تروريزم

د چارواکو له خوا په روغتون د حملې په څېړلو سره افغانانو ته لږ ځوابونه پاتې شول

د ای اېف پي او سټاف راپور

افغان پولیس افسران د مارچ په ۸ مه په کابل کې یوه پوځي روغتون ته چې ترهګرو پرې حمله کړې ده رسېږي. ژغورل شویو کسانو او امنیتي سرچینو ای اېف پي ته وویل، له ۱۰۰ نه ډېر کسان ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان پولیس افسران د مارچ په ۸ مه په کابل کې یوه پوځي روغتون ته چې ترهګرو پرې حمله کړې ده رسېږي. ژغورل شویو کسانو او امنیتي سرچینو ای اېف پي ته وویل، له ۱۰۰ نه ډېر کسان ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان په ترټولو لوی پوځي روغتون له حملې راهیسې نژدې ۱۰ ورځې ووتلې خو بیا هم ډېر افغانان لا د حملې وحشت ته په کتلو سره له قهره خوټېږي، او چارواکي لا هم هڅه کوي چې د هر هغه څه جزیات چې پېښ شوي دي سره راټول راکړي.

شاهدانو او د وژل شویو کسانو کورنیو هغو وحشتونو ته چې د مارچ په ۸ مه په سردارداودخان روغتون کې ترسره شول په قهر او غم سره غبرګون وښود.

ډاکټرې حوریې عظیمي چې د حملې پر وخت په روغتون کې موجوده وه، سلام ټایمز ته وویل، «هغوی هر څوک، ډاکټران او ناروغان سره په یو ډول وژل. هغوی څنګه کولی شي چې ځانونو ته مسلمانان ووایي؟»

د کابل اوسېدونکي زیدالله چې د تره زوی یې ډاکټر وو، او په دغه روغتون کې ووژل شو، وویل، وژونکو «بیا د افغان ملکیانو په وړاندې خپله مکمله بې پروایي وښودله.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، د یوه روغتون دننه د سختو چاودېدونکو موادو او اورنیو یا ناریه وسلو استعمال «ښایي چې جنګي جنایتونه ترسره کیږي.»

په دې وحشیانه حمله کې، وژونکیو په چپرکټونو پراته ناروغان په چړو ووهل، په هغو وارډونو کې چې ګڼه ګوڼه وه هلته یې ګرنېټونه یا لاسي بمونه وروغورځول او خلک یې له ډېرې نژدې فاصلې څخه وویشتل. په روغتون کې بستر جنرال ووژل شول.

جنجالي حقیقتونه

دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د حملې پر وخت په دقیق ډول څه پېښ شول

یو شمېر وسله وال سړي چې د ډاکټرانو لباسونه یې اغوستي ول وروسته له هغه ودانۍ ته ننوتل چې یوه په پښو روان ځانمرګي بمي بریدګر ځان ته د روغتون په شاتنۍ دروازه کې چاودنه ورکړه، او په ۴۰۰ بستریز روغتون کې دننه ګډوډي رامنځته شوه.

افغان ځانګړیو ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړل چې ۶ ساعته یې دوام وکړ. هغوی د روغتون په بام له الوتکې څخه راښکته شول او بیا یې بریدګر ووژل.

د نورو حقایقو په هکله اختلافات موجود دي.

د دفاع وزارت د مړو شمېر نژدې ۵۰ کسان ښیي، په داسې حال کې چې امنیتي سرچینې او ژغورل شوي کسان وایي چې د هغوی شمېر له ۱۰۰ نه ډېر وو.

سربېره پر دې، ګڼو ژغورل شویو کسانو د «هم مهاله ډلوژنې» خبره وکړه، چې ښیي چې بریدګر مخکې تر مخکې په ودانۍ کې دننه ځای په ځای شوي ول -- او یو شمېربلدو کارمندانو-- په چاودنې پسې سمدلاسه په وژنه لاس پورې کړ. د روغتون یوه چارواکي، چې افغان ځانګړي ځواکونه یې د قربانیانو د ژغورلو لپاره رهبري کړي وو تور پورې کړ چې، په هغو کې د ۲۰ کالو په خواوشا کې دوه تنه سېتاژران هم موجود ول چې له څو میاشتو راهیسې یې په دې روغتون کې کار کاوه.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱۵مه/ دا تورونه رد کړل چې په دغه قاتلانه برید کې داخلي کسانو لاس درلود.

رسمي څېړنه

دغه پېښه د افغان امنیتي سکټور په رهبرۍ باندې د پارلمان د غړو او د رسنیو د کارکونکیو د انتقاد سبب شوې ده.

ځایي رسنیو د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړي نواب منګل له قوله ولیکل، «که زه د دفاع وزیر، یا د امنیت رییس یا د کورنیو چارو وزیر وای، ما به خپله استعفا وړاندې کړې وای.»

یوه افغان په فیسبوک باندې داسې پوښتنه مطرح کړې وه چې دې ته مشابه تبصرې پرې شوې وې، «افغانان به تر څو دا ډول غفلت او غیرمسلکي چلند تحمل کوي؟»

د دفاع وزارت وویل، یو حکومتي کمېسیون د دې لپاره توظیف شوی دی چې دا پېښه وڅېړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام ټایمز ته وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه «د هېواد د امنیت تأمین ته پوره ژمن دي،» او زیاته یې کړه چې، «مونږ له قومي مشرانو سره کار کوو چې امنیت ټینګ کړو.»

یوه بله پوښتنه دا مطرح کیږي چې دا برید کومې ډلې ترسره کړ.

څو ساعته وروسته له هغه چې طالبانو د پېښې د مسؤلیت له منلو څخه انکار وکړ، داعش ادعا وکړه چې هغوی دا حمله ترسره کړې ده.

خو هغو ژغورل شويو کسانو چې ای اېف پي ورسره خبرې کړې وې وویل چې بریدګرو په پښتو ویل چې «ژوندي دې وي طالبان» او په لومړي منزل کې له هغو دوه وارډونو څخه پرته چې هلته د طالبانو ناروغان بستر ول، نور په ټولو یو ډول حمله کوله.

[له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500