رسنۍ

د طالبانو غیر منسجم تبلیغات په دې ډله کې د درزونو په پراخولو کې مرسته کوي

د سلیمان او ای اېف پي راپور

یو افغان خبریال د سلواغې په ۱۷مه په کابل کې په میوند تلوېزیون سټېشن کې هغه پیغامونه ګوري چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورلېږلي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان خبریال د سلواغې په ۱۷مه په کابل کې په میوند تلوېزیون سټېشن کې هغه پیغامونه ګوري چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورلېږلي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغاني رسنیو فعالان او تحلیلګران وایي، د طالبانو په مرکو او بیان شویو موقفونو کې وروستي تناقضونه، چې یو پراخ لړ غلط معلومات په کې خپروي، په دغه ګروپ کې درزونه او وېشونه په ګوته کوي.

په کابل کې د سیاسي علومو یوه تحلیلګر سید حامد انوري سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا څرګند شوي ضد او نقیض نظرونه د دغې ډلې تر منځ د نظرونو او موقفونو درزونه او اختلافات ښیي،»

انوري وویل، «په ورته وخت کې، د مسایلو په هکله د طالبانو ضد او نقیض مرکې او موقفونه د یادې ډلې د غړو تر منځ د همکارۍ نشتوالی ښیي او ثابتوي چې طالبان د خپلو معلوماتو د کنټرولولو په برخه کې ستونزې لري،»

طالبان پخپله اعتراف کوي چې په منځ کې یې همغږي کمه ده او د خپلو روایاتو د کنټرول په برخه کې ستونزې لري.

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي تر قوماندې لاندې طالب جنګیالي د تېر لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي تر قوماندې لاندې طالب جنګیالي د تېر لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

د طالبانو یوې غټې سرچینې، چې د یاغیانو د رسنیو له څانګې سره اړیکې لري، ای اېف پي ته وویل، د اورپکو د رسنیو چارې کېدی شي چې ګنګسوونکي وي.‌

د لوړې کچې مرکې د رسنیو د څانګې له خبرېدلو څخه پرته ترسره شوي، چې په چټکۍ سره د مرکه شويو کسانو له هویت څخه انکار شوی او د مرکه شویو کسانو د هویت په هکله یې ګنګستیا او حیراني رامنځته کړې او دا پوښتنه یې رامنځته کړې چې آیا هغه کولی شي چې په ریښتیا سره د طالبانو په استازیتوب خبرې وکړي. د طالبانو د مشکوکو منابعو له خوا رسنیو ته ډېر ځلې نه تایید شويو معلوماتو لاره کړې ده.

اکثر وختونه په ټولنیزو رسنیو غیر مجاز یا جعلي حسابونه غوړېږي، په داسې حال کې چې د هغوی رسمي فیسبوک پاڼې او ټوېټر حسابونه په منظمه توګه د دې لپاره بندول کیږي چې تر یوه بل نامه لاندې بیا کار پیل کړي.

حتی د رسمي ویاند، ذبیح الله مجاهد، په هکله په پراخ ډول شک کیږي چې نه یوازې یو سړی نه دی بلکې دا یو شریک نوم دی چې د طالبانو د رسنیو څانګه یې د اعلامیو د خپرولو لپاره کاروي.

د اورپکو منبع وویل، د طالبانو رهبري یو شمېر جیګپوړو اورپکو ته، چې د یادې ډلې د رسنیو د ستراتیژۍ مسؤلیت پر غاړه لري، حکمونه ورکوي.

هغوی د پښتو، دری، انګلېسي، اردو او عربي په پنځو بېلابېلو ژبو کې کار کوي -- چې په لسګونو رضاکاران ورسره د مولټي میډیا محتویاتو په برابرولو کې همکاري کوي. چاپي رسنۍ یې هغه کلیوال خلک په نښه کوي چې موبایل فونونه نه لري، په داسې حال کې چې تبلیغاتي ویډیوګانې او ترانې یې بې سوادانو ته ور رسېږي.

د مرکزیت نشتوالی

په کابل کې د رسنیو یوه تحلیلګر او د رڼا پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد حارث جمالزاده سلام ټایمز ته وویل، «حقیقت دا دی چې د طالبانو د ډلې غړي د معلوماتو یو ګډ مرکز نه لري او نشی کولی چې د خپلو معلوماتو بهیر کنټرول کړي... او له همدې امله هغوی یوه ورځ په یوه مرکه کې یوه خبره کوي او په بله ورځ یې ردوي،»

جمالزاده وویل، «د طالبانو د ډلې یو شمېر غړو له رسنیو سره په خپلو مرکو کې ډېر وختونه داسې نظرونه ښودلي چې د هغوی مشران ورسره موافق نه دي، او وروسته مونږ لیدلي چې د طالبانو ویاندان له هغو نظرونو سره، چې د طالبانو د ډلې دغو غړو ښودلي دي، اختلاف ښودلی دی،»

هغه وویل، «د مثال په توګه، د سولې یوه مرکچي عباس ستانکزي په خپله یوه مرکه کې وویل چې د سولې له رامنځته کېدلو څخه وروسته باید افغان ملي اردو منحل کړای شي، خو لږ وروسته،‌ هغه خپل لومړی نظر رد کړ،»

جمالزاده وویل، «دې ته ورته، د طالبانو د ډلې یوه غړي رویټرز ته ویلي وو چې ملا برادر نشي کولی چې قطر ته سفر وکړي، خو هغه قطر ته لاړ. دا ټول مثالونه ښیي چې د طالبانو تر منځ همغږي نشته او دا چې هغوی د خپلو معلوماتو په کنټرولولو کې ډېرې ستونزې لري.»

په کابل کې د دفاع وزارت پخواني ویاند او د پوځي چارو تحلیلګر جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان یوه مستقله ډله نه ده،»

هغه وویل، «ګاونډیو هېوادونو او استخباراتي ادارو پورې د طالبانو ارتباط د دې مخه نیولې چې هغوی خپل مستقل نظرونه څرګند کړي، او هغوی د خپلو معلوماتو په کنټرولولو او وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د هغوی ملاتړ کوونکي هغوی ته مشوره ورکوي چې هغوی باید څه موقف غوره کړي...‌او دغه ارتباط لرل د دې سبب شوي چې هغوی متناقض پیغامونه وړاندې کړي.»

ټول دروغ

وزیري وویل، «دا چې طالبان د جګړې په ډګر کې ناکام شوي دي، هغوی تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې ده. هغوی په خپلو وېب سایټونو او د پروپاګند په انټرنټي پاڼو غلط او د مبالغې معلومات خپروي،»

د ژورنالېزم استاد جمالزاده وویل، له دغو غلطو معلوماتو څخه داسې استفاده کیږي «چې د هغوی تبلیغاتي جنګ ته وده ورکړي او د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړي،‌ او هغوی دا طریقه د جګړې په ډګر کې د خپلو جنګیالیو د مورال د لوړولو لپاره کاروي،»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر سکندر اصغري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د غلطو او لافو وهلو د معلوماتو په خپرولو سره رواني جنګ پرمخ بیایي،»

هغه وویل، «دا ګروپ د افغانستان په ورانولو کې ښکېل دی، په خپلو اعلامیو کې او خبري وېب سایټونو غلط خبرونه خپروي، او د خپل قوت په هکله مبالغه کوي،»

اصغري زیاته کړه، «د اسلام لپاره د خلکو له احساساتو څخه د استفادې لپاره، طالبان تل په خپلو رسنیزو اعلامیو کې ادعا کوي چې بهرنيو یا افغان ځواکونو په دیني مدرسو، جوماتونو او د ملکي خلکو په کورونو بمبار کړي دي،»

هغه وویل، «خو وروسته، مونږ ګورو چې هغه ودانۍ چې بمونه پرې ورول شوي وي، د طالبانو د روزنې مرکزونه او بېسونه وي. همدارنګه هغوی د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په دروغو د امنیتي منسوبینو د وژلو ادعاوې کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله چه امریکا په اردوی ملی معاش بند کری نو فلج به شی دستانکزی د خبرو مفهوم. محترمه ملا برادر قطر ته په اخری ساعتونو کی بدون له پاسپورت په دربس طیاره که د قطر هیواد لخوا سپشل بیول شوی

ځواب ورکړئ