امنیت

د داعش له خوا د استخدام تازه هڅو په افغانستان کې اندېښنې راپورته کړي دي

د سلیمان راپور

په یوه ویډیو کې چې د وري په ۱۳مه خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي د داعش له نوي مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي. [آرشیف]

په یوه ویډیو کې چې د وري په ۱۳مه خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي د داعش له نوي مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي. [آرشیف]

کابل -- په افغانستان کې د روانې سیاسي او اقتصادي بې باورۍ په ترڅ‌ کې د داعش خراسان څانګې له خوا وروستيو بریدونو داسې اندېښنې راپورته کړي چې دغه ډله په هېواد کې خپل د استخدام کمپاین پراخوي او سیمې ته یو جدي ګواښ رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور په اساس، د تېر زمري میاشتې راهیسې د شویو بریدونو په ترڅ کې چې اکثر یې داعش ترسره کړي وو، نږدې ۴۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

په ترکیه کې مېشت، د پروان او فراه ولایتونو پخواني والي او د پوځي چارو شنونکي عبدالبصیر سالنګي وویل، «داعش اوس د بل هر وخت په پرتله د افغانستان لپاره یو ریښتنی ګواښ جوړ شوی دی.»

هغه وویل، «که د سیمې ګاونډي هېوادونه او نور د داعش ملاتړ ته دوام ورکړي،‌ دغه ډله به بالاخره یو ستر خطر رامنځته کړي او دا به ډېره سخته شي چې ماتې ورکړل شي.»

نارینه د تلې په ۲۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش یوه ځانمرګي بمي برید په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې ۴۱ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، د کندهار په یوه هدیره کې د قربانیانو له خښولو څخه وروسته د هغوی په قبرونو باندې خاورې ور اړوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

نارینه د تلې په ۲۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش یوه ځانمرګي بمي برید په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې ۴۱ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، د کندهار په یوه هدیره کې د قربانیانو له خښولو څخه وروسته د هغوی په قبرونو باندې خاورې ور اړوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

سالنګي وویل، د پام وړ حضور په جوړولو او په افغانستان کې د شیعه ګانو په وژلو سربېره، داعش پلان لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او همدارنګه په سیمه کې په نورو هېوادونو کې هم بریدونه ترسره کړي.

د داعش د استخدام زیاتېدل

د داعش خراسان څانګې د وري په ۱۳مه په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه چې د دغو اورپکو کوچني ګروپونه په افغانستان کې په داسې حال کې ښیي چې د یادې ډلې له نوي نړۍ وال مشر ابو حسن الهاشمي القریشي سره بیعت کوي.

القریشي یواځې یوه میاشت وروسته له هغه د داعش مشر ونومول شو چې له هغه نه مخکې مشر ابو ابراهیم القریشي په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای ځان ته چاودنه ورکړه.

د راپورونو له مخې، دغه نوی لارښود د داعش د بنسټګر ابوبکر البغدادي مشر ورور دی. البغدادي په ۱۳۹۸ کې په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې د یوه ځانمرګي بمي برید په وسیله له خپلو دوو بچیانو سره یوځای مړ شو.

سالنګي وویل، «اوس له داعش سره ګڼ شمېر بهرني ترهګر ګروپونه یوځای شوي دي. داعش خپل استخدام پراخ کړی، او د دغې ډلې خراسان څانګه د کونړ او ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو او د افغانستان په شمالي برخو کې موجوده ده.»

هغه وویل، «که داعش خپل استخدام زیات کړي، د افغانستان امنیت به له غټ خطر سره مخامخ شي او په هېواد کې به د یادې ډلې خراسان څانګه لا نوره غښتلې شي.»

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي فهیم چکري وویل، د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې «داعش خپل استخدام چټک کړی دی».‌

هغه وویل، هغوی «د کابل هوایي ډګر او په کندوز او کندهار کې د جوماتونو په ګډون یو شمېر ترهګریز بریدونه» ترسره کړل چې په ترڅ کې یې په لسګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ور واړوله.

چکري وویل، «په هرات کې د داعش وروستی مرګونی برید په افغانستان کې د یادې ډلې د پراخې شوې شبکې د وړتیا یوه بله بېلګه په ګوته کوي.»

نوموړي وویل، «له بده مرغه چې، زیاتېدونکې بې کارۍ او بې وزلۍ په افغانستان کې د داعش ځواکونو د استخدام لپاره لاره هواره کړې ده.‌که وضعیت همداسې روان وي، موږ به ژر د پام وړ تخریبي فعالیتونه ووینو او داعش به له افغانستان څخه خپل دایمي مرکز جوړ کړي.»

نور رحمان چې ۳۴ کاله عمر لري، اصلا د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی او دا وخت په کابل کې ژوند کوي، وویل، «روانو حالاتو د داعش استخدام ته فرصت ډېر مهیا کړی دی.»

هغه وویل، بې وزلي، بې کاري او د هېواد سیاسي بې ثباتي هغه مهم عاملین دي چې افغانان مجبوروي څو له داعش سره ملګري شي.‌

نور رحمان وویل،‌د تېرو اتو میاشتو په ترڅ کې، «د داعش په لسګونو جنګیالي یا له زندانونو څخه خوشې شوي یا تښتېدلي دي، او دغه حالت یاده ډله په افغانستان کې غښتلې کړې ده.»

د متحدو ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت فرانک مکینزي د لیندۍ په ۱۸مه وویل، د زمري میاشتې په وروستیو کې د افغانستان له زندانونو څخه د داعش د ګڼ شمېر جنګیالیو په خوشې کېدلو سره د داعش خراسان څانګه بیا غښتلې شوه.

داعش دښمن دی

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر وویل، افغانانو هېڅکله هم د یوه بهرني مشر مشري نه ده منلې او نه یې تر قوماندې لاندې جنګیدلي دي.

خو هغه وویل چې داعش هڅه کوي چې خپل ځواکونه پیاوړي کړي او کېدی شي د افغانستان د راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ وګرځي.

پیګیر وویل، «داعش زموږ د قومونو او مذهب دښمن دی. دغې ډلې تل ملکي خلک په نښه کړي او د افغانستان د ثبات، امنیت او استقلال لپاره یو غټ ګواښ دی. له دې امله، افغانان باید د دغې ترهګرې ډلې له خوا ونه غولول شي او نه له داسې یوه دښمن سره بیعت وکړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالشکور سالنګي وویل، «داعش د سلفیانو په څېر افراطي ګروپونو په منځ کې خواخوږي لري... او هغو کسانو ته مالي امکانات ورکوي چې له بې وزلۍ او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي.»

سالنګي فکر نه کوي چې داعش دې وغواړي چې د کوم ولایت کنټرول په لاس کې واخلي، «خو دغه ګروپ غواړي چې داسې یو فزیکي او رواني ګواښ وګرځي چې کولی شي د افغانستان د ویجاړولو لپاره وکارول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې اوسمهال داعش دومره قوي ډله نه ده او نه ترې وېره کېدای شي، لکه څومره چې رسنۍ دې موضوع ته هوا ورکوي. سمه ده چې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې به د داعش ډلې غړي وي، خو فکر نه کوم چې دوی دې په اوس وخت کې پرمختګ وکړی شي. ځکه خلک جنګ نه غواړي. په هېواد کې چې څومره ځوانان هم دي که کار لري او که وزګار دي، خو ډېره برخه یې په دې نظر دي چې نور باید جګړه ونه شي. وايي واک دې طالب سره وي خو جنګ وطن ورانوي. دا چې په هرات، کابل، کندهار او ځیني نورو ولایتونو کې په دې وروستیو کې څو چاودنې او بریدونه وشول پوره باور لرم چې داعش یې نه شي کولی. دا د پردیو استخبارات دي چې د جمهوریت پر وخت یې هم بریدونه کول او هم یې اوس کوي. د سیمې د هېوادونو په ګډون هېڅ یو هېواد نه غواړي چې افغانستان دې امن اوسي. بس یوازې دېته تکړه دي چې رسنیو کې له افغانانو سره خواخوږي وښيي. نور خپلې ګټې سنجوي چې څه ډول یې لاسته ګټه ورتله هغسې کارونه کوي او هماغه پروژې پلې کوي. دا هم منم چې دلته به اوس د داعش د استخدام کمپاین روان وي، خو په دې هم پوهېږم چې ډېر کم خلک ورته زړه ښه کوي چې ورسره یو ځای شي. هو په یو صورت کې به داعش ته زیات خلک جذب شي چې طالب په خپله پالېسي کې بدلون رانوړي. تر اوسه هم خلک دومره تنګ نه دي، خو که طالبان همداسې په متواتر ډول د خلکو په شخصي ژوند کې کار ولري (ږیره پرېږده، وېښته داسې کړه او هغسې کړه، لمونځ داسې وکړه او هغسې، چادري واغونده حجاب نه ...) او د کارو بار غم یې ونه خوري په زیات شمېر کسان به ورته جذب شي. کنه تر اوسه ټول خلک په دې باور دي چې باید جګړه ودرېږي. خلک ونه وژل شي. هېواد وران نه شي. طالبان باید ولسي ملاتړ خپل کړي، کنه بیا به طالب هم په خپلو کړو پښېمانه وي.

ځواب ورکړئ

بلکل تاسو ښو ټکو ته اشاره کړې. مګر داعش که نن وي که سبا په زیاتېدو دي. جلب او جذب به یې څنګه نه چټک کېږي چې میلیونونه کسان دې بې روزګاره وي. چې کار نه وي ډوډۍ نشته. د ناروغ درملنه نشته. تعلیم نشته. امنیت خو حتمي ده چې ورسره خرابېږي. نو زه وایم هغه خلک چې نور څوک یې هم په خپلو هېوادونو کې په اسانۍ نه پرېږدي او په خپل وطن کې هم کار ونه لري، نو ماران خو هم نه دي چې خاورې به خوري. د افغانستان نویو واکمنانو ته په کار ده چې اول د خپلو خلکو مشروعیت ترلاسه کړي. بیا د نړیوالو. کنه لوی درد سر به ورته جوړ شي. چې درمل به یې د حکومت له ړنګېدو بل څه نه وي. او که دا ځل د طالبانو حکومت ړنګېږي، بل څوک به نه وي، غیر له همدې بې روزګاره ځوانانو ځکه مجبور دي. چې کار نه وي ذهنونه ګډوډ وي او د ورانۍ غیر بل څه ذهن کې نه راګرځي.

ځواب ورکړئ

څلورمه برخه: درنو مشرانو! ستاسې د قدرت اته میاشتي پوره کیږي. په داسې حال کې چې د افغانستان د خاورې په سلو کې سل مو هم تر کنټرول لاندې ده، خو تر اوسه پورې نه کوم کُفري او نه اسلامي هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت پېژندلي یاست. نن ورځ نړۍ د یوه لوی کور حیثیت لري. په دونه لوی کور کې څوک یوازې ژوند نه شي کولای. یوازې افغانستان او اسلامي امارت د ټولې نړۍ څخه ګوښه او تجرید دی. دا د افغانستان بین المللي حیثیت ته سپکاوی دی او چاره یې یوازي تاسې کولای شئ. د اسلامي اِمارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي یوه ورځ وویل چې نړۍ زموږ څخه څه غواړي؟ موږ څه باید وکړو چې نړۍ مو په رسمیت وپيژني؟ زه ګومان کوم چي دا سوال باید پخپله ستاسې او پخپله له متقی صاحب څخه وشي. تاسې په نړۍ کې بل داسې هیواد پېژنئ چې په دنیا کې یې هېڅوک په رسمیت نه پيژني؟ د دې علت تر بل هر چا تاسې ته پخپله معلومیږي. درنو مشرانو په دې هم پوهېږم چي زما دا پرانیستی لیک، که احیاناً تر تاسې ورسېږي، هیڅ اغېزه نه لري، خو ما خپلې غاړې خلاصې او وجداني مسوولیت مي سپک کړ. یو ځل بیا هم درته وایم چي د ولسونو نارضایت ستاسې د سقوط او پر هیواد باندې د یوې بلې فاجعې د نازلېدلو پیلامه ده. په خپل قدرت مه مغرورېږئ. دا یوازې ستاسې کمال نه وو چي تاسې د هیواد چارې په لاس کې واخیستلې او نن ورځ په ټول هیواد کې داسې غښتلی سیاسي رقیب نه لرئ چې له هغه څخه ووېرېږئ. دا د مخکني رژیم منتهی فساد او له هغه څخه د خلکو شل کلن نارضاییت وو چي ستاسي بري ته یې لاره هواره کړه؛ او اوس هغه نارضایت ستاسې څخه هم موجود او پرله پسې مخ پر زیاتېدلو دی. د خلکو نارضایت، عامه لوږه او بېکاري او له ټولې نړۍ څخه ستاسې سیاسې تجرید ستاسې د سقوط او کندې ته د لوېدلو پیل دی.

ځواب ورکړئ

درېیمه برخه: د دې پرځای چې د هیواد بې ساري اقتصادي ستونزو حلولو او یوې لارې پیدا کولو ته توجه وکړئ، خپله توجه مو د محتسبینو ادارې ته متمرکزه کړئ او هغوی پرته د خلکو له آزارولو څخه بل کار نه لري. موږ هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د خلکو د لوږې، بېکارۍ او ګدايي ګرۍ ويډیوګاني ګورو. موږ هره ورځ وینو چې د هېواد ځوانان د ایراني او پاکستاني مقاماتو له ټولو سپکاویو سره سره بیا هم هغو هیوادونو ته تښتي. تاسې دې مهمي حیاتي مسئلې ته د توجه کولو پر ځای خپل ټول قوت د رباب ماتولو او د موسیقۍ د هنرمندانو وژلو ته متوجه کړی دی. د سړک پر غاړه طالب یا د امر بالمعروف نفر ولاړ وي او د موټروان تر زنې لاس لاندې کوي او وايي که ږیره پرېږدې څومره به ښه ښکارې. دا د انسان پر شخصیت باندي تېری دی. دا چې هغه موټروان له ویرې څه نه شي ویلای دا بېله خبره ده. تاسې د نجونو پر مخ د مکتبونو دراوزې تړلي دي، پوهنتونونه مو رخصت کړي دي او بیا د ترقۍ نارې وهئ. په جهان کي داسي بل کوم اسلامي هیواد هم شته چې د نجونو ښوونځي ونه لري؟ او د نجونو له ښونځیو پرته ترقي او حتی د هیواد ژوندي پاته کېدل ممکن دي؟ پر سړکونو باندي د ځوانانو وېښتان قیچي کوئ او د خلکو په مخ کي یې توهینوئ. دا نه یوازي پر انساني کرامت باندې تېری دی، بلکې د حق متعال پر حدودو باندې هم ښکاره تجاوز دی. تاسې ځانونه د اسلام د دین علمبرداران بولئ؛ مګر دا راته ویلای شئ چې تاسې ته کوم کتاب د مسلمان ولس د دغه راز توهینولو او له هغوی سره د دغه راز سلوک کولو اجازه درکړې ده؟

ځواب ورکړئ

دویمه برخه: له بده مرغه چې شپږویشت کاله وروسته تاریخ په یوه بل شکل تکرارېږي. زه یقین لرم تاسې پوهېږئ چې په وطن کي لوږه او بېکاري خپل وروستي سرحد ته رسېدلې ده. د دې مدعا ښه ثبوت له یوې خوا پر سړکونو او بازارونو کي د خیرات خورو ښځو، ځوانانو او ماشومانو کتارونه او له بلې خوا ایران ته د افغان مهاجرینو سېل دی چې د ګاونډي هیواد ایران د ټول غیر انساني سلوک سره سره بیا هم خلک د خوارۍ مزدورۍ او یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د هغه هیواد ټول زحمتونه او غیر انساني سلوک پر ځانونو باندې مني او له خپلو کلیو او ښارونو څخه ورتښتي. دا د افغانستان تاریخ او حیثیت ته څپېړه ده. محترمو مشرانو! تاسې له یوې خوا وایاست چې افغانان باید له وطنه ونه ووځي او له اِمارت سره همکاري وکړي؛ مګر له بلې خوا مو د وزارتونو په مخکې وسله وال طالبان درولي او ږیرخریلي مامورین دفترونو ته نه پرېږدي. د دې معنا دا ده چې تاسې ته لیاقت او د انسان شخصیت نور هیڅ اهمیت نه لري او د ښه سړيتوب او لیاقت معیار یوازې ږیره ده. ستاسې د لوړو زده کړو وزیر وايي چې په تېرو شلو کلونو کې چې هر چا تعلیم او تحصیل کړی وي هغه د هیواد په درد نه خوري. آیا د یوه حکومت د عالي تحصیلاتو وزیر باید دغه راز بې مسوولیته خبري وکړي؟ زه ګومان نه کوم چي د دغه سویې څښتن سړی دې د یوه عادي مدیریت د چوکۍ صلاحیت او وړتیا ولري.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته د عبدالباري جهاني پرانیستی لیک، د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) ۲۳مه: اوله برخه: درنو مشرانو السلام علیکم. زړه ته مې نه لوېږي چې زما دا لیک دې تر تاسي پورې ورسیږي او یا دې، د رسېدلو په صورت کې څوک اهمیت قدر ورکړي؛ خو زه خپله وجداني وظیفه پر ځای کوم. درنو مشرانو! شپږویشت کاله مخکې، چې ستاسې اکثریت ځوان ملګري به یا زېږېدلي نه وو او یا به ماشومان وو، ما د محترم وکیل احمد متوکل صاحب په مخکې، په کندهار کې، مُلا محمد عمر اخند ته وویل چې « تاسې له مخکیني حکومت څخه د خلکو د نارضایت او په نتیجه کې، له تاسې څخه، د خلکو د ملاتړ په زور راغلي او قدرت ته رسېدلي یاست. موږ ته په امریکا کې آوازه را ورسېده چې کله تاسې د اسماعیل خان سره په جګړه لګیا واست یوې سپین سرې ښځي د خپل پوړني په پلو کې ماش درته راوړي و او ویل یې ما په کور کي دغه څه درلوده دا واخلئ او طالبانو ته یې ورکړئ. دا د همدغه ولس صمیمیت او احساسات وو چې تاسې یې قدرت ته ورسولئ. خو زه چې افغانستان ته راغلی یم؛ ما ستاسې څخه یو سړی هم خوښ نه دی لیدلی او ټول درڅخه ناراضه دي. که تاسې خلک په دغه شکل ناراض وساتئ، ستاسې سرنوشت به هم د پخواني حکومت په څېر وي.» ما ملاصاحب ته، په دغه ارتباط، نورې ډیرې خبرې هم وکړې او ډېر مثالونه مې ورته راوړل. متوکل صاحب شاهد دی چې ملاصاحب زما د خبرو جواب نه درلود او هېڅ یوه خبره یې هم ونه کړه.

ځواب ورکړئ