جرم او انصاف

د داعش خراسان څانګې له خوا په ټونس موټر د برید له ادعا څخه وروسته نوې چاودنې کابل ولړزاوه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې د داعش خراسان څانګې یو غړی په ۱۳۹۹ کې په افغانستان کې لیدل کیږي. [Tejaratnews.ir]

په عکس کې د داعش خراسان څانګې یو غړی په ۱۳۹۹ کې په افغانستان کې لیدل کیږي. [Tejaratnews.ir]

کابل -- د داعش خراسان څانګې د یکشنبې په ورځ /د لړم ۲۳مه/ په کابل کې د یوه برید، چې یو ژورنالست یې وواژه، مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

چارواکو وویل، د دوشنبې په ورځ د کابل په پنځمه ناحیه کې د ګڼې ګوڼې په یوه سړک کې یو بل بم وچاودېد چې دوه کسان یې ټپیان کړل.‌

اسوسیټېډ پرېس د کابل د پولیسو له قوله وویل چې پېښه له سیمې څخه د یوه ټکسي موټر د تېرېدلو پر وخت د سړک پر غاړه د یوه بم له چاودنې څخه رامنځته شوه. په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ازادۍ راډېو ته وویل چې چاودنه یوه موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودېدلو له امله پېښه شوه.

دا چاودنه دوه ورځې وروسته له هغه پېښه شوه چې د کابل په لوېدیځه برخه کې په یوه میني بس موټر باندې بمي چاودنه وشوه. هغې چاودنې یو افغان ژورنالست وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.

حمید سیغاني چې له اریانا تلوېزیوني شبکې سره یې کار کاوه، لږ تر لږه نهم ژورنالست دی چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ووژل شو. [حمید سیغاني/فیسبوک]

حمید سیغاني چې له اریانا تلوېزیوني شبکې سره یې کار کاوه، لږ تر لږه نهم ژورنالست دی چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ووژل شو. [حمید سیغاني/فیسبوک]

د افغانستان د ژورنالستانو مرکز چې د محلي رسنیو یوه خپلواکه څارونکې اداره ده له چاودنې څخه څو ساعته وروسته په فیسبوک وویل، «په افغانستان کې یو بل ژورنالست هم ووژل شو».

دغې څارونکې ادارې وویل،‌ حمید سیغاني چې له اریانا تلوېزیوني شبکې سره یې کار کاوه لږ تر لږه نهم ژورنالست دی چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې ووژل شو.‌

د هغه مېرمنې فوزیې وحدت چې هغه هم ژورنالسته ده، په خپله فیسبوک پاڼه د هغه مړینه تایید کړه او ویې لیکل، «حمید مې له لاسه ورکړ.»

په ژورنالستانو باندې بریدونه روان دي

د افغان ژونالستانو د خوندیتوب کمېټې په نامه د محلي رسنیو ګروپ وویل، د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۹ تر منځ لږ تر لږه ۶۷ ژورنالستان وژل شوي دي.

د میني بس برید د کابل په دشت برچي سیمه کې پېښ شو چې ډېر اوسېدونکي یې شیعه هزاره ګان دي او له کالونو راهیسې د داعش خراسان له خوا په نښه کیږي.‌

داعش په ټیلیګرام باندې وویل چې هغوی د یوه ژورنالست په ګډون «۲۰ شیعه مرتدان» وژلي او ټپي کړي دي او زیاته یې کړه چې هغوی بسونو پورې بمونه نښلولي وه.‌

یوه نږدې روغتون یو یادښت خپور کړ چې په کې راغلي چې هغوی څلور تنه ټپیان بستر کړي او یوه بل په ور رسېدلو سره ساه ورکړه.

یوه عیني شاهد وویل چې چاودنه د تلاشۍ یوې پوستې سره نږدې پېښه شوه او لږ وروسته د ټوپکو ډزې واورېدل شوې.

هغه ای اېف پي ته وویل، «زه مې په موټر کې وم او له موږ نه مخکې موټر کې چاودنه وشوه.‌ هغه په بشپړ ډول وسوځېد.»

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې په ننګرهار کې په یوه جومات کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه درې کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د هغې چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د ننګرهار د والي دفتر وویل چې چارواکو د جومات د چاودنې په تړاو دوه تنه «عاملان» نیولي خو نور جزیات یې ور نه کړل.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، «د پېښې په تړاو نورې څېړنې روانې دي او نور اقدامات به وشي.»

د داعش په لسګونو بمونه

د زمري په ۲۴مه د افغان حکومت له سقوط راهیسې، په ننګرهار ولایت کې چې د داعش خراسان څانګې پخوانی مرکز دی، په لسګونو بمونه چاودېدلي، خو کابل تر ډېره بچ دی.‌

خو د داعش جنګیاليو د لړم په ۱۱مه په پلازمېنه کې په ملي پوځي روغتون باندې برید وکړ چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د سخت دریځې حقاني شبکې یو غړی او د بدري ځانګړیو ځواکونو د قول اردو یو افسر حمدالله مخلص له برید څخه وروسته د ټوپکونو په ډزو کې ووژل شو.

د داعش وسله والو د ۱۳۹۵ د کب په میاشت کې په همدغه روغتون باندې برید وکړ او لږ تر لږه ۳۰ ناروغان او کارکوونکي یې ووژل. اورپکي کوټه په کوټه وګرځېدل او خلک یې ووژل او کله چې مرمۍ ورسره خلاصې شوې بیا یې د چاقوګانو کارولو ته مخه کړه‌.

وروستی عام قتل د تلې په میاشت کې له یو لړ بریدونو څخه وروسته رامنځته شو.

د تلې په ۱۶مه د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ چې د ځایي خلکو په وینا شاوخوا ۱۰۰ شیعه مسلمانان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.‌

دغې ډلې وویل چې ځانمرګی بمي بریدګر «د اویغوریانو له ډلې څخه وو» او دا چې دغه برید «د چین د غوښتنو او په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د چین د چلندونو په غبرګون کې ترسره شو

شاوخوا یوه اونۍ وروسته، په کندهار ښار کې د شیعه ګانو فاطمیه جومات سره څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسان څانګې د کابل هوایي ډګر کې د وږي په ۴مه د شویو دوو مرګونو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.

هغو چاودنو له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر چې د وتلو لپاره د ګڼ شمېر منتظرو افغانانو د اسنادو د پروسیس کارونه کول، ووژل.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې د زمري په میاشت کې خپور شو، د داعش خراسان ځواک له ۵۰۰ فعالو جنګیالیو څخه نیولې تر څو زرو تنو پورې اټکل شوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عجیبه خبره ده، امریکایان وایي چې داعش د ایران له خوا حمایه کیږي او ایرانیان وایي چې داعش د امریکا له خوا حمایه کیږي. افغانان د دوه نه بلکې د روسیې، چین، پاکستان په شمول د څو ځناورو تر ځنګ ایسار دي. د هر یوه چې بل ته غوسه راشي یا یې اقتصادي، سیاسي او نورې ستونزې بل چېرې ټکر وکړي، بیا په افغانستان کې د افغانانو په وژلو خپل انتقام یو له بل نه اخلي. اخر مونږ هم انسانان یو، ولې کوئ؟ ۱۵ کاله امریکا او نورو غربي هېوادونو د سیمې د موردګاو (پاکستان) په لاس یاغیانو ته پیسې او وسلې ورکولې او دا یې ورته ویل چې د کابل حکومت کمونست دی او خلک یې کافر دي، ویې وژنئ، بیا لس کاله کورنی جنګونه ول چې ډلې یې د پاکستان او ایران له خوا حمایه کېدلې، بیا شل کاله روسیې، چین ایران او پخپله پاکستان د سیمې د موردګاو (پاکستان) له لارې یاغیانو ته وسلې او پیسې ورکولې چې د افغانستان حکومت د امریکا ګوډاګی دی او کارمندان یې کافر دي، ویې وژنئ. لعنت شه او په داسې انسانیت شه چې دا هیوادونه یې له افغانانو سره کوي.

ځواب ورکړئ