تروريزم

ویل کیږي چې د داعش ناپېژاندی مشر د البغدادي ورور دی

د ولید ابوالخیر او ای اېف پي راپور

په یوه عکس کې چې د کب په ۲۰مه په ټیلیګرام خپور شوی، په عراق کې د داعش د غړو یو ګروپ له خپل نوي مشر سره بیعت کوي. [آرشیف]

په یوه عکس کې چې د کب په ۲۰مه په ټیلیګرام خپور شوی، په عراق کې د داعش د غړو یو ګروپ له خپل نوي مشر سره بیعت کوي. [آرشیف]

دغه ترهګر خوځښت چې غواړي مطرح پاتې شي، له درې کالونو څخه په لږ وخت کې خپل درېیم مشر ټاکي. استخباراتي سرچینې وایي، د پام وړ خبره دا ده چې دغه نوی لارښود، د البغدادي چې ځان یې «خلیفه» اعلان کړی وو او په ۱۳۹۸ کې ووژل شو، مشر ورور دی.

داعش د کب په میاشت کې، یوه میاشت وروسته له هغه چې د هغه سلف په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې له خپلې کورنۍ سره یوځای ځان ته چاودنه ورکړه، ابو حسن الهاشمي القریشي د خپل نړۍ وال مشر په توګه ونوماوه

د ابو حسن القریشي په هکله لږ معلومات موجود دي. هغه د ابو ابراهیم القریشي له بې عزته مړینې څخه وروسته د یوې داسې ډلې واک په غاړه اخلي چې د غړو او ځواک له پلوه د خپل پخواني وجود د سیوري بڼه لري.

خو دوه عراقي امنیتي چارواکو چې د وري په میاشت کې یې له رویټرز سره خبرې کولې، وویل چې هغه د ابوبکر البغدادي چې په (۱۳۹۳ - ۱۳۹۸) کې د داعش خلیفه وو، مشر ورور دی. هغوی د نوي مشر نوم جمعه عوض البدري یاد کړ.

د لوېدیځ یوه امنیتي چارواکي تایید کړه چې دغه دواړه سړي سره ورونه وو.

یوې عراقۍ سرچینې رویټرز ته وویل، بدري د داعش له مشر کېدلو څخه مخکې، له اوږده وخت راهیسې د دغې ډلې د مشرتابه شورا مشر وو.‌

د داعش له پيل راهیسې د دغې ډلې مشران ژر له منځه وړل کیږي او دا کار د دغه متشنج سازمان د ځپلو لپاره د بریالیو عملیاتو په نتیجه کې ترسره کیږي.‌

البغدادي خپل ځان د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې وواژه. هغه په یوه تونل کې دننه له دوو ماشومانو سره یو ځای ځان ته چاودنه ورکړه.

متحدو ایالاتو ژمنه کړې چې له خپلو متحدینو سره کار کولو ته دوام ورکړي او «په داعش باندې فشار وساتي»، او ولسمشر جو بایډن وویل چې د سلواغې په میاشت کې شوی برید «په ګرده نړۍ کې ترهګرو ته یو قوي پيغام ورکوي چې: موږ به تاسو پسې درشو او تاسو به پیدا کړو

د کب په ۱۹مه د داعش په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي یوه غږیز پیغام د داعش د پخواني مشر او د دغې ډلې د پخواني ویاند ابو حمزه القریشي مړینې تایید کړې.‌

دغه پیغام د ډلې نوي ویاند ابوعمر المهاجر ورکړی وو.

لږ پېژندل شوی مشر

ابو حسن القریشي په داسې حال کې د داعش مشري پر غاړه اخلي چې داعش په عراق او سوریه کې د متحدو ایالاتو په ملاتړ د شویو عملیاتو په وسیله کمزوری شوی دی. دغه عملیات د هغوی د بیا سر راپورته کولو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

په افغانستان کې، د داعش خراسان څانګې کالونه کالونه ظلمونه ترسره کړي، او په ځانګړې توګه شیعه اقلیت په نښه کوي. هغوی د تېر لړم په میاشت کې په کابل کې دوه بریدونه وکړل چې یو یې په یوه مني بس باندې مرګونی بمي برید وو او بل په یوه نظامي روغتون کې ډله ییزه وژنه وه.

د داعش د غږیزې اعلامیې له مخې، ابوحسن د ابو ابراهیم له مړینې څخه مخکې تایید شوی وو او دغه ټاکنه د ډلې د جګپوړو مشرانو له خوا تایید شوې وه.

په ثبت شوي پيغام کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.‌

د سوفان ګروپ د تحقیقاتو رییس کولین کلارک وویل، داعش ډلې «یو نسبتا ناپېژاندی شخص خپل مشر وټاکه ځکه چې د دغې ډلې ډیری مشران له منځه تللي.»

د جهاد د څیړنو د مشورتي ادارې رییس دامین فیري وویل، ښایي دغې ډلې د ابو ابراهیم له مړینې څخه مخکې د خپل مشرتابه لپاره ځایناستی د دې لپاره ټاکلی وو چې د داخلي اختلافونو مخه ونیسي.

هغه وویل، «دغه پرېکړه مخکې د دې لپاره شوې وه چې د ډلې د قوي بې ثباتۍ مخه ونیسي،» او روښانه یې کړه چې په ۱۳۹۸ کې هم له همداسې طریقې څخه کار اخیستل شوی وو.

داعش تر کنټرول لاندې ساتل

د ترهګرې ډلې چارپوه وائل عبدالمطلب وویل، د نوي مشر ټاکل ښيي چې «داعش هوډ لري چې که یواځې په رسنیو کې هم وي، چې تر ممکن حده پورې دوام وکړي،» او دا کار د خپلو پلویانو د مورال د پياوړتیا لپاره د ایډیالوژیک جنګ د یوې برخې په توګه ترسره کوي.

سوریایي ژورنالست محمد العبدالله وویل، داعش دا اعلان په اوکراین باندې د روسیې په برید سره د نړۍ والې ټولنې له بوختېدا څخه په استفادې سره وکړ.

هغه خبرداری ورکړ چې دغه ډله به هڅه وکړي چې په ځینو سیمو کې خپلې غیرفعالې شوې ډلې بیافعالې کړي، او دا حالت ایجابوي چې نړۍ وال ائتلاف په میدان کې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) تر مشرۍ لاندې متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي.

العبدالله وویل، «متحدینو پخوا د یادې ډلې پر ضد خپله پیاوړتیا او مؤثریت ثابت کړي دي.»

هغه وویل، «دا وخت د دغې ډلې وړتیاوې له منځه وړل شوي دي او عملیات یې یواځې انفرادي کچې ته رالوېدلي دي، او مخکې له دې چې د هغوی د عملیاتو ساحه بیا پراخه شي کېدی شي چې په یو ځل او د تل لپاره له منځه یوړل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500