»

هغه وویل، «هغوی له ټولنیزو رسنیو څخه داسې استفاده کوي چې د دیني احکامو په غلط تفسیر سره خپل ترهګریز بریدونه توجیه کوي او خپلو راډیکال ستراتیژۍ او هدفونو ته پرې وده ورکوي.» کیاني زیاته کړه، هغوی همدارنګه «د جګړې په ډګرونو کې خپل ملاتړي او جنګیالي هڅوي، د حکومت په وړاندې نه اطاعت ته تبلیغ کوي، پیسې ټولوي او نوي ملاتړي متحرک کوي.»

هغه وویل، «فقر او د دیني احکامو غلط تفسیر د هغو لویو فکټورونو په ډله کې دي چې یادې ډلې ته دا فرصت ورکوي چې پر ټولنیزو رسنیو او عملي ژوند کې کسان استخدام کړي.»

په کابل کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر عزیز ستانکزي دا ومنله چې د داعش پر ضد عملیات د یادې ډلې له خوا یاغیتوب ته د ځوانانو د سوق د هدف مخه نیسي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ټولنیزې رسنۍ په سوریه او عراق کې د داعش لپاره یوه ښه وسیله وه ځکه هغو له یادې ډلې سره مرسته وکړه چې ډېر ماشومان او ځوانان استخدام کړي. دې ډلې هڅه کړې چې په افغانستان کې هم له دغه میتود څخه کار واخلي. نیول او د داعش د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د شبکې ویجاړول کولی شي چې د هغوی ستراتیژي ناکامه کړي.»

ستانکزي وویل، «مونږ د داعش د غړو د نیولو ستاینه کوو، او زه غواړم ځوانانو ته ووایم چې له داعش سره یوځای کېدل منفي او نه ستنېدونکې پایلې لري، او دا چې هغه ځوانان چې له یادې ډلې سره یوځای کیږي هغوی ترهګر، جنایتکاران او تخریبکاران دي.»

د ترهګریز پروپاګند مخه نیول

د کابل یوه ۳۰ کلن اوسېدونکي وحیدالله میرزایي وویل چې هغه د داعش له خوا د ټولنیزو رسنیو له لارې د استخدام لومړی لاس هڅې لیدلې دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«یو کال مخکې، ما ته په فېسبوک له بېلابېلو حسابونو څخه دوه ځلې د ملګرتیا بلنې راغلې، او ما د هغوی بلنې ومنلې، خو وروسته پوه شوم چې هغوی مستعار نومونه کاروي ځکه چې هغوی د داعش په ګټه پوسټونه کول.»

میرزایي وویل، «هغوی ماته درې ځلې په پښتو او دری او یو ځل په عربي کې پیغامونه راولېږل او له مانه یې مننه وکړه چې د هغوی د ملګرتیا بلنې مې ومنلې. د هغوی د پیغامونو په لوستلو سره، زه پوه شوم چې دغو کسانو یو هدف درلود. زه ووېرېدم ځکه ما فکر کاوه چې دا به زما ژوند له خطر سره مخامخ کړي، نو ما وار له واره هغوی بلاک کړل.»

هغه زیاته کړه، «هغه ځوانان چې نالوستي یا بې وزلي دي، کېدای شي چې هغوی په ټولنیزو رسنیو په اسانۍ سره د ترهګرو ډلو له خوا وغولېږي، او هغه د هغوی لپاره ناوړه پایلې لري. مونږ د ملي امنیت ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه غواړو چې د یادې ډلې د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو د بلاک کولو لپاره مناسب ګامونه واخلي څو هغوی ونشي کولی چې له دغو سایټونو څخه د ځان د ودې او استخدام لپاره کار واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مسئله دا ده چی حکومت غل ونیسي، ځانمرګی ونیسي، داعش ونیسي، طالب ونیسي لاکن بیرته معلومیږي نه چې آیا سزا هم ورکوي که نه یوازی د محبسونو وریژی او غوښې پرې خلاصوي. دا اکثر فساد د پاکستان له خوا راځي ځکه دغه ملک د سیمی او نړی لپاره د سرطان د دانی حیثیت لري.

ځواب ورکړئ