تروريزم

د دبیق له ماتې وروسته، داعش «رومیه» پیل کړه

د ولید ابوالخیر لیکنه، قاهره

د داعش د پروپاګند په یوه تازه مجله «رومیه» کې، له یوې خپرې شوې لیکنې سره راغلی یو خفه کوونکی عکس یو پلار ښیي چې خپل زوی ته دا ورښیي چې توپک څنګه ونیسي. د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې، ماشومانو ته داسې نظریه ورکول کیږي چې د جګړه مارو راتلونکی نسل جوړ کړي.

د داعش د پروپاګند په یوه تازه مجله «رومیه» کې، له یوې خپرې شوې لیکنې سره راغلی یو خفه کوونکی عکس یو پلار ښیي چې خپل زوی ته دا ورښیي چې توپک څنګه ونیسي. د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې، ماشومانو ته داسې نظریه ورکول کیږي چې د جګړه مارو راتلونکی نسل جوړ کړي.

دمشق -- په سوریه کې د دبیق د سمبولیک ښارګوټي، او همدارنګه د ښه کیفیت کاغذ لرونکې تبلیغاتي مجلې له لاسه ورکولو څخه وروسته، د داعش مطبوعاتي ماشین په چټکۍ سره د «رومیه» په نامه یوه نوې مجله پيل کړه.

کارپوهانو دیارونا ورځپاڼې ته وویل، داسې ښکاري چې نوې مجله به د «دبیق» ځای ونیسي، او زیاتوي چې د دبیق له ماتې څخه وروسته له وضاحت پرته ودرول شوه.

هغوی وویل، په داسې حال کې چې دا ډله په سوریه او عراق کې ځمکه له لاسه ورکوي، بلې خوا ته بیا هڅه کوي چې د «رومیه» د نوي عنوان له لارې، چې د روم تاریخي عربي نوم دی، ځان ته په نړیواله کچه وده ورکړي.

هغوی وویل، دا مجله «د داعش د اروپایي عناصرو لپاره یو نوی سمبول» په ګوته کوي، او وایي چې هغه د انګلیسي، عربي، فرانسوي، ترکي، جرمني، پښتو، ترکستاني او اندونیزیایي په شمول په بېلابېلو ژبو خپرېږي.

د داعش د پروپاګند د تازه مجلې «رومیه» د لومړۍ ګڼې پر پوښ د ویاند ابومحمد العدناني عکس دی، چې په وروستیو وختونو کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. د دې هڅو په لړ کې چې د داعش له خوا د دبیق د سمبولیک ښار له لاسه ورکولو څخه پام بلې خوا واړول شي، د پروپاګند د مجلې په دې نامه نومولو سره، یادې ډلې د «رومیه» په نامه یو بل عنوان پیل کړ، چې په نړۍ کې کمزورو «یوازې لېوانو» یا هغو کسانو ته چې په انفرادي توګه حملې کوي معلومات ور ورسوي.

د داعش د پروپاګند د تازه مجلې «رومیه» د لومړۍ ګڼې پر پوښ د ویاند ابومحمد العدناني عکس دی، چې په وروستیو وختونو کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. د دې هڅو په لړ کې چې د داعش له خوا د دبیق د سمبولیک ښار له لاسه ورکولو څخه پام بلې خوا واړول شي، د پروپاګند د مجلې په دې نامه نومولو سره، یادې ډلې د «رومیه» په نامه یو بل عنوان پیل کړ، چې په نړۍ کې کمزورو «یوازې لېوانو» یا هغو کسانو ته چې په انفرادي توګه حملې کوي معلومات ور ورسوي.

د مجلې د نامه له بدلېدا او د نویو ژبو له زیاتېدا سره سره، د هغې محتویات تر ډېره د پخوا په څېر ښکاري، البته، د شریعت په هکله د داعش تعبیر وړاندې کوي، د هغوی د «خلافت» عقیدې ته پراختیا او د جنګیالیو استثمار ته یې وده ورکوي.

د دبیق د ماتې کم ښودنه

د مصر د الولید د مطالعاتو او ساحوي څېړنو په مرکز کې د رسنیو د ډیپارټمنټ رییس ماذن ذکي وویل، د خپلواکۍ د ځواکونو له خوا د دبیق له نیولو څخه وروسته، «داعش ځان په داسې حالت کې وموند چې دې ته یې ډېر او ډېر ضرورت درلود چې په نوي نامه یوه نوې مجلې راوباسي چې ځان د دبیق له جنجال نه خلاص کړي.»

هغه دیارونا ورځپاڼې ته وویل، دغه ګروپ له خپلو جنګیالیو او ملاتړو څخه غوښتل چې د دبیق ماتې ژر تر ژره هېره کړي. هغوی دغه شمالي ښارګوټي ته ډېر زیات ستراتیژیک او د مذهبي اهمیت تبلیغ کړی وو.

ذکي وویل، د نوې مجلې هدف دا دی چې «رسنیز پروپاګند بیا احیا کړي او داسې هڅه وکړي چې د خپلو کسانو مورال، په ځانګړې توګه له هغو دردناکو ناکامیو څخه چې دغه ګروپ ورسره دا مهال په سوریه او عراق کې مخامخ دی، لوړ کړي.»

ذکي وویل، «رومیه» هڅه کوي چې د هغو جنګیالیو د خبرو له لارې چې ادعا کوي چې مرکې یې ورسره کړي دي او وایي چې «د کافر غرب پر ضد به انتقامي عمل وکړي» د دبیق د ماتې اهمیت راکم کړي.

هغه وویل، مجله د شریعت اړوند داسې مقالو، او تازه پېښو باندې ډکه ده چې هغوی له هغو بېلابېلو سیمو څخه راټولې کړي چې د داعش له خوا کنټرولیږي او هغوی ورته د «دولت» لفظ کاروي.

هغه وویل، په لومړۍ ګڼه کې د داعش «د اطلاعاتو د وزیر» ابومحمد العدناني عکس راغلی وو، چې د اګست په میاشت کې په شمالي سوریه کې ووژل شو. همدارنګه په هغې کې «د یو شمېر ویډیوګانو لست راغلی دی چې د هغو کسانو استثمار منعکسوي چې مجله یې مجاهدین بلي.»

په مجله کې همدارنګه د داعش د شکایتونو د ادارې رییس سره یوه مرکه هم شته، چې ادعا کوي چې دغه ډله په ټولو هغو شکایتونو باندې غور کوي چې ورته راځي. هغه وایي چې په دې کې «هغه شکایتونه هم شامل دي چې ملکي خلک او بندیان یې ورسپاري.»

ذکي زیاته کړه، «د هغوی هدف دا دی چې داسې یو فکر خپور کړي چې دغه تش په نامه دولت په خپل قلمرو کې عدالت ته هم پام کوي.»

په ښه توګه خپور شوی پروپاګند

د قاهرې پوهنتون د رسنیو پروفیسر حسن عفیفي وویل، د داعش مجله د الحیات میډیا سنټر له خوا خپرول کیږي. دغه مرکز د دبیق، دارالاسلام او قسطنطینیه (په ترکي ژبه) او النباء اخبار په شمول د داعش نورې خپرونې هم خپروي.

هغه دیارونا سره په خبرو کې وویل، «دغه مجلې د تولید له مخې د هغو په عصري بڼه سمبالتیا او مسلکي کیفیت له امله د یاد وړ دي»، او داسې طرحه شوي دي چې د دغه ګروپ ایډیالوجۍ ته وده ورکوي او په بالفعل ډول کسان د استخدام کېدلو لپاره ورجلبوي.

عفیفي وویل، دغه خپرونې په پي ډي اېف فارمټ کې وړاندې کېږي څو وکولی شي چې په اسانۍ سره چاپ او هغو سیمو کې ووېشل شي چې هلته انټرنټ ته لاسرسی محدود وي، په داسې حال کې چې خپرونکي یې په دې لټه کې دي «چې تر ممکن حده ډېر شمېر ملکي خلکو ته یې ور ورسوي.»

هغه وویل، «رومیه» د داعش نورو خپرونو په څېر نه ده ځکه دا لږ تر لږه په ۸ ژبو خپرېږي.

هغه یاده کړه، دغه مجله «د هغې د رنګونو، تولیدي تخنیکونو او هغې طریقې له امله چې عنوانونه یې په روښانه ډول چاپېږي، په ځانګړې توګه هغه عنوانونه چې د ګروپ د مشرانو او امیرانو نومونه په کې ذکر شوي دي، سترګې راښکونکې ده.»

د ترهګر ګروپ د چارو پوه تورن جنرال یحی محمد علي چې یو متقاعد مصری پوځي افسر دی وایي، داعش د «رومیه» په شمول، د بېلابېلو رسنیزو چینلونو له لارې، د غربیانو پر ضد خلک داسې تحریکوي چې هغوی «کافران» دي.

هغه دیارونا ته وویل، دا عقیده «په یوازې سر حملو کوونکیو ته» ورکول کیږي، او یاده یې کړه چې هغه افراد چې ترهګریزې حملې ترسره کوي اکثر وختونه د یوه خوشه یي جوړښت په توګه عمل کوي، خو هغوی د خوشې له سر نه ناخبره وي.

هغه وویل، د ګروپ ځانګړي «یوازې حمله کوونکي» به دغه مجله ولولي، په داسې حال کې چې د هغو کسانو لپاره چې له داعش څخه بهر دي، هدف دا دی چې «د خلکو تر منځ وېره خپره کړي او د هغو هېوادونو دننه داخلي تاوتریخوالی جوړ کړي چې د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف کې برخه اخلي.»

په منظمه توګه د نظریاتو اړول

د مذهبي چارو د وزارت شیخ راجه صبري وویل، هغه ایډیالوجي چې داعش یې اسلام ته نسبت ورکوي سم صاف ارتداد دی، «د هغوی هدف دا دی چې د کمزورو خلکو په زړونو کې وېره خپره کړي او هغه کسان چې ذهنونه یې کمزوري وي خپلو لیکو ته جلب کړي،»

هغه دیارونا ته وویل، «داسې ښکاري چې داعش له هرې ماتې نه وروسته چې هغوی ورسره مخامخ کیږي خپلې هغه نظریې بدلوي چې هغوی وده ورکوي. د مثال په توګه، مونږ د دبیق په له لاسه ورکولو سره د دبیق د سمبول مکمله ړنګېدا ولیدله.»

هغه وویل، دغې ډلې دې نظر ته سخت انکشاف ورکړی وو چې دبیق د قیامت د هغې جګړې لپاره محوري حیثیت لري چې نړۍ به پرې ختمه شي، خو اوس یې د «رومیه» اصطلاح انکشاف ته پام وراړولی دی، چې د روم عربي نوم دی.

هغه وویل، «دا ممکنه ده چې دغه اصطلاح د مجلې له محتویاتو سره وتړل شي، هغه محتویات چې وایي هغه کسان چې په غربي هېوادونو کې دي او دوی یې کافر ګڼي ووژل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500