تروريزم

شاهدان وایي، د کابل د پوځي روغتون په برید کې داخلي کسانو مرسته کړې ده

ای اېف پي

یوه ټپي شوې افغانه نرسه د مارچ په ۹مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې په لوی پوځي روغتون په یوه ترهګریزه حمله کې ټپي شوه، په کابل کې د اېکسری لپاره انتظار کوي. وسله والو د مارچ په ۸ مه په سردار داودخان روغتون حمله وکړه، او لسګونه ناروغان، ډاکټران او نرسان یې ووژل او ټپیان کړل. [شاه مری/ ای اېف پي]

یوه ټپي شوې افغانه نرسه د مارچ په ۹مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې په لوی پوځي روغتون په یوه ترهګریزه حمله کې ټپي شوه، په کابل کې د اېکسری لپاره انتظار کوي. وسله والو د مارچ په ۸ مه په سردار داودخان روغتون حمله وکړه، او لسګونه ناروغان، ډاکټران او نرسان یې ووژل او ټپیان کړل. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- ګڼ شمېر ژغورل شویو کارمندانو او امنیتي سرچینو ای اېف پي ته وویل، د هغو بریدګرو چې تېره اونۍ یې د افغانستان په لوی پوځي روغتون برید وکړ، او له ۱۰۰ نه ډېر کسان یې ووژل، داخلي کسانو برخه لرله.

د حملې په هکله د رسمي معلوماتو په اساس، د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۸ مه/ په سردار داودخان روغتون کې ۶ ساعته اوږده جګړه هغه وخت شروع شوه چې یوه بمي بریدګر ځان د روغتون په شاتنۍ دروازه کې والوزاوه، او وسله والو ته یې چې ځانونه یې د ډاکترانو په بڼه جوړ کړي ول، لاره خلاصه کړله چې ودانۍ ته ننوځي.

خو ګڼ شمېر ژغورل شویو کسانو د «هم مهاله ډلوژنې» خبره وکړه، او دایې څرګنده کړه چې بریدګر مخکې تر مخکې په ودانۍ کې دننه ځای پرځای شوي ول -- چې یو شمېر یې اشنا کارمندان ول -- او په چاودنې پسې وروسته یې سمدلاسه په وژنه لاس پورې کړ.

د روغتون د یوه چارواکي په وینا چې افغان ځانګړو ځواکونو ته یې د قربانیانو د ژغورلو لپاره لارښوونه کړې وه، په هغوی کې دوه داسې کسان هم شامل وو چې عمرونه یې د ۲۰ کلونو په خواوشا کې وو او له څو میاشتو راهیسې یې په دغه مرکز کې کار کاوه.

هغه له رسنیو سره د خبرو کولو د اجازې نه لرلو له امله ای اېف پي ته د هغه د نوم د پټ ساتلو په شرط وویل، «مونږ ټول هغوی پېژنو،»

«د هغوی نه یوه ځان ته چاودنه ورکړه، او بل یې د ځانګړو ځواکونو له خوا وویشتل شو.»

یوه سخت ټپي شوي ډاکټر وویل، د ستاژرانو له ډلې څخه یوه د هغه تر لاس لاندې کار کاوه. هغه ای اېف پي ته وویل، «هغه زما شاګرد وو، یوه اشنا څېره ... دا دردوونکې وه چې هغه مې په داسې حال کې ولید چې په هر چا یې ډزې کولې،»

یوې افغان امنیتي سرچینې د دوه ستاژرانو ښکېلتیا تایید کړه.

تر سختې ساتنې لاندې روغتون کې دننه قتل عام ښیي چې یاغیانو په افغانستان کې په لوړو حکومتي او پوځي تاسیساتو کې څنګه نفوذ کړی دی.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش تایید کړه چې، «دغه برید له خارج او داخل دواړو خواوو څخه ترسره شوی دی.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «دا له داخلي مرستې څخه پرته ناشونې وه. له یو شمېر افرادو څخه په دې هکله پوښتنې ګروېږنې کېږي.»

یوه وحشیانه حمله

د دفاع وزارت تاکید کوي چې ۵ بریدګرو یوازې له ۳۰ څخه ډېر کسان وژلي دي. خو لوېدیځو سرچینو، افغان امنیتي سرچینې او ژغورل شويو کسانو، چې یو شمېر یې د مړو جسدونه شمېرلي دي، وویل چې د بریدګرو شمېر ډېر زیات وو او دا چې د مړو شمېر له ۱۰۰ څخه اوښتی وو.

بریدګرو په بستر پراته ناروغان په چړو ووهل، هغو وارډونو ته یې چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه ګرنېټونه وروغورځول او خلک یې له نژدې فاصلې څخه وویشتل.

د روغتون یوه کارمند وویل، «هغوی مرمۍ هسې نه ویشتلې؛ هغوی قربانیان په سرونو ویشتل،» او زیاته یې کړه چې په قربانیانو کې یوه مور او د هغې په غېږ کې یو ماشوم هم شامل وو.

هغوی وویل، «د هغوی له ډلې څخه یو شمېر یې له لارښوونکو سره په رابطه کې ول چې هغوی د ملا صیب په نامه یاداوه. هغوی ویل، مونږ ټول کافران وژنو.»

برید داعش کړی وو که طالبانو؟

څو ساعته وروسته له هغه چې طالبانو له مسؤلیت اخیستنې څخه انکار وکړ، داعش ادعا وکړه چې برید هغوی ترسره کړی دی.

خو ژغورل شویو کسانو چې له ای اېف پي سره یې خبرې کولې وویل، بریدګرو د «الله اکبر» او ژوندي دې وي طالبان، چیغې وهلې.

چارواکو د داعش د وړتیا په هکله، چې په افغانستان کې د خپلې پښې اېښودلو د ځای د موندلو په لټه کې دی خو د افغان او ایتلافي ځواکونو له خوا ترسخت فشار سره مخامخ دی، شک ښودلی دی.

یوه جیګپوړي افغان امنیتي چارواکي د دې اونۍ په اوایلو کې ای اېف پي ته وویل، «مونږ داسې نښې او قراین لرو چې د داعش له ادعا سره مخالف دي،»

«دغه ګروپ دومره ظرفیت نه لري چې داسې پېچلي بریدونه ترسره کړي. داسې نښې نښانې شته چې د طالبانو متحده حقاني شبکه د برید تر شا موجوده وه.»

ژغورل شویو کسانو وویل، په قوي احتمال سره ویل کیدای شي چې، وسله والو، چې د ودانۍ له نقشې سره ښه بلد ول تقریبا په هر منزل کې برید وکړ، لاکن په لومړي منزل کې په دوه وارډونو یې چې طالب ناروغان په کې بستر ول، برید ونه کړ.

هغوی وویل، یو ځانګړی هدف د وي آی پي یا ډېر مهم وېنګ وو، چې هلته بریدګرو د اردو د یوه جنرال او د یوه پخواني وزیر د خپلوان پوښتنه په نومونو کوله. دا معلومه نه ده چې ایا هغوی په برید کې ژغورل شوي دي.

په کابل کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر عتیق الله امرخېل ای اېف پي ته وویل، «ډېرې نښې داسې ښکاریدې چې برید طالبانو ترسره کړی دی. هغوی څو څو ځلې په حکومتي اهدافو باندې دغه ډول قوي همغږې حملې ترسره کړي دي.»

«دا ښیي چې کله چې طالبان یا حقانیان نه غواړي چې د یوې حملې مسؤلیت پرغاړه واخلي، اپرچونست داعش به رامخته کیږي او د امریکا او افغان حکومت هغه ادعاوې به ماتوي چې وایي چې داعش سخت کمزوری کړای شوی دی.»

خو د اورپکو د حرکتونو یوه پاکستاني تحلیلګر، رحیم الله یوسفزي، په مکمله توګه د داعش د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، «دا مهمه ده په یاد وساتل شي چې د هغوی له زیانونو سره سره، داعش بیا هم مصمم جنګیالي لري. مونږ نشو کولی چې د یوه ګواښ په توګه هغوی له پامه وغورځوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500