امنیت

د کابل په پوځي روغتون باندې برید د طالبانو په امنیتي تدابیرو باندې رڼا اچوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

طالب جنګیالي د لړم په ۱۱مه په کابل کې په سردار داودخان پوځي روغتون باندې له برید څخه وروسته له یادې ودانۍ سره نږدې ګزمه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د لړم په ۱۱مه په کابل کې په سردار داودخان پوځي روغتون باندې له برید څخه وروسته له یادې ودانۍ سره نږدې ګزمه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په کابل کې د سې شنبې په ور‌ځ /د لړم ۱۱مه/ په یوه پوځي روغتون باندې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول، چې دا د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې افغانستان ته د ټکان ورکولو تر ټولو تازه برید وو.‌

طالبانو وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د پراخې پرتې سیمې له دروازې سره نږدې خپل چاودېدونکي توکي وچول، بیا وسله وال سړي د روغتون ساحې ته ورسېدل او هلته یې ډزې پیل کړې.

د روغتیا وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ای اېف پي ته وویل، «۱۹ جسدونه او شاوخوا ۵۰ ټپي شوي کسان په کابل کې روغتونونو ته ولېږدول شول.»

طالبانو د افغان حکومت پر ضد ۲۰ کاله بغاوت وکړ.

اوس هغوی هڅه کوي چې افغانستان ته ثبات راوړي، خو په وروستیو اونیو کې یو شمېر خونړي بریدونه پرې وشول او د داعش ځایي څانګې یې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د سې شنبې ورځې د برید مسؤلیت نه دی اخیستی.

د طالبانو یوه ویاند وویل، «ټول بریدګر مړه شوي دي. برید یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې په یوه موټرسایکل باندې سپور وو او د روغتون په دروازه کې یې ځان ته چاودنه ورکړه، پیل کړ.»

هغه وویل، «ځینې بریدګر د روغتون ودانۍ ته ورننوتل.»

هغه تر دې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د روغتون په ساحه باندې دوه چاودنې شوي دي.

په ښار کې د ای اېف پي کارمندانو د لومړۍ چاودنې د راپور ورکولو څخه څه ۳۰ دقیقې وروسته د دویمې چاودنې غږ واورېد.

د کابل په سردار داودخان روغتون کې یوه ډاکتر د برید په ترڅ کې ای اېف پي ته وویل، «ما د تلاشۍ له لومړۍ پوستې څخه د یوې غټې چاودنې غږ واورېد. موږ ته وویل شول چې خوندي خونو ته لاړ شو. زه د ټوپکو ډزې هم اورم.»

ډاکتر زیاته کړه، «زه اوس هم د روغتون په ودانۍ کې د ټوپکو د ډزو غږونه اورم. زه فکر کوم چې بریدګر ... د لومړي برید په څېر کوټه په کوټه ګرځي.»

په څلورو کالونو کې دویم برید

د ۱۳۹۵ د کب په میاشت کې،‌ د داعش وسله والو سړیو په دغه روغتون باندې برید کړ چې لږ تر لږه ۳۰ تنه ناروغان او کارمندان یې ووژل.

په هغې ورځ هم ترهګرو د سې شنبې ورځې په څېر تکتیکونو څخه کار واخیست. یوه ځانمرګي بمي بریدګر د شا په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه. وسله والو سړیو چې ځانونه یې د طبي پرسونل په جامه کې جوړ کړي وو له چاودنې څخه وروسته په روغتون باندې برید وکړ. بالاخره، افغان ځواکونو هغوی ټول ووژل.

که څه هم چې داعش او طالبان دواړه سخت دریځي سني اسلام پالي اورپکي دي، لاکن هغوی د مذهب او ستراتیژۍ په برخو کې سره اختلاف لري.

داعش د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې د هغو ځانمرګو بمي بریدونو په شمول چې د شیعه ګانو جوماتونه یې په نښه کړل، د څلورو ډېرو تلفات اړونکیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

په پوځي روغتون باندې د ۱۳۹۵ په برید کې، اورپکي کوټه په کوټه وګرځېدل او خلک یې ووژل او کله چې مرمۍ ورسره خلاصې شوې بیا یې د چاقوګانو کارولو ته مخه کړه‌.

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست او طالبانو په کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ.

خو ژوندیو پاتې شویو کسانو ای اېف پي ته وویل چې بریدګرو په پښتو ژبه د «ژوندي دې وي طالبان» شعار ورکاوه او د روغتون په لومړي منزل کې له هغو دوه وارډونو څخه پرته چې طالبان په کې بستر ول په ټول روغتون باندې برید وکړ.

په ښار کې لوګی او تلاشیانې

یوې ایټالوۍ غیر حکومتي موسسې چې په کابل کې یو جلا روغتون چلوي د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل چې هغوی ته د چاودنې له ساحې څخه ۹ تنه ناروغان چې ټپونه یې لرل ور وړل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې له چاودنو څخه وروسته هوا ته تور لوګی پورته کیږي او لومړی یې د ماسپښین په شاوخوا ۱ بجه پورته شو.‌

د ای اېف پي ژورنالستانو طالب جنګیالي په داسې حال کې لیدلي چې په دوه زغره والو ټانکونو او پیک آپ ګاډو کې د پېښې ځای ته په ځغاسته ول.

له سختې خوندي امنیتي ساحې یا ګرین زون سره، چې څو پخواني لوېدیځ سفارتونه په کې ولاړ دي، نږدې سرکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي او طالب ساتونکیو تلاشۍ سختې کړې وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

‏طالب ویل چې زما په راتګ سره افغانستان امن شو، انګریزي ښکیلاک پای ته ورسېد، افغانان «ازاد» شول، خو اوس دوی نه هم لاره ورکه ده چې افغانان دومره ازاد شوي چې بېرته یې د راټولېدو امکان هم ډېر کم دی، د طالب په حیا او عزت دې لعنت شي که د سړي د زوی غوندې راغلی وی په جمهوریت کې یې ځان ځای کړی وی، ولې به نن دا حال و، پرون په جمهوریت کې ده برید کاوه لسګونه ملکي کسان وژل کېده اوس د ده په مقابل کې بریدونه کېږي او لسګونه ملکیان وژل کېږي. عجبه خو داده چې ارګ ته نږدې څو ساعته وسله وال برید کیږي، لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، خلک هره ورځ په دار ځړول کیږي، ننګرهار خو بیخي د دار ځړولو په مرکز بدل شوی، په نورو ولایتونو کې بې ګناه خلکو ته شکنجه ورکول کیږي او په یوه قتل پسې بل قتل وينو؛ خو بیا هم هم طالب خبیث وايي چې افغانستان کې امنیت دی، ازادي ده، پانګوال دې پانګونه وکړي. انډیواله ناکامي همداسې ګام په ګام او قتل په قتل پیلیږي خوند به یې واخلې لږ صبر کوه.

ځواب ورکړئ