امنیت

د داعش په برید کې د طالبانو د جګپوړي قوماندان وژل کېدل د ستونزو ژورتیا په ګوته کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

طالب جنګیالي د لړم په ۱۱مه د داعش له یوه ترهګریز برید څخه وروسته، چې د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۹ افغانان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل، په کابل کې د سردار داودخان پوځي روغتون سره نږدې په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د لړم په ۱۱مه د داعش له یوه ترهګریز برید څخه وروسته، چې د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۹ افغانان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل، په کابل کې د سردار داودخان پوځي روغتون سره نږدې په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل – د داعش له خوا د سې شنبې ورځې /د لړم ۱۱مې/ په برید کې د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل د دغې ډلې لپاره چې د زمري په میاشت کې یې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او هڅه کوي چې امنیت خوندي کړي،‌ یوه نوې او ډېره وارخطا کوونکې مرحله په ګوته کوي.

د روغتیا وزارت یوه چارواکي د خپل نوم له ښودلو څخه پرته وویل،‌ د کابل په لوی پوځي روغتون باندې د سې شنبې ورځې په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول.

په وروستیو اونیو کې، په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې چې د طالبانو اصلي مخالف دی، په هېواد کې یو لړ خونړي بریدونه ترسره کړل، د طالبانو په منځ کې درزونه څرګند شوي دي.

حمدالله مخلص چې د سخت دریځې حقاني شبکې یو غړی او د بدري ځانګړیو ځواکونو یو افسر وو، تر ټولو جګپوړی شخص وو چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو راهیسې ووژل شو.

د طالبانو د رسنیو چارواکي وویل، «کله چې هغه معلومات ترلاسه کړل چې په سردار داودخان روغتون بادې برید شوی دی، د کابل قول اردو قوماندان مولوي حمدالله مخلص سمدلاسه صحنې ته ور ودانګل.»

هغه زیاته کړه، «موږ هڅه وکړه چې هغه ایسار کړو، لاکن هغه وخندل. وروسته موږ خبر شوو چې هغه په روغتون کې په مخامخ جګړه کې شهید شوی دی.»

حقاني شبکه د طالبانو تر ټولو ډېره ترخه څانګه ده چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې د ځینو ډېرو قاتلانه بریدونو پړه پرې ور اچول شوې ده.

دغه شبکه د خپلې مالي او نظامي قوت، او د بې رحمیو له کبله د شهرت له برکته، د طالبانو په جوړښت کې له پاتې کېدلو سره سره نیمه خپلواکه شبکه بلل کیږي.

پخواني افغان حکومت پخوا په حقاني شبکه تور لګاوه چې د بریدونو په ترسره کولو کې د داعش خراسان څانګې سره کار کوي.

د مخلص د مرګ پېښه وروسته له هغه رامنځته کیږي چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې پلار یې جلال الدین حقاني، د حقاني شبکه رامنځته کړې وه،تېره میاشت په کابل کې د یوه مجلس په ترڅ کې د ځانمرګو بمي بریدګرو قربانۍ وستایلې.

حقاني، چې پخپله یو نومول شوی ترهګر دی او د نیولو په سر یې ۱۰ میلیونه ډالر (۹۰۰ میلیونه افغانۍ) جایزه اېښودل شوې، د تلې په ۲۶مه په انټرکانټینینټل هوټل کې، چې طالب جنګیالیو په ۱۳۹۷ کې برید پرې وکړ او لږ تر لږه ۱۹ کسان یې په کې ووژل او په لسګونو نور یې یرغمل ونیول، وینا وکړه.

د طالبانو پلوي ټولنیزو رسنیو او ځایي رسنیو د وزیر داسې عکسونه خپاره کړل چې دعا یې کوله او داسې سړیو ته یې غېږې ورکولې چې ویل کیږي د طالبانو د پخوانیو ځانمرګو بمي بریدګرو د کورنیو غړي دي.

د افغانستان دولتي رادېو تلوزیزیون راپور ورکړ چې،‌ «حقاني د شهیدانو او مجاهدینو جهاد او قرباني وستایل،» او هغوی یې «د اسلام او هېواد اتلان» وبلل.

زموږ ژوند ختمېدونکی وو

د سې شنبې ورځې برید د ودانۍ په دروازه کې د یوه ځانمرګي بمي بریدګر له خوا د خپلو چاودېدونکیو توکو په چولو سره پیل شو او بیا وسله وال سړي د روغتون ساحې ته ورننوتل.

د غبرګون د برخې په توګه، د کابل نویو واکمنو له پخواني افغان حکومت څخه د یوې نیول شوې څرخکې په وسیله خپل ځانګړي ځواکونه د ودانۍ په بام باندې ښکته کړل.

د داعش خراسان څانګې په یوه اعلامیه کې چې د دې ډلې په ټیلیګرام چینلونو باندې خپره شوه، وویل چې، «د داعش پنځو جنګیالیو په سیمه کې همزمانه او همغږي بریدونه ترسره کړل.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وژل شویو کسانو شمېر لږ یاد کړ او ویې ویل چې د چټک غبرګون له برکته برید په ۱۵ دقیقو کې دننه مهار کړای شو.‌

که څه هم چې داعش او طالبان دواړه سخت دریځي سني اسلام پالي اورپکي دي، لاکن هغوی د مذهب او ستراتیژۍ په برخو کې سره اختلاف لري.

داعش د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې د هغو ځانمرګو بمي بریدونو په ګډون چې د شیعه ګانو جوماتونه یې په نښه کړل، د څلورو خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

په دغه روغتون باندې، چې د طالبانو او پخوانيو افغان امنیتي ځواکونو دواړو ټپي شوي عسکر تداوي کوي، تر دې مخکې په ۱۳۹۵ کې برید وشو چې وسله والو سړیو په کې ځانونه د طبي پرسونل په جامو کې جوړ کړي وو او د څو ساعتونو په جګړه کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل.

د هغه برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست او طالبانو په کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ.

خو د ۱۳۹۵ کال د ډله ییزې وژنې ژوندیو پاتې شویو کسانو ای اېف پي ته وویل چې بریدګرو په پښتو ژبه د «ژوندي دې وي طالبان» شعار ورکاوه او د روغتون په لومړي پوړ کې له هغو دوو وارډونو څخه پرته چې طالبان په کې بستر ول په ټول روغتون باندې برید وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500