تروريزم

د داعش هغو غړو ته، چې افغانستان ته راکډه کېږي، حتمي مرګ انتظار کوي

د سلیمان راپور

د هغې تازه ویډیو، چې په افغانستان کې د داعش د څانګې له خوا خپره شوې، ډېره برخه ښیي چې د دغې ډلې غړي لږ مجهز دي، له یخنۍ نه لړزېږي، سرپناه نه لري، او په لوړو غرنیو سیمو کې د خوړو او تامیناتو له کمي سره مخامخ دي.

د هغې تازه ویډیو، چې په افغانستان کې د داعش د څانګې له خوا خپره شوې، ډېره برخه ښیي چې د دغې ډلې غړي لږ مجهز دي، له یخنۍ نه لړزېږي، سرپناه نه لري، او په لوړو غرنیو سیمو کې د خوړو او تامیناتو له کمي سره مخامخ دي.

کابل -- افغان چارواکي او تحلیلګران وایي، هغه ترهګر، چې افغانستان ته د راتګ لپاره د داعش غوښتنه مني، باید د داسې یوه حرکت له کولو څخه مخکې دوه ځلې فکر وکړي.

سایټ (SITE) استخباراتي ګروپ د کب په ۱۵مه وویل،‌د داعش خراسان څانګې د کب په ۱۳مه یوه ۲۵ دقیقه یي ویډیو خپره کړه چې د افغانستان په شمال او ختیځ کې د داعش له خوا د ادعا شویو مرکزونو ستاینه په کې شوې او له اورپکو څخه غوښتل شوي چې عراق او سوریې ته د نه لاسرسي په صورت کې «د مهاجرت د یوه انتخاب په توګه» هلته ورکډه شي.‌

په ویډیو کې یوه اورپکي، د یوې تاریخي سیمې، چې اوسنی افغانستان، پاکستان، او ګاونډي هېوادونه په کې شامل دي، نوم اخلي او وایي، «ای د نړۍ په هر کونج کې مسلمانانو! خراسان ته هجرت راوکړئ! که تاسو نشئ کولی چې عراق او شام ته هجرت وکړئ، خراسان ته راشئ،»

دغه ویډیو، چې په پښتو، پاړسي او ازبکي ژبو پیغامونه په کې موجود دي، د ماشومو عسکرو د روزنې او د بندیانو د اعدام په شمول د یادې ډلې ظلم ښیي.

د داعش له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس د داعش په یوه پټنځای د ایتلاف له یوه هوایي برید څخه وروسته حالت ښیي.

د داعش له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس د داعش په یوه پټنځای د ایتلاف له یوه هوایي برید څخه وروسته حالت ښیي.

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس یو پرېشانه افغان ماشوم ښیي. داعش هڅه کوي چې د افغانستان په شخړه کې د ملکي کسانو د وژنې پړه په ایتلاف ور واچوي،‌ په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانانو پر ضد د داعش خونړي ترهګریز بریدونه نور څه په ګوته کوي.

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس یو پرېشانه افغان ماشوم ښیي. داعش هڅه کوي چې د افغانستان په شخړه کې د ملکي کسانو د وژنې پړه په ایتلاف ور واچوي،‌ په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانانو پر ضد د داعش خونړي ترهګریز بریدونه نور څه په ګوته کوي.

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس د داعش ترهګر په داسې حالت کې ښیي چې په بې دفاع ملکي خلکو باندې ډزې کوي.

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس د داعش ترهګر په داسې حالت کې ښیي چې په بې دفاع ملکي خلکو باندې ډزې کوي.

داعش د سقوط په ګړنګ ولاړ دی

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، هغه اورپکي، چې د داعش په استازیتوب افغانستان ته راځي، هغوی به یوازې له مرګ سره مخامخ شي ځکه چې دغه ترهګر ګروپ وار له مخې د سقوط د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د داعش ټول پلانونه شنډ شوي دي او دغه ګروپ مات شوی دی. د داعش خراسان څانګې په ختیځ او جنوب زونونو کې خپل اکثریت غړي، وسلې او جنګي وړتیاوې له لاسه ورکړي دي.»

هغه وویل، «د تېرو دوه کالو په ترڅ کې د داعش خواوشا ۳۵۰۰ جنګیالي ووژل شول، له ۱۰۰۰ نه ډېر ټپیان او له ۵۰۰ څخه ډېر نور ونیول شول،»

وزیري وویل، د داعش ترهګر «باید وپوهېږي چې افغانستان د هغوی لپاره یو خوندي پټنځای نه دی او که هغوی په افغانستان کې شمال یا ختیځ ته مخه کړي،‌ هغوی به د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو له خوا وځپل شي،»

هغه وویل، «د داعش اورپکو په ننګرهار ولایت کې، چې یو وخت یې مرکزي سیمه وه، خپل ټول مرکزونه له لاسه ورکړي دي.دوه کاله مخکې،‌ هغوی د هېواد په ختیځ کې ۴۰۰۰ غړي لرل، خو اوس ورته ۴۰۰ هم نه دي پاتې،»

هغه زیاته کړه، «د ننګرهار په لیرې پرتو برخو کې د داعش د پاتې جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره هوایي او ځمکني عملیات روان دي،»

هغه وویل،‌د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې، چې هلته داعش «په نسبي ډول فعال دی» هم د افغان او د متحده ایالاتو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونوله خوا هوایي بریدونه روان دي.‌

وزیري وویل، «په نتیجه کې،... تر اوسه پورې د داعش په لسګونو محلي او خارجي غړي وژل شوي دي،»

یو د نه منلو وړ ترهګر ګروپ

په افغانستان کې د داعش د ماتېاصلي دلیل د عامو خلکو مقاومت او له امنیتي ځواکونو سره د هغوی همکاري ده.‌

د کابل پوهنتون یوه پروفیسر داود راوش سلام ټایمز ته وویل، «داعش افغانستان ته په دې ادعا راغی چې اسلامي خلافت جوړوي، او هڅه یې وکړه چې د اسلام او افغان مسلمانانو له نوم څخه استفاده وکړي او په عراق او سوریه کې له ماتېدلو څخه وروسته په افغانستان کې خپل مرکز جوړ کړي،»

هغه وویل، «خو د هغوی نظریه او عملونه له افغاني ایډیالوژۍ او کلتور سره په تناقض کې ول. اسلامي خلافت یوازې یو شعار وو، چې له حقیقت څخه لیرې وو،»

هغه وویل، «افغانان پوه شول چې له ځانه د اعلان شوي 'اسلامي خلافت' د پلویانو اصلي هدف معتدل اسلام نه، بلکې د مذهبي افراطیت او ترورستي فعالیتونو ترویج وو. له دې امله،‌افغانانو داعش او د هغوی 'خلافت' رد کړل او د هغوی پر ضد یې جنګ وکړ

راوش وویل،‌«نړۍ او په ځانګړې توګه افغانانو هغه ظلمونه ولیدل چې داعش په سوریه او عراق کې ترسره کړل.‌دا چې افغانان له کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد جنګ کوي، د داسې یوه ګروپ حضور هېڅکله د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وو او نه به شي.»

هغه وویل، «له دې امله، داعش نشي کولی چې افغان خاوره د خپل مرکزیت په توګه انتخاب کړي،» او زیاته یې کړه چې افغانان به د تېرو دوه یا درې کالو په څېر د ابوبکر البغدادي له خوا د رهبري کېدونکي هر ترهګر سازمان په وړاندې «منفي عکس العمل وښیي».

داعش په طالبانو کې ملګري نه لري

حتی چې طالبان هم په افغانستان کې د داعش د رسوخ هڅې نه زغمي.‌

د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې، د داعش او طالبانو کسانو په لغمان ولایت کې سره ټکرونه وکړل،‌چې د ځایي چارواکو په وینا په نتیجه کې یې دواړو خواو ته په لسګونو کسان مړه او ټپیان شول، او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې دا وړتیا ورکړه چې عملیات پیل کړي، او دواړه له منځه وېسي.

ځایي چارواکو سلام ټایمز ته وویل، چې د تېر کال په وروستیو کې، داعش او طالبانو په ننګرهار ولایت کې د قلمرو په سر یو له بل سره جنګونه وکړل او د لړم په میاشت کېیادو دواړو ډلو په جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې له «جدي او سختو نښتو» څخه وروسته یو د بل پر ضد «جهاد» اعلان کړ.‌

د غوایي په میاشت کې، چارواکو سلام ټایمز ته وویل، چې داعش او طالب اورپکي په ټول افغانستان کې په جنګونو کې سره نښتي، او هڅه کوي چې یو له بل نه مخکې ملکي خلک لوټ او چور کړي.

د داعش د ظلمونو په وړاندې مقاومت کول

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي ذبیح الله زمري وویل، د تېرو دوه کالو په ترڅ کې، چې داعش په ننګرهار کې حضور درلود، «هغوی ګڼ شمېر ظلمونه او جنایتونه ترسره کړل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی کورونه وسوزول، ښځې یې وتښتولې، قومي مشران او دیني عالمان یې ووژل،او ښوونځي او روغتیایي مرکزونه یې بند کړل،»

هغه وویل، «هغوی خپله ټوله هڅه وکړه چې ولس دې ته جوړ کړي چې له هغوی سره بیعت وکړي. خو دې هر څه معکوسه نتیجه ورکړه.»

زمري وویل،‌ «د ننګرهار خلکو دا رد کړه چې له داعش سره یوځای شي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره ودرېدل. هغوی د داعش پر ضد جنګ وکړ

هغه وویل، «نه یوازې دا چې د ننګرهار اوسېدونکیو داعش ته اجازه ورنه کړه چې په دغه ولایت کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي، بلکې هغوی د امنیتي ځواکونو تر څنګ هڅه کوي چې د داعش پاتې غړي هم له منځه وېسي. د ننګرهار اوسېدونکیو د دغه ترهګر ګروپ په ماتولو کې یو لوی رول ولوباوه.»

هغه وویل، «د هېواد د تاریخ په اوږدو کې، افغانانو هېڅکله هم د یوه خارجي مشر سره بیعت نه دی کړی، له دې امله، هغوی نه یوازې دا چې د داعش له ترهګر ګروپ سره بیعت ردوي، هغوی همدارنګه له دغه ګروپ سره یوځای کېدل د خپل دین او کلتور خلاف کار بولي.»

زمري وویل، «د داعش ترهګر باید دلته رانشي، ځکه چې د هغوی ټول مشران او د هغوی د خراسان څانګې اکثر اورپکي د افغانستان تر خاورو لاندې ښخ کړای شوي دي،»

داعش د معکوس جنګ پلانونه لري

په ولسي جرګه کې د بامیان ولایت یوه استازي فکوري بهشتي وویل، وروسته له هغه، چې داعش په افغانستان کې د مرکز په جوړولو کې ناکام شو، دغې ډلې هڅې شروع کړې چې د شیعه اقلیت د په نښه کولو له لارې د فرقه یي اختلافاتو اور بل کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغوی هدف دا وو چې د دې میتود له لارې پلویان جذب کړي، خو دغه پلان په افغانستان کې لا ډېره قومي او مذهبي بیداري رامنځته کړه.»

هغه وویل، داعش د شیعه ګانو د جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو د چولو له لارې، هڅه وکړه چې په افغانستان کې فرقه یي شخړې رامنځته کړي او ځوانان دې ته وهڅوي چې یو د بل پر ضد جنګ وکړي.‌

خو د هغوی دغه کار معکوسه نتیجه ورکړه. هغه وویل، «د دواړو فرقو پلویان له بل هر وخت څخه ډېر یو بل ته سره نژدې شول، او دومره نژدې شول چې چې سنیان د شیعه ګانو جوماتونو ته لاړل چې نه یوازې خواخوږي ورسره وښیي بلکې چې له هغوی سره یوځای لمونځونه وکړي،»

بهشتي وویل، «د داعش د بریدونو نژدې ۱۰۰٪ قربانیان ملکي خلک ول، چې ښځې او ماشومان په کې شامل ول.‌ په روان لمریز کال کې،‌ په سلګونو ملکي سړي او ښځې په جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو باندې د یادې ډلې په حملو کې ووژل شول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش تر ټولو چټله ایډیالوژي لري. هغوی نه په خدای باور لري نه په اخرت.‌

ځواب ورکړئ