کابل -- د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱/ وویل، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر سره نژدې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته زیات شوی دی.
په دې زوروره چاودنه کې، لږ تر لږه ۱۰۷ کسان د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱ مه/ ټپیان شول. چاودنه هغه وخت وشوه چې په سلګونو افغانان له تبعید څخه وطن ته د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته له ښه راغلاست ویلو څخه وروسته له هوایي ډګر څخه بېرته روان ول.
د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی وو چې وروستی شمېر، چې په پیل کې ۱۴ مړه او ۶۰ ټپیان ول، کیدای شي تغیر وکړي.
د SITE د استخباراتو د څارنې ګروپ وایي، چې داعش د اعماق د تبلیغاتي ادارې له لارې د برید مسؤلیت منلی دی.

یوه ورځ وروسته له هغه چې کابل هوايي ډګر ته څېرمه په یو ځانمرګي برید کې د ای ایف پي موټر چلونکی اختر محمد ووژل شو، د هغه خپلوان، همکاران او ملګري د جولای په ۲۳مه کال ۲۰۱۸ په کابل کې په یو لړ مراسمو کې هغه خاورو ته سپاري. یو دیرش کلن اختر محمد چې د څلورو ماشومانو پلار ؤ، د ۲۳ کسانو له ډلې څخه یو ؤ چې پدې پېښه کې ووژل شو.
![پلي خلک د چنګاښ په ۳۱ مه په کابل کې له ځاني تبعید څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له را رسېدلو څخه مخکې له یوه بینر سره، چې د هغه عکس پرې لګېدلی دی، نژدې تېرېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2018/07/23/13622-000_17u70p-585_329.jpg)
پلي خلک د چنګاښ په ۳۱ مه په کابل کې له ځاني تبعید څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له را رسېدلو څخه مخکې له یوه بینر سره، چې د هغه عکس پرې لګېدلی دی، نژدې تېرېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]
![په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ۱۳۸۷ د تلې په میاشت کې لیدل کیږي. [کارل مونتګومیري/فلېکر]](/cnmi_st/images/2018/07/23/13627-kabul_international_airport_in_2008-585_329.jpg)
په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ۱۳۸۷ د تلې په میاشت کې لیدل کیږي. [کارل مونتګومیري/فلېکر]
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، چې ځانمرګی بمي بریدګر په پښو روان وو، او زیاته یې کړه چې په تلفاتو کې د ماشومانو په شمول ملکي خلک او امنیتي منسوبین شامل دي.
جیګپوړي افغان حکومتي چارواکي، سیاسي مشران او ملاتړي هوایي ډګر ته د دې لپاره تللي ول چې دوستم ته ښه راغلاست ووایي.
هغه په یوه زغره وال موټر کې سفر کاوه او په لږ څه کې له برید څخه بچ شو.
دوستم د ۱۳۹۶ د غوایي په میاشت کې وروسته له هغه ترکیې ته وتښتېد چې د یوه سیاسي سیال د جنسي زورونې او شکنجې تور پرې ولګول شو.
هغهتورونه رد کړلاو ویې ویل چې د هغه تګ د روغتیایي درملنې او د کورنیو مصروفیتونو لپاره وو.
د دوستم ۷ ساتونکي په ۱۳۹۵ کېد جوزجان ولایت د پخواني والي احمد اېشچي د جنسي زورولو او ناقانونه بندي کولو په تور محاکمه شول.