د دوستم قضیه محکمې ته راجع کړای شوه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د افغانستان لوی څارنوالۍ د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۲ مه/ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر ضد تورونه هغه وخت تایید کړل چې د هغه یوه سیاسي سیال د نوموړي ساتونکي په جنسي تېري تورن کړل.‌

احمد اېشچي تېر کال ادعا وکړه چې د دوستم ساتونکو،‌ د خپل مشر په حکم، نوموړی د افغانستان په شمال کې وتښتاوه او په هغه یې جنسي تېری وکړ او شکنجه یې کړ.‌

دوستم، چې ویل کیږي روغتيا یې ښه نه ده، نژدې دوه میاشتې مخکې ترکیې ته لاړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500