امنیت

عراق او سوریې ته د داعش د ورتلونکیو خارجي جنګیالیو په شمېر کې ډېر کموالی راغلی دی

د خالد التائي راپور

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د لړم په ۸ مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس، د دغې ډلې جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د لړم په ۸ مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس، د دغې ډلې جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

چارواکو وویل، خارجي جنګیالي لا هم عراق او سوریې ته ځي چې د داعش په لیکو کې وجنګیږيخو شمېر یې ډېر کم دی، او ډېر چانس شته چې ونیول شي.‌

عراقي چارواکو وویل، عراق ته د راتلونکو جنګیالیو په شمېر کې کموالی د عراقي ځواکونو او نړیوال ایتلاف له درنو عملیاتو څخه وروسته د داعش د ماتېدلو یوه مستقیمه نتیجه ده، او دا د دغې ډلې د تمویل د منابعو د په نښه کولو د ستراتیژۍ د بریا یوه نښه ده.

د متحده ایالاتو د ګډو قواوو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ د تلې په ۲۴ مه وویل، چې سوریې ته د بهرنیو جنګیالیو ورتګ او له داعش سره یوځای کېدل دوام لري، خو شمېر یې ډېر کم شوی دی.

هغه وویل، د نویو راتلونکیو کسانو شمېر د میاشتې خواوشا ۱۰۰ کسه دی، چې دا د درې کاله مخکې وخت په نسبت، چې د میاشتې ۱۵۰۰ کسان وو، ډېر کم شوی دی.

عراقي ځواکونه د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۳ مه له بیجي ښار څخه له وتلو وروسته له سوریې سره په پوله پرته لوېدیځه دښته کې د صلاح الدین ولایت په لور پرمختګ کوي، او هڅه کوي چې په سیمه کې د داعش پاتې جنګیالي له منځه وېسي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

عراقي ځواکونه د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۳ مه له بیجي ښار څخه له وتلو وروسته له سوریې سره په پوله پرته لوېدیځه دښته کې د صلاح الدین ولایت په لور پرمختګ کوي، او هڅه کوي چې په سیمه کې د داعش پاتې جنګیالي له منځه وېسي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

که څه هم چې د نویو راتلونکیو کسانو شمېر ډېر کم شوی دی،‌ډنفورډ تاکید وکړ چې د داسې هڅو دوام ته اړتیا شته چې د داعش ایډیالوژۍ ته جذب پای ته ورسوي او «خارجي جنګیالي په ګوته، په قانوني توګه تعقیب، له افراطیت څخه پاک او بېرته په ټولنه کې منحل کړي».

د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال تحسین الخفجي دیارونا ته وویل، «هغه ډله، چې ویل یې چې نشي کېدی چې ماته شي، اوس ماته شوې ده، اوس زمونږ د ځواکونو له خوا تر سخت فشار لاندې ده، چې د متمرکزو امنیتي عملیاتو له لارې یې لټوي او په نښه کوي».

کمېدونکی شمېر

الخفجي وویل، عراقي ځواکونه له نړیوال ایتلاف سره، د داعش د پټنځایونو او حرکتونو په شمول، استخباراتي معلومات تبادله کوي، او ایتلاف د نفوذ د مخنیوي لپاره د چټکې مداخلې له لارې مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، «عراق هڅه کوي چې خپلې استخباراتي وړتیاوې پیاوړې، او د ټولو اړوندو امنیتي ادارو تر منځ همغږي ټینګه کړي، او په دې توګه د خپلو سرحدونو دننه د ترهګرو حضور په بشپړه توګه پای ته ورسوي،»

د ستراتیژیکو او سیاسي چارو څېړونکي امیر السیدي دیارونا ته وویل، د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ تر منځ وختونو کې له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر خارجي جنګیالي په عراق او سوریه کې له داعش سره یوځای شول.

هغه وویل، خو د موجودو اټکلونو له مخې، دا وخت په عراق کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر ځایي او خارجي جنګیالي نه دي پاتې، او دا شمېر په سوریه کې له ۵۰۰۰ څخه کم دی.‌

السیدي وویل، «دا د ازادۍ د هغو جنګونو یوه مهمه لاسته راوړنه ده چې زمونږ ټولو ځواکونو په کې د داعش پر ضد برخه واخیسته او پوځي ملاتړ یې د نړیوال ایتلاف له خوا برابر کړای شو،»

هغه زیاته کړه، دغه ګروپ د هغه د تمویل د منابعو د په نښه کولو او له نژدې څخه د هغه د غړو د څارنې له لارې کمزوری کړای شو.

امنیتي کارپوه جاسم هنون دیارونا ته وویل، «تر ټولو دروند زیان، چې داعش ته ور واوښت، هغه د نړیوال ملاتړ په برخه کې وو،»

هغه وویل، «د ملکي خلکو پر ضد د وحشتناکو جرمونو له ترسره کولو او فرېبکارانه ادعاوو څخه وروسته، خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو له دغه ګروپ څخه مخ وګرځاوه،»

هنون وویل، یوازې څو کاله مخکې، له ۱۰۰ څخه د ډېرو عربي، اروپایي او اسیایي هېوادونو ګڼ شمېر رضاکارانو او استخدام شویو کسانو له داعش سره یوځای کېدلو ته مخه کړه.

هغه وویل، «نن ورځ، استخدام او په دې توګه له دغې ډلې سره د ترهګرو د یو ځای کېدلو شمېر د کمېدلو خواته روان دی. مونږ ګورو چې ترهګر عناصر له عراق او سوریې څخه وځي او بېرته د خپلو اصلي هېوادونو په لور روان دي.»

هغه وویل، «د داعش عناصر خفه او سره تیت دياو د هغوی پای ته رسېدل را نژدې شوي دي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500