رسنۍ

سپوتنیک 'د غلطو معلوماتو د خپرولو' له امله د رسنیو په نړۍ وال کانفرانس کې له ګډون څخه منع شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

د روسیې د رسنیو لوی آنلاین خبري اژانس سپوتنیک ته د غلطو معلوماتو او اوازو د خپرولو له امله ډېره ګوته نیول کیږي. [سپوتنیک]

د روسیې د رسنیو لوی آنلاین خبري اژانس سپوتنیک ته د غلطو معلوماتو او اوازو د خپرولو له امله ډېره ګوته نیول کیږي. [سپوتنیک]

لندن -- د روسیې سپوتنیک او آر ټي خبري اژانسونه «د غلطو معلوماتو په خپرولو کې د هغوی د فعال رول لرلو» له امله په لندن کې د رسنیو د ازادۍ په هکله جوړ شوی نړۍ وال کانفرانس څخه منع کړای شول.

په دې غونډه کې چې له کاناډا سره په ګډه یې کوربه توب کیږي، خواوشا ۶۰ وزیرانو او ۱۰۰۰ ژورنالستانو او د مدني ټولنې غړو د چارشنبې - پنجشنبې په ورځو (د چنګاښ ۱۹ - ۲۱مه) برخه واخیستله.

د برتانیا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې وویل، « مونږ آر ټي یا سپوتنیک معتبر ونه بلل ځکه چې هغوی د غلطو معلوماتو په خپرولو کې فعال رول لوبوي.»

«که څه هم چې دا ممکنه نه ده چې ټولې غوښتنې د اعتبار لپاره په پام کې ونیول شي، د روسیې په شمول د نړۍ له بېلابېلو رسنیو څخه ژورنالستان په دغه کانفرانس کې برخه لري.»

په عکس کې، د روسیې د دولتي آر ټي رسنۍ سټنډ د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۳ مه د سینټ پیترزبرګ په نړۍ وال اقتصادي فورم کې لیدل کیږي. [کیریل کودریاوستوف/ای اېف پي]‌

په عکس کې، د روسیې د دولتي آر ټي رسنۍ سټنډ د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۳ مه د سینټ پیترزبرګ په نړۍ وال اقتصادي فورم کې لیدل کیږي. [کیریل کودریاوستوف/ای اېف پي]‌

د لندن د کانفرانس تنظیموونکی وایي، تمه ده چې د دروغو د خبرونو په شمول د رسنیو د ازادۍ د مسئلې په رابطه نړۍ والې خبرې اترې او همکارۍ زیاتې شي.

د غلطیو اوږده تاریخچه

د سپوتنیک او آر ټي په څېر روسي د رسنیو چینلونه د د دروغو د خبرونو او غلطو معلوماتو په خپرولو کې یو غټ ریکارډ‌ لري.

په افغانستان کې، چارواکي او د رسنیو کتونکي وایي چې روسي خبري چینلونه دروغ او تحریفونه خپروي او هڅه کوي چې د هغوی په هېواد کې د نفاق تخم وکري.‌

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس او په را روانو انتخاباتو کې د افغان ولسمشر اشرف غني د ټیم اوسني ملګري تېر کال د یاد اژانس له خوا د هغه په هکله د دروغو د خبرنو له خپرولو څخه وروسته وویل چې سپوتنیک افغانستان «په پراخه کچه د دروغو خبرونه، دروغ، پروپاګند او ګومانونه» خپروي.

نورو افغان چارواکو او د رسنیو کتونکیو ویلي چې د رسنیو دغه روسۍ سرچینه داسې 'خبرونه' خپروي چې ژورنالستیکو اصولو لکه کره توب او صحت ته پام نه کوي.

د رنډ شرکت (RAND Corporation) د ۲۰۱۶ د یوې څېړنې له مخې، آر ټي او سپوتنیک «که څه هم چې د صحیح خبري پروګرامونو فارمټونه لري، لاکن د حقیقت په اساس ولاړ ژورنالیزم پر ځای تر ډېره د ساعت تېرۍ او غلطو معلوماتو یوه ګډوله وړاندې کوي».‌

د روسي رسنیو راپورونه حتی دومره وړاندې تللي چې له فعالانو سره جعلي مرکې ترسره کوي څو داسې یو انځور وړاندې کړي چې د کریملېن لپاره په زړه پورې وي.‌

د روسیې له بې شرمانه هڅو څخه یو هغه پروپاګند وو چې په کې یې د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې په سوریه کې د کېمیاوي وسلو د برید په هکله غلط معلومات وړاندې کړل څو د کریملېن له خوا د حمایه کېدونکي سوریایي رژیم په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

د کریملېن د غلطو معلوماتو کمپاینونه ان ټولنیزو رسنیو ته وتلي دي.‌

د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې، فېسبوک له فېسبوک او انسټاګرام څخه د یوې روسیۍ «اجرتي تبلیغاتي ادارې» په زرونو حسابونه لیرې کړل.‌ په یاده اداره باندې تور لګېدلی چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د عامو خلکو په نظریاتو باندې د نفوذ کولو هڅه کوي.

د سلواغې په میاشت کې، فېسبوک له ۵۰۰ څخه ډېرې نورې پاڼې، ګروپونه او حسابونه چې په روسیه کې جوړ شوي ول او په قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان کې د ناوړه نفوذ په عملیاتو کې ښکېل ول، لیرې کړل.

د کب په میاشت کې، فېسبوک ۲۶۰۰ نورې پاڼې، ګروپونه او حسابونه لیرې کړل او ویې ویل چې هغوی په فېسبوک او انسټاګرام په منظم ناوړه نفوذ کې لاس درلود.

د فېسبوک د هغه وخت د سایبر سیکیوریټي پالیسۍ رییس نتانیل ګلایچر وویل چې د دغو فېسبوک پاڼو، ګروپونو او حسابونو له جملې څخه خواوشا ۲۰۰۰ روسیې پورې اړه لرله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما پخپله څو میاشتې مخکې د هغوی پاڼه انلایک کړه ځکه چې هغوی د افغانستان د حکومت او د خلکو د ذهنیت پر ضد تبلیغات کول.‌

ځواب ورکړئ