تروريزم

د داعش ملاتړي په انټرنټ کې یو پر بل د خیانت تورونه لګوي

د خالد الطائي راپور

د عراقي هکرانو یوه ډله، چې ځانونه داعشګرام بولي، د ۱۳۹۶ د لړم له میاشتې راهیسې د داعش آنلاین خپرونې او چینلونه هک کوي څو د دغه افراطي ګروپ رسنۍ د هغو د تعقیبوونکیو په منځ کې کمزورې کړي. [آرشیف]‌

د عراقي هکرانو یوه ډله، چې ځانونه داعشګرام بولي، د ۱۳۹۶ د لړم له میاشتې راهیسې د داعش آنلاین خپرونې او چینلونه هک کوي څو د دغه افراطي ګروپ رسنۍ د هغو د تعقیبوونکیو په منځ کې کمزورې کړي. [آرشیف]‌

بغداد، عراق -- په آنلاین بڼه یا د انټرنټ له لارې داسې ښکاري چې د داعش په لیکو کې سخت وېشونه رامنځته شوي، چې په کې د دغې ډلې غړي او خواخوږي خپلې داخلي ګیلې او شکایتونه په آنلاین بڼه خپروي.

په دې لړ کې له ښکاره خیانت څخه نیولې تر داسې تورونو پورې شامل دي چې مشخص شمېر افراد د بهرنیو استخباراتي ادارو لپاره کار کوي، او په ګډه یې د دښمنۍ او بې اعتمادۍ فضا رامنځته کړې ده.‌

د تورونو شدت هغه وخت ډېر زور واخیست، چې د النبأ د اونیزې مجلې په شمول آنلاین خپرونې، د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د عراقي هکرانو د یوې ډلې له خوا، چې ځانونه د «داعشګرام»‌ په نامه یادوي، هک شوې.

داعشګرام د تېر لړم په میاشت کې د داعش پر ضد خپل آنلاین عملیات پیل کړل.

د داعش ملاتړو په ټیلیګرام باندې د «سلیلة العظماء، زهري مار» تر عنوان لاندې یوه اوږده لیکنه خپره کړې، چې په کې هغوی په «سلیلة العظماء»، چې یوه سعودۍ ښځه ده چې د داعش په منځ کې له یادې ډلې څخه د هغې د پخواني ملاتړ له امله ډېره مشهوره ده، تور لګولی چې جاسوسه ده، د داعش په هکله غلط خبرونه خپروي او هڅه کوي چې دغه ګروپ بې ثباته کړي او د غړو تر منځ نفاق رامنځته کړي.

د داعش ملاتړو په ټیلیګرام باندې د «سلیلة العظماء، زهري مار» تر عنوان لاندې یوه اوږده لیکنه خپره کړې، چې په کې هغوی په «سلیلة العظماء»، چې یوه سعودۍ ښځه ده چې د داعش په منځ کې له یادې ډلې څخه د هغې د پخواني ملاتړ له امله ډېره مشهوره ده، تور لګولی چې جاسوسه ده، د داعش په هکله غلط خبرونه خپروي او هڅه کوي چې دغه ګروپ بې ثباته کړي او د غړو تر منځ نفاق رامنځته کړي.

هکرانو په خپل تر ټولو وروستي برید کې، داسې یو اکاونټ هک کړ چې د النبأ مجله یې خپروله، چې د ګروپ په لیکو او د هغوی د آنلاین ملاتړو په منځ کې یې غوغا رامنځته کړه.‌

هغو کاروونکيو، چې له جعلي اکاونټ څخه یې فایل ترلاسه کړ، د داعش د مشر ابوبکر البغدادي داسې یو عکس ترلاسه کړ چې نیمه لوڅې ښځې پرې چاپېرې وې.

د عکس دپاسه عنوان کې لیکل شوي وو، «خلیفه ۱۶مې دورې ته د داعش د فوټبال د ټیم بریا لمانځي،» چې ظاهره یې اشاره نړیوال جام ته وه.‌

د البغدادي تر بل عکس لاندې لیکل شوي وو، «د تیارو واکمن راپورته کیږي».

که څه هم چې د دغه برید مسؤلیت داعشګرام اخیستی دی، د داعش ملاتړو په ټیلیګرام یوه اوږده لیکنه خپره کړې چې په کې یې په «سلیلة العظماء»، چې یوه سعودۍ ښځه ده او د داعش په منځ کې له یادې ډلې څخه د هغې د پخواني ملاتړ له امله ډېره مشهوره ده، د هک کولو تور لګولی دی.

دغه تریخ انتقاد، چې د «سلیلة العظماء، زهري مار» تر عنوان لاندې خپره شوې، په العظماء باندې تور لګوي چې جاسوسه ده، د داعش په هکله غلط خبرونه خپروي او هڅه کوي چې دغه ډله بې ثباته کړي او د غړو تر منځ د نفاق تخم وکري.

العظماء په یوه پست کې، چې د «بې انصافي مه کوئ» تر عنوان لاندې یې لیکلی دی، د داعش په ملاتړو باندې تاکید کوي چې دغه ډول تورونه رد کړي او دا چې په هغې تور لګوونکي دې توبه وباستي او بخښنه دې وغواړي.‌

د داخلي وېشونو یا نفاقونو ښکاره کېدل

د بغداد پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي رییس، هاشم حسان، وویل،‌دا او دې ته ورته نورې پېښې د داعش د غړو او خواخوږو تر منځ سخت وېشونه څرګندوي.‌

هغه دیارونا ته وویل، «د خیانت تورونه او د محرمو معلوماتو لیک کېدل ټول ان هغه وخت پېښ شول چې کله ترهګرو په عراق اوسوریه کې په ډېرو ځمکو کنټرول درلود،»‌

هغه زیاته کړه، چې دا په آنلاین ډول په لا ډېره پراخه بڼه څرګنده شوه، ځکه چې داعش په خپلو غړو، حتی هغو باندې چې پخوا یې د خپلو اکاونټونو او پستونو له لارې وفاداري ښودلې ده، اعتماد نه لري.

حسن وویل، په دغو ملاتړو باندې په منظمه توګه د نه صداقت تورونه لګول کیږي، او اکثر وختونه داسې استازي بلل کیږي چې دوه طرفه لوبه کوي او له دښمن سره همکاري کوي.

هغه وویل، د ترهګرۍ ضد د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ د برخې په توګه، دا به مهمه وي چې «د دغو وېشونو په ژورولو باندې کار وکړای شي، ځکه چې دغه ګروپ که څه هم، چې وسلې یې له لاسه ورکړي دي ، خو بیا هم یو ګواښ پېښوي،»

هغه زیاته کړه، چې د داعش د پروپاګند د ماشین پر ضد د مبارزې لپاره ملي او بین المللي هڅې روانې دي، او د لسګونو زرو هغو اکاونټونو، پاڼو او وېب سایټونو، چې د دې ډلې په ګټه یې تبلیغات کول، په بندولو کې یې بریا ترلاسه کړې ده.‌

هغه وویل، «د داعش د وېب سایټونو پر ضد تر ټولو وروستۍ د هک کولو پېښه بریالۍ او مؤثره وه. مونږ فکر کوو چې که دا دوام ومومي، [داعشګرام] به له داخل څخه د دغه ګروپ د وهلو لپاره یو قوي او لا ډېر مؤثر ځواک وګرځي او د غړو تر منځ به یې دښمني او وېشونه رامنځته کړي.»‌

د داعش د اکاونټونو په نښه کول

د امنیتي چارو تحلیلګر، فضل ابو رغیف، وویل، چې د عراق استخبارات په دې توانېدلي چې له ټکنالوجیکي پلوه داسې هوښیار هکران ورجلب کړي چې د داعش پلوي اکاونټونه په نښه کړي.‌

هغه دیارونا ته وویل، دغه هکران ډېرو اکاونټونو ته ورننوتي، او داسې ډېټا یې ترلاسه کړې چې د یادې ډلې پلانونه یې کمزروي کړل او د هغوی پټه شبکه ویجاړوي.‌

هغه زیاته کړه، دغه کار د داعش د عناصرو تر منځ وېشونه سخت کړي او د دغه ګروپ د استخدام د هڅو مخه یې ډپ کړې ده.

عراقي ژورنالست ابراهیم السراج، چې د ژورنالستانو د دفاع د ټولنې مشر دی، وویل چې داعش یوه پوهه آنلاین اردو لرله.

هغه دیارونا ته وویل، دغه ګروپ او ملاتړو یې د فیسبوک، ټوېټر او ټیلیګرام په څېر ټولنیزو رسنیو کې د جعلي اکاونټونو یو هوسټ یا کوربه درلود، او یادونه یې وکړه چې هغوی یوې افراطي ايډیالوژۍ ته وده ورکوله او د نړیوالو ترهګریزو بریدونو غوښتنه یې کوله.‌

هغه وویل، د دغو اکاونټونو له جملې څخه ډېر بند کړای شوي، خو ډېر نور یې لا پاتې دي.‌

خو هغه وویل، «د داعش د وېب سایټونو هک کول او په مهارت سره د هغو په موادو کې لاس وهل... د دغه ګروپ د جوړښت لپاره سخت ویجاړوونکي دي، ځکه چې د دې ډلې غړي نور یو پر بل اعتماد نه کوي».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب ورکړئ