رسنۍ

د داعش د یو وخت پیاوړې رسنۍ اوس کمزورې شوي دي

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر راپور

د داعش له خوا د لیندۍ په ۲۲مه په ټیلیګرام خپور شوی یو عکس د یادې ډلې د جنګیالیو یو ګروپ ښیي چې په سوریه کې د یوه سمارټ فون په چاپېر ورټول شوي دي. [آرشیف]‌

د داعش له خوا د لیندۍ په ۲۲مه په ټیلیګرام خپور شوی یو عکس د یادې ډلې د جنګیالیو یو ګروپ ښیي چې په سوریه کې د یوه سمارټ فون په چاپېر ورټول شوي دي. [آرشیف]‌

د داعش پر ضد روانو نظامي،‌ ایډیالوژیکو او انټرنټي مبارزو د دغه ګروپ رسنیزو وړتیاو ته سخت زیان ور رسولی، ځکه د نویو خپرونو حجم په پام وړ توګه کم شوی دی.

د مصر د الولید د مطالعاتو او ساحوي څېړنو مرکز د رسنیو د نوي ډیپارټمنټ رییس ماذن ذکي وویل، «د داعش د رسنیو ماشین له ښکاره او سختې کمزورۍ سره مخامخ شوی دی، او دا حالت په ټولو هغو رسنیو کې لیدل کیږي چې دغې ډلې به پخوا ترې کار اخیسته،»

هغه وویل، په دې کې هغه د ټولنیزو رسنیو سایټونه او آنلاین فورمونه شامل دي چې یادې ډلې به ترې خپل سمعي بصري مواد، او همدارنګه اونیزې یا میاشتنۍ مجلې خپرولې.

هغه وویل، «د دبیق مجلې او البیان اخبار په شمول ډېر یې له یو کال څخه ډېر وخت راهیسې ورک شوي دي،» او زیاته یې کړه چې له الفرقان میډیا فاونډېشن، اعماق، العقاب آنلاین فورم او د منتدیات الملاحم والفتن فورم څخه د هغوی خپرونې کمې شوي دي.‌

د داعش له خوا د لیندۍ په ۲‍۱مه په ټیلیګرام خپور شوی یو د ټیټ‌ کیفیت عکس د هغوی یو جنګیالی د سوریې په هجین کې د هغوی د وروستي مقاومت په ترڅ کې په یوه موقت موټر کې ښیي.‌ پخوا، دغې ډلې دا وړتیا لرله چې د خپلو جنګونو ډېرې ویډیوګانې خپرې کړي، خو هغه تر ډېره د ټیټ کیفیت عکسونو ته راټیټ‌ شوی دی. [آرشیف]

د داعش له خوا د لیندۍ په ۲‍۱مه په ټیلیګرام خپور شوی یو د ټیټ‌ کیفیت عکس د هغوی یو جنګیالی د سوریې په هجین کې د هغوی د وروستي مقاومت په ترڅ کې په یوه موقت موټر کې ښیي.‌ پخوا، دغې ډلې دا وړتیا لرله چې د خپلو جنګونو ډېرې ویډیوګانې خپرې کړي، خو هغه تر ډېره د ټیټ کیفیت عکسونو ته راټیټ‌ شوی دی. [آرشیف]

هغه وویل، «دغه رسنۍ وخت په وخت خپل آی پي ادرسونه بدلوي چې د له کاره غورځولو یا بلاک کېدلو مخه یې ونیسي، «خو د دغسې سایټونو پر ضد د نړیوالو عملیاتو له امله نور دا کار اسان نه دی».‌

ذکي وویل، د ټولنیزو رسنیو د همکارۍ له برکته د ترهګرۍ پر ضد سایبري هڅې، چې آنلاین مواد څاري، ګټورې ثابتې شوي دي. د دغو هڅو په ترڅ کې په سلګونو زره هغه جعلي او اصلي اکاونټونه، چې د داعش تبلیغاتي مواد خپروي، ډیلېټ یا بلاک شوي دي.

هغه وویل، «دغه کار د استخدام په هغو شبکو باندې سرچپه تاثیر وکړ چې داعش درلودل، چې په ترڅ کې یې د استخدام عملیات او د نویو استخدامېدونکیو کسانو شمېر ډېر کم شو،»

'بشپړ کمی'

د لندن په کېنک کالج کې یوه څېړونکي، چارلي وېنټر، چې له کلونو راهیسې یې د داعش مواصلات مطالعه کول،‌ د روان کال په لومړیو کې وویل، چې په ۱۳۹۴ کال کې هغه وخت، چې داعش په عراق او سوریه کې په نژدې اوه میلیونو خلکو باندې حاکمیت درلود، د هغوی پروپاګند کوونکیو له لوېدیځې افریقا څخه نیولې تر افغانستان پورې له ۳۸ بېلابېلو رسنیزو ادارو څخه مواد تولیدول.

خو اوس، د دغو رسنیو اکثرې چوپ دي.‌

د قاهرې پوهنتون د رسنیو د پوهنځي پروفیسر حسن عفیفي وویل، د داعش د رسنیو ماشین د ګڼو فکټورونو په نتیجه کې کمزوری شو، چې لومړی یې د هغه قلمرو ور ټولېدل او کمېدل وو چې داعش په سوریه او عراق کې د کنټرول لپاره ترې کار اخیست.‌

هغه وویل، د دې په نتیجه کې د رسنیو مواد، لکه هغه منظم تازه معلومات چې یادې ډلې په ساحه کې د خپلو مهارتونو د پیاوړي کولو په مقصد د پست کولو لپاره استعمالول او د نویو جنګیالیو د استخدام په هکله معلومات کم شول.

عفیفي وویل، چې د داعش پر ضد پیل شوې نظریاتي مبارزې هم اغېز پیل کړی دی، او یادونه یې وکړه چې،‌ «د ټولنیزو شبکو سایټونه او آنلاین فورمونه داسې پراخ روښانوونکي مواد خپروي چې د یادې ډلې دروغ لوڅوي او هغه ادعاوې ردوي چې هغوی پرې د ځوانانو ذهنونه وینځل».

هغه وویل، د داعش د رسنیز ماشین د کمزورتیا تر ټولو روښانه شاخص «دا دی چې طرحه او کیفیت یې کمزوری شوی او په وروستیو وختونو کې په ډېر کم شمېر کې خپرېږي».

هغه وویل، «د خپرونو نژدې ارزونه یې ښیي چې دغه ګروپ هغه قوت او دقت بایللی چې یو وخت یې درلود، ځکه چې ویډیوي خپرونې یې کمې شوي او هغه چې خپرېږي کیفیت یې کمزوری دی،»

هغه زیاته کړه،‌ دا هم د یادونې ده چې د هغو اعلامیو په صدور کې یې ځنډ راغلی چې په کې داعش د ترهګریزو فعالیتونو مسؤلیت پر غاړه اخلي، او د عربي او انګلېسي دواړو ژبو په خپرونو کې یې ګرامري او ټایپي تېروتنې لیدل کیږي.‌

هغه وویل، «دا ښیي چې د کارپوهانو پخوانی ګروپ نور فعال نه دی او دا چې داعش د رسنیزو موادو د تولید په برخه کې له غیر مجربو کسانو څخه کار اخلي،»

د داعش د پروپاګند د مرکزونو له لاسه ورکول

د امنیتي چارو پوه او د پوځي چارو تحلیلګر،‌ تورن جنرال عبدالکریم احمد، چې د مصر له اردو څخه تقاعد شوی وویل، په سوریه او عراق کې په پراخو سیمو د دغه ګروپ کنټرول هغوی ته دا اسانتیا ورکړې وه چې په وروستۍ ټکنالوجۍ سمبال رسنیز مرکزونه جوړ کړي.

هغه وویل، داعش «سایبري فضا په داسې پراخو تبلیغاتي موادو ډکه کړې وه چې په کې د هغوی د فتحو او د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو په هکله معلومات خپرېدل».‌

هغه وویل، دغه کار له هغوی سره مرسته وکړه چې خپل نفوذ پراخ کړي او دا وړتیا یې غښتلې کړي چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ځوانان استخدام کړي.

احمد وویل،‌«خو، وضعه وروسته له هغه بدله شوه چې د یادې ډلې له خوا کنټرولېدونکې سیمې د هغو سیمو ۲٪ تهورټولې شوې چې هغوی په ۱۳۹۴ کال کې پرې حاکمیت درلود،»

هغه وویل، داعش د هغوی له رسنیزو مرکزونو څخه لیرې کړای شو، چې دغه کار د هغوی تخنیکي وړتیاوې کمزورې کړې.‌

هغه وویل، «د دغه ګروپ د ماتو په هکله خبرونه، له هغو سیمو څخه د هغوی د کسانو تېښته، چې یو وخت هغوی پرې حاکمیت درلود او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هغوی تعقیب، اوس د نړیوالو خبرونو د سر ټکي جوړوي،»

احمد وویل، دا د پروپاګند ضد مواد دي چې داعش نشي کولی ځواب یې ووايي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یهودو او نصارو په نجسو فرقو دې د خدای لعنت وي.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې دا جنګ تر یوه حده بریالی وو. که رسنۍ کنټرول یا محدودې شي، د دې چانسونه شته چې هغوی به د هغو په فالیتونو باندې مدیریت ونه لري. څه دلیل وو چې داعش یې په یوه سیمه ییز قدرت باندې تبدیل کړ؟ د سیمې هغه هېوادونه، چې په دغو بشرضد فعالیتونو کې لاس لري، باید په ګوته شي، چې د دغې ډلې پر ضد جګړه کې ښه نتایج ترلاسه شي.‌

ځواب ورکړئ